May 03, 2023 09:47 Asia/Kabul
  • د روغتیا خپرونه ۱۱۸/د هډوکو د جوړښت او عضلاتو پورې اړوندې ناخوالې / د مروندونو او ګیټیو (بیجلکو) ستونزې او دردونه

عزیزانو یادوه کوم چي دغه خپرونه د ناروغیو د نښو، نښآنو، مخنیوی او علاج په اړه ستاسو د روغتیایي معلوماتو د زیاتېدو لپاره ده، که له کومې ستونزې سره مخامخ شولاست هرو مرو ډاکتر ته مراجعه وکړئ او له خپلسري درملنې څخه ډډه وکړئ.

عزیزانو په تېره خپرونه کې مو د زنګنو د ستونزو او دردونو په هکله تاسو ته معلومات درکړ، په روانه خپرونه کې به د ګیټې یا د پښو د بند پورې د اړوندو دردونو په هکله وږغیږو.

Pronation پرونیشن له حد نه زیات دننې لورې ته د ګیټې خوځېدو ته ویل کیږي، دا خپله ناروغتیا نه بلل کیږي خو هغو خلګو چي ګیټی یې دننې لورې ته خوځېدلي وي، د نورو خلګو په پرتله د غوځارېدو او د پښو د ماتېدو له زیاتې خطرې سره مخ دي، د دې ناخوالې تشخیص او د پیدا کېدو لامل یې لږ ګران کار دی.

دننې ته د پښې د ګیټې ورڅرخېدا طبیعی حالت دی، دا هغه وخت تر سره کیږي چي په تلې باندې فشار راشي، په طبیعي حالت کې دننې ته د ګیټې ورګرځېدا ښه ده، خو ستونزه هغه وخت رامینځ ته کیږي چي دننې ته د ګیټې ورڅرخېدا له طبیعي حد نه زیاته شي او ګیټي په زیاته اندازه دننې لورې ته کږې شوي وي.

د ګیټی هډوکې د تلې د هډوکو د پاسه دي او د داوړو هډوکو څنډې له یو بل سره برابرې دي خو د دواړو هډوکو تر مینځ یوه خالي فضا شته چي ورته سینوس تارسی (sinus tarsi) ویل کیږي. کله چي پښې مو په صحیح حالت کې نه وي ستاسو ګیټی مخ په وړاندې کږیږي، او د تلې له هډوکو سره یې څنډې برابرې نه دي، په نتیجه کې د سینوس تارسی فضا بندیږي. کله چي څوک په پرونیشن مبتلا وي نو ګیټی یې دننې ته کږیږي او په نتیجه کې یې سینوس تارسی بندیږي. دغه حالت کېدایشي د پنډو او د پښو د تلو، د زنګنو، ملا او په بټه ګوته کې د دردونو لامل شي. دغه دردونه د وخت په تېرېدو سره زیاتېدایشي تر دې حده چي بټه ګوته راغونډیږی او بیجلیکه بهر ته وځي.

دننې ته د ګیټې ورکږېدا هغه وخت ستونزه رامینځ ته کوي چي له حد نه زیاته وي، له بده مرغه دا یو عامه ستونزه ده او اکثره په ورزشکارانو او په ځانګړي توګه په مڼده وهونکو باندې ناوړه اثرات کوي.

یوه بله ستونزه چي ګیټی ورسره مخامخېدایشي، د پښو د ساق یا shin splints دردنونه دي، که څه دا درد په ګیټی کې محسوسیږي لیکن لامل یې د ګیټی هډوکې نه بلکې د ساق هډوکې دي، په ساق کې درد اکثره په منځنی تیبیای باندې د فشار او د پیرا د هډوکې د کښېدو د امله رامینځ ته کېدایشي، سره له دې نور هم داسي لاملونه شته دي چي په ساق کې د درد د پیدا کېدو سبب کیږي.

Compartment syndrome  د کمپارټمنټ سڼدرم هم یوه بله ناخوالې ده چي ممکن دی ورسره مخ شئ، دا سنډرم هغه وخت رامینځ ته کیږي چي چي د ساق پورې اړوند بهرني ماهیچه له خپلې طبیعې اندازې نه زیاته غټه شي او په شاوخوا پوښ باندې د فشار او د درد لامل شي، پټلافمورال patellofemoral هم داسي یو سنډرم ته وایي چي د امله د زنګنو په مخکني برخه کې درد رامینځته کیږي.

د پښو د تلو د تاندونو پاړسوب چي ورته plantar fascia هم ویل کیږي یو له هغو حالتونو څخه دی چي د ستونزو د رامینځ ته کېدو سبب ګرځېدایشي، دغه ستونزه هغه وخت رامینځ ته کېدایشي چي د پښو تله له اندازې زیاته راکښ شي او یا یو ډول تکراري حرکت له حد نه زیات وکړي چي د امله یې د پښو په تله کې پاړسوب رامینځ ته شي چي دا پاړسوب خپله د عضلې د غټېدو لامل کېدایشي. په دې صورت کې د تلې عضله په تاندونو او د پنډې په جوړښتونو فشار راولي او درد رامینځته کوي.

یوه بله ستونزه چي په ګیټی کې رامینځ ته کېدایشي، هالوکس والګوس halluxvalgus او یا د پښې د ګوتو کږېدا، دا حالت هغه وخت رامینځ ته کیږي چي پوښو باندې په ګرځېدو کې زیات فشار راوړل شي او هډوکې وسولیږي.

داکټر د دغو سنډرومونو د تشخیص لپاره باید اکسرې واخلي، خو که دغه حالتونه په ناڅاپه رامینځ ته شي نو بیا ممکن دی نورو ازمایښتونو ته هم ضرورت پیدا شي اکثره خلګ د ګیټی کږېدا ته پام نه کوي او دا د ودې یو حالت بولي، خو ښه دا ده چي د ګیټې حتی معمولي شان کږېدو په صورت کې هم داکټر سره مشوره وکړئ، هغه کسان چي ګیټی یې کوږوالې لري، هغوی ته ځانګړي طبي بوټونه شتون لري چي ورسره زیاته مرسته کوي.

طبي بوټونه د تلو له سلامتیا او همدارنګه د پښو د هډوکو له نه کږېدو سره زیاته مرسته کوي. نو که د خپلو پښو په فکر کې یاست.

ممکن دی داکټر د زیات درد په صورت کې مسکن هم تجویز کړي، په ماشومانو کې برېس هم زیاته مرسته کوي او د هغوی له ودې سره سم، د ګیټی د کږېدو مخنیوی کوي، په ماشومانو کې د هغوی د هډوکو د اصلاح لپاره ځینې حرکات او نرمښت هم شته چي د ماشوم له لویدو سره سم، د هډوکو په حالت کې سمون راولي.

خو که ګیټی له حد نه زیات کوږ وي بیا فیزیوټراپی ته ضرورت پیدا کیږي، دغه حالت کې ناروغ ته د داسي حرکتونو د تر سره کولو سپارښتنه کیږي چي د بدن په انډول کې سمون راولي او عضلې پیاوړي کوي، ځینې داسي حرکات هم شته چي درد کموي او د عضلاتو په پیاوړی کولو سره، په ګیټی او زنګنو باندې فشار کموي.

 

 

ټیګونه