د ایران د کال شعار
(last modified Tue, 08 Nov 2022 09:41:32 GMT )
Nov 08, 2022 14:11 Asia/Kabul
  • د ایران د کال شعار

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د کال د شعار نومې لړۍ له ننني شپږویشتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی،دوستانو لکه څنګه چې خبر ئۍد اسلامی انقلاب معظم لارښود ۱۴۰۱لمریزکال د تولید، پوهه بنسټ او کارکسب راپنځیدا په نامې سره نومولی نو په همدې نومې لړۍ په ننني مطلب کې هم په ملایشیا هیواد کې د پوه بنسټه اقتصاد د ځائيګي په باب درسره غږیږو،هیله ده داستفادې وړ مووګرځي.

  خوږو دوستانو ملایشیا د پوه بنسټه اقتصاد په حوزې کې یو پرمختللی اسلامی  هیواد دی. ملایشیا له ۱۹۷۰کاله ترمخکې پورې ، یو بې وځله هیواد پيژندل کید، ددغه هیوادڅه دپاسه څلویښټ فیصدي خلکو په مطلقې بې وځلۍ کې ژوند کوۀ. په هغه پړاؤ کې  ددغه هیواد غوره عایدات، د قلعې(کلائي) او اومو  موادو او  د پام غواړیو(Palm oil) په څير د کرهڼيزو  محصولاتو  د توک په حساب سره دپلورنې له لارې تامینید او د صنعتي تولید ونډه کابو دیارلس فیصده وه.د ملایشیا د پراختیا د پروګرام پیل  په ۱۹۹۹کال کې د ۲۰۲۰  کال  لرلید په نامې سره وه چې په اساس ئې دغه هیواد باید  کرهڼيز اقتصاد،په پوه بنسټه اقتصاد بدل کړي.

 داوسنئ ملایشیا د پراختیا معمار او بنسټګر ماهاتیرمحمد شپاړس کاله مخکې د اصفهان په څيړنیز اوعلمي ښارګي کې په یولړ څرګندونوکې وئيلي وو،نړۍ د  اطلاعاتو  دور ته وارده شوې ده .دا د صنعتي انقلاب له وخت  راهسې تر ټولو چټک اقتصادي بدلون دی.مونږ د صنعتی انقلاب فرصت له لاسه ورکړی او مجبوره یوو،پخپلې پراختیا کې د لورنیونې لپاره ډيرزیات لګښت ورکړو.البته دې ځل د مونږ لپاره اطلاعاتو ته  په بې نهایته لاس رسي او پوهې باندې مشتمل  په ماډرن اقتصادي انقلاب کې د نه ګډون لګښت نه جبرانیدونکی دی.  که دې ځل هم  فرصت له لاسه ورکړو ،نو  دتل لپاره به وروسته پاتې او د بل ترلاس لاندې ووسو.تر دې ځایه  موضوع د ټولو لپاره روښانه ده  چې کارکسب ، پوهنې اوهوښیارتیا  او خبریدا ته اړتیا لري. خو ځیني  دپوهې له همدغې اندازې په برکتونو سره ، له نورو لازیاته  ګټه پورته کوي او  هغه کسان چې د پوهې اوعلم لپاره لازیات ظرفیّت په نظر کې ونیسي ،نو  ورڅخه لازیاته ګټه هم پورته کولی شي.  دغه لیدتوګه په ؛کارکسب کې لازیاته ګټه ، او په جنګ کې د ؛بریالیتوب؛ سبب کیږي.

ماها تیر محمد همداراز ووئیل،دپوهه بنسټه  روزګارونو لمن د کارکسب د لمن تر اندازې کیدلی شي.د نرم آوزارو له تولیده رانیولې ، د سخت آوزارو تر تولید پورې او  په همدغو درستو مرحلو کې  دسخت آوزار دتوان تر کارَونې پورې ډیر زیات  روزګار  او کارکسبونه لیدل کیږي او وروسته د  واړو مدارونو(Microcircuits)  خاص پلان مطرح کیږی  چې د خاصو کارونو دترسره کولو جوګه شي . په هغو زرګونو کارونو کې هر یو کار چې پر دغې پرګنې ولاړ وي ،دیوه پراختیائي هیواد د اقتصاد د پرمخ بیولو لپاره د  پوه بنسټه شرکت  د یوه کارکسب په توګه ټاکل کیدلی شي.

            پر پوهې مشتمل یا ولاړ اقتصاد د ملایشیا د پراختیا یوځانګړی ماډل دی. پر پوهې  د مشتمل اقتصاد اصلی موخه،پر کارندوالي د مشتملې  وده کونکي سټراټژۍ باندې په  یوه سسټم(input)دمشتملې ودې دسټراټژۍ د بدلولو آسانتیا،د ملایشیا د حکومت د پروګرام ترټولو اصلی نوښت دی.  علمی اقتصاد، د  اوږدمهاله اقتصادی ودې لپاره د لازمو فرصتونو درامینځةکونکي ځانګړی پانګونې لپاره  نوي فرصتونه رامینځةکوي. خصوصي کونه هم  د هغې چارې په توګه چې اجتماعي پروګرامونه لري د ملایشیا د ودې دلارې یو بل خصوصیّت دی. دغه هیواد دخصوصي کونې په سبب  په کال کې  کابو څلورویشت میلیارډډالر بچت کوي. پر دې اساس  بچتونه،د هیواد د مالیاتو د زیاتیدا یا د هیواد د پراختیا دسستیدا له  امله نه رامینځةکیږي،بلکې  له ۱۹۸۲کال څخه  په وروسته پړاؤ کې د حکومتي فعالیت ډولوالی دی.

یو هغه مهم اقدام چې ملایشیا د خپلې اقتصادي پراختیا لپاره کړی دی،دپوهې او علم په حوزې کې پانګونه ده. د ملایشیا حکومت،له داخلی اوومو تولیداتو څخه کابو پنځه فیصدي برخه  په زده کړو مصرفوي . په ۲۰۱۸کال کې  د څیړنې او پراختیا په برخې کې د ملایشیا  لګښتونه دولس میلیارډالرو ته رسیدلي  چې   دمخکینیو کلونو په نسبت څلور میلیارډالري وده ئې کړې ده . دغه اندازه، په ۲۰۱۸کال کې د هیواد  داخلی اومو تولیداتو کابو یو اعشاریه څلور فیصده جوړوي.ملایشیا د انجنیّرینګ ،کمپیوټري علومو، دژواک چاپیریال دعلومو،د تجارتي چارو او مدیریّت  او د تیرو مالی چارو  او اقتصاد سنجونې  په څانګو کې دڅيړنې په برخې کې تر ټولو زیات تمرکز کړی  دی.هغه حوزې چې په ملایشیا کې  تر ټولو زیات استناد او باؤر پرې کیږی،طبی،فیزیک او نجومو،مځکه پيژندنې (Geology ارواپیژندنې او د حیواناتو یا د مالونو درملیزې(veterinary medicine) حوزې دي چې په حقیقت کې  په دغو حوزو کې ددغه هیواد د علمی مقالو  دخپریدا ونډه ،لږترلږه د  متوسط حد  دوه برابره ده.

=    ملایشیاد پوهې په حوزې کې نړیوال کیدا پخپلې  ایجنډا کې راوستې ده. ملایشیا دنړیوالو محصیلینو په زده کړې کې په څه دپاسه دیرش کلنې تجروبې سره،د تعلیم په بیخ بینائي سسټم باندې سنبال  او د دنیا د لوړو زده کړو یوټر ټولو لوي مرکزونه اوپوهنتونونه لري چې  نړیوالو محصیلینو لپاره  د ښې زده کړې فرصتونه برابروي. په ملایشیا کې څه دپاسه سل  حکومتي او غیرحکومتي تعلیمي مرکزونه او موسیسې شته دي چې د امریکا، انلګستان،آسټریلیا او آئرلینډ په څير په هیوادونو کې ئې څانګې ډيرې مشهورې دي .په ۲۰۱۷کال کې  ددغه هیواد په پوهنتونونو او لوړو زدکړو په حکومتی مرکزونو کې  کابو څلورلکه انجونو او کابو دوه لکه دوه اویا زره  هلکانونامې ثبت کړې دي.ددغه هیواد مسئولان په نظر کې لري  ملایشیاپه یوه داسې هیواد بدل کړي چې په دنیا کې د لوړو زده کړو په مقصد بدل شي.د کابو سل پنځه دیرشو آسیائي،اروپائي،افریقائي او دمینځني ختیځ هیوادونو څخه  په لسګونو زره نړیوال محصلین،د ملایشیا په پوهنتونو او لوړو زده کړو مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي .

مصطفی کریمیان  اقبال وائي، دملایشیاوالو حرکت په ښې پلانونې او تیزۍ سره ؤ  او  لا مهمه  د ملټي میډیا(Multimedia) قدرتمنو پارکونو اولارو کوڅو د پلانونې په خاطر دنړیوالوکارپيژاندو له تجروبو استفاده کړې ده.

 په ملایشیا کې د اقتصاد د پوه بنسټه کیدا  کیسه داسې وه چې  نن سبا ملایشیاپه جنوب ختیځې آسیا کې یو مخ په وده بازار دی. دغه  هیواد  په سیمې کې یو تر ټولو پرمخ تللی  اقتصادي پراختیا لرونکی سسټم  په درلودلو سره  په سیمې کې د سټارټ اپ  سسټم د پرانیستو لپار  یو اصلي هیواد دی. ددغه هیواد  په کال کې صادرات څه دپاسه دوه سوه میلیارډ ډالرو ته رسیږي ، ملایشیا په شپیتمې میلادي لسیزې کې د کلائي،مرچَکو،او د پام غواړیو(Palm oil) پر صادراتو مشتمل  هیوادبدل شوی چې نه یوازې د الیکټرانیکي او صنعتي محصولاتو صادرات  ددغه هیواد مهمه پشتوانه حسابیږي،بلکې  همدااوس په نړۍ کې یو ترټولو لوي  سیمه کنډکټر(Semiconductor) صادرونکی دی او  د جنوب ختیځې آسیا  د آئي سی ټي قطب حسابیږي.د ملایشیا هیواد د یوې ترټولو مهمې بریا په توګه ، نړیوال بانک په همداوروستیو کې  اعلان کړی دی چې ملایشیا به د خپلې ودې بهیر ته په پام سره تر ۲۰۲۴کال پورې دډیر عاید لرونکي هیواد له ټول سره یو ځاي شي.

(سیماب)

***********************************************

 

 

ټیګونه