په اوسنۍ نړۍ کې د سلیبریټیانو کړچار
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i123996-په_اوسنۍ_نړۍ_کې_د_سلیبریټیانو_کړچار
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د سلیبریټیانو (Celebrities) نومې لړۍ له ننني څلورم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي. 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2022 11:00 Asia/Kabul
  • په اوسنۍ نړۍ کې د سلیبریټیانو کړچار

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د سلیبریټیانو (Celebrities) نومې لړۍ له ننني څلورم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي. 

دوستانو اوسنۍ نړۍ داسې پيچلتیاوې لري چې په هغو کې په ګوندونو کې او سیاسی او اجتماعي ډګرونو کې دسلیبریټیانو رول هم پکې شامل دي.د سلیبریټیانو په مطرح کیدا کې د سیاست او  رسندویو رول ډير مهم دی او په زیاترو هیوادونو کې ئې مثالونه شته دي .

هنریک بنګ د آسټریلیا د کنبرا پوهنتون یو استاد دی.هغه باؤري دی چې سیاستوالان په ګډون کې دخلکو د هڅونې لپاره،باید په دوامدار ډول له سلیبریټیانو او رسندویوڅخه استفاده وکړي.

 هغه وائي،ډيری ګوندونه له سلیبریټي رسندوئي اوزارڅخه(یعني له وبلاګونو،په مشهورو ټيلیویژني پروګرامونو او یب سایټونو کې له نندارې) څخه له راي ورکونکو سره  د ارتباط دټينګولو لپاره استفاده کوي.  د ګوندونو،راي ورکونکو او غړو په دغه ډول کې د سیاست جوړونکو  آئيډیاؤ سرچینې نشته او د ۱۹۹۰لسیزې راهسې د سلیبریټي-متخصصو ګوندونو د پراختیا شاهدان یوو.دا په دې معنا ده چې راي ورکونکي او غړي،د سیاست جوړونکو آئيډیاؤ سرچینې نه دي،بلکې له غوره شوو سیاسي فیصلو  ته د رووالي د بخښلو لپاره له سلیبریټیانو  څخه استفاده په لومړیتوب کې راځي .

 مودې مودې کیږي چې درسندویو دپراختیا په برکت سره ځینې نوي ښکارندې راپنځيدلی دي ؟ سلیبریټي شونه د رسندویو یو هغه محصول او تولید دی چې  دمونږ نړۍ ئې پښو لاندې کړې ده . یو سلیبریټي پخپله   پخپله پولې نشي ترپښو لاندې کولی او د ځان لپاره له نورو جلا یو تعریف  پیدا کوي او یوه څیره کیږي. یو تر ټولو مهم هغه آوزار چې  له هغه ئې څیره یا شخصیّت جوړ کړی او ؛د هغه ددغه پرسنلیټي شونې  په وړاندې کونې کې  مهم رول لوبوي یو شی دی،رسندویه او انټرنیټي فضا. سلیبریټیان معمولا د یوې رسندوئي واسطې او رودې له  وجې دي چې څیره او پرسنَلیټي شو ي دي.  په دنیا او دخلکو په وړاندې شخصیّت شونه او د خلکو په سترګو کې ئې راتلل،یو هغه ترټولو مهم میکانزم دی چې ددوي ژوند ئې راګیر کړی دی،ځکه چې دغه کسانو د رسندویو له لارې هویّت پيدا کړی دی.

Image Caption

 

د مثال په توګه،اینسټاګرام یوه انځوریزه رسانۍ ده،نو سلیبریټیان په اینسټاګرام کې جوړیدلی شي.دلته دعلت او معلول رابطه بڼه مومي او په نتیجې کې وئيل کیدلی شي چې اینسټاګرام د سلیبریټیانو زیږنځاي دی.

د ټولنیزو چینلونو د مختلفو پلیټ فارمونو دودیدا او د ارتباطي وسائیلو پراختیا ته په پام سره او د حکومتونو د پیسو د سیاستونو په لړ کې د سلیبریټیانو په نامې سره کسان بڼه مومي  چې  مصرف پالنه او شخصیّت پالنه  د ودوي.

 له بل پلوه په کابو۱۹۸۰لسیزې کې د رسیندوئي ټيکنالوجیو او وسایلو پراختیا،د حکومتونو په نسبت د بې اعمادئ سبب شوي او واکوالان څو لسیزې کیږي،چې د خپلو خبرو د بیانولو لپاره د سپر سټارز په روزنې پسې شوي چې د واکوالانو خبرې خلکو ته ورسوي،یعني یو ډول د خلکو او حکومت ترمینځ واسطه .

داپه داسې حال کې دي چې سلیبریټي د مختلفو محصولاتو په تبلیغاتو سره د شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره چې حتی ممکنه ده پخپله ورڅخه استفاده ونه کړي،په مخاطب کې د مصرف روحیّه راپيدا کوي او هغه دغې لارې ته کاږي.په دغې لارې کې بې خوده مخاطب،دپرګنیزو مرکزونو توپیر ته توجه نه کوي.په حقیقت کې هغه مهم او حساس مسئولیّت چې سلیبریټي ئې لري،د اجتماعي،کلتوري، اقتصادي او سیاسی مشکلاتو او مسئلو او پرګنیزو اختلافاتو پټَول دي . دغه کس واړه بریالیتوبونه ستر بریښوي.عینیّت  پریږدي او داسې خیالی پلاؤنه پخوي او لوړ الوتونه کوي چې د شخصي هڅو له کبله دي.هغه پخپل شتون سره وائي پرمختګ او بریالیتوب ته د رسیدو لپاره باید له هغه ساحته چې ټولنه ئې جوړوي ،وژغورل شي. یا ورڅخه لیرې شي.

  ددغو ځانګړنو په دلیل،واکوالان د رسندویو په لاس کې په درلودلو سره (یا په رسمي توګه د چینل خصوصي شونه او یا د مختلفو پروګرامونو  سپانسر په توګه )د سپرسټار په نامې سره دیوه موجود جوړول پیلوي او خپل سیاستونه د دوي له لارې چې د عامو خلکو پرې اعتماد وي،خلکو ته منتقلوي.د خلکو پرګنې هم هغه خوندونو اوذایقې ته د رسیدا لپاره چې د دوي په باطن کې کرل شوي وي،د(قدرت او شتمنۍ د خاوندانو د اصلي موخې په توګه)شخصیّت پالنه او مصرف پالنه پیلوي او د سیاست په ډګرکې هم د سلیبریټیانو له چینله د ګوندي تبلیغاتو  لارې ته ئې سترګې نیولي وي.

 که وغواړو په دغې موضوع لا دقیق غور وکړو،نو حتی د سلیبریټیانو نوي بڼه راپنځیږي چې هغو ته ؛مائيکرو سلیبریټي ؛وئیل کیږي .سلیبریټیان په عمومي توګه مشهور وي او دټولنې لپاره پیژندل شوي وي،خو مائيکرو سلیبریټیان په یوې خاصې موضوع کې مثلا، دقالیو یا جامو یا سنګار په زمینې کې مشهوریږي او د هغو مشهورتیا د هغو تعقیبونکو په واسطه کیږي چې  په انټرنیټي فضا کې ئې لري.دوي هره ورځ،دهغو شیانو په باب د محتوا اوبحث په تولیدولو سره چې ددوي په نظر کې جالب وي،د مخاطب په جذبولو او تعیبولو پسې کیږي.

     اوس په لازیاتو هیوادونو کې رسندوئې،د سلیبریټیانو او مائيکرو سلیبریټيانو د مشهورتیا لپاره په مرکزونو بدل شوي دي. هغه کسان چې مشهورې څيرې لازیات د ساعت تیرؤنکو یا ټوکو ټکالو وښئيونکو اجتماعي شخصیّتونو په توګه تعقیبوي او هغه کسان چې له خپلې خوا د مشهورو څيرو په باب د لازیات احساسونکي کس بریښوي او هغه افراطي تعقیبونکي چې  پهم همذاتو مشهورو څیرو سره فکر کوي او د مشهورو کسانو  په باب  دناروغۍ ترحده د عاشقانه او خیالي چلند لري.

 په دغو شرائطو کې چې ووئيل شول،په دوامدار ډول وینو چې سلیبریټیان  هغه محبوبیّت ته په پام سره چې ئې ترلاسه کړی دی،په تخصصي اوغیر تخصصي زمینو کې نظرڅرګندوي .که دهغه نظر سم وي او که غلط ،د هغه د پلویانو له  نظره هغه  دانای کل دی او دهغه نظر سم دی او دهغه په ضد  او هرمخالف نظر،غلظ شمیرل  کیږي..

 البته باید ووئيل شي چې د سلیبریټیانو او د پلویانو دغه رابطه او په پلویانو کې د هغو مقبولیّت همیشنی نه وي او ممکنه ده د یوه بل کس په مطرح کیدا یا پنځیدا سره،د یوه سلیبریټي  پلویان کم شي او د بل کس پلویانو سره یو ځاي شي.خو په دې حقیقت سترګې نشي پټيدلی چې په هماغو وختونو کې چې سلیبریټیان له  محبوبیته برخمن وي ،پر ټولنې او د یا د خلکو په ځينو ډلو ټپلو مثبتې،منفي او یا حتی  ورانونکي اغیزې شیندلی  شي.

Image Caption
Image Caption

 

 خو آیا دغه کسان یوه اجتماعي حساسیّت په توګه مختلفو سیاسی او اجتماعي موضوعګانو ته واریدیدلی شي  او نظر څرګندولی شي؟

 له بده مرغه رسندويی او اجتماعي فضا داسې ده چې سلیبریټیانو ته ددغه ډول نظر څرګندولو  اکان ورکړل شوی دی. دغه خبرې په دې معنا نه دي چې سلیبریټیان د سیاسی او اجتماعي خبرو د څرګندونې حق نه لری،بلکې اتفاقا دهغو سیاسی او اجتماعي حقایقو بیانولو ته بلنه چې د پيژندګلوۍ په سیوري کې  ترلاسه کیږي،د هر یوه ښاریز  دنده ده .

         البته په دې زمینې کې یو مثال ممکنه ده ددې موضوع  له لاروښانه کولو سره مرسته وکړي . سلیبریټیانو د ایران په وروستیو ناکراریو او جریانونو کې په غبرګون کې،په درو ډلو ویشل شوي دي ،یعني  یوه ډله پیاوړي کونکی، بله ئې کمزوري کونکي او دریمه ډله هم پکې بې پلوه شوې ده .

 په دې توګه چې د یوې مودې لپاره ، دمعمولي  کارؤنکو په پاڼو کې د سلیبریټیانو د سټوریو او پسټونو  کرارول او له دغو پيښو څخه ملاتړ ته د کارؤنکو غبرګونونه،په اینسټاګرام  کې ډير زیات لیدل شوي دي او دا پر کارؤنکو  باندې دسلیبریټیانو په وسیله د هشټګونو دتکراریدا د اغیزو یوه عادی نښه ده پر ډيرو  کارؤنکو سربیره،د ځينو هغو څيرو د محکومولو په لړ کې پسټونه چې په دغه بهیر ئې کوم غبرګون  نه درلود،خپرۀ کړي چې پخپل ځاي کې یوه د غور وړموضوع ده.همداراز د هغو سلیبریټیانو په باب بحثونه او شخړې چې ددغو پيښو ملاتړ ئې نه دی کړی،له نورو سلیبریټیانو سره او دهغو له تعقیبونکو(فالوؤرز)سره ښکیل شول چې په هغو زیاترو کې د سلیبریټیانو لپاره د دندې دټاکلو او کلامي تاؤتیخوالو رګونه پکې ترسترګو کیږي.  

پر دې اساس په لادقیقو ارزونو سره دغه بهیر په کلي توګه یو نفسیاتي جنګ نشي بلل کیدلی چې له ایرانه د بهر فارسي ژبو رسندویو په وسیله او د ځینو سلیبریټیانو  په ملګرتیا سره رامینځةشوي او هدایت شوي او په مجازي فضا کې په غوښتي او یا ناغوښتي توګه  په پروپیګنډو سره لا پراخ او  او زیات شوي دي .

 هغه ډير غلط تبلیغات چې له مخکې په مجازي فضا او دهغو په کا رؤنکو کې شته ؤ،د رسندویو دغه موج سواریدا ئې لاپیاوړي کړه.د مخاطبانو په زړونو کې دنفوذ او د هغو عواطفو دداغي کولو لپاره د ځینو تصویرونو،غږونو،او فلمونو هدفمنه خپریدا، دځينو نورو سلیبریټیانو فعالیتونه وو.جالب ټکی دا چې ددنیا د ځينو سیمو په اپوټه چې سلیبریټیان  په سړکونو کې له خلکو سره یو ځای حاضر شي او خپل تصویرونه ، دپروپیګنډیزې پروژې د یوې برخې په توګه خپروي، په ایران کې تقریبا هیڅ یو سلیبریټي  په عمل کې دغه کار ته حاضر شوی نه دی اویوازې د انټرنیټي لمسونې  رول ئې په غاړه درلودلی دی.

 دغه چلند که ونه غواړو،بدبینانه نظر سره وارزووو، نو ددغاو کسانو ډيره زیاته ګروهنه د نه لیدل کیدا آئيډیا ته و رګرځي،ځکه چې شاهدان وو،دغه کسان  په ځینو موردونو کې،د یوې موضوع له اصل او اساسه هم خبر نه وو،خو ددې لپاره چې پوهیدل داسې څپه ده چې د هغوي نه لیدل کیږي ا او دهغوی د مشهورتیا سبب کیږي،نو موضوع ته ئې ورود کړی او ورسره ملګري شوي دي.

(سیماب)

*****************************************************