د لمر په حضور کې
(last modified Thu, 10 Aug 2023 14:16:34 GMT )
Aug 10, 2023 18:46 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کې

ګلونو اورېدونکو زمونږ سلامونه ومنئ، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواکونو ۸۶ نمبر بېړه له اتو میاشتو سمندر کچ کولو او د ځمکې په شاوخوا د  تر ۶۵ زره کلومیټره زیاته سمندري فاصله وهلو وروسته په کامیابۍ سره ایران ته ستنه شوه. په دې برخه کې د دغه بېړې له غړو سره د رهبرۍ د ستر مقام ایت الله خامنه ای د خبرو ځینې برخې درته وړاندې کیږي.

څه ورځې مخکې  داسې خبر خپور شو چې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواکونو ۸۶ نمبر بېړه له اتو میاشتو سمندر کچ کولو او د ځمکې په شاوخوا د  تر ۶۵ زره کلومیټره زیاته سمندري فاصله وهلو وروسته په کامیابۍ سره ایران ته ستنه شوه ایت الله خامنه ای په یو پېغام کې د دغه لویې او ویاړمنې  سمندرکچ کوونې په اړه مبارکي وویله او وې فرمایل : کور ته ښه راغلاست.

د ۸۶ بېړې ماکوګان د دېرشو کلونو په اوسطا عمر او د پینځلو کلونو په اوسطا خدمت سره د «مونږ کولی شو» باور عملي کړ او د ایران د تاریخ د سمندر ګرځېدنې ریکارډ یې ماته کړ.

 د اګست په ۶ ایت الله خامنه ای د درناوي او مننې په هدف د دغه بېړې له عواملو او د هغوي له کورنیو سره وکتل.  د رهبرۍ ځای ته د ورننوتلو په وخت لومي شي چې پام یې ځانته واړوه د «دنا» بېړۍ ښایسته ماډل و چې د رهبرې د ستر مقام د کښېناستو ځای سره نزدې لګول شوی و او د دغه ماموریت په ترسره کولو کې یې د ایرانیو متخصصانو د بریا د اهمیت ښودنه کوله.د رهبرۍ د مقام د کښېناستو ځای ته مخامخ یو د دنا لوی تصویر جوړ شوی و چې پرې لیکل شوې وو «دنا په ځان د باور بېلګه»

د همېشه په شان د رهبرۍ د غونډې چاپېریال موضوع ته په پام سره جوړ شوی و چې ډېر د توجه وړ و.

« وَتَرَى الْفُلْکَ مَوَاخِرَ فِیهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ »: « او کشتۍ وینۍ چې د سمندر سینه شلوي  چې تاسو د خدای له فضله برخمن شئ» ( نحل – آیه 14)

 ایت الله خامنه ای په خپلو خبرو کې د ۳۶۰ بېړې غړي  د ایراني ولس لپاره د ویاړ سبب وبلل او د دغه بېړې له کوماندانانو او کارکوونکو او ټولو هغو کسانو چې د د غه لویو عملیاتو په طراحۍ، ملاتړ او اجرا کې یې رول لرلی د زړه له کومي مننه وکړه.

دوي د هغوي نننی حرکت په سمندر کې د پوځ او سپاه د وروستیو اقداماتو او سرښندنو په تېره بیا د شهیدانو او د هغوي د کورنۍ د فداکاریو  خوږه مېوه وبلله او وې فرمایل: « زما خوږو، ستاسو  تېر اقدامات د انقلاب له مهمو پېښو نیولي تر ننه پورې ستاسو د نننۍ کامیابۍ زمینه ده؛ باید د هغوي قدر وکړئ. پوځ او سپاه په سمندر کې ډېرې سرښندنې وکړې چې میوه یې راوړه ؛ تاسو د هغه  شین بوټي راټوکېدلې ګلونه یئ چې هغوي وکاره، او دهغه ونې خوږه مېوه یئ چې هغوي یې نیالګی اېښی و»

 دوی همداراز یادونه وکړه چې څو ځله یې د  اړوند مرکز له خوا د بېړې د حالت پوښتنه کړې او ټینګار یې وکړه چې د دغه بېړې  کیسه او د حال احوال بیانول یې تر دغو غونډو زیات وخت او مفصله کیسه غواړي چې باید بیان شي او لازمه ده چې هنرمنان له دغه لوی حرکته سینمیايي او ټیلي ویژني فلمونه جوړ کړي.

 د رهبرۍ ستر مقام ، درې مهم لاملونه، همت کول، د کار تر شا پیاوړې هوډ، او بیا پر ځان باور له یوې خوا او له بل پلوه، پوځي علم او د ډیزایننګ طاقت، میړانه ، استقامت او د سختیو د زغملو طاقت د سمندر کچ کوونکی د کامیابۍ لاملونه وبلل. دوي پر دغو لاملونه سربېره، د کورنیو رول هم د ۳۶۰ بېړۍ په کامیابۍ کې مهم وباله او  د اندیښنو او یادونو په وړاندې صبر او زغم،  په دغه امتحان کې سرلوړي او د بلرونو میندو او مېرمنو ښکاره احساس او سرلوړي د دغه تاریخي حرکت په بریالیتوب کې یو بل لامل وباله. دوي وفرمایل: دغه اندیښنې څه کمه خبره نه ده؛ ستاسو عزیز په اوبو کې، په سمندر کې، هغه هم اته میاشتې، اندیښنې، ناقرارۍ، یادونه، د بچو د خبرو ځواب ورکول؛ مور او پلار یو شان، مېرمنو بل شان، دوی ټولو صبر وکړ، له زغمه یې کار واخیست، د ویاړ احساس یې وکړ. کله چې بېړه راغله، زمونږ ساحل ته ورسېده او راننوتل،  ما د کورنیو د ملاقات فلم وکاته، انسان داسې احساسوي چې  مېرمنو، پلرونو، میندو له دې چې زلمیانو یې دومره لوی کار کړی د ویاړ احساس کوي. دغه د ویاړ احساس ډېر مهم دی دغه احساس دی چې انګېزه ورکوي هم تاسو ته ، هم نورو ته  چې دغه شان لوی کارونه وکړي.   

د رهبرۍ ستر مقام د ۸۶ د بېړې حرکت  په دې ایت کې  «وَ أَعِدّوا لَهُم مَا استَطَعتُم مِن قُوَّةٍ» : د دښمنانو په وړاندې چې هر څومره کولې شئ خپل طاقت زیات کړئ د قرآن د صریح حکم مصداق  وباله او وې ویل:ستساو دغه کار د هیواد توانمني زیاته کړه او «مونږ کولی» یې چې د هیواد د ترقۍ بنیاد دی په وسله والو ځواکونو او ذهنونو کې پیاوړی کړ. دښمن هم چې کله دا ګوري مجبوري کیږي چې ځان راغونډ کړي. طبعا همداسې ده. په همدې ایت کې هم راغلې دي چې تاسو خپل طاقت زیات کړئ چې د ښمن احساس وکړي چې تاسو تیار یئ.

دې ته په پام سره چې سمندر د تجارت لویه لاره ده نو د سمندري طاقت لرل په پوځي قدرت کې یو مهم شی ګڼل کیږي. په همدې لړ کې  دفاعي دپلماسي د پوځي ځواکونو له خوا  او په سیمه ایزه او نړیواله سویه د خپلو توانمنیو او  وړتیاوو څخه دکار اخستلو او د هیواد د ملي ګټو لپاره کارول کیږي. د اسلامي انقلاب د مشر په فکري منظومه کې د اسلامي ایران دفاعي سمندري دپلماسي  د قدرت، اصالت او د سیمې او نړۍ لپاره د دسوتۍ د پېغام په لرلو سره د جدي پام وړ ګرځېدلې ده.

ایت الله خامنه ای همداراز په ارام او اطلس سمندر او په لرو سیمو کې د ایران سمندري شتون د هیواد لپاره امنیت جوړوونکی  شتون وباله  او زیاته یې کړه.« تاسو وښودله چې  سمندر د ټولو دی، ازاد سمندرونه د چا نه دي، دا زبرځواکونه کړه وکړی شي  دغه لوی سمندرونه به هم په خپل نوم کړي چې نور ورته رانه شي.  په عمومي مسایلو کې د نورو مال خوړل د زبر ځواکونو خوي پاتې شوی دی، د امریکا د ځانګړنو برخه ده، تاسو دغه خبره ماته کړه.

 تاریخ ښیي چې  په وروستیو څو لسیزو کې ازاد سمندرونه د لویو قدرتونو د قدرت ښودنې ډګرونه پاتې شوي چې په خپلو پوځي او تخنیکي توانمنیو په تکیې سره یې په ازادو نړیوالو اوبو کې شتون پېداک ړی دی. ایت الله خامنه ای په سمندري ټرانسپورټ کې د امریکا  خنډ جوړولو ته په اشارې سره وویل « دا چې وایي مونږ اجازه نه ورکوو چې پلانکۍ کشتۍ دې له پلانکۍ اوبلارۍ تېره شي، دوي چټي خبرې کوي؟ ازاد سمندر د ټولو دی، باید ټول پکې تېر شي  ټول پکې باید تګ راتګ وکړی شي. سمندر او هوا باید د ټولو ولسونو لپاره ازاده وي. د ټولو هیوادونو لپاره باید سمندري او د کشتیو تګ راتګ تامین شي.

د ایت الله  خامنه ای له نظره  د ۸۶ بېړې اقدام یو عبرتناک حرکت و چې زیات درسونه یې لرل. لومړی درس خدای پېژندنه ده. دوي وفرمایل: « سمندر د خدای د وجود یوه ښکاره نښه ده. په دعا کې لولو چې «یا مَن فِی البِحارِ عَجائِبُه» سمندر د خلقت د عجابیو او هېښتیاوو مرکز دی. د سمندر سترتوب، د دریابونو بې پایتوب، د سمندر ښایسته منظرې، په ځینو ځایونو کې یې خشم او قهر او یا یې هم مهرباني،  حیرانوونکي سمندري مخلوقات، دا ټول د خدای نښې دي، دا د خدای ایتونه دي. سمندر په حقیقت کې یو نندارتون دی د خدای د ایتونو. نو لومړی درس د خدا پېژندنه ده او په خدای د انسان عقیده پیاوړې کیږي. د خدای ایتونه په خپلو سترګو ویني.

په اسلامي ایران کې یو ټکی روښانه ده چې په ځان باور  په مختلفو اقتصادي سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې د ترقۍ ببش وې. اسلامي انقلاب د یو معنوي او معرفتي انقلاب په توګه په خپلو بنسټونو په  تکیې او د انسان د ژوند لپآره د نوي مفهوم په راوړلو سره د ملي ځان باورۍ د جوړېدو ټول سریزې برابرې کړې او د دې ټاټوبي په  زلمیانو کې یې د  پت او غېرت نوی روح پو کړ. د رهبرۍ په وینا،« دغه هوښیاري، دغه توانمني وه چې مونږ ته یې په ځان دغه باور راکړ؛ دا همت او دا د یو کار د کولو زړه  او د یو لوی کار د کلولو حوصله مونږ ته انقلاب راکړه. له انقلابه مخکې دا خبرې نه وې؛ د پهلویانو او قاجاریانو په شرموونکې دوره کې مونږ دومره سمندري ساحلونه او  دومره دریایي امکانات لرل ، خو سمندر مو نه پېژنده. بلد نه وو، زمونږ سمندري ځواک هم په نورو کارونو مشغول و.

 ایت الله خامنه ای په پای کې له مسوولانو وغوښتل چې په پلانوونې سره له سمندري فرصتونو د افتسادې او د ملي ګټو د تامین لپاره لا پراخ حرکت پېل کړي.

پای

ټیګونه