په تیرو دوکلونوکې د ۱۳ حکومت د بهرنی سیاست کارنامه
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i137946-په_تیرو_دوکلونوکې_د_۱۳_حکومت_د_بهرنی_سیاست_کارنامه
حضرت امام خامنه ای دیارلسم دولت ته په خطاب کې فرمایل بهرنی سیاست ډیر مهم دی د هیواد په مساییلو کې ډیر اغیزمن دی ، باید د ډیپلوماسۍ په ډکر کې زمونږ خوځښټ زیات شی
(last modified 2023-09-02T12:55:52+00:00 )
Sep 02, 2023 17:16 Asia/Kabul
  • په تیرو دوکلونوکې د ۱۳ حکومت د بهرنی سیاست کارنامه

حضرت امام خامنه ای دیارلسم دولت ته په خطاب کې فرمایل بهرنی سیاست ډیر مهم دی د هیواد په مساییلو کې ډیر اغیزمن دی ، باید د ډیپلوماسۍ په ډکر کې زمونږ خوځښټ زیات شی

د سید ابراهیم رییسي په مشرۍ د ایران د ۱۳ دولت له عمره دوه کاله تیریږي . ولسمشر او د کابینې غړیو د دولت اونۍ په مناسبت په تیر شورو ورځ د اسلامي انقلاب له معظم لارښود سره کتنه وکړه چی هغو هم په دغه کتنه کې د حکومت د دوه کلن کړچار ستاینه وکړه . بهرنې سیاست یو هغه ډګر دی چی په تیرو دو کلونوکې پکې د مهم بدلونونو شاهدان وو چی په دغه پروګرام کې ورباندې رڼا اچوو .

د دیارلسم دولت د بهرنی سیاست د کارنامې له جاجه وړاندی د بهرنی سیاست په حوزه کې دغه دولت ته د رهبرۍ د ستر مقام څو سپارښتنو ته اشاره کوو .

حضرت امام خامنه ای دیارلسم دولت ته په خطاب کې فرمایل بهرنی سیاست ډیر مهم دی د هیواد په مساییلو کې ډیر اغیزمن دی ، باید د ډیپلوماسۍ په ډکر کې زمونږ خوځښټ زیات شی . باید په دیپلوماسۍ کې اقتصادي اړخ پیاوړی شی، اقتصادي دیپلوماسۍ یو ډیر مهم څیز دی نن انسان وینی چی ډیر هیوادونه خارجه وزیر لري خو پخپله ولسمشر د اقتصادي مسلې په زمینه کی له مختلفو هیوادونو یا کوم خاص هیواد سره مسلې ته ورداخلیږی او موضوع تعقیبوی یعنی له مختلفو هیوادونو سره په اقتصادی زمینه کې ارتباط ډیر مهم دی. د دیپلوماسي دغه اړخ باید پیاوړی شی . او بهرنی تجارت ډیر مهم دی په تیره بیا له ګاونډیانو سره . مونږه څوارلس پینځلس ګاونډیان لرو چی عظیم نفوس جوړوی ، یو پراخ بازار رامینځته کوی خو باید یوازې په دې بسنه ونکړو او له نورو هیوادونو سره ارتباط هم داسی دی ، په دنیا کی کابو څه د پاسه ۲۰۰ هیوادونه دي ، مونږه نیت نلرو له کم شمیر هیوادونو ، یو ، دوو هیوادونو سره ارتباط ولرلی شو ، له ځینو سره یې شاید امکان هم نشته خو له اکثرو سره یې د ښو ارتباطاتو امکان موجود دی ، هڅه ضروری ده .

۱۳ دولت ته د رهبرمعظم یوه بله سپارښتنه دا وه چی دیپلوماسی باید دایټمی مسلې تراغیز لاندی رانشی . هغو په د ې اړه هم وفرمایل چی باید داسی نه وی چی هیواد په ایټمی مسلې پورې تړل شوی وی ، ایټمی قضیه یوه جلا مسله ده چی هغه باید په یوه مناسب او شایسته شکل اواره کړی ځ خو د ډیپلوماسۍ دایره ډیره پراخه ده .

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د ولسمشر په توګه په خپله لومړنۍ خبری غونډه کې د هغه څه په تکرارولو سره چی د بهرنی سیاست په حوزه کې یې د خپل پروګرام په توګه د تبلیغاتي کمپایین په وخت ویلی وو ، وویل زمونږ د حکومت بهرنې سیاست له برجام نه پیلیږي او په ایټمی موافقې پورې به محدود هم نشی بلکې په بهرنی سیاست کی به پراخ او انډوله تعامل تعقیب کړو . اعلان کوم چی مونږه د دنیا له ټولو هیوادونو په تیره بیا ګاونډیانو سره تعامل اعلانوو . زمونږ لومړیتوب به له ګاونډیانو سره ارتباط وی .

هغه څه چی په تیرو دو کلونو کې ترسره شول هم د رهبرۍ د ستر مقام له سپارښتنو او د ۱۳ دولت د بهرنی سیاست له ستراتیجۍ سره غږمله وو . حکومت د دې په ترڅ کې چی د برجام د احیا لپاره مزاکراتو ته دوام ورکړ له نورو هیوادونو په تیر بیا ګاونډیانو ، مسلمانو ، سیمې او غږمله هیوادونو سره د اړیکو پراختیا په جدی توګه تعقیب کړه . په همدې لړکې هم د ۱۳ حکومت مشر په تیرو دو کلونو کې ۱۹ بهرني سفرونه ترسره کړل او په تهران کې د لسګونو بهرنیو چارواکو کوربه هم وو . د ښاغلی رییسي بهرني سفرونه ښی چی ۱۳ دولت د بهرنی سیاست په حوزه کی د ایران د انزوا ستراتیجۍ ماته ، د ایران د صادراتي بازار ډول والی او همداراز په مختلفو حوزو په تیره بیا اقتصادي حوزه کې له لویدیځ وراخوا ظرفیتونو ګټه پورته کول تعقیبوی .

حکومت په دغو دو کلونو کې هڅه کړی ده چی د دیپلوماټیکو اړیکو په حوزه کې هم بریاوې ترلاسه کړي چی شاید یوه مهمه بریا پکې د ایران او عربستان ترمینځ له اوه کلونو وروسته د سیاسي اړیکو بیا ټینګیدا ده . ایران او عربستان د بیا اړیکو د ټینګولو لپاره د بغداد او مسقط په میانځګړیتوب د خبرو اترو ۵ پړاونه ترسره کړل خو په نهایت کی دغه مزاکرات د چین په میانځګړیتوب  جدی پړاو ته ورداخل شول او په ۲۰۲۳ کال کی د ایران و عربستان او چین درې اړخیزه بیانیه صادره شوه چی او تهران او ریاض ترمینځ موافقه لاسلیک شوه . په دوام کې هم امیر عبداللهیان او فیصل بن فرحان تهران او ریاض ته د سفرونو په ترڅ کې د ایران او عربستان سفارتونه هم پرانستل شول او حتی د عربستان ولیعهد بن سلمان عربستان ته د سفر لپاره سید ابراهیم رییسي ته بلنه ورکړه .

په عین حال کې د سیمې ځینو نورو عربو هیوادونو چې له ایران سره یې اختلافات درلودل، د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د ټینګولو غوښتونکي شوي دي. د بېلګې په توګه اوس له بېلابېلو لارو له مصر او بحرین سره د ایران د اړیکو د عادي کولو هڅې روانې دي او سوډان هم له ایران سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

د دیارلسم حکومت بله موخه په سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو کې د غړیتوب او ګډون پلان دی.

په سیمه ایزو او غیر سیمه ایزو تړونونو کې غړیتوب چې موخه یې د مخ پر ودې قدرتونو اقتصادي بیخ بیناو سره د هیواد نښلول دي، د اقتصادي او سیاسي ګټو سربیره، د بندیزونو د غیر موثر کولو او د یو اړخیزېزتوب سره د مخالفت لپاره یو اقدام ګڼل کیږي. په دې لړ کې د ايران ديارلسم حکومت د شانګهای د همکاريو د سازمان له رسمي غړيتوب او د يورو اسيا له اقتصادي ټولنې سره د اړيکو له پراخولو وروسته په دې وروستيو کې بريالی شو چې د بريکس ډلې غړيتوب تر لاسه کړي چې له امله یې په نړیواله کچه د سوداګرۍ د زياتوالي هیلې زیاتې شوي.

له شانګهای او بریکس سره د ایران د یوځای کیدا مهم پیغام دا دی چی په نړیوال نظام کی د ایران د منزوی کولو سیاست نه یوازې ماته خوړلی ده بلکی عملا له ایران سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره سترو قدرتونولخوا لیوالتیا بڼه غوره کړی ده .

دغو بریالیتوبونو ته په پام سره  د اسلامی انقلاب معظم رهبر له ولسمشر او د حکومت له غړیو سره په کتنه کې له ټولو هغو حکومتونو سره چې له ایران سره د اړیکو لرل غواړی، د دیارلسم حکومت د نورو سموسیاستونو په لړ کې ( له یو څو استثنایاتو پرته) نومونه یاد کړل او ویې فرمایل د دوو نړیوالو تړونونو غړیتوب هم یو ډېر مهم کار وچی  دا په ډاګه کوي چې هېواد په داسې یوه حالت کې دی چې د نړیوالو تړونونو بنسټ ایښودونکي لیواله او کله  له ایران سره پر اړیکو ټینګار کوي.پای