شاهین ډرون
نن سبا د جنګ د رودې بدلون ته په پام سره بی پایلیټه الوتکې د نړي په پوځونو په تیره بیا پیاوړو پوځونو کې په یوې مهمې ، حیاتی او ارزښتمنې وسلې بدل شوي دي . د ایران دفاعي ماهرانو په وروستیو څو لسیزو کې په مختلفو کارندوالیو سره په ډول ډول ډرون الوتکو تولید کې بریالی شوي دي .
دغې چارې او په دې زمینه کې پام وړ پانګونې ته په پام سره په وروستیو دریو لسیزو کې د ایران د اسلامی جمهوریت پرمختګونه اوڅاره وو اود ایران جوړې ډرون الوتکی په تیره بیا په وروستۍ یوې لسیزې کې سیمه ایزو نښتو ته په پام سره د څارنې ، پیژندنې ، هدف موندنې او د نښتې په ډګرونو کې خپل لوړ ارزښت ډیر ښه ښودلی دی . په تیرو کلونو کې د ایران د ډرون الوتکو توان په دو عنصرونو کیمیت او کیفیت ولاړ دی او نن د سیمې د ډرون الوتکو په قدرت بدل شوی دی او د ډرون الوتکو درلودونکیو هیوادونو ترمینځ ځانګړی ځای لری . په وروستیو څو لسیزو کې د ایران وسله وال ځواک او دفاع وزارت په صنایعو کې په مختلفو وړتیاو سره مختلفې نمونې تولید او پوځ او سپاه پاسداران ته ورکړل شوي دي . د مهاجر څلور په اساس یو جوړ شوی ماډل د پیزندلو او تجسسی ډورن شاهین دی چی نورو ورته نمونو ته ډیرې ځانګړتیاوط لري او د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ مځکنی ځواک په اختیار کی دی .
د شاهین ځانګړتیاوې
شاهین په ۲۳۰ کلوګرامه وزن سره د مځکنی ځواک تر ټولو دروند ډرون حسابیږی چی د مهاجر ۴ یو ډول بهتر شوی ډول ګڼل کیږی . دغه ډرون چی له ریل د ویشتلو سیسټم لری د دې توان لری چی ۲۰۰ کلوګرامه پورې جنګی پیژندونکی جوپه یوړل شی . د دغه ډرون اصلی او لومړنې مانموریت د معلومات راغونډول اوپیژندل دی چی په پرمختللیو تجهیزاتو سره لکه د۲۸ برابر لید په کیمرې سره د ۱۵۰ کلومیټره عملیاتی حوزې معلومات راغونډ او ورسوي .
د دغه ډرون د تصویرونو د ورلیږلو سیسټم هم د نورو ایراني ډرون الوتکو د ماډلونو په شان د انلاین ورلیږلو له وړتیا برخمن دی او قوماندانان په ډیر کم وخت کې د نظر وړ سیمو له حالاتو خبرولې شي . د دغه ډرون د الوت اندازه ۱۵۰۰۰ پا دې او د دې توان لری چی انځورونه په انلاین بڼه د کنټرول مرکز ته هدایت او ولیږي .
همداراز د اټومیټیک او نیم اټومیټک هدایت وړتیا د دغه ډرون نورې وړتیاوې دي . د شاهین اصلی ماموریت ته په پام سره چی د پیژندنې او د معلوماتو راغونډولو په زمینه کی تعریف شوی ، دغه ډرون تر ۱۵۰ کلومیټری تللی او خپل عملیات ترسره کولای او بیرته راګرځیدلای شی او یا دا چی ۳۰۰ کلومیټره پرمخ لاړ شی او بلې آدې ته ورسی چی په دې بڼه کې به د هغه عملیاتی واټن دوه برابر شی .
لکه څرنګه چی په بی پایلیټه الوتکو د معلوماتو زیرمه کول ممکنه ده په ځینو موقعو کې په ګټه نه وی ، معمولا په ایرانی ډرون الوتکو معلومات نه زیرمه کیږی که څه هم د دې توان لري . خو معلومات نیغ په نیغه مځکنی آډو او مرکزونو ته ورلیږل کیږی . که څه هم د شاهین ډورن اصلی ماموریت د پیژندلو په حوزه کی تعریف شوی دی خو دغه ډرون له تیر زیات سنبال دی د بمونو په شان په پریښودونکیو وسلو سنبال دی چی په دې ډول ترې سطحی هدفونو پرضد په یرغلیزو عملیاتو کی هم استفاده کیدلای شی ، هغه موضوع چی په ځینو مانورو کی ازمویل شوی هم دی .
د دغه ډرون د الوت واټن ته په پام سره چی په بشپړه توګه له لید ووځی ، د کارونکی په وسیله د مځکنی کنټرول له مرکزه په ډوه ډوله اټومیټیک او نیم اټومټیک ډول ترسره کیږی . په نیم اټومیټیک ډول کی کارونکې د ډرون د الوت د معلوماتو په لیدو سره چی د مرکز د مانیټر په صحفه ښودل کیږی ، هغه د ماموریت په اساس کنټرول او هدایتوی . په ټول اټومیټک ډول حالت کی له مخکی ټاکل شوی سیمو جغرافیایی معلومات او د الوت لاره د مځکنی کنټرول مرکز له لارې د دغه ډرون د الیکټرونیکی تجهیزاتو په حافظه کې زیرمه کیږی او د جی پی ایس اولوړې سنجونکی الې له پلیټ فارم په استفادې له مخکې ټاکل شوی لارو الوت کولای شی . البته کارونکی د الوت په وخت د قوماندان د نظر وړ سموالی د الوت په لاره کی اعمالولې شي . د شاهین ستنیدا هم له دو لارو له چتر او یا ارابه په استفادې سره ترسره کیږی .
پای