په ایران کې د حوزې او پوهنتون د وحدت ملی ورځ
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د حوزې او پوهنتون د وحدت د کلیزې په مناسبت له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې د شهیدا ډاکټر محمد متفح دشهادت دکلیزې په مناسبت په اسلامی جمهوری نظام کې د حوزې او پوهنتون د وحدت د ځائيګی ارزوو ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو دایران په اسلامی جمهوریت کې د لیندۍ یا قوس د میاشتې اوه ویشتمه نیټه د حوزې او پوهنتون د وحدت د ورځې په عنوان سره نومول شوې ده. درې څلویښت کاله مخکې یعنی د ۱۳۵۸لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په اوه ویشتمه نیټه، آیت ا... ډاکټر محمد مفتح چې د حضرت امام خمیني یو خاص ملګری او په اسلامی انقلاب کې یو غوره اغیزشیندونکی شخصیّت ؤ ، د اسلامی انقلاب د مخالفو ترهه ګرو په لاس شهید شو. هغه چې د علمیه حوزې یو نامتو روحانی او ددینی چارو یو متخصص ؤ،وتوانید،په پوهنتون کې په ترټولو لوړه تعلیمي سوئې کې په ایران کې د علمي او کلتوري تولیداتو د دوو مهمو مرکزونو په توګه د حوزې او پوهنتون یوه عیني بیلګه ؤ،بلکې د لیدتوګې په پنځولو کې ئې هم د ایران په ټولنې کې ددغو دوو علمي او کلتوري مهمو مرکزونو په وحدت باؤر درلود او اسلامی انقلاب ئې ددغو دوو مهمو پرګنو او مرکزونو د پيوند یو محصول او نتیجه بالۀ او دټولنې د ژغورنې او هوساینې لپاره ئې ددغه وحدت او یووالي د دوام او ژوروالي په ضرروت ټینګار درلود. په دغه مطلب کې چې ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي، ددې د آئيډیا د هغو د اړخیونو په اساس غږیږو، له مونږ سره ووسئ.

له تاریخي پلوه علیمه حوزې په اسلامی نړۍ په تیره بیا په اهل تشیّع کې یوه اوږده مخنینه لري،داسې چې په څلورمې قمري پيړۍ کې د شیعیانو لومړنۍ ځانګړي علمیه حوزه د شیخ طوسي په لاس د عراق په نجف اشرف ښار کې جوړه شوه،البته پوهنتون یو ماډرن او نوی اورګان حسابیږي. د پوهنتون اورګان له لویدیځ سره د ایرانۍ ټولنې د مشکلاتو پنځونکي تعامل له امله د ځينو عیني ضرورتونو په اساس، او دداسې متخصصو انسانانو د ښونې او روزنې په موخې سره چې له لویدیځ سره د صنعتي،پوځي او اقتصادي درز دکمولو او په هیواد کې د پراختیا او پرمختګ پیټی په اوږو پورته کړائ شي، رامینځةشو. که څه هم د پوهنتون د تاسیس لومړنۍ ریښې د امیر کبیر د مشرۍ پړاؤ او د دارالفنون د تاسیس وخت ته ګرځي ، خو دتهران پوهنتون یعني د ایران لومړنۍ پوهنتون په ۱۳۱۳لمریزکال (1934) کې تاسیس شو. له هغه مهاله تر دې دمه اته اتیا کلونه تیریږي او په دغه پړاؤ کې له دغه پوهنتون او د هیواد له نورو پوهتنونونو ډير زیات محصیلین فارغ التحصیل شوي دي چې د هیواد د آبادونې ،پراختیا او نوي والي څرخ ئې په حرکت اچولی دی. خو علمیه حوزه له پيړیو پيړیو مخکې راهسې، د ځوانانو د تعلیم او تربیّت او ښونې دندې په غاړې درلودلي دي. علمیه حوزې او دینی مکتبونه، په هغو کلونو کې چې پوهنتون لا په ایران کې نه ؤ تاسیس شوی،د ځوانانو د روزنې او ښونې اصلي پیټی ئې په اوږو درلود. که څه هم دغه ښونې محدودې او دیني چارو ته ځانګړې وې او په دوي کې ماډرن ښونې او تعلیمات نه ترسترګو کیدل.
په ایران کې د وارداتي ښونې او تعلیمي اورګان په تووګه د پوهنتون په تاسیس سره او د استاذانو او محصیلینو پر تعلیمي نظام د حاکم غیر دیني لورنیونو سره په ټولنې کې دغه ذهنّیت سوکه سوکه رامینځةشو چې پوهنتون او حوزه دوه مختلف اورګانونه او بلکې متضاد دي،ځکه چې د پوهنتون وجودي اساس علم او تعقل او انسان باؤري دی او دحوزې اورګان د ایمان او تعبد او عبادت په اساس جوړ شوی دی. دغه ذهنیّت د پوهنتون له تاسیس کابو دوو لسیزو څخه پر ټولنې واکمن ؤ،خو د ۱۳۳۰لمریزې لسیزې کې یعني د ۱۹۵۰ لسیزې په ورپسې کلونو کې پوهنتون ته د مومنو او متدیّنو محصیلینو په ورتلو سره او له هغو ماډرنو علمونو سره د حوزویانو په لازیاتې بلدتیا سره چې پوهنتونونو کې تدریس کید، سوکه سوکه د دوو اورګانونو مناسبت سره نزدې شول او په دواړو علمي اورګانونو کې د همپالنې او پيوستون نښې نښاې رابرسیره شوې.په دې مینځو میان کې په ایران کې د استبدادي فضا په پیاوړتیا سره او د واکمن سیاسي نظام په کرکتنې کې له حوزوي طلبه ؤ سره د پوهنتوني ځوانانو همپالنه او غږملتیا، په چټکۍ سره دغه اړیکې له پراخې او ژورې کړې. د هیواد په سیاسی ډګر کې د حضرت امام خمیني ظهور او پوهنتون او محصیلینو په باب د هغه مثبت کړچار او د طلبه او محصیل ددوو پرګنو د ملګرتیا او وحدت په ضرورت ټینګار،پر ټولنې او علمیه حوزو باندې د واکمن منفي ذهنیّت مات کړ. له بل پلوه دیوه دینی مرجع او حوزوي عالم په وسیله د انقلابی سیاسی لیدتوګو او نوو آئيډیاؤ مطرح کیدا، په پوهنتونوالو کې چې پر ټولنې به واکمنې استبدادي فضا ئې ډيرې نیوکې درلودې،د دوی لپاره یو پياوړی مرکز برابر کړ. حضرت امام خمینی په دې ښه پوهید چې د هیواد د نجات او پر واکمن سیاسی استبداد دغلبې او د ولس د سیاسی بسیج او غونډیدا یوازینۍ لاره د حوزې اوپوهنتون وحدت دی او د مبارزې له هماغه پیله ئې پر دغه مهم ټينګار کاوۀ.

آیت ا... ډاکټر محمد مفتح د حضرت امام خمیني یو غوره او نامتو شاګرد ؤ چې د امام خمیني ددغې آئيډیا د پوره کونکی ځيری شو. هغه وتوانید په علیمه حوزې او پوهنتون کې په زده کړو سره د حوزې او پوهنتون د وحدت یوه عینی بیلګه وړاندې کړي او دخپل ژوند په اوږدو کې دغه آئيډیا عملی کړي.هغه په ډې اند ؤ چې پوهنتونوال د اسلامی علومو په زده کولو او په ځان او محصیلینو کې د زهد او تقوا د روحیې په رامینځةکولو سره د هیواد د راتلونکي لپاره یو ژمن نسل روزلی شي او حوزویان یا روحانیون هم د نړۍ د ورځې له پوهې څخه استفاده کولی شي او یا په پوهنتونونو کې له ماډرن علومو څخه په استفادې سره،د اسلامی معارفو د تبلیغ په لاره کې د تیر په نسبت لاښه ګامونه پورته کولی شي.هغه د ؛جومات او پوهنتون د وحدت؛په عنوان سره په یوې مقالې کې چې په ۱۹۶۱کال کې د مکتب اسلام په خپرونې کې چاپ شوه،د حوزې او پوهنتون دوحدت د په وجودي ضرورت ټینګار وکړ.او وې لیکل،که د روحاني او پوهنتوني دوو پرګنو کې کوم اختلاف رامینځةشي او روڼ اندي پرګنې دځان لپاره کومه لاره وړاندې کړه او مذهبی پرګنې بله لار، نو همدا د شاتګ او ناکامۍ لومړنۍ مرحله ده. دغه آئيډیا د اسلامی انقلاب د بریالیتوب یو اصلي چورلیز او د انقلاب د بریالیتوب یو راز ؤ. حضرت امام خمیني دمبارزې په کلونو کې تل ددغې لیدتوګې پر تحقق ټينګار کوۀ او تل ئې حوزویانو ته ټينګار کوۀ،باید له پوهنتونوالو سره خپل ارتباط پیاوړی کړی او متقابلا ئې له پوهنتونوالو او پوهنتونونو هم غوښټل،له حوزې سره نزدې شي او یو شان لیدتوګه دې ولري او په یو ځاي په لارې کې پر مخ لاړشي.دوي د حوزې اوپوهنتون وحدت ، د اسلامی انقلاب یوه مهمه بریا بلله او فرمائيل ئې ؛زه تر ټولو ستره بریا،د علمیه حوزو او پوهنتونونو ترمینځ پخلا کیدا ګڼم. د ارواښاد امام دغه نظریه،یوازې د اسلامی انقلاب په بریالیتوب کې ددغو دوو اورګانونو د غیزشیندونکي رول ناظره نه وه،بلکې په راتلونکي کې د ټولنې دغوړیدا او د اسلامی انقلاب د آرمانونو پر دوام هم ناظره وه.
د اسلامی انقلاب له بري په وروسته کلونو کې د پوهنتون او حوزې د وحدت موضوع او کمیّت او کفیّت ئې او هم د هیواد په راتلونکي کې د دوي رول د دواړو لورو په فکري ټولنو کې یوه مهمه موضوع وه.یوه ډله په دې اند دوه چې د حوزې او پوهنتون وحدت په یوه بل کې ددواړو اورګانونو د یوځای کیدا لازمه ده او له دغه اقدام پرته به،وحدت په اوږدې مودې او حقیقی معنا کې تحقق ونه مومي.دغې مکانیکي لیدتوګې په ټولنې کې زیات مقام ونه موند.دوهمه لیدتوګه په دې اند وه چې د حوزې او پوهنتون له وحدته د حضرت امام خمیني مقصد،مکانیکي وحدت نه،بلکې د هیواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره د زمینې جوړونې او د ټولنیز انسجام او دعلومو لور نیونې لپاره په موخو او همپالنو کې وحدت دی او مکانیکي وحدت به نه یوازې کوم کارندوالی ونه لری،بلکې د ډيرو مشکلاتو سبب به هم شي.په همدې اساسد ایران داسلامی جمهوری نظام د حیات په پړاؤ کې د پوهنتون او حوزې دوه اورګانونه په ملګرتیا او تعامل سره ،له فیزیکی او اصلی(substantive) یو ځای کیدا په لور له حرکته ډډه وکړه؟ په دې مینځومیان کې په پوهنتونونو کې د استاذانو او محصیلینو او هم په علمیه حوزو کې د روڼ اندو طلبه ؤ رول ، ددغو دواړو اورګانونو د همپالنې او یوزړتوب په رامینځةکولو کې ډیر اغیزشیندونکی ؤ .د آیت ا... شهید مطهري ،آیت ا...مفتح او آیت ا... محمد حسین بهشتي په څير لوي شخصیّتونه ددغې بیلګې ارزښتمند شخصیّتونه او نمونې وې،چې له بده مرغه داسلامی انقلاب په هماغو لومړنیو کلونو کې د هغو ترهه ګرو په لاس چې ددغه شان نسل په زیاتیدا اندیښمن وو، شهیدان شول.داسې نسل چې مخکینی او ماډرن علم اوپوهه ئې پخپلې لیدتوګې او چلند کې نغښتې وه.ددغو لویانو په شهادت سره نه یوازې ددغې لارې حرکت ونه درید، بلکې د اسلامی انقلاب د برکت په سیوري کې د هغو غوره او ګران بیّه میراث دوام وموند او په هیواد کې د حوزې او پوهنتون د وحدت د مصداق په توګه لا نوي متفکران پیدا شول .

یوه هغه ترټولو نوي څيره او شخصیّت چې وتوانیدپه وروستیو دوو لسیزو کې د پوهنتون او حوزې د وحدت په حقیقي بیلګې بدل شي، خدای بخښلی ډاکټر داؤد فیرحی ؤ. هغه چې ددینی علومو په حوزې کې پر زده کړې سربیره ، دتهران په پوهنتون کې ئې هم په سیاسی علومو کې پی ایچ ډي ترلاسه کړې وه ، کابو دوې لسیزې مخکې د روحانیّت په لباس سره ، د تهران پوهنتون د سیاسی علومو او حقوقو دپوهنځي دعلمي پلاوي غړی شو . هغه وتوانید د دینی پوهې او حوزوي سنت څخه په استفادې سره د یوې سترې او لوئې خزانې په توګه او هم د یوۀ پیاوړي معرفتي اورګان په توګه په پوهنتوني او د ماډرنو علومو په بلوغ په تیره بیا د اسلام او تشیّع دسیاسی لیدتوګې په سنت او دود کې مخ په وړاندې اغیزشیندونکي ګامونه پورته کړي. هغه وتوانید د دین او ډيموکراسۍ د سازګارئ فکري او فلسفي اساس نظریاتي (theoretical)کړي او له واکمن سیاسی استبداده دډيرو اسلامی ټولنو د وتلو لپاره لاره برابره کړي.هغه په یوۀ وخت ددیني فرهنګ زیرمو او کریډیټونو او خوندیتوب په ساتلو سره،دا ټول د نوو نظریاتو په چوکاټ کې راوستل او د آزاد تفکر لرونکي،کرکتونکي او دغه راز د نیوکه منونکي شخصیّتونو په وړاندې کولو سره وتوانیدټولنې ته دپوهنتون حوزې د له محسناتو څخه یوه عملی بیلګه وړاندې کړي . هغه له دې پرته چې د حوزې او پوهنتون د وحدت په باب شور ماشور او ډنډورې ووهي ، او له دې پرته چې دغه آئيډیا ته له سیاسی او د ورځې له مسئلو سره غوټه ورکړي ،پخپله د حوزې او پوهنتون د وحدت په حقیقي ځلا بدل شو او وې ښودله په حوزې او پوهنتون کې دخمیني بچیان هماغه راز د هغې لارې ته دوام وکروي او د ډاکټر مفتح په شان د شهیدانو له وینو څخه په هیواد کې د حوزې او پوهنتون د وحدت دفاع کونکي او جارچي طلبه او محصیلین روزل شوي دي. ډير افسوس کوو چې کالو دوه کاله مخکې د ډاکټر فیرحي د وجود له نعمته د منحوس کرونائي ویرسو په خاطر محرومه شوو. یا داو خاطره ئې تل ژوندئ
************************************** (سیماب)