شیر وشکر ۲
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i136226-شیر_وشکر_۲
د تهران راډیو د پښتو څانګې قدرمنو مینه والو السلام علیکم. د شیر و شکر په نامه لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یوو
(last modified 2023-11-28T07:51:36+00:00 )
Jul 26, 2023 11:00 Asia/Kabul

د تهران راډیو د پښتو څانګې قدرمنو مینه والو السلام علیکم. د شیر و شکر په نامه لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یوو

دوستانو  لکه څنګه چې خبر یئ، نن د حسیني عاشورا شپه یعنې د محرم الحرام د میاشتې نهمه نیټه ده نو د شیر و شکر په نامه د فارسۍ ژبې د زده کولو په دې نننۍ برخه کښې هم په فارسي ادبیاتو کښې د کربلا او عاشورا موضوع ته پام کوو چې د امام حسین علیه السلام او د هغوي د وفادارو ملګرو د ایثار او سرشندنې ډګر دی.

د کربلا په دښته کښې د عاشورا ستره پیښه له هغو مهمو موضوعاتو ده چې په فولکلوریک ادبیاتو کښې ورته تل پاملرنه شوې ده او د فارسۍ د شعر او ادب په برخه کښې په دې مضمون سره ډیر آثار موجود دي.

************************************************

د قلم هغه ټول خاوندان او د دنیا هنرمندان چې د امام حسین علیه السلام عاشقان دي، هڅه کوي چې د خپلو شعرونو او هنري آثارو له لارې له حضرت ابا عبدا... الحسین سره خپله مینه څرګنده کړي. فارسي ژبي لیکوالان، شاعران او په کلي توګه هنرمندان هم د خپل هنر په کارولو سره، د حضرت امام حسین علیه السلام د ساحت درناوی کوي.

د تاریخ له مخې، د څلرومې هجري قمري پیړۍ فارسي ژبی شاعر کسايي مروزي اولنی شاعر دی چې د عاشورا او کربلا په هکله یې شعر ویلی دی. د کسايي د مرثیې ابتدايي ادبیات په دا ډول دي:

باد صبا درآمد فردوس گشت صحرا/ آراست بوستان را، نیسان به فرش دیبا

 آمد نسیم سنبل با مشک و قرنفُل/ آورد نامه گل باد صبا به صهبا

میراث مصطفی را فرزند مرتضی را/ مقتول کربلا را تازه کنم تولّا...

صائب تبریزی هم که با تک‌بیت‌های تأثیرگذارش در ذهن فارسی‌زبانان زنده است، در یکی از قصیده‌هایش درباره سالار شهیدان چنین می سراید:

چون آسمان کند کمر کینه استوار/ کشتی نوح بشکند از موجه بحار

 لعل حسین را کند از مهر، خشکْ لب/ تیغ یزید را کند از کینه، آب دار/

خون شفق، ز پنجه خورشید می‌چکد/ از بس گلوی تشنه لبان را دهد فشار...

*/*/*/*/

حافظ، ناصر خسرو، وحشي بافقي، سنايي غزنوي او عطار نیشابوري د فارسي ژبې ځینې نور شاعران دي چې د امام حسین علیه السلام په وصف کښې او د عاشورا د پيښې په هکله یې شعرونه ویلي دي.

علامه بلخي په وروستۍ پيړۍ کښې د افغانستان یو ډیر ستر مذهبي شعر ویونکی شاعر دی چې د عاشورا پیښې ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او له ډیرو عاشورايي شعرونو نه علاوه یې، په خپلو نورو آثارو کښې هم دغې پيښې ته اشاره کړې ده. د بلخي عاشورايي شعرونه ډیر انقلابي او عبرتناک دي. هغه عاشورا د یو مکتب په توګه ګڼي او دا خبره یې په آثارو کښې څرګنده ده:

"تأسیس کربلا نه فقط بهر ماتم است‌/دانشسرای و مکتب اولاد آدم است‌

از خیمه‌گاه سوخته تا ساحل فرات‌/تعلیم‌گاه رهبر خلق دو عالَم است‌

با سوز عشق‌، نسبت بدعت مده‌، رقیب‌!/اسرارها نهفته به شور محرّم است‌

هر رؤیت هلال محرّم به چشم خلق‌/عینک برای دیدن آن حسن مبهم است‌

اصغر به صحن معرکه رفتن به دوش باب‌/درسی پی حصول حقوق مسلّم است‌

هر قطره خون حنجر آن طفل‌ِ شیرخوار،بر زخم‌های پیکر اسلام‌، مرهم است‌..."

هم داشان که د پښتو ژبې ادتیاتو ته وګورو نو وینوو چې د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري د محرم، کربلا او امام حسین علیه السلام په هکله ډیر څه لیکلي دي، لکه چې په یو شعر کښې وايي:

اوښکې کډې باوري طوفان د غم شو

شوو تازه د زړه زخمونه محرم شو

له بلې خوا د تورې او قلم خاوند خوشحال خان خټک هم د کربلا پيښې او امام حسین علیه السلام ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. له بلې خوا اوسمهاله شاعر ارواښاد غني خان د کربلا د غمیزې په هکله او د امام حسین علیه السلام په وصف کښې شعرونه ویلي او په یوې مشهورې مرثیې کښې د عاشورا په هکله وايي:

دا قیامت دی که معراج دی، او که ورځ د کربلا؟

دا په شږو کښې سرې وینې، که ګلونو د لاله...

او همداشان وايي

حسین او وې مرحبا، دا ارزانه ده سودا

کاش چې وې مې په تنه قط سرونه په زرها

او یو یو ورکولې ما، په زر قِسمه کربلا

دا دی درغلم بابا، لااله الا الله

ښه ګرانو ملګرو! یو ځل بیا درته هرکلی وایو او اوس راځو د فارسي کلماتو د زده کړې برخې ته چې، ځینې الفاظ مو راخیستې دي او سره د پښتو ژباړې یې دراوروو.

ردیف

              کلمات                                    ژباړه

1

شعر و ادبیات ، شاعر                     شعر او ادبیات، شاعر

2

مختلف                                                    بیلابیل

3

کتاب ،مجموعه شعر                   کتاب، د شعرونو ټولګه

4

حماسه کربلا                                    د کربلا حماسه

5

منتشر                                                  خپور یا نشر

6

است، شده است،گردآوری کرده است    دی، شوی دی، راغونډ کړی دی

7

خوب، حتما                                       ښه، ضرور یا خامخا

8

عنوان ،نام                                         عنوان، نوم

9

پدر                                                        پلار

10

توانستن ، می توانم                   توانیدل، کوې شم

11

آشنا شدن ، آشنا شوم                بلدیدل یا اشنا کیدل، بلد شم

12

خواندن، می خوانم                    لوستل، لولم

13

بیشتر                                                 نور یا لازیات

14

چطور،چگونه،چقدر               څنګه، څرنګه، څومره

15

شامل                                                  شامل

16

کمک                                                 مرسته

17

تو                                                          ته

18

وجود داشتن،وجود دارد      موجودوالی، شته دی

 

اوس به د فارسۍ ژبې یوه مکالمه یا ډایلاګ درته وړاندې کړو چې په کښې د ریحانې په نامه یوه جینۍ له خپل پلار سره د شعر او ادبیاتو په هکله خبرې اترې کوي:

ریحانه : پدر، چطور می توانم با حماسه کربلا بیشتر آشنا شوم ؟

ریحانه: پلاره، څنګه د کربلا له حماسې سره لاډیره اشنا شم؟

پدر: دخترم ، کتاب، شعر وادبیات می تواند به تو کمک کند .

پلار: لورې، د شعر او ادبیاتو کتاب درسره مرسته کوې شي.

ریحانه : چه کتاب هایی وجود دارد ؟

ریحانه: داسې کوم کتابونه شته دي؟

پدر: یک مجموعه شعر از یک شاعر افغانستانی منتشر شده است که میتوانی بخوانی ؟

پلار: د یو افغانستاني شاعر د شعرونو یوه ټولګه خپره شوې ده چې لوستلې یې شې.

ریحانه : عنوان این مجموعه شعر چیست ؟

ریحانه: د شعرونو د دغې ټولګې نوم یا عنوان څه دی؟

پدر: نام این کتاب "بوسه‌ای بر گلوی نی" است .

پلار: د دغه کتاب نوم "بوسه‌ای بر گلوی نی" دی.

ریحانه : نام شاعر این کتاب چیست ؟

ریحانه: د دغه کتاب د شاعر نوم څه دی؟

پدر: این کتاب شامل اشعار شاعران مختلفی است که "سیدسکندر حسینی" شاعر افغانستانی آن را گردآوری کرده است .

پلار: په دغه کتاب کښې د بیلابیلو شاعرانو شعرونه شامل دي چې افغانستاني شاعر "سیدسکندر حسینی" راغونډ کړي دي.

ریحانه : چقدر خوب حتما می خوانم .

ریحانه: ډیره ښه ده، خامخا یې لولم.

*/*/*/*/*/

ملګرو له خپل پلار سره مو د ریحانې خبرې اترې واوریدلې، هغوي د شعر، ادبیاتو او د کربلا د حماسې په هکله خبرې وکړې. هیله ده چې الفاظو او جملو ته ځیر شوي یئ او هغه مو ښې زده کړې وي.

د پروګرام په دوام کښې یوه فارسي سندره اورو، د دغې سندرې نوم " خدای احساس" دی او محمد علیزاده د امام حسین علیه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو په صفت کښې ویلې ده.

*/*/*/*

ګرانو ملګرو، دا چې د شیر و شکر پروګرام دویمه برخه مو ولوستله مننه مو کوو. هیله ده چې ښه زده کړه مو ترې کړې وي. نو د پروګرام په هکله ستاسو د نظرونو او وړاندیزونو په هیله، اجازه غواړو، د خدای په امان.