په وروستیو بلواګانو کې د انقلاب ضد ډلګیو او بهرنیو لاس وهنې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i121576-په_وروستیو_بلواګانو_کې_د_انقلاب_ضد_ډلګیو_او_بهرنیو_لاس_وهنې
د دغو بهرنیو دښمنانو په سر کې امریکا هڅه کوی د اینټرنیټ او مجازی فضا پرضد د بایکاټونو د لیری کولو په اړه په ژمنو ورکولو او خپلو لاس وهونکیو دریځونو سره په خپل ګومان دغو بلواګانو ته لمن ووهي خو په بشپړه ماتې سره مخامخ شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2022 09:10 Asia/Kabul
  • په وروستیو بلواګانو کې د انقلاب ضد ډلګیو او بهرنیو لاس وهنې

د دغو بهرنیو دښمنانو په سر کې امریکا هڅه کوی د اینټرنیټ او مجازی فضا پرضد د بایکاټونو د لیری کولو په اړه په ژمنو ورکولو او خپلو لاس وهونکیو دریځونو سره په خپل ګومان دغو بلواګانو ته لمن ووهي خو په بشپړه ماتې سره مخامخ شوه

د مهسا امینی د مړینې په پلمه په ایران کې د وروستیو بلواګانو رامینځته کیدا یوځل بیا سبب شوه چی د اسلامی ایران بهرني دښمنانان هغه د ایران په داخلی چارو کی د لاس وهنې او د بلواګانو د زیاتو لمسولو لپاره د فرصت په توګه استفاده کړي .

په حقیقت کې په وروستیو بلواګانوکې  د امریکا سیاسی مشرانو او ځینو اروپایی مشرانو ، د هغو رسندویو او د لویدیځ د ملاتړ وړ دښمنو فارسي رسندویو له بلوه ګرو او د ملت د امنیت له خرابونکیو په ملاتړ کې ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړې خو له نظام  او خپل هیواد په ملاتړکې په واټونو کې د میلیونونو ایرانی ولس شتون باندې یې سترګې پټې کړې. د دې په ترڅ کې چی د منافقینو ، پادشاهی غواړو او کومله او دموکراټ بیلیوتون غواړو ډلګیو او ترهه ګرو ډلګیو په شان انقلاب ضد ډلګیو هم د خپلو ایراني ضد هدفونو پهلړ کې له دغې مسلې د ګټه پورته کولو لپاره ناکامه هڅه وکړه . د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی ایران سترې دسیسې شندې کړي دي ، وویل دښمنانان له بلواګرو په ملاتړ سره غلطې اندازې لګولي دي .

««««««««««««««««««««««««««««««

د دغو بهرنیو دښمنانو په سر کې امریکا هڅه کوی د اینټرنیټ او مجازی فضا پرضد د بایکاټونو د لیری کولو په اړه په ژمنو ورکولو او خپلو لاس وهونکیو دریځونو سره په خپل ګومان دغو بلواګانو ته لمن ووهي خو په بشپړه ماتې سره مخامخ شوه . په دې لړ کې د بایدن دولت دوو لوړ رتبه چارواکو په لاس وهونکیو څرګندونو کې په ایران کی د ناارامیو د لمسون او دوام لپاره د واشنګټن له اقداماتو پرده اوچته کړه د ایران په چارو کی د امریکا ځانګړی استازی رابرټ مالی او د دغه هیواد د خارجه وزیر مرستیالی ونډی شرمین په یو لړ څرګندونو کې اعتراف وکړ چی واشنګټن په ایران کې د ارتباطاتو په حوزه کې د مداخلې لپاره د اقدام په حال کی دی . له دې مخکې امریکا د ایران ځینې ارتباطی بایکاټونه لغوه کړی وو . امریکا چی ۴۰ کاله کیږی په ایران یې بایکاټونه لګولي دي او د ټرمپ له پړاوه د زیات نه زیات دباو او ایراني ولس پرضد سخت ترین بایکاټونه اجرا کړی دی اوس د ایرانیانو لپاره د زړه سواندي ادعا کوی او د ځینو بایکاڼونو د کمولو خبره یې کړی ده ، هغه مسله چی حتی امریکایی کارپیژاندو هم پرې ملنډې وهلي دي . یو مطرح امریکایی خبریال او لیکوال ګلن ګرینوالډ وایی هرڅوک چی عقل سلیم ولري که په نورو هیوادونو کی د خلکو له سیاسی حقوقو د دفاع او یا ځپلو د غوسې په اړه  د واشنګټن بیانیې جدی وبولي ، نو په بهترین حالت کی ویلې شو چی ډیر ساده به وی .

«««««««««««««««««««««««««««««««

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني د ارتباطاتو په حوزه کی د ځینو بایکاټونو په اړه د امریکا حکومت د اقدام په غبرګون کی په ټویټر کې ولیکل  امریکا تل د ایران د امنیت او ثبات په کمزوری کولو پسې ده او البته ناکامه شوی ده . د څو ارتباطي بایکاټونوپه کمولو سره او په عین حال کی د زیات نه زیات دباو په ساتلو سره امریکا په منافقانه ډول ایران پرضد د خپلو هدفونو په پرمخ بوتلو پسې ده .

کنعاني وایی بی شکه د ایراني ملت پرضد د دښمنانو ترکیبی او شناختی جنګ دې ځل هم د هغو د سلګونو شرمونکیو ماتو دوسیو په څنګ کې په تاریخ کې ثبت شي .

مهم ټکی دا چی واشنګټن له دې سره سره چی له دې مخکې د ۱۳۸۸ کال په پیښو کې له فتنه پالو په ملاتړ کې ماته خوړلی وه خو په وروستیو بلواګانو کی هم له بلواګرو په ملاتړ کې چی د ډیرو  مالی او ځانی تاوانونو سبب شول ، په رسمی دریځونو سره ژمنه وکړه چی به له اینټرنیټ سره اړونده بایکاټونو د لیری کولو په زمینه کې د ملاتړونو په شمول نور ملاتړونه هم وکړي .

د پوهنتون استاد سیامک باقری د دغې پوښتنې په ځواب کی چی امریکایان په ایران کی له فتنه پالو په ملاتړ کې له ماته خوړلیو تجروبو او خلکو له لوری د دغو تاکتیکونو له نه منلو سره سره په کومه هیله بیا له بلواګرو ملاتړ کوی ؟ وویل امریکایان له دې سره سره چی دغه موضوع یې بیا بیا تجروبه کړی ده خو تراوسه د ایران له خلکو سمه پیژندنه او شناخت نلری .

««««««««««««««««««««««««

هغه مسله چی د وروستیو بلواګانو په اړه یوځل بیا جوته شوه ، له بلواګانو د اروپایی اتحادیې په شمول د لویدیځ کلک ملاتړ او د بلواګانو د پراختیا لپاره د بلواګرو لمسول دی . په دې لړ کی د ایران په داخلی چارو کی د لویدیځو چارواکو له بیا بیا لاس او په نړیوال ډګر کی د اسلامی ایران د هدف ګرځولو لپاره له وروستیو بلواګانو استفادې وروسته اروپایی اتحادیې د تهران پرضد د اقدام خبر ورکړ . د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسول بورل مدعی شو دغه ادتحادیه د عمومی امنیت او نظم د ګډوډونکیو او بلواګروپرضد د ایران روا امنیتی او قانونی اقداماتو ته غبرګون ښی . بورل په یوه بیانیه کی له ایرانی ولس د ملاتړ ژست په نیولو او همداراز له بلواګرو په ښکاره دفاع کی وویل اروپایی اتحادیه د ایران پیښو ته د ځواب ورکولو لپاره د مختلفو ټاکنو د جاجولو په حال کی ده . هغه ادعا وکړه د خارجه وزیرانو د غونډې په درشل کی اروپایی اتحادیه د مهسا امینی د مړینې او همداراز له هغه وروسته اعتراضاتوته د ایران د امنیتی عسکرو د غبرګون د څرنګوالي لپاره د ټولو ټاکنو جاجولو ته دوام ورکوی . له دې مخکې هم د اروپایی اتحادیې ویندوی پیتر استانو د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کی ویلی وو د اروپا کمیشن تراوسه نه پوهیږی چی ایا ایران پرضد به نوی بایکاټونه اعمال شي یا نه . په دې ډول اروپایان د واشنګټن د رضایت د جلبولو په لړ کی د خپلو ګټو په لړ کی له ایران سره د اړیکو د ښه کولو په ځای ګواښ ته مخه کړی او تهران د نویو بایکاټونو په لګولو ګواښی .

د برازیل مشهور کارټونسټ کارلوس لاتوف د ایران د بلواګانو په غبرګون کی ولیکل دوکه نشئ ایا واقعا فکر کوئ چی لویدیځوال د ایرانی میرمنو په حجاب اندیښمن دي ؟هغه څه چی واشنګټن او متحدان یې غواړي د ایران بی ثباته کول دي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

په ایران کی د وروستیو بلواګانو د ډګر یو بل بهرنې لوبغاړې صیهونیسټ رژیم دې چی هڅه کوی له  خړو اوبو کب ونیسی  او په خپل ګومان د ایران خلک د مهسا امینی د مړینې په پلمه بلوې او ګډوډی ته وبولي . په داسې حال کی چی دغه رژیم د نړیوالو ټولنو په اعتراف د بشری حقوقو تر ټولو ستر خلاف ورزۍ کونکې دې او ډیر کلونه کیږی چی په غزې او نیواکی ټاټوبیو کې د ماشوم وژنې او بی دفاع خلکو په بی رحانه وژلو سره د نړۍ د ټولو خلکو له نیوکو سره مخامخ دې ، په ایران کی له وروستیو بلواګانو د ازادی په نوم ملاتړ کړی دی . اسراییل په غزې کې د تاریخ د تر ټولو ستر زندان د بنسټ ګر او د فلسطینی ولس د قتل عام په توګه په یوه بیانیه کی ادعا وکړه چی د ایران د خلکو تر څنګ ولاړ دې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چی د  بی ګناه ایرانیانو د تش په نامه ځپل وغندي .

په عین حال کی له اسلامی ایران او د دغه هیواد له غیرتي ملت سره د صیهونیسټ رژیم دښمنی مخنیه داسې چاره نده چی له چا پټه وی . اسراییل په ډاګه دایران له هر ډول پرمختګ سره مخالف دی او د ایټمی پوهانو په ترور او د ایټمی تاسیساتو د تخریب او پههوایی حملې د بیا بیا ګواښولو سره ښودلی ده چی د ایران د خلکو دښمن دې . نو ځکه له بلواګرو ملاتړ هم په حقیقت کی په اسلامی ایران د ګوزار لپاره د دغه جنایتکار رزیم یو بل ګام دې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د بهرنیو دښمنانو ترڅنګ د انقلاب ضد دلګۍ هم د ایران اینټرنیشنل په شان د فارسی ژبو رسندویو په څنګ کې چی د عربستان په مالی ملاتړ سره خپل ژوند ته دوام ورکوی ، په وروستیو ورځو کې هڅه کړه ده په ایران کی اعتراضات په خپلو ګټه مصادره کړی او په عین حال کی بلواګانو ته لمن ووهی .

د سیاسی چارو کارپیژاندی صادق کوشکی وایی د پردیو ټیلی ویژیونی چینلونه او د هغو په سر کی ایران اینټرنیشنل د نښتو په لور د ټولنې په تیره بیا ځوانانو د ورکس ویلو لپاره پلان شوی او جدی کوشش ترسره کړی دی .

په انقلاب ضد ډلګیو کې د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه مریم رجوی په هغو لومړنیو کسانو کی شامله وه چی د بیانیې په صادرولو سره یې په ایران کی له وروستیو واټیزو بلواګانو ملاتړ ته مخه کړی او هڅه کړی ده چی یو ډول هغه له منافقینو ملاتړ پورې وتړي .

د همدان استان دارۍ  امنیتی او سیاسی مرستیال حسن رضانیا وایی منافقین چی د برتانوی ، امریکایی ، عبری او عربی استخباراتي ادارو لخوا ملاتړ کیدل ، په دغو بلوګانو کی هیڅ ونکړې شول .

د رضا پهلوی په سرغنه توب پاچاهی غواړی ماته خوړلیو ډلو هم چی نه ایرانی ولس ترمینځ عزت او څیره لری او نه حتی د لویدیځو دولتونو له لوری ورته د لوبې فرصت ورکول کیږی ، هم هڅه کړی ده تر څو په دریځ نیونو اوواشنګټن په شمول په نورو ځایونو کی د غونډو په جوړولو سره د دغه هیواد د چارواکو پام ځانته جلب کړی اوپه دې ډول ځان د مهم اپوزیشن په توګه مطرح کړی . په عین حال کی له پاچاهۍ نظام د ایرانی ولس کرکې ته په پام سره  اساسا پاچاهۍ غواړي په  ایران کی هیڅ ځای نلری .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د کومله او ډیموکراټ په شان بیلتون غواړو ډلګیو هم هڅه وکړه له رامینځته شوی موقعیت په ناوړې استفادې سره د کرد میشته سیمو په خوا کې د بلواګانو د رامینځته کولو او خلکو په لمسولو سره خپل پوره کوشش وکړی چی البته د هغو دا هلې ځلې ناکامه شوی دي . په دې لړ کې دغو بیلیتون غواړو ډلګیو د اذربایجان غربی او کردستان ولایتونو په ځینو ښارونو کې  له بلواګانو ملاتړ وکړ . ځینو بلواګرو هم په نوموړو ښارونو کې د د بیلتون غواړو ډلګیو له سمبولونو استفاده وکړه . یوې خبرې سرچینې په اذربایجان غربی کې په تیت پرک اعتراضونو کی د کومله او ډیموکرات د یوشمیر عواملو خبر ورکړ اوټینګار یې وکړ چی دغو نفوذي کسانو بلواګانې هدایتولې چی د امنیتی عسکرو په وسیله په استخباراتی اشراف سره ونیول شول . مهم ټکی دا چی د کومله د ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه ابراهیم علیزاده د یوه کلیپ په خپرولو سره په ایران کی د وروستیو بلواګانو د اجرا د مخکینی پلانونې او لمسونکیو اقداماتو په منظمونې اعتراف کړې دې .

««««««««««««««««««««««««««««

هغه ټکې چی په پای کی باید ووایو دا دې چی د امریکا په مشرۍ د لویدیځ له څو لسیزو هلوځلو او دسیسو او د منافقینو د ترهه ګرو ډلګیو او انقلاب ضد ډلګیو په جنایتکارانه او نسکورونکیو اقداماتواو په ایران کی بلواګانو او نارارامیو ته د لمن وهلو سره سره  اسلامی ایران تل خپل اقتدار او صلابت ساتلې دې  او د ایران ملت هم په سختو موقعیتونو او حالاتو کې له اسلامی جمهوریت د ملاتړ د اعلانولو په ترڅ کې له هر ډول بلواګانو او ګډوډی رامینځته کولو سره په مقابلې ټینګار کړی دی او په دې زمینه کی یې فعال رول لوبولې دې ، د دې په ترڅ کې چی په ایران کی د وروستیو بلواګانو د پلمې په اړه یعنی د مهسا امینی مړینه هم اړونده چارواکو د بیا تعقیبونې په ترڅ کې ژمنه کړی ده چی د هغې مختلف اړخونه او پایلې د ایران خلکو ته وړاندې کړې .

پای