د فجرد موسیقۍ ۳۸ نندارتون
د افغانستان ، پاکستان ، بنګلادیش او تاجیکستان موسیقی له یوه بل سره اخښلې کلتور لري او قوالی هم د پاکستان د موسیقۍ د یوې څانګې په شان د افغانستان د موسیقۍ هم یوه څانګه بلل کیږی .
د فجر د موسیقۍ ۳۸ فیسټوال تازه په ایران کی ترسره شو . په دغه پړاو کې په تهران او څو نورو ښارونو کې ایرانی او بهرنیو ډلو د ۸۷ اجراګانو په چوکاټ کې خپل مخاطبان له ډیرو متنوع او جذبونکیو موسیقۍ سټایلونو سره بلد کړل . د موسیقۍ په استانی برخه کې ۱۶ صوبې د ګڼ شمیر هنرمندانو او مخاطبانو کوربه وې . همداراز په نړیواله برخه کی هم د پرتګال ، روسیې ، هنګری ، هند ، تاجیکستان ، ارمنستان او صربستان هیوادونو د موسیقۍ ډلو په نندارتون کی شتون درلوده .
په ایران کې د غږ او موسیقۍ د نویو ډلو شتون د ۳۸ نندارتون د سیالۍ برخې یوه مولفه وه چی په دغه پړاو کی د نندارتون د ځانګړی جایزې په توګه ورزیاته شوه . د باربد جایزه هم د ایران دموسیقۍ د لوړو اثارو د ستاینې او معرفي کولو په هدف او له خلاق هنر د ملاتړپه تیره بیا د ځوان نسل د موسیقۍ او غږ اجراګانو ته ډالۍ شو .
غیر سیالۍ برخه د ایران د موسیقۍ د ډلو اوهنرمندانو د خلاقانه فعالیت د ملاتړاو پیاوړتیا لپاره بیل شوی وه . د نندار تونونو نندارتون (جشنواره جشنواره ها د ۳۸ پړاو د نندارتون نوی برخه وه چی د لومړی ځل لپاره ترسره شوه . په دغه برخه کی د فجر د موسیقۍ د مختلفو پړاونو جدولونه او پوسترې وغیره نندارې ته وړاندی شوې .
د ترانې په برخه کی ۱۰ ډلې د لومړی ځل لپاره په یوه جلا هال یا سالون کې صحنه کې حاضرې شوې او د دغې څانګې له فعالانو د ستاینې په پایزو دستورو کې د خلکو د رایو په اساس بهترینې ډلې ته جایزه ورکړل شوه .
څیړنیزې غونډې د نړیوالې برخې یو پروګرام وو چی له نورو ملتونو سره د هنرمکندانو د ارتباط رامینځته کولو د اغیزو په هدف ترسره شو . دغه څیړنیزې غونډې د پینځوورځو لپاره په ژوندۍ توګه د ګفتګو راډیو له لارې خپرې شوې او د موسیقۍ هنرمندانو او پوهانو د دغې حوزې په مختلفو موضوګانو بحث او د نظر تبادله وکړه .
له اسلامه وروسته د ایران په موسیقۍ کې د تاریخی پړاونو تحلیلی تطبیق ، د پیدایښت تاریخ او په تیرو ۴۳ کلونو کې د ارکسټرا د ړنګیدا ، له موسیقۍ سره د مذهبی دستورو ارتباط په شان موضوګانو په اړه هم خبرې اترې او معلومات شریک کړی شول .
پیانووهونکې دراګومیربراتیچ چی له خپلې میرمنې ماریا ګوداچ سره یو ځای ستیج ته ولاړ او د نندارتون په اړه یې وویل د فجر د موسیقۍ نندارتون د ایرانیانو ګران بیه خزانه ده او په هغه لنډه موده کی چی په ایران کې مې شتون درلوده د تهران له لیدو مې خوند واخیسته . ایرانیان چی میلمامه پال دي او احساس کوم چی له یوه بل سره ډیر ورته والی لرو . هغه وویل ما دلته اریانی موسیقۍ واوریدله چی پکې ربع پرده موجوده وه او دا ما لپاره ډیر عجیبه وه ځکه چی مونږه د صربستان په موسیقۍ کې یوازې نیمه پرده لرو . په پریکنده توګه دا شناخت د ایرانی موسیقۍ له اوریدو وروسته رامینځته شو او دا د دې دلیل دی چی موسیقی د هیوادونو ترمینځ ګډه ژبه ده . د نړۍ درست خلک له دې پرده چی د یوه بل له مورنۍ ژبۍ سره بلد وی ، د موسیقۍ په اوریدو سره د یوه بل له هنر خوند اخلی او د یوه بل له هنره پیژندګلوی پیدا کوی .
دغه د موسیقۍ دوه کسیزه ډله چی تراوسه یې د نړۍ په مختلفو ځایونو کې ۵۰ کنسرټونه اجرا کړی دي ، د صربستان د بلګراد د کنسرواتوار استادان دي چی د هنګری د ۲۰۲۰ په نړیوالو سیالیو کې یې د اروپا په سویه د ځوانو سازغږونکیو جایزه ګټلی ده .
د حمید ساعد په مشرۍ د سلام موسیقۍ ډله د فجر د موسیقۍ د ۳۸ نندارتون ګډون کونکی وه . د دغې ډلې سرپرست د فجر موسیقۍ د نندارتون د ترسره کیدا په اړه وویل دا نندارتون د هنرمندانو یوازنۍ هیله دی او سبب کیږی چی مونږه ولیدل شو او د ایران او نورو هیوادونو خلک مونږه وپیژني . حمید ساعد وویل د موسیقۍ د نندارتونو ترسره کیدا له یوه بل سره د هیوادونو د هنرمندانو ترمینځ د پراخوکلتوری مبادلاتو سبب کیږی .
هغه د قوالۍ د کنسرټ د اجرا په اړه وویل د افغانستان ، پاکستان ، بنګلادیش او تاجیکستان موسیقی له یوه بل سره اخښلې کلتور لري او قوالی هم د پاکستان د موسیقۍ د یوې څانګې په شان د افغانستان د موسیقۍ هم یوه څانګه بلل کیږی .
د یادولو ده چی د قوالۍ موسیقۍ چی د پاکستان تکړه هنرمندان لکه نصرت فتح علی خان ، عزیز میا ، راحت فتح علی خان ، صابری برادران ، عابده پروین په شان هنرمندان په نړیواله سویه مشهور دي ، د صوفیانه او عارفانه شعرونو ویل دي چی ډیرې لوړې معناوی لري .
دودیزه موسیقۍ د هرې ټولنې د اعتقاداتو ، دستورو ، ادابو ښودنه کوی چی د هرې سیمې د موسیقۍ په جاج سره د هغې له ځانګړنو ، ادابو و ارزښتونو ، د ژوند له جوړښت وغیره سره اشنا کیدلی دی . هر څومره چی دغې مکوسیقۍ ته توجه وکړو نو کلتوری هویت به مو په هماغه اندازه پاتې وی .
د دودیزې موسیقۍ یو بل کارندوالې د مورنۍ ژبې ساتل دي او په دغه ډول موسیقۍ سره خپلې ژبې او لهجې ساتلې شو . د مورنۍ ژبې ساتل د هویت او اصالت ساتل دي .
د یونسکو د راپور په اساس په درسته نړۍ کې ۳۷۰ میلیون کسان په ۷ زره ژبو خبرې کوي چی پکې ۲۶۸۰ ژبې له خطر سره مخامخ دي چی دا د دودیزې موسیقۍ په چوکاټ کې احیا کیدلې شی .
د ایران د شمال ګلستان ولایت د راز راز قومونو د کوربه توب په دلیل په مختلفو سیمو کې د ځای ژبې د تکثیر شاهد دی .
د فجر د موسیقۍ په ۳۸ نندارتون کې د ملانفس ډلې ذکر خنجر اجرا کړ . ذکر خنجر د ګلستان ولایت د ترکمنوترمینځ د رقص په چوکاټ کې دود هنری نمایش دی چی په ګډه ، ځای جامو او خنجر په ملا ترسره کیږی او کوندی د صوفیانو له جذبې او حالت عارفانه اخیستون دی چی په اجرا کې یې د دغه قوم د کلتوری هنر یوه ارزښتمنه نښه ده .
د خنجر رقص تاریخ له اسلامه مخکې پیړیو ته ورګرځی . ترکمن قبایلو له ښکار اوله ځناورو سره له نښتې پیلولو مخکې دغه دستورې ترسره کولې تر څو په ښې ر وحیې سره د جنګ ځایونو ته ورشی او په مبارزه کې بریالی شي .
البته ځینې څیړاندي اوکارپوهان د خنجر رقص په تیرو وختونوکې د مبارزې لپاره د چمتووالی اعلان بولی .
په هغه حماسی پړاو کې د شعرونو مضمون د قبایلو د جنګیالیو د شجاعت او اتلوالۍ په وصف کې وو خو داسلام له ظهوره وروسته دغه شعرونو مذهبی او دیني رنګ خپل کړ او مضمون یې د خدای تعالی او الهی اولیاګانو ستاینې او ذکر بدل شو .
دوستانو په پای کې درته د افغانستان د یوې سیمې د دودیزې موسیقۍ په اړه معلومات درکوو .
د افغانستان ځایي چارواکي وایي هڅې یې پیل کړي چې د نورستان پخوانۍ د دودیزې موسیقۍ تر څنګ د خلکو لرغونی کلتور ژوندی وساتي.
مشهوره کانتیوایي موسیقي
دا په ختیځ نورستان کې د ځوانو ا وسیمه ییزو سندرغاړو غږ دی چې خپله پخوانۍ دودیزه موسیقي یې د محفلونو په جوړېدو ورکېدو ته نه ده پریښې. د نورستان ځایي سندرغاړي له ننګونو سره سره د پلرونو او نیکونو د ورپاتې موسیقۍ دود ژوندی ساتلی.
دوی وایي، له کلونو راهیسې یې دا لومړی ځل دی چې موسیقي غږوي ځکه دلته له ډیرو خواوو د موسیقۍ پر دا شان بنډارونو بندیزونه شته.
محلي سندرغاړي اندېښنه لري او که حکومت د نورستانیانو پخوانیو رواجونو او د موسیقۍ ودې او ژوندۍ ساتلو ته پام ونه کړي ښایي د کلتور ډیره برخه یې د وخت په تیروېدو ټکنۍ او له منځه لاړه شي.
که څه هم د نورستان هره دره او ولسوالۍ د موسیقۍ بڼې سره توپیر لرې خو د کانتیوا درې هغه یې ډیره مشهوره ده.
نورستان اوسیدونکی عبدلقهار وایي که څه هم نورستانیان تر ډیره خپل کلتور او رواج پاللو ته ژمن پاتې شوي، خو جګړې او روانې نا امنۍ د پخوا په پرتله د کلتور رنګه پیکه کړې . د پخوا په پرتله اوس خلک خپل فرهنګ نشي پاللی ځکه امنیتي او کلتوري ستونزې د پخوا په پرتله ډیر دي.
پای