د سباوون څلور څلویښتمه لسیزه (نهمه برخه)
(last modified Sun, 12 Feb 2023 00:02:12 GMT )
Feb 12, 2023 04:32 Asia/Kabul
  • د سباوون څلور څلویښتمه لسیزه (نهمه برخه)

له انقلاب وروسته د ایران علمي بریاوې-۲

د سباوون د لسیزې په مناسبت د ځانګړو پروګرامونو د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو. نن هم له اسلامي انقلاب وروسته د ایران د علمي پرمختګونو او لاسته راوړنو بحث ته دوام ورکوو. په دې هیله چې د خوښې وړ مو وګرځي

*/*/*/*

د ایران د اسلامي جمهوریت د علمي پرمختګونو یو بل مصداق د هوافضا یا ایروسپیس په برخه کښې چټکه وده ده. ایران د هوافضا د علم په تولید کښې د لویدیځې آسیا وړومبی مقام لري.

فضايي صنعت د هر هیواد د قدرت یو عنصر ګڼل کیږي او د ایران اسلامي جمهوریت په دې وروستیو کلونو کښې فضايي ټیکنالوجۍ ته د رسیدو په لړ کښې پرله پسې ګامونه پورته کړي دي. د هیواد په جامع علمي پلان کښې هم د هوافضا برخه د هیواد د پراختیا لپاره د ټیکنالوجۍ د یوې مهمې برخې او حتی د ماډرن ټیکنالوجیو د مخکښ په توګه ګڼله کیږي.

د ایران فضايي صنعت له دوو کورنیو او نړیوالو نظریو څخه جاجولی شو. له کورني نظره ایران د اسلامي انقلاب نه تر مخکښې پورې د سټیلایټ سګنل د ترلاسه کولو ډیرې محدودې انټینې او تجهیزات درلودل او د سپوږمکۍ په هکله کورني تخنیکي معلومات تقریباً صفر وو. په دې وجه یې یوازې کولې شول چې د نورو هیوادونو د تولید کړو سګنلونو یوه برخه ترلاسه کړي خو ایران د اته کلن جنګ له پړاؤ څخه د هیواد د دفاع لپاره د فضايي ټیکنالوجۍ د پراختیا په تکل کښې یو په د دې کار لپاره د هوافضا کالجونه جوړ شول او په فضايي برخه کښې د هیواد د توان پياوړتیا ته پاملرنه وشوه. هم داشان د پوهنتونونو د فارغ التحصیلانو په مرستې سره، د کورنیو ماهرانو له خوا د سپوږمکیو او د سپوږمکۍ وړونکو راکټونو په برخې جدي کار وشه.

د لویدیځې آسیا له نورو هیوادونو سره د ایران د فضايي پروګرام ستر توپیر دا دی چې ایران په خپل کورني توان ولاړ دی او له خپلې ځايي او کورنۍ ټینکنالوجۍ یې ګټه پورته کړې ده. د ایراني متخصصانو د پلاننګ او کوشش په نتیجه کښې اوس د ایران اسلامي جمهوریت د مخابراتي او د تصویر اخیستنې د سپوږمکیو د جوړولو په برخه کښې هغه حد ته رسیدلی چې نور نو پردیو ته هیڅ ضرورت نه لري او د په دې څانګه کښې د هیواد د اړتیا په پوره کولو وسمن شوی دی او د سپوږمکۍ یا سیټلایټ جوړونې د ټیکنالوجۍ په لرونکو ۹ هیوادونو کښې شامل شوی دی. ایران هم داشان د سپوږمکۍ وړونکي توغندي د ډیزاین او جوړولو په لړ کښې د توانمنۍ هغه حد ته رسیدلی چې د خپلې سپوږمکۍ د توغولو لپاره هیڅ بهرني هیواد ته بیخي ضرورت نه لري.

د ایران د ارتباطاتو او د اطلاعاتو د ټیکنالوجۍ وزیر عیسی زارع پور په فضايي برخه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پام وړ پرمختګ او د ایران د مقام د لوړیدو په هکله وايي: د اسلامي ایران د مؤمنو او ژمنو پوهانو د همت او هلوځلو په برکت، د ایران مقام چې په ۱۹۹۶ کال کښې ۴۵م و، په ۲۰۱۷ کال کښې د نړۍ ۱۱ نمبر ته پورته شوی دی. په پوهې او نوښت باندې په تکیې سره د ماهرو او قابلو ځوانانو د وړتیا معلومولو او جذبولو لپاره د اتیایمې لسیزې له نیمايي څخه د نویمې لسیزې تر وړومبیو پورې کره پلاننګ، په ۱۳۸۷ کال کښې د امید سپوږمکۍ یا د سفیرِ امید ځايي سپوږمکۍ وړونکي د توغولو په شان د مقتدرانه ګامونو د پورته کیدو سبب شو او ورپسې ایران د سپوږمکۍ یا سیټلایټ د ډیزاینولو، جوړولو او توغولو د توان لرونکو محدودو هیوادونو په کلب کښې شامل شو.

*/*/*/*/

د ایران فضايي ادارې په دې وروستیو کښې د لس کلن سټراټیجک فضايي پروګرام د اجرا بهیر پيل کړی دی. د دغه پروګرام له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت به په راتلونکو لسو کالو کښې د فضايي ټیکنالوجیو په پراختیا او د فضايي توغونې د خدماتو په وړاندې کولو کښې په یو سیمه ایز قطب بدل شي چې دغه هدف ټاکنه به، د بندیز په حالاتو کښې او په کورنۍ توانمنۍ او د هیواد د خپلو ماهرانو پّ پوهې باندې په تکیې سره عملي شي.

په هم دې بنیاد، د ایران په لس کلن فضايي پروګرام کښې د توغونې او ځمکنیو سټیشنونو پراختیا، د مخابراتي سپوږمکیو د طراحۍ او جوړولو د بهیر ګړندی کول، له یو میټر نه په لږ توپیر سره مدار ته د محاسباتي سپوږمکیو لیږدول، د نړیوالو تعاملاتو په لاره تګ او د ګډو پروژو اجرا، د بیخ بیناؤ په پراختیا باندې په تمرکز سره د اکتشافاتي طرحو اجرا او د زیات وزن لرونکو جوپو توغولو ته د رسیدو په لړ کښې پلاننګ شامل دی.

د ایراني پوهانو د پروګرام جوړونې او هلوځلو په نتیجه کښې اوس د ایران اسلامي جمهوریت اوس د مخابراتي او تصویربردارۍ د سپوږمکیو د جوړولو په برخه کښې د توانمنۍ داسې حد ته رسیدلی چې بل چا ته هیڅ اړتیا نه لري او د په دې برخه کښې د هیواد د اړتیاؤ په پوره کولو برلاسه شوی او د سیټلایټ جوړونې د ټیکنالوجۍ په لرونکو نهو هیوادونو کښې شامل شوی دی. دا په داسې حال کښې دي چې ایران د سپوږمکۍ وړونکي توغندي د ډیزاین او جوړونې په برخه کښې هم پر ځان بسیا شوی او د خپلې سپوږمکۍ د لیږلو لپاره د نړۍ بل کوم هیواد ته ضرورت نه لري.

په کال ۱۳۸۸ کښې  " کاوشگر ۳" راکټ په کامیابۍ سره وتوغول شو. په ۱۳۹۰ کال کښې «نوید» سپوږمکۍ په بریمنه توګه د ځمکې په مدار کښې راغله. په ۱۳۹۱ کال کښې د «ناهید» سیټلایټ د مهندسي ماډل او د «زهره» سپومکۍ د پراختیايي ماډل مخکتنه وشوه. په ۱۳۹۲ کال کښې د «تدبیر» او «خلیج فارس» نومې دوو سپوږمکیو مخ کتنه وشوه. په کال ۱۳۹۳ کښې «فجر» نومې ملي سپوږمکۍ په «سفیر» سپوږمکۍ وړومکي سره په کامیابه توګه فضا ته توغول شوه او د ځمکې په مدار کښې راغله.

په کال ۱۳۹۵ کښې د «ناهید ۱» مخابراتي سپوږمکۍ مخکتنه وشوه. په ۱۳۹۷ کال کښې «پيام» سپوږمکۍ د «سیمرغ» راکټ له لارې فضا ته واستوله شوه خو ناکامه شوه او مدار ته ونه رسیدله. په ۱۳۹۹ کال کښې «نور ۱» نومې سپوږمکۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د وړومبني پوځي سیټلایټ په توګه د «قاصد» په درې پړاویز راکټ سره، د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران له خوا د ایران له مرکزي صحرا نه په کامیابۍ سره وتوغوله شوه او د ځمکې په ۴ سوه ۲۵ کیلومیټري مدار کښې راغله. په ۱۴۰۰ کال کښې هم د «نور ۲) په نامه د ایران دویمه پوځي سپوږمکۍ په «قاصد» وړونکي سره، د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک له خوا وتوغوله شوه او په بریمنه توګه د ځمکې په ۵۰۰ کیلومیټري مدار کښې راغله.

وروستیو بریاؤ په تیره بیا د سپوږمکیو طراحۍ، جوړولو او توغولو چې د ملي عزت او پر ځان باورۍ د زیاتیدو سبب کیږي، د نړیوالو څارونکو په سترګو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت مقام لوړ کړی دی.

البته په دې ټولو کلونو کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم په شمول دښمنانو د هوافضا په برخه کښې د ایران د پرمختګونو په بهیر باندې په اعتراف سره، تل له دغو پرمختګونو اندیښنه څرګنده کړې ده.

هارآرتص ورځپاڼې په دې هکله لیکلي دي: اسرائیلي چارواکي وايي چې ایران دخپلو متعارفو توغندیو د واټن د لا زیاتولو لپاره له فضايي ټیکنالوجۍ د استفادې توان لري.

د صهیونیسټي رژیم چاروکو هم داشان ادعا کړې ده چې د «دوالجناح« او «قائم-۱۰۰» په نومونو دوه توغندي چې ایران مدار ته د سپوږمکیو د لیږلو لپاره جوړ کړي دي، په جامد سونګو کار کوي او په نتیجه کښې به ایران د هغو له لارې داسې درسونه زده کړي چې په پوځي مقاصدو کښې ترې کار واخیستی شي.

او وروستۍ خبره دا چې فضايي صنتع د هیواد د اقتصادي ترقۍ لپاره ډیر اهمیت لري او د کرهڼې، ژواک چاپیریال، خدماتو او داسې نورو برخو کښې ترې ګټه پورته کیدې شي.

د فضايي ټیکنالوجۍ ځانګړی اهمیت او د خبکو د ژوند د اسانتیا لپاره د دغې ټیکنالوجۍ د استعمالولو ضرورت یوه نه انکاریدونکې چاره ده. د ایران اسلامي جمهوریت په دې وروستیو کلونو کښې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او توانیدلی چې د هیواد د ځوانانو په همت او د پوهانو له وړتیاؤ په کار اخیستو سره، دې برخې ته پراختیا او ترقي ورکړي داشان چې اوس ایران د هوافضا یعنې ایروسپیس د علم په تولید کښې د لویدیځې آسیا وړومبی مقام لري.

*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی