په ایران کی دامریکا لاسوهنې
له اسلامی انقلابه وروسته امریکا د ایران په ټولو چارو کې لاس وهنه کړی ده چی په دغه پروګرام کې یوازې دو موردونو ته اشاره کوو .
د ایران اوامریکااړیکو تل ټیټې هسکې درلودلی دي . ځینې لیکوالان او سیاسی شناندي د دغه تفکر په القا کولو پسې دي چی له ایران سره د دغه هیواد دښمنیانې د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته پیل شوی دي خو د تاریخي پیښو دقیق جاج ښی چی حتی د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکی هم له ایران سره د امریکایانو غلیمانه اړیکو بڼه غوره کړی وه . د رهبرۍ ستر مقام په دې زمینه کی فرمایی ځینې تاریخ تحریفوي ، پخپله امریکایان دا کار کوي . هغه کال چی زه ولسمشر وم او ملګرو ملتو ته ولاړ وم ، د هغه وخت یوه مشهور امریکایی خبریال په ملګرو ملتو کې ما سره مرکه وکړه او د امریکا او ایران د اختلافاتو پیل یې د جاسوسی ځالی له پیښې وروسته وباله او ویې ویل کله چی د تاسو ځوانانو د امریکا سفارت ونیوه نو امریکا او ایران ترمینځ اختلافات رامینځته شول . دا د تاریخ تحریف دی . د ایران ملت او امریکا ترمینځ اختلافات د مرداد له ۲۸ حتی له هغه مخکې پیل شول ، د ۳۲ کال د مرداد په ۲۸ خپل اوج ته ورسیدل .
د امریکا او ایران ترمینځ د اړیکو په تیرو سلو کلونو تاریخ کې وینو چی دواړو هیوادونو په مختلفو وختونو کې تعاملی او تقابلي اړیکي درلودلی دي . دغه ټیټې هسکې دومره وې چی په یوه پړاو کې ایران د امریکا د متحد په توګه مطرح شو او په اسلامی انقلاب پړاو کې هم په سیمه کې د امریکا اصلی مخالف پیژندل کیده . په عین حال کی چی ایران په اوسنی پړاو کې دامریکا په نسبت دوه متفاوت کړچاره تجروبه کړي دي خو د امریکا له لوری په دواړه کړچارونو کې ورته والی لیدل کیږی . په حقیقت کی امریکا څه په پهلوی پړاو کې او څه په اسلامی انقلاب کی په ایران کی د لاس وهنې کړچار پرمخ نیولی او هماغه راز ورته دوام ورکوی . د ایران او امریکا د اړیکو د مخینې جاج د دغه حقیقت ښودنه کوی چی امریکایی لوری د ایران پرضد د خپلوسیاستونو په پلانولو سره د ایران په چارو کی د لاس وهنې کړچار په اړڅاره توګه په خپلې ایجنډې کې راوستی دی .
له اسلامی انقلابه وروسته امریکا د ایران په ټولو چارو کې لاس وهنه کړی ده چی په دغه پروګرام کې یوازې دو موردونو ته اشاره کوو .
د ۱۳۳۲ کال د مرداد د ۲۸ په کودته کې لاس وهنه
د ۱۳۳۰ لمریز کال د لسیزې په لومړیو کې په ایران کی د امریکا لاسوهونکی سیاستونه پیل شول . د ۱۳۳۲ کال د خرداد په دریمه د امریکا د هغه وخت خارجه وزیر جان فاسټر دالسن په مینځنی ختیځ کې د مهمو بدلونونو د ترسره کیدا خبر ورکړ . د ۱۳۳۲ کال د خرداد په وروستیو کې جنرال ایزنهاړر د ایران دولت د مرستې د غوښتنې په وړاندی وویل ځکه چی د ایران دولت تد خپلو تیلو د خرڅولو وس لری د امریکا حکومت به له ایران سره هیڅ ډول مالی مرسته ونکړی . پر دې سربیره تر څو چی د انګلستان رضایت جلب نشی امریکا به د ایران د تیلو له اخیستلو ډډه وکړي
د ۱۳۳۲ کال د چنګاښ په ۵۳ امریکایی کارکونکیو تهران پریښوده او د هغه په څنګ کې د کودتا لپاره وسله په پټه او د انسان دوستانه مرستو تر عنوان لاندې ایران ته راوړل شوه . د مرداد په ۲۸ د کودتا پلان په بشپړه اجرا شو . په دې ډول د ډاکټر مصدق دولت پرضد د امریکا په نیغ په نیغه لاس وهنې سره کودتا بریالی شوه او تورن جرنال زاهدی لومړی وزیر شو او محمد رضا پهلوی ایران ته راستون شو . دغه کودتا د ایران په داخلی چارو کې د امریکا د لاس وهنې د ښکاره نمونې په توګه په تاریخ کی ثبت شوی ده .
د ساواک په پیاوړتیا او جوړولوکې د امریکا رول
د ۱۳۳۲ کال د مرداد د ۲۸ له کودتا وروسته د امریکا د پوځ یوه ډګروال چی څو کلونه یې په مینځنی ختیځ کې د سی ای اې لپاره کار کاوه ، ایران ته واستول شو . د هغه ماموریت دا وو چی یو نوی اطلاعاتی یونټ جوړاو مشری یې وکړی چی په هغه وخت کې د تهران د نظامی قوماندې تر سرپرستۍ لاندې جوړ شو او د ۱۹۵۳ په دسمبر کې د تیمور بختیار تر قوماندې لاندې ورغله . نوموړی ډګر وال د دغه یونټ غړیو د تعقیبولو ، څارلو ، هدایتولو ، د پلټنو رودو او استخباراتی تاکتیکونواو هغو ګواښونو د شنډولو چی باچااو حکومت ته یې متوجه وي ، روزنه ورکړه . د اسلامی انقلاب له بریالیتوب او د امریکا د جاسوسی ځالی له نیولووروسته د سی ای اې او ساواک د ترهه ګر سازمان پراخ ارتباط او د ایران په چارو کی د امریکا لاسوهنې په ډاګه شوې .
له اسلامی انقلابه وروسته پړاو
د ایران په داخلی چارو کې د لاس وهنې لپاره د امریکا د هلوځلو اوج د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته شوی دی . په جرات سره ویلی شو چی امریکا ۴۴ کلونه شپه ورځ په ایران کی د لاس وهنې لپاره پلانونه کړی ده او دا کار په بیلا بیلو رودو ترسره شوی دی چی جاسوسی ، د مخالفو او دښمنو کسانو د روزنې له لتارې د لیډرانو جوړول ، شناختی جنګ ، اقتصادی دباونه ، نیغ په نیغه پوځی حمله ، د غیر مستقیمو ترهه ګرو او پوځی عملیاتو پلانول ، د نیوالو اورګانونو او مزاکراتو له لارې سیاسی او ډیپلوماټیک دباونه ، وغیره ته اشاره کولې شو .
د ۱۳۵۹ کال د غوای په ۵ د جاسوسی ځالی د یرغمل شویو کسانو د خلاصولو په هدف په طبس د امریکا پوځی حمله وشوه ، خو د دغو عملیاتو په ناکامۍ سره دامریکا نړیواله څیره سخته داغی شوه او د زبرځواکۍ رعب یې ختم شو .
د طبس له پوځی حملې ماتې وروسته د سپینې ماڼۍ یو نسکورونکی اقدام د ۱۳۵۹ کال د چنګاښ په ۱۸ د نوژه کودتا پلانونه وه چی له هر اقدام مخکې له ماتې سره مخامخ شوه . د امریکا دولت د دغې کودتا لپاره درنده بیه په نظر کې نیولی وه .
د نوژه له کودتا وروسته امریکایی چارواکو له ایران سره جنګ ته د صدام د لمسولو لپاره خوځښتونه زیات کړل . د امریکا د ملی امنیت سلاکار برژینسکی په دې زمینه کی په ۸۰ لسیزې کې عراق ته ډیر سفرونه وکړل . صدام حسین چی د باچا له نسکوریدا وروسته په سیمه کې د امریکا د تانیدارلپاره ډیردلچسپۍ څرګنده کړه په نهایت کی د ۱۳۵۹ کال د وږی په ۳۱ په ایران خپلې پراخې حملې پیل کړی او د امریکا په ملاتړ سره یې له دوهم نړیوال جنګه وروسته اسلامی ایران اته کاله له سخت او خطرناک جنګ سره مخامخ کړ .
امریکایی عسکرو د عراق له بعث پوځ په ملاتړ کې په داسې شرایطو کی چی ایران د عراق په نسبت یو پوځی برلاسی توب ترلاسه کړی وو ، حتی د ایرانی ولس پرضد له نیغ په نیغه پوځی لاس وهنې هم ډډه ونکړه . له عراقه ملاتړ په تسلیحاتی مرستې سربیره په فارس خلیج کی پوځی شتون او بیا وروسته د پوځی نښنې سبب شو . د ۱۳۶۶ کال د تلی په ۱۶ د امریکا هیلی کاپټرو د فارس خلیج په اوبو کې د سپاه پاسدران په کشتیو حمله وکړه . همدراز د سهند په بیړۍ د امریکا د بیړیو وحشیانه حمله ا، د ایران په تیلی تاسیساتو د امریکا پوځی حمله ، د ایران په ټرانسپورټی الوتکی د امریکا د وینسنس بیړۍ حمله په تپلی جنګ کې د امریکا د نیغ په نیغه پوځی اقداماتو کې شامل دي .
د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته امریکا هڅه وکړه په لویدیځ ، جنوب ، او شمال کې د بیلتون غواړو غورځنګونوتر عنوان لاندې غورځنګونه منظم او نظام پرضد ولمسول . پر دې سربیره منافقین هم له ۱۳۶۰ کال راهیسې پراخو ترهه ګرو عملیاتو او وسله والو بلواګانو فاز ته له ورداخلیدا راهیسې د امریکا حکومت تر خاصو ملاتړونو لاندې ورغلل . په ۲۰۱۸ کال کی د ټرمپ امنیتی سلاکار جان بولټن په پاریس کې د منافقینو په غونډه کې ګډون وکړ او په څرګنده یې اعلان وکړ چی د کریسمس جشن به په تهران کی ترسره کړی . د ۱۴۰۱ کال په بلواګانو کې هم امریکا له بیلتون غواړو او دښمنانو او مخالفانو هراړخیزه ملاتړوکړ . په دې ډول چی د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د امریکا سی ای اې ترهه ګر سازمان شپه ورځ له ترهه ګرو ډلګیو اود عراق په کردستان کې د کومله په شمول له بیلتون غواړو ډلو سره ارتباط درلودلی دی .
امریکا په نړۍ کښې تر ټولو ستر بایکاټ لګونکی هیواد دی کوم چې د خپلو ګټو او هدفونو په لړ کښې د نورو هیوادونو پرضد د ډول ډول بایکاټونو په لګولو کښې تر ټولو زیاته مخینه لري.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت چارواکو په ځلونو د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د زیات دباو د سیاست په ماتي خوړلو اعتراف کړی خو په عمل کښې د دغه سیاست پیروۍ کوي ځکه چې بایکاټ د امریکا په خارجي سیاست کښې تل د یواړخیزه هدفونو د پرمخ بیولو لپاره د واشنګټن یو اوزار دی.
امریکا همدراز ایران پرضد له هیڅ ډول ویجاړونکیو کارونو ډډه نده کړی او دا غلیمانه او غرضي هلې ځلې هماغه راز دوام لري . خو د ایران ملت چی د نظام ملاتړ دی دامریکا ټولې غلیمانه دسیسې شنډې کړي دي .
پای