نوښتونه
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i136686-نوښتونه
درې ایرانی اینمشنونو د صربستان د ګلډ کوین کنستانتین د انیمشن فیلمونو د یولسم نړیوال نندارتون د لویانو د سیالي په برخه کې شتون پیدا کړ او د فاطمه جعفری په ډاریکټرۍ ده سالګی انیمشن د دغه هنری پیښې په فاینالیسټانو کې وښودل او غوره کړې شو
(last modified 2023-08-05T06:48:43+00:00 )
Aug 05, 2023 11:13 Asia/Kabul
  • نوښتونه

درې ایرانی اینمشنونو د صربستان د ګلډ کوین کنستانتین د انیمشن فیلمونو د یولسم نړیوال نندارتون د لویانو د سیالي په برخه کې شتون پیدا کړ او د فاطمه جعفری په ډاریکټرۍ ده سالګی انیمشن د دغه هنری پیښې په فاینالیسټانو کې وښودل او غوره کړې شو

 

ننې پروګرام د خوراکي موادو په اړه د یوه ایرانی پوه په نوښت سره پیلوو . ایرانی پوه ډاکټر توحید دیدار یوه اله اختراع کړی ده چی د پیک شویو خوراکي موادو باکټریا په یوه شیبه او یا ډیر لږ وخت کې په ډیرو کمو ازمښتی تجهیزاتو او یا ماهرو پرسنلو سره تشخیص کړی . ډاکټر دیدار د خپلو ملګروپه ملګرتیا سره یوه هوشمنده اله جوړه کړه چی د لیب این اې پیکیج نوم یې ورباندې کیښوده . دغه اله د خوراکي موادو دپیکیټ له خلاصولو پرته په ډیر چټک ډول د خطرناکو باکټریاو تشخیص کولې شي . د خوراکي موادو ککړتیا د پخلو د وسایلو او یا د کار ځای د ټیټې روغتیا په دلیل خوراکي مواد ککړولې شي . د ازمښت ځای د کړچار  د جاج لپاره څیړاندو د یوه چرګ ټوټې چی په چاقو ، دستانې وغیره سره ککړ وو ، وازمویلې او دغې الې په ټولو موردونو کې په اغیزمنه توګه باکټریاوې وپیژندلې .

د بیولوجیکی حوزې څیړاندو له  Terrestrial باکټریا په استفادې سره د بایو افتونود ختمولو زهر ترلاسه کړل . دغه بیکټریا د زهرو په تولید سره د بوټیو افتونه له مینځه وړي خو دغه زهرد انسان یا ځناورو په سلامتیااغیز نه شیندي . د نفوسو زیاتیدا او د کرهڼې صنعتی کیدا له کرهڼریزو محصولاتو د ساتنې او زیاتې ګټه پورته کونې په خاطر له کیماوی زهرو د بی رویې استفادې سبب شوی دی او له کیماوی زهرو د استفادې  له پاییلو د مځکې لاندې اوبو ، خاورې ککړتیا ، د ژواک چاپیریال د تخزیب اود ټولنې ګواښ ته اشاره کولای شو . په تیرو څو کلونوکې د ایران د بایلوجیک کنټرول د تحقیقاتو په مرکز کې د یولړ ازمښتونو د ترسره کولو په ترڅ کې ایراني څیړاندي بریالی شول له  Terrestrial باکټریا په استفادې سره د بایلو افتنونو د ختمولو زهر ترلاسه کړی . دغه بریا په معتبرو مجلو کې ثبت شوی او په تجارتی مرحله کې نهایی شوی ده .

ننې پروګرام د ناروغانو د پیاوړی کولو په وړتیا سره د ګرمونکیو کپړو د تولید په اړه په یوه خبر سره دوام ورکوو . یو ایرانی پوه بنسټه شرکت توانیدلی دی د ناروغانو د پیاوړی کولو په لړ کې د ګرمونکیو کپړو محصول وړاندی کړی . دغه تولید شوی کپړې د ګرمونکیو کپړو او ګرمونکیو کمبلو په اپوټه د الیکټرو مقناطیس د څپو په اساس نه ګرمیږي اولکه څرنګه چی دغه امواج د بدن لپاره تاواني دي ، په دغه ایرانی پوه بنسټه شرکت کې تولید شوی ګرمه کپړه کنټرول شوی امواج بدن ته ورداخلوی چی درملیز خاصیتونه او د ناروغانو د پیاوړی کولو په لړ کی دي . دغه کپړې د ویلچیر ، زانو بند او کمربند په ګرمولو کې د استفادې وړ ګرځیدلای شي .

د انیمیشن له دنیا په یوه ښه خبر سره خپل نوښتونو پروګرام ته دوام ورکوو .

درې ایرانی اینمشنونو د صربستان د ګلډ کوین کنستانتین د انیمشن فیلمونو د یولسم نړیوال نندارتون د لویانو د سیالي په برخه کې شتون پیدا کړ او د فاطمه جعفری په ډاریکټرۍ ده سالګی انیمشن د دغه هنری پیښې په فاینالیسټانو کې وښودل او غوره کړې شو . د ده سالګی لنډ اینمیشن د هغه هلک په اړه دی چی له خپل پلار سره په لیری پرته ځنګل کی ژوند کوی چی یوه ورځ پلار یې د خپل زوی لپاره یو مرغابی نیسی تر څو هغه له یوازیتوبه راوباسی . د زوی په څنګ کې بندی مرغابی او د یوه بل په څنګ کې  ورو ورو ورزنیز ژوند د هغو د زیاتیدا پیژندنې سبب کیږی . تر دې چی د مرغابی  او هلک په ژوند کې نه غوښتل شوی پیښې د ګیر چاپیره دنیا په اړه د هلک د کتنې بدلون په ځان پسې لری .

د امیر مهران په ډاریکټرۍاسمان دوست داشتنی اینمیشن او د عبدا... علیمراد په ډاریکټرۍ د جایګزین انیمیشن چی د پرورش فکری مرکز له تولیداتو دی ، په دغه نندارتون کې شتون پیدا کړ . د نندارتون دغه پړاو د انیمیشن په حوزه کې د داخلی او بهرنی لیکوالانو د کلتوری خلاقیت د لوړتیا په هدف د ګډون کونکیو اثار انتخاب کړل او د محصلینو او لویانو په برخه کې یې نندارې ته وړاندی کړل . نموړی نندارتون د ۲۰۲۳ میلادی کال د جولایی له ۱۷ تر ۲۱ پورې د صربستان په نیس ښار کی ترسره شو .همداراز د شیرین سوهانی او حسین ملایمی په ډاریکټرۍ درسایه سرو شل دقیقه ای انیمیشن د وینز فیلم فیسټوال د لنډو فیلمونو د سیالۍ برخې ته لاره پیدا کړه . مخکې هم د امیر نادری په ډاریکټرۍ د ساز دهنی سینمایی فیلم په ۲۰۲۳ م کال کی د وینز فیلم نړیوال فیسټوال د اتیایم کلاسیکو فیلمونو سیالۍ برخې ته لاره پیدا کړی وه . د وینز فیلم  اتیایم فیسټوال  به هم د ۱۴۰۲ لمریز کال د غوی له ۸ تر ۱۸ په ایټالیا کی ترسره شی .

د ماشوم او ځلمی د فیلم نړیوال نندارتون د ماشوم له نړیوالې ورځې سره په یووخت په ایران کی پرانستل کیږی . د مجید زین العابدین په مشرۍ د ماشومانو او ځلمیانو د فیلمونو نړیوال ۳۵ نندارتون د ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر له ۷ تر ۱۲ په اصفهان ښار کی ترسره کیږی . دغه فیشټوال هر کال په ایران کی ترسره کیږی او له درستې دنیا د ماشوم او ځلمیانو د حوزې فیلم جوړونکی په دغه نندارتون کی ګډون کوي 

د امازون په پلیفارم کی د یوه ایرانی سینمایی فیلم خپریدا

د زالاوا سینمایی فیلم په داخلي پلیټفارمونوکې له انلاین خپریدا سره په یووخت په امازون پلیټفارم کې هم د نړیوالو مخاطبانو لپاره وړاندی شوی دی . دغه فیلم په فجر۳۹ فیسټوال کې د دریو سیمرغ ګټونکی او د لس سیمرغ لپاره کاندید شوی دی او د جنګاښ له ۲۲ د ایران په داخلي پلیټفارمونو کې انلاین خپور شوی دی . دغه فیلم څه د پاسه ۵۰ نړیوال شتون سربیره   د ټورنټو ، روتردام او ګوتنبرګ په شان په معتبرو فیسټوالونوکې هم شتون درلودلی دی .

د علیرضا دهقانی په ډاریکټریتوب د ایساتیس اوږدمستند سینمایی فیلم د روسیې د کازان او مونته نګرو دو فیسټواالونو ته لاره پیدا کړه . د ایساتیس مستند فیلم به د روسیې د کازان په نولسم نړیوال فیسټوال کی له نورو نهو مستند فیلمونو سره سیالۍ وکړی .د کازان فیلم فیسټوال د تمدنونو د خبرو اترو په شعار سره د هنري ، سینمایی  او کلتوري تجروباتو د تبادلې په هدف او د نړۍ د پینځو براعظمونو د ډاریکټرانو او لوړ رتبه سینمایی شخصیتونو په شتون او د اږدو سینمایی ، مستندو او انیمیشن فیلمونو او نورو پروګرامونو سره ترسره کیږی . دغه فیسټوال تل په ایراني فیلم جوړونکیو کې محبوبیت درلودلی دی . د ایساتیس متند مخکې د امریکا د اوشن سیټی فیلم نړیوال اووم فیسټوال د بهترین فیلم جایزه ګټلی ده . دغه فیلم د فجرد ۳۹ فیسټوال د بهترین مستند فیلم سیمرغ لپاره کاندید شوی وو .