د ایران او د لاتینې امریکا د مترقي هیوادونو غوړیدونکي اړیکې
د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې د ایران او لاتینې امریکا د مخ په وده هیوادونو ترمینځ د غوړیدونکو اړیکو په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
له هغو مختلفو هیوادونو سره د ایران د اسلامی جمهوریت اړیکې چې د لویدیځ په تیره بیا د امریکا د سلطه ګرو او ویرؤنکو اقداماتو او سیاستونو مخالف دي،تل مخ په وده دي.
په دې لړ کې د ایران اسلامی جمهوریت د کیوبا ،ونزویلا او بیکاراګؤا پشمول په لاتینې امریکا سیمې کې د بولیویا ترڅنګ له ځينوهغو هیوادونو سره چې د امریکا په مشرۍ له نړیوال استکبار او امپرالیزم سره په مبارزې کې اوږده مخینه لري، ښئې اړیکې ټينګې کړي دي او په نړیوالو ټولنو کې له دغو هیوادونو سره یوځاي د لویدیځوالو په تیره بیا د امریکا له دریځونو او اقداماتو سره د مقابلې په زمینې کې چې پر نورو هیوادونو د خپلو غوښتو او سپيرو موخو د تپلوهڅه کوي، پیاوړي او تل پاتې دریځونه درلودلي دي.دا هغه موضوع ده چې د ونزویلا پشمول ددغو هیوادونو لوړپوړو چارواکو ورباندې ډير ټينګارونه کړي دي .
د ونزویلا خارجه وزیر ایوّن خیل پینتو د لبنان له المیادین ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې ایران او خپل هیواد د دنیا د سیاسی جغرافیې او نوی نړیوال سیاسی نظم برخه بللې او وئيلي ئې دي،ددواړو هیوادونو د ملګرتیا هدف،د نړیوال انډول ساتل او د ګډو ګټو حفاظت کول دي .
پينتو ، پر نړیوالو مناسباتو واکمنه امریکائی بیلګه ،د څلویښت میلیون بې وځلو،له انساني ارزښتونو سره د واټن درلودلو او دنورو هیوادونو د سرچینو پر چورتالان او د بشری حقوقو د خلاف ورزیو په څير ددغه هیواد داخلی کمزورتیاؤ ته په اشارې سره د دوام وړ ونه بلله او ټينګار ئې وکړ، نوی نړیوال سیاسی نظام به دداسې نوو قدرتونو شاهد وي چې ایران او ونزویلا ئې هم برخې دي.
په وروستیو کلونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت او د لاتینې امریکا د پراختیائي هیوادونو اړیکې تل مخ په وده دي او دغه اړیکې په سیاسی ، اقتصادي ، تجارتي ،صنعتي ،انرژۍ ، روغتیائي ډګرونو او نورو زمینو کې مخ په وده دي .لاتینې امریکا ته د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له سفره په یوې میاشتې واټن کې د 2023 کال په فرورۍ کې دغې سیمې ته د ایران د خارجه وزارت د سیاسی مرستیال علی باقري کني سفر، له لاتینې امریکا سره د ایړکو د پیاوړتیا لپاره د دیارلسم حکومت پر کلک هوډ او ارادې د تائيد ټپې وهل دي .د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د پارلیماني چارو مرستیال سید محمد حسیني وائي،اسلامی ایران له کیوبا، نیکاراګؤا،برازیل، چیلي او ونزویلا او د جنوبی او لاتینې امریکا له نورو هیوادونو سره ښې اړیکې لري او تمه ده په نوي حکومت کې په ډول ډول ډګرونو کې دغه اړیکې نوره هم پراخې شي.
د ایران د اسلامی جمهوریت او دلاتینې امریکا د پراختیائي هیوادونو د ښو اړیکو د بشپړتیا بیلګه ،د ایران او ونزویلا د اړیکو پراختیا ده.د ایران او ونزویلا په وړاندې د امریکا غلیمانه سیاستونو ته په پام سره،تهران او کاراکاس دوو اړخیزو اړیکو او ملګرتیاؤ د زیاتیدا کړچار غوره کړی دی او په دې لړ کې ئې د واشنګټن له بندیزونو سره پر مقابلې او او دمتقابلو مرستو پر وړاندې کولو ټينګار کوي.همداراز ایران او کیوبا د امریکا له بندیزي اقداماتو سره په مقابلې کې ،د اړیکو د لاپراخولو کړچار وړاندې کړی دی.په مینځنۍ آمریکا کې نیکاراګؤا هم د لاتینې ا مریکا یو هغه هیواد دی چې له ایران سره ئې مخ په پراختیا اړیکې ټینګې کړي دي او تهران ته دددغو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو سفرونه او دغو هیوادونو ته د ایرانیو لوړپوړو چارواکو سفرونه د اړیکو ددغه نزدیکت سمبول یا بیلګه حسابیږي.د 2023 کال په جون کې ونزویلا،نیکاراګؤا او کیوبا ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم رئیسي سفر او د مختلفو موافقو ترسره کیدا او هم د څو قطبی نظام او څو اړخیزپالنې څخه ملاتړ او د امریکا په یواړخیز پالنې د نیوکو پشمول د ډيرو نړیوالو مسئلو په باب دګډو دریځونو غوره کول دلاتینې امریکا له درو پراختیائي هیوادونو سره د تهران ګډ دریځونه حسابیږي.
ایران د بولیویا او برازیل په څير د لاتینې امریکا له نورو هیوادونو سره هم ښې اړیکې ټينګې کړي دي او په تیره بیا د برازیل د نوي ولسمشر لویس لولا ډي سیلوا واک ته له رسیدا وروسته د تهران او برازیلیا اړیکو نوي اړخونه غوره کړي دي . د امریکا له دباؤنو او مخالفتونو سره سره د 2023 کال په لومړیو کې د برازیل په ریوډوژانیرو بندر کې د ایرانیو بیړیو د دریدا مجوز ورکولو یو ځل بیا وښودله چې د لاتینې امریکا حکومتونه د تیرو وختونو په څير د واشنګټن غوښتنو ته بې چون او چرا منلو او پیروۍ ته هیڅ ګروهنه نه لري . دا چاره په لاتینې امریکا کې د کیڼ پالو حکومتونو او مشرانو واک ته د رسیدا زیاتیدونکی بهیر ته په پام سره معنا پیدا کوي. په برازیل کې د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې کیڼ پال سیاستوال لولا ډي سیلوا وتوانید،پر خپل لویدیځ پال سیال یعني پر ژائير بولسانارو چې ډيرې زیاتې امریکائي ګروهنې ئې درلودې، بریالی شي .ډی سیلوا د برازیل هیواد واک له ترلاسه کولو وروسته په تیزۍ سره د ونزویلا په څير د لاتینې امریکا له پراختیائي هیوادونو سره د اړیکو په احیاء پسې شو او په عین حال کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اړیکو په ښه کولو پسې هم شو. ددغې موضوع بیلګه د واشنګټن له ډيرو زیاتو مخالفتونو سره سره ، په برازیلي سمندری بندر کې د ایرانیو بیړیو د تم کیدا اجازت ورکول دي.
د ایران اسلامی جمهوریت په کرتو د لاتینې امریکا د هیوادونو په وړاندې د امریکا سلطه ګر او ګوت وهونکی کړچار محکوم کړی دی. په دې لړ کې د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آ يت ا... العظمی سید علی خامنه اي د 2023کال د اپریل په څلورمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوری نظام له مسئولانو او چاروالو سره په کتنې کې په لاتینې امریکا کې د متحده ایالاتو د نفوذ پر کمیدا ټينګار وکړ.د اسلامی انقلاب ستر لارښود پخپلې وینا کې وفرمائيل؛ امریکا، لاتینې امریکا خپل انګڼ ګڼي ، خو اوس د لاتینې امریکا په ډيرو هیوادونو کې ، امریکائي ضد حکومتونه واک ته رسیږي. امریکا غوښتل ونزویلا کُن فَیکوُن کړي؛ حکومت ئې هم وټاکلو د ونزویلا د اوسني حکومت په ځاي ، چې د امریکا مخالف دی، یو جعلی ولسمشر ئې راپورته کړ، هغه ته ئې ځواک هم ورکړ، پیسې ئې هم ډيرې زیاتې ورکړې ، وسله ئې هم ورکړه ، دوه درې کاله ئې کشمکش هم راپورته کړ، خو په آخر کې هم ونه توانیدل کوم کار وکړي،دا ټول د دوي د کمزورتیا نښې دي.
شواهد او نښې نښانې ددې ښودنه کوي چې امریکا په لاتینې امریکا کې چې خپل انګڼ ئې ګڼي ، مخ په کمیدونکي نفوذ سره مخه شوې ده . دمتحده ایالاتو نړیوال سیالان په تیره بیا چین له لاتینې امریکا سره د خپلو اړیکو پراختولو ته مخه کړې ده او له بل پلوه د ونزویلا او کیوبا په څير ددغې سیمې پراختیائي هیوادونو هم د امریکا د دباؤنو د کمولو لپاره ، د روسیې ، چین نړیوالو قدرتونو او د ایران په څیر له هیوادونو سره زیاتیدونکو ملګرتیاؤ ته مخه کړې ده .
د امریکامتحده ایالات دنولسمې پیړۍ له هماغه پیله د مونرو نظرئې په چوکاټ کې ،تل لاتینې امریکا دخپل انګڼ په توګه بللې ده. واشنګټن تر اوسه پورې ځان د لاتینې امریکاجمعدار ګڼي،او په همدې دلیل تل په دغې سیمې کې غلیمانه چلند او کړچار او د هغوکیڼ پالو حکومتونو او مشرانو د نسکولولو لپاره هڅه ئې د خپل سیاست سرمشق ګرځولی، چې د واشنګټن د غوښتو او ګټو په خلاف عمل کوي .دغه کړچار د امریکا د سلطه ګر او استکباري خوي یوه نښه حسابیږي . داپه داسې حال کې دي چې د لاتینې امریکا نوي مشران په دغې سیمې کې د امریکا د خپل سیرو اولاسوهونکو سیاستونو له دوامه د دوي د ډډه کولو غوښتونکی دي . اوس یو ځل بیا ددغې سیمې په ځينو مهمو هیوادونو کې کیڼ پال واک ته رسیدلي دي او یا هماغه شان دقدرت په سر کې باقي پاتې دي.کیڼ پال واکوالان د امریکا ددباؤ او د دوي د داخلی عواملو په مقابل کې له یوه بل څخه ملاتړ ته پورته شوي دي . په عین حال کې د لاتینې امریکا مترقي هیوادونو د امریکا له باؤؤ سره دمقابلې لپاره او هم د د نړیوالو ملاتړونو د ترلاسه کولو لپاره د ایران په څیر د سلطه ضد حکومتونو او دغه راز د روسیې او چین په څير له غیر لویدیځي قدرتونو سره داړیکو پراختیا ته مخه کړې ده.
د ایران او د لاتینې امریکا د پراختیائي هیوادونو نزدې اړیکې او غږمله دریځونه سبب شوي دي څو دغه هیوادونه د ایران په ضد د امریکا په مشرۍ دلویدیځوالو د لاسوهونکو اقداماتو په وړاندې یو لړ شفاف دریځونه غوره کړي او ددغه ډول دسیسه ګرو اقداماتو په وړاندې د تهران پر ملاتړ ټينګار وکړ.په دې لړ کې د 2022 کال به مینځ کې په ایران کې د بلواؤ او اړئ ګړئ له رامینځة کیدا وروسته د نیکاراګؤا خارجه وزیر ډنیس مونکاډا د 2022 کال ددسمبر په نولسمه نیټه د تهران د خبرواترو په دریم عمومی سمینار کې ووئيل ، چې دغه هیواد په ایران کې ناکراریو ته د لمن وهلو لپاره هڅه او همداراز د دغه هیواد په ضد دغیر قانوني بندیزونو په سخته محکوموي. هغه ټينګار وکړ ، چې د امریکا متحده ایالات او ددغه هیواد باؤؤ په ډيرې چټکۍ سره په ځوړتیا دی .له دې مخکې هم د نیکاراګؤا سفیر او دایمی نماینده په ایران کې د بلواؤ د ارزونې لپاره د 2022کال د نومبر په وروستیو کې د ملګروملتو دبشری حقوقو د شورا په ځانګړي ناستې کې ووئيل، د ملګروملتو دمنشور په اساس باید د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې ونشي .هغه ټينګار وکړ، ایران په ښه ډول د بشري حقوقو احترام کوي او هغه اقدامات چې د بشری حقوقو په شورا کې ترسره کیږي،باید ددغه هیواد ملی حاکمیّت خلاف ورزي ونه کړي او د ایران په داخلی چارو کې د ګوتوهنو سبب نشي.
د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والوم ددغه ځانګړي مطلب هم همدومره ؤ نو هیله ده چې د استفادې وړ مو ګرځيدلی وي ،نو په دې هیلې سره چې خپل خیال ساتئ د خپلې کورنۍ خیال ساتئ له پاک پروردګاره درته نیکمرغه او سوکاله ژوند غواړو ،بریالي ووسئ.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************