د سباوون لسیزه (شپږمه برخه)
د لاتینې امریکې په هیوادونو باندې د اسلامي انقلاب اغیزه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) په مشرۍ د ایران اسلامي انقلاب په نړۍ کښې په مختلفو سیاسي، ټولنیزو، دیني او کلتوري برخو کښې ډیر اغیزناک انقلاب و. د ټولې نړۍ له کمزورو خلکو څخه ملاتړ، آزادي غوښتنه او په عدالت باندې پابندي، له استعمار سره مبارزه او د برابرۍ او ورورولۍ سپارښتنه د اسلامي انقلاب له اصلي آرمانونو څخه دي.
دا ځانګړنې سبب شوې دي چې دا انقلاب د نړۍ د مختلفو هیوادونو په تیره بیا د بې وزلو، مستضعفو او تر ظلم لاندې هیوادونو د پام وړ وګرځي. خپلواکي، بیدارۍ او آزداي غوښتنه د اسلامي انقلاب د اصلي شعار په توګه ډیر زر د ایران له پولو ووتله او دا انقلاب د نړۍ د مظلومو او پتمنو ولسونو لپاره به یو مثال بدل شو. په دې لړ کښې د لاتینې امریکې په ډیرو هیوادونو کښې چې خپله یې په مختلفو اړخونو کښې د استعمار په تیره بیا د امریکې او د لویدیځو هیوادونو د شتوون او نفوذ تجربه درلودله، د ایران انقلاب ته یې ډیر پام کړی دی.
د لاتینې امریکا سیمه د نړۍ د نورو سیمو په پرتله له طبعي پانګو او مادي سرچینو ډکه دهدغه سیمه د نړۍ ځنګلي او د کر وړ ځمکه او هم داشان ۳۰ فیصده خوږې اوبه لري. پر دې سربیره، د نړۍ له هغو ۱۷ هیوادونو څخه ۶ هیوادونه چې د بایالوجیک نظره ډیر متنوع دي او هم داشان له ۱۵ هیوادونو څخه ۱۳ هیوادونه چې ترټولو زیات معدني تولیدات لري، په دې سیمه کښې موجود دي. هم داشان د نړۍ د لیتیمو ۲۵ فیصده، د سپينو زرو ۴۲ فیصده او د مسو ۳۸ فیصده او د اوسپنې ۲۱ فیصده ذخایر په لاتیني امریکا کښې دي.
د دې سیمې د هیوادونو دا حالات او جغرافیايي موقعیت سبب شوی چې د لاتینې امریکا هیوادونه تر کلونو پورې د امریکې ښکیلاک مینې حساب شي او د مونرو نظریې له مخې د امریکې مختلف حکومتونه هڅه وکړي چې د لاتینې امریکې په هیوادونو کښې سیاسي او اقتصادي نفوذ ولري. په دې حال سره د واشنګټن غلیمانه او مداخله غواړي سیاستونه او د د خپلو تابع حکومتونو د واکمنولو لپاره د امریکې هڅه تل سبب شوې چې د دې سیمې زیاتره هیوادونه امریکايي ضده کړنلاره غوره کړي.
دغه سیاست د ایران د اسلامي انقلاب بریالیتوب او د انقلاب آرمانونو ته په پام سره پياوړی شوی او په دې لړ کښې د لاتینې امریکا هیوادونو کوشش کړی دی چې د ایران د انقلاب او د هغه د عدالت غواړو آرمانونو په مثال او نمونه ګرځولو سره، د خپلې خپلواکۍ ساتلو په ترڅ کښې د امریکايي ضده سیاستونو په غوره کولو سره، د خپلې آزادۍ او ګټو د ساتلو په لړ کښې عمل وکړي.
دا حالات سبب شوې دي چې د ایران او د لاتینې امریکې د هیوادونو ترمینځ اړیکې په تیره بیا په دې وروستیو کلونو کښې پراخې شي، لکه څنګه چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت د بهرني سیاست کړنلاره، د لاتیني امریکا او د کارائیب سیمې له هیوادونو سره د اړیکو د سطحې لوړول دي. په دې لړ کښې د ونزویلا، نیکاراګوې، بولیویا او کیوبا په شان هیوادونو تل د ایران د اسلامي انقلاب د آرمانونو یادونه کړې ده او له ایران سره د اړیکو پراختیا یې په نظر کښې نیولې ده. همهغه ډول چې په تیرو څو کالو کښې د کیوبا او ونزویلا خلاف د امریکې له ټولو ګواښونو او بندیزونو سره سره، له ایران سره د دغو هیوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
ونزویلا د لاتینې امریکا یو ډیر مهم او شتمن هیواد دی چې د نیکلای ماډورو د کیڼ پال حکومت په وجه له تیرو څو کلونو راهیسې د امریکې له سختو اقتصادي او سیاسي دباؤنو سره مخامخ دی. په حقیقت کښې د امریکې له استعمارپالو سیاستونو سره مبارزه او د دغه هیواد له غوښتنې سره ملګرتیا نه کول سبب شوي چې امریکا په مختلفو سیاسي او اقتصادي برخو کښې په دغه هیواد باندې سخت بندیزونه ولګوي. نیکلاس ماډرو په دې هکله وویل: امپریالزم او صهیونزم په لاتیني امریکا او کارائیب کښې په تیره بیا د سایمن بولیور له انقلاب وروسته د مترقي انقلابي بهیرونو خلاف دسیسه کړې او لایې هم کوي ځکه چې مونږ الټرنیټیو او حقیقي بدیل انتخاب یو.
اقتصادي ستونزو ته لمن وهل او د ونزویلا په خلکو باندې د دباؤ زیاتول له هغو سیاستونو دي چې امریکې او انډیوالانو یې په نظر کښې لرلي دي. په دې لړ کښې د تیلو په صنعت او په مالي او بانکي برخې باندې د سختو اقتصادي بندیزونو لګول د ونزویلا د اقتصاد د لاکمزورې کیدو سبب شوي دي. امریکې او انډیوالانو یې پر بندیز سربیره د ماډورو د حکومت خلاف ډول ډول سیاسي حربې هم کارولې دي داشان چې حتی د مخالفانو مشر «خوان ګوایډو» یې له خپلې اندې د ونزویلا ولسمشر هم نومولی دی او ورڅخه یې ملاتړ وکړ او دا هغه کار و چې بلآخره یې ماتې وخوړله.
خو له ټولو دباؤنو سره سره ونزویلا د ایران د اسلامي جمهوریت په شان هیوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې او ایران هم توانیدلی چې د امریکې له ټولو دړکو سره سره، له ونزویلا سره اړیکې پراخې کړي، لکه څنګه چې یې په تیرو څو کالو کښې په دغه هیواد کښې د پټرولو په سخت کمي سره، ایران د امریکې او د هغې د متحدانو د ټولو ګواښونو باوجود د خپلو پټرولو ډکې کشتۍ ونزویلا ته ولیږلې او د امریکايي چارواکو قهر یې لا راوپاروه. همهغه ډول چې د سیاسي چارو کارپوه عبدالباري عطوان وویل: د ونزویلا سواحلو ته د ایران د تیلي کشتیو رسیدل د امریکايي استکبار پر مخ یوه زوروره څپیړه وه.
هم داشان په تیرو څو کالو کښې ایران په کاراکاس ښار کښې د «میګاسیس» په نامه د شیانو او خدماتو وړاندې کونکی یو ډیر ستر پلورنځی پرانیستی دی او په دې وروستیو کښې د ونزویلا د ټرانسپورټ وزیر هم د خپل هیواد د موټر جوړونې په صنعت کښې د ملګرتیا د زیاتولو په لړ کښې له ایران سره د یوې موافقې د لاسلیکولو خبر ورکړی دی.
د لاتیني امریکې د اسلامي مرکزونو مسئول ډاکټر سهیل اسعد د ایران له اسلامي جمهوریته د ونزویلا په شان هیوادونو مثال اخیستو ته په شارې سره وویل: په ونزویلا کښې د ژوند د سطحې د لوړاوي او د بسیجي سمبولونو د فضا د لوړاوي لپاره د ولسي رضاکارانو ډلې جوړې شوې دي. دغو ډلو د ایران له اسلامي جمهوریته نمونه اخیستې او له ولسونو سره د نیغ په نیغه مرستو لپاره یې د بې سوده بانکونو د جوړولو او د ایراني پلورنځیو د جوړولو په شان اقدمات ترسره کړي دي.
د لاتیني امریکې په ځینو نورو هیوادونو کښې هم حالات، دغه شان دي. د کیوبا خلاف د واشنګټن له وړومبني بندیزه د ۶۰ کالو په تیریدو سره، د هاوانا خلاف د دغه هیواد بندیزونه په داسې حال کښې لاهم دوام لري چې دغه سیاست په عملي توګه ماتې خوړلې ده. کیوبا له هغو هیوادونو دی چې د ایران د انقلاب پيغام یې ترلاسه کړی او د هغه له آرمانونو یې هرکلی کړی دی.
تهران کښې د کیوبا جمهوریت نوي سفیر البرټو ګونزالس کاساس، د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره په ملاقات کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې د ظلم خلاف او امپریالیسټي ضده سیاست د ایران او کیوبا دواړوه ولسونو په خپلو کښې نزدې کړې دي، وویل: باید د دواړو ولسونو د ګټو په لړ کښې د اقتصادي، تجارتي او کلتوري برخو په شمول په ټولو برخو کښې نزدې اړیکې لا ژورې شي.
په حقیقت کښې د ایران د اسلامي انقلابه د څه باندې څلور څلویښت کلونو په تیریدو او له ظلم سره د دښمنۍ او له بې عدالتۍ سره د مبارزۍ په شمول د اسلامي انقلاب په ابتدايي آیډیالونو باندې د دې هیواد په پابندۍ سره دا انقلاب د نړۍ د نورو هیوادونو لپاره په یوې بیلګې او مثال بدل شوی دی. د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تل ټینګار کړی دی چې له امام خمیني یې زده کړي دي چې د بې انصافۍ او ظلم خلاف د ولسونو له مقاومته ملاتړ وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دې لړ کښې د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د انقلابونو او د آزادي غواړو غورځنګونو اصولو ته په اشارې سره وویل: له امام خمیني مو زده کړي چې د بې عدالتۍ او ظلم خلاف د ولسونو له مقاومته ملاتړ وکړو او په دې بنیاد له هغو ولسونو سره د اړیکو لوړول چې له سلطه پالو سره د مبارزې په لاره کښې دي، د ایران د اسلامي جمهوریت پریکنده سیاست دی. په دې لړ کښې د فلسطین له آرمانونونو او د دغه هیواد له مظلومو خلکفو دفاع او د امریکې د مداخله غواړو سیاستونو په وړاندې اودریدل چې د ایران له اصلي سیاستونو دي، د لاتینې امریکا د هیوادونو د پام وړ ګرځیدلي دي او زیاتره یې د فلسطین د آرمانونو دفاع کونکي دي.
په ملګرو ملتو کښې د کیوبا دائمي استازي «پډرو لوئیس پډرسون کویستا» دې ټکي ته په شارې سره چې دا نیواکګري په تیره پيړۍ کښې د یو ولس خلاف ترټولو ستر تیری دی، د دوه ګونو او انتخابي معیارونو او د هغو سیاسي لوبو په غندلو سره چې نړیوالې صلحې او امنیت ته تاوان رسوي، د فلسطین د خلکو خلاف د اسرائیلو په غمیزه ناکو جنایتونو باندې د برغولي په ایښودو کښې د امریکې رول وغنده.
په تیرو کلونو کښې په کورنیو او بهرنیو ډګرونو کښې سترو سیاسي بدلونونو، د لاتیني امریکې د هیوادونو سیاسي ژوند ته یو نوی ژوند بخښلی دی، داشان چې په دې چوکاټ کښې نوي حکومتونه له واشنګټنه لرې شوي دي او د امریکې له دباونو او بندیزونو سره سره، پر خپلو دریځونو کلک ولاړ دي. د لاتینې امریکې په ډیرو هیوادونو کښې قدرت ته د کیڼ پالو ستنیدل له امریکې د هغوي د لرې کیدو او په اسلامي او انقلابي آرمانونو سره د ایران په شان هیوادونو سره د ښو او نزدې اړیکو لرل دي.
*/*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی