د کال شعار"د انفلیّشن پيزواني کول او د تولید وده
(last modified Tue, 18 Jul 2023 10:55:13 GMT )
Jul 18, 2023 15:25 Asia/Kabul
  • د کال شعار

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې   د کال د شعار نومې لړۍ  له ننني لسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو، هیله ده  چې داستفادې وړ مو وګرځي.

  د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د ۱۴۰۲لمریز کال د تولید دودې او دانفلیّشن د کنټرولو کال نومولی دی.انفلیّشن د ایران په اقتصادي مشکلاتو باندې یو اغیز شیندونکی عامل دی.

دوستانو ددغې لړۍ په تیرو مطلبونو کې له ۱۳۱۰لمریز کال څخه تر دې دمه د ایران  په اقتصاد کې انفلیّشن  یا دپیسو پړسوب  ارزول شوی دی.په دغه نننی مطلب کې  او دغه راز په ورپسې مطلبونو کې  د ایران په اوسني اقتصاد کې د انفلیّشن  دریښو په اړه درسره غږیږو.

په وروستیو پنځو لسیزو کې د ایران د واکوالانو یوه ترټولو مهمه اندیښنه ، د انفلیّشن  اندازه او د هغو  زیاتیدونکي وده ده.په ایران کې د انفلیّشن علتونه او ریښې په دوو یعني داخلی او بهرنیو ډلو ویشلی شو.د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ایران د اقتصاد په باب  داسلامی انقلاب ددوهم ګام په اعلامیې کې عنوان کړې ده چې ؛اسلامی انقلاب مونږ ته د طاغوت د پړاؤ د فسادګر،اړونده او کمزوري اقتصاد څخه د نجات لاره راوښودله ،البته  کمزوري کړچارونو،د هیواد اقتصاد له بهر او داخله له چیلنج او مشکلاتو سره مخ کړی دی:: دوي همداراز  دایران د اقتصاد هغې دوه ډلې کیدا ته اشاره کړې ده چې  داخلی مشکلات او بهرني مشکلات لري.د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز فرمائيلي دي ؛بهرنی چیلنج ددښمن وسوسې اوبندیزونه دي چې دداخلی مشکل د اصلاح په بڼه کې به کم  اثره او حتی بې اغیزې شي.په داخلی کمزورتیاؤ کې مدیریّتي کمزورتیاوې او جوړښتي عیبونه شامل دي .::: 

Image Caption

 

       اوس هم  د انفلیّشن  دبڼه موندنې بهرنۍ ریښې یعني بندیزونو په باب درسره غږیږو.  د ایران اسلامی جمهوریت  له ۱۹۷۹ کال راهسې تل د ا مریکا دبندیزونو په شیشت کې  دی.یوازې په ۱۹۹۹لسیزې کې او د ؛کاسټلم ؛ موسیسې له خوا د وړاندې شوو احصایو په اساس، چې نړیوال بندیزونه تعقببوي،د ایران په ضد 1616 بندیزونه لګیدلي دي.ددغه بندیزونو زیاتره برخه د ایران د ایټمي پروګرامونو په پلمه لګول شوي دي.په کلي توګه په تیرو څلورو لسیزو کې د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد به مختلفو پلمو سره کابو څلور زره بندیزونه، بندیزونه لګیدلي دي .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود ددښمن د بندیزونو په باب ډيرې ویناوې کړي دي،البته  په هغو کې ځيني ویناوې د بندیزونو له وضعیّت څخه د دښمن سټراټژيکې موخې بیانوي.چې له هغو ویناؤ څخه به ځیني ستاسو خدمت ته هم وړاندې کړو.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود په ۱۳۹۵لمریزکال کې په یوې وینا کې فرمائیلي؛کله چې په محدودو وختونو کې  لومړیتوبونو ته ګورو،نو د هیواد داقتصاد موضوع  په لومړي لومړیتوب کې راځي ...ددښمن یو چلول دا دی چې وار د واره د جنګ کولو ګواښ وکړي او ( دا چې)پوځي ټاکنه پر میز کیښودل شوې ده،او دغه شان نوره دړکې....(خو) حقیقي جنګ  څه بل څه شی دی؛حقیقي جنګ اقتصادي جنګ دی،حقیقي جنګ بندیز او بایکاټول دي،حقیقی جنګ د هیواد په داخل کې د ټيکنالوجۍ  او  کار اوفعالیت  دډګرونو اخستل دي .دا حقیقي جنګ دی::

          د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز په ۱۳۹۶کال کې هم په یولړ څرګندونو کې وفرمائيل؛  ددښمن موخه دا ده چې په اقتصادي دباؤ سره،د ایران ملت د اسلامی نظام او اسلامی جمهوریت په نسبت نامید اونهیلی او لړزانه کړائ شي  او د ایران د ملت او  اسلامی نظام ترمینځ  واټن راولي او له دې لارې خپلې سپیرې موخې تعقیب کړي.::

همداراز ئې په یوې بلې وینا کې وفرمائيل؛ما په وروستیو څو کلونو کې اقتصادي شعارونه رابرسیره کړي دي،ددې لپاره چې احساس موکړې ده، دښمن له دې برخې غواړي ګوزار وکړي په دغې لوئې ملي ټولګې باندې. کله مونږ اقتصادي مشکل ولرل شو،نو مختلفې برخې به ونه توانیږي،خپل سم کارونه ترسره کړي .نو ځکه باید ووینو،په دغې ټولګې کې  هغه دندې چې د هیواد د مسئولانو،حکومت،درو واړو قواؤ او مختلفو اورګانونو په غاړه دي،هغه  اوسنی حساس او اساسی ټکی څه دی؟.ممکنه ده نن  یو ټکی اساسی وي،سبا بل ټکی اساسی شي،اوس په هیواد کې اقتصادي پیاوړتیا یو اساسی ټکی او  لومړیتوب لرونکی دی؛نو ځکه له همدې امله ده چې زه ورباندې تکیه او ټينګار کوم،د ولس پر معیشت  تکیه کوم .:::

حضرت آیت ا... العظمی سید  علی خامنه اي   همداراز په ۱۳۹۷لمریزکال کې هم وفرمائيل؛ دښمن غواړي، په اقتصادي دباؤنو سره ولس ستړی او نهیلی کړی .په درست هیواد کې اوس  دښمن دسیسه لري ، د ایران پر ملت  اقتصادي دباؤنه زیات کړي ددې لپاره چې دوي ستړي کړي او ددې لپاره چې  دوي  ناامید کړي .

       د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ۱۴۰۱لمریز کال د د غوائ  دمیاشتې په نولسمه نیټه د  کارګرانو دټولنې له زرګونو کسانو سره په کتنې کې د بندیز موضوع  ته اشاره وکړه او د دوي اصلي هدف ئې په ایران کې دتولید د برخې له کاره ویستل وبلل او وې وئيل؛د اسلامی انقلاب له هماغه پیله د استکبار دغه سیاست دی،او په دې وروستیو پنځلسو کلونو کې  روښانه شوې،چې د دوي سیاست  د هیواد د تولید له کار غورځول وو.ددښمن سیاست دا ؤ  چې  دغه بندیزونه او  ټوله دړکې ئې  ددې لپاره وې چې  په هیواد کې تولید  له کاره وغورځول شي ، تولید چې له کاره وغورځیږي ،نو هیواد محتاجیږي، غربت راځي ، سترګې اخوا دیخوا غړوي.د اقتصادي دباؤنو  اصلي او نهائي موخه ، دتولید له کاره ویستل وو.::::

 حقیقت دا دی چې د ایران اقتصاد په جدي توګه  د بهرنیو بې ثباته کونکو عواملو او ریسکونو  خطر ې سره مخ دی .د ایران پر اقتصاد تر ټولو مهم اغیزشیندونکی بهرنی ریسک،هغه بهرني بندیزونه دي چې  په وروستیو څو کلونو کې  په په مختلفو اړخونو کې په بې مخینې ډول زیات شوي دي . دبهرنیو بندیزونو سختیدا،د ایران پر اقتصاد په لنډ مهال او اوږدمهال کې  مختلفې اغیزې شیندي.

د بهرنیو بندیزونو ترټولو لومړی او اصلی ټارګټ،د ایران د تیلو د صادراتو کمیدا او د تیلو دخرڅلاؤعایداتو ته د ایران دلاس رسي ممانعت دی. په وروستیو څو کلونو کې دتیلي صادراتو کمیدا له بل هرڅه زیات د تیلی اسعارو د خرڅلاؤ له ځایه د حکومت د ریالي عوایدو د کمیدا سبب شوي او دحکومت د عایداتو کمیدا هم د بودجې د ډيرې خسارې سبب شوې ده. 

           حکومت دبودجې دوامداره خساره د هیواد له بانکونو د پور  د اخستلو او له مرکزی بانکه  د قرضې له لارې د او په نهایت کې  له مرکزي بانکه د بانکونو د اضافي برخې د اخستلو له لارې تامینیږي.دغه دوامدار پور اخستل د نغدو پیسو زیاتیدا په ځان پسې لري.د نغدو پیسو زیاتول هم پخپل ډول کې د ایران  په بې ثباته اقتصاد کې د انفلیّشن د را مینځةکولو  عامل کیږي. پر دې اساس د بندیزونو یو ترټولو مهم غیر مستقیم  اثر یا اغیزه، د حکومت د مالی ناانډولتیا د زیاتیدا له المه د نغدو پیسو د ودې لور نیونه ده .

د بهرنیو بندیزونو  یو بل مستقیم اثر،د غیرتیلی صادراتو کمیدا ده . له ایران سره د تجارتي لورو د شرکتونو بایکاټيدا او د بانکي محدودیّتونو د رامینځةکیدا له امله،غیر تیلی صادرات تر اغیزو لاندې ورځي.د غیرتیلی صادراتو کمیدا،له یوه پلوه د داخلی تولیداتو د ځوړتیا د زیاتیدا او  د اقتصاد د غوښتې د کمیدا او له بل پلوه د ماشین الاتو او تجهیزاتو او د لومړنیو موادو د وارداتو لپاره د اسعاري سرچینو د کمیدا سبب کیږي .د لومړنیو موادو د وارداتو کمیدا،مستقیما د روانو تولیداتو پر بهیر او د ماشین الاتو او تجهیزاتو  دوادراتو پر کمیدا او هم د پانګونې دکمیدا په وسیله ، د اقتصادي ودې د کمزورتیا سبب شوې  او دغې ښکارندې په ځان پسې دانفلیّشن زیاتیدا  درلودلې ده .

  بهرني بندیزونه،د پانګونې په ریسک او نامطمئنې زیاتیدا باندې هم اغیزې شیندلي دي.د بندیزونو له امله د رامینځةشوو بانکي او تجارتي محدودیّتونو له امله  اقتصادي مبادلات او معادلات له ډول ډول ترینګلتیاؤ او ناغیړیو سره  مخ شوي دي .موجوده لړزانتیا او بې باوري هم د پانګونې د انګیزې په  کمیدا کې اغیزې شیندلي دي او هم ئې د بازار په چلند او د اسعارو او طلا او ددوي په شان په نورو دنورو برخو د احتیاطي غوښتو په بڼه موندنې  اغیزې شیندلي دي.

په ټول کې وئیل کیدلی شي ، بهرني بندیزونه د عمومی بودجې له لارې،د انفلیش په زیاتیدا او د اقتصادي ودې پر کمیدا اغیزې شیندلي او د بهرني تجارت د کمیدا او دبهرني مالی تامینیدا د کمیدا له لارې ئې هم  پر اقتصادي ودې او د پانګونې په بدلونونو هم اغیزې شیندلی دي .

=   دوستانو د کال د شعار نومې لړۍ  ددغه  لسم مطلب  وخت هم همدومره ؤنو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،سرلوړي او بریالي ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************