Mar 04, 2023 11:21 Asia/Kabul
  • نوښتونه(۶۹)

د تهران  د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د نوښتونو نومې لړۍ له ننني نهه شپیتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دغې لړۍ کې په ایران او نړۍ کې ترټولو نوي علمی،کلتوري،هنري او اقتصادي بریاوې  او پيښې سپړل کیږی،  هیله ده داستفادې وړ مو ګرځي.

په تیرې اونۍ کې د لومړي ځل لپاره د آلیسیا په نامې سره  د یوې دیارلس کلنې بچئ چې د وینې په یوې سرطاني ناروغۍ ککړه وه،د سلولي پیچلتیاؤله یوې رودې څخه په استفادې سره له دغې سپيرې ناروغۍ وژغورل شوه. له دې وروسته چې کیمیائي درملنه  او پيوند ددغې جینۍ  په بدن کې په  سرطان  ناروغۍ ککړ  شاتیر(spinal cord) نخاع له مینځه لاړ نشي،څيړاندو  د درملنې لپاره  له نوي رودې استفاده وکړه . داپه داسې حال کې دي چې  له دغې رودې څخه له استفادې پرته په ورپسې ګام یوازې د ناروغ د درد  کرارول وو.

 د آلیسیا په وینا،کله چې  له دې  روډې استفاده  کوم ، نو خلک هم  یادوي  چې څه کار باید وکړي.ددغې رودې ترسره کیدا له خلکو سره مرسته کوي. د  انګلستان د لاییسسټر دغه پیغلې په دغې ماډرن او نوي رودې کې ټي سیلولونه ترلاسه کړل چې له اساسه اصلاح شوي وو.دغه لومړنی ځل ؤپه ګریټ ا ورمنډ سټریټ روغتون کې د سلول د اصلاح له رودې استفاده  وشوه. دغه سیلولونه  د  هغو ډالۍ کونکو له بدنه ترلاسه شوي چې سالم بدن ئې درلود او   دماډرن  ټیکنالوجۍ څخه په استفادې سره  اصلاح شوي  وو چې له دوي سره مرسته کوي  سرطاني ټي سیلولونه په یوه بل  له حملې پرته پیدا کړي او له مینځه ئې یوسي . ټي ډوله سیلولونه  د ویني  هغه سپينې حجرې (White blood cells)دي چې  د انسان په بدن کې حرکت کوي څو معیوب سیلولونه پيدا  کړي او بیا ئې له مینځه یوسي.

  ډاکټرانو په ۲۰۲۱کال کې تشخیص ورکړ چې آلیسیا په  ټي سیلول لرونکي    لنفوبلاسټيک لیوکمیا(Lymphoblastic leukemia)ککړه ده او دهغې لپاره  د  نخاع د مغزو  کیمیائي درملنه او پيوند ترسره  شو. سره له دې ناروغي هر ځل بیا دهغې په بدن کې ظاهره شوه. په ورپسې مرحلې کې هغه لومړنۍ ناروغه وه چې په نوي طبي آزموینې (Clinical trial) کې  ګډون وکړ،چې په  هغوکې  ټي سیلولونه،(سي آې آر)(کیمریک انټیژن Chimeric antigen receptor))د سالم بدن لرونکي ډالۍ کونکي کس له سیلولونو څخه په روان میلادي کال کې جوړ شوي وو.

Image Caption

 

 څیړاندو بنیادي ترمیم (Basic editing)د  ډي این اې  په کوډ سره د کیمیائي حروفو په توګه  بللی  چې د یوه خاص پروټين لپاره  دستورالعملونه لري . د سی اې ار  اصلاح شوي ټي سیلولونه  د هر  ناروغ په بدن کې پیچکاری  کیدلی  شي. دا په چټکۍ سره د سرطاني سیلولونو پشمول ټي سیلولونه  په بدن کې پيدا کوي او له مینځه ئې وړي .له  دې وروسته  ناروغه انسان د نخاع  د پیوند په ترلاسه کولو سره  خپل  دفاعي سسټة پیاوړی کولی شي. له دې اته ویشت ورځې وروسته چې  پر الیسیا درملنه وشوه  اوپه ورپسې مرحلې کې هغه ښه شوه  او وتوانیده،د نخاع مغزو  دوهم پیوند ترسره کړي. هغه همدااوس په کور کې ده او د ناروغۍ د ښه کیدا مرحلې تیروي  او د خپلې سلامتیا د وضعیّت د څارنې او معاینې لپاره  روغتون ته مراجعه کوي.

 دوو ایرانیو څيړاندو د ټيکنالوجۍپه حوزې کې په یوې بریا کې د بیکټریوپیج(Bacteriophage)یوخاص ډول واړې دانې ایجاد کړې،چې ځيني هغه تاوان لروني بیکټریاوې چې پر خوراکي موادو باندې موجودې وي،له مینځه وړي.  

که څه هم  یوه هغه ساده او آسانه روده چې په خوراکي موادو کې ټوله تاواني بیکټيریاوې  له مینځه وړي ، ډير  کارندوالی لري. البته په خوراکي موادو کې د اینټي بیوټيک موادو زیاتول کومه مناسبه حل لاره نه ده . په همدې لړ کې  د مک مسټر   پوهنتون  استاد او مرستیال استاد زینب حسین  دوست او توحیدا دیدار د څيړاندو له یوې ډلې سره یوه نوي سپرئ  ایجاد کړه چې  د  خوراکي موادو لپاره د توانمنیو زیاتونکو ویروسونو  په مرستې سره، په هغو کې تاواني بیکټریاوې له مینځه وړي.

په دغو سپرې ګانو کې  د میکروژل هغه دانې هم شاملې دي چې د بیکټریوپیج (Bacteriophage)  په نامې سره له پيژندل شوو ویروسونو استفاده کوي. بیکټریو پیج ویروسونه  د انسان لپاره بې خطرې دي ،البته نوره بیکټيریاوانې  وژلی او نغرلی شي.  یو هغه مهم ټکی چې ځیني بیکټریو پیج ویروسونه ځيني خاص بیکټیریاوې  خپل خوراک ګرځوي  او په بله معنا، ټوله ښې او تاواني بیکټیریاز په یوځاي له مینځه نه وړي.

د مک مسټر پوهنتون  څيړاندو خپلو پخوانیو څيړنو ته په پام سره،د مائع محلول د یو ډول په رامینځةکولو سره د دانو د جوړولو بهیرپيل کړی چې له بیکټریو پيج  ویروسونو څخه  او  د ګلوتارآلدئيډ(Glutaraldehyde) په نامې سره   یوه نالئ  یا پایت جوړ شوی ؤ. دغه محلول  د پلیمر په دوو نازکو پلیټونو باندې ذخیره شو  چې  لاندینئ پلیټ ئې  جامد او پاسنی پلیټ  د  ګبینو د ماچیو کندو یا پوڅي په څير پکې واړې واړې خوڅې (سراخ)وې. په ورپسې مرحلې کې  محلول لرونکی پلیټ تر لسو دقیقو پورې په خلا یا تَشې کې کیښودل  کیږی او وروسته تر دوو ورځو پورې په یوه ساړۀ او نمجن چاپیریال کې وساتل شو. 

Image Caption

 

          په دغې مودې کې ګلوټرالډائيد(Glutaraldehyde) سبب شوی د ګبینو د  کندو یا پوڅي  په سوریو کې  موجود ټول بیکټریوپیجز خود بخود له  هغو سوریو  او لیکو څحخه د  چینلونو په شکل کې راووځي  او پر دې اساس ژلاتیني  دانې په هر یوه  سوري کې رامینځة کیږي. کله  چې ورڅخه پلیټ جلا شي ، نو میکروژل داانې له لاندیني پلیټه  بیلیږي.  دهرې دانې  پلنوالی کابو شل میکرون  او کابو نیم میلیون بیکټریو پیج ویروسونه لري. په دغه حالت کې د ویروسونو قدرت تر پام وړ حده زیات شوي وي.

ددغه تحقیق لوړپوړي څيړاند زینب حسین دوست دغه دانې،د میکروسکوپي لیګو(Microscopic Lego) پرُزو په شان  د یوه بل ترڅنګ  یوځای کړې.دغه شان طبیعي جوړښت سبب شو د اوږدې مودې لپاره پاتیکیدونکي موادو بسته بندي وشي او  ورڅخه استفاده وشي.په لیبارټرۍ کې    په کاهو (سبزئ) او غوښې باندې د اسپرې کول په نهو ساعتونو کې  دپر دغو خوراکي موادو باندې موجودې  بیکټیریاوې له مینځه وړي. څيړاند په دې اند دي چې  په دغې څیړنې کې  کارول شوي بیکټریو پیچ ویروسونه لیسټریا او سالمونلا په څير خطرناکې بیکټیریا  له مینځه وړلی شي.د ایراني څيړاند په اختراع سره  د توانمنو ویروسونو په مرستې سره د خوراکي موادو تاواني بیکټيریاوې  له مینځه  ځي.

            د سرطان د بدو نتیجو یو اصلي دلیل، د CSCs   سرطاني بنیادي سیلولونو شتون دی. دغه    CSC  سیلولونه د ټيومر د سیلولونو د واړې ټولګې لاندې وي چې ځان احیاء کولی شي، د ټيومر یا سرطاني دانې د زیاتره سیلولونو  په نسبت   فرق ولري او د ټيومر د ختمونې وړتیاوې زیاتولی شي.لکه څنګه چې CSC سیلولونه کیموتراپي او د وړانګو درملنې (Chemotherapy and radiation therapy)په نسبت یو مقاوم دودیزه معالجه ده ،د مټاسټاز او  د  ناروغیو د تکرار (Metastasis and disease recurrence) سبب هم  کیږي.

پر دې اساس د  سی ایس سي  سیلولونو د ټارګټ کولو او  حذفولو لپاره  نوو رودو ته ضرورت دی .په همدې لړ کې یو شمیر څیړاندو د علی رضا حسنی نجف آبادي په ملګرتیا سره  هڅه  وکړه،د ساکس  ۲  او  نانګ(  Nanog) او  ALDH) )په شان  له سی ایس سی سره  د اړونده رونویسي فیکټرونو په ضد  د یوډول درملیز واکسینشن په رامینځةکولو سره،په میلانوما (Melanoma) کې  دسرطاني بنیادي سیلولونو دغه ډول په نښه کړي او شمیر ئې کم کړي .

د ډرنیج سسټم یا ګنده نالیؤ پاکول ، مخکې د دودیزو ککړو موادو  په ختمولو سره ترسره کیدل،خو اوس د مائيکرو پلاستیک ذرو  حذفول هم پکې شاملیږي. په همدې لړ کې  دآسټریلیا د RMIT  پوهنتون یوشمیر څیړاندو  د ایراني څیړاند نیکي اشتیاقي په مرستې سره  ددغې  چارې  لپاره لا چټکه او بشپړ روده  ایجاد کړې ده چې په ناپاکو یا ګنده  اوبو  سره په تصفیه کونکو یونټونو کې ترکیبیږي. که څه هم دغه ماده د یوه عادی سپینو پوډرو په څیر ده،خو په حقیقت کې له (Microscopic ferromagnetic nanopillars)نینو پيلر میکروسکوپي فیرومقناطییسی جوړښتونو څخه  جوړه شوې ده .

=   دوستانو ددغه مطلب  وخت هم همدومره ؤ نو له تاسو هم اجازت غواړو ،سرلوړي ووسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه