نوښتونه(۸۷)
هوش مصنوعی یا Artificial intelligence یوه هغه حوزه ده چی باید ورته جدی پام وشی او د رهبرۍ ستر مقام هم څو ځله په دغې موضوع ټینګارکړی دی .
ننې پروګرام د درملو په اړه په خبر سره پیلوو .د ایران د صنعتي او علمي څیړنو سازمان مشر د خاصو درملو په تولید کې ځان بسیا او داخلي اړتیاود پوره کولو په هدف د درملیز کیمیکل څیړنځای د پرانستلو خبر ورکړ . د موجودو شمیرنو په اساس په کال کې کابو درې میلیارډ ډالره د درملو ، لومړنیو موادو او ( Intermediate ) درملو د واردولو لپاره لګول کیږي چی له دغو وارداتو پام وړ لومړنیو موادواو حدواسط درملو پورې اړه لری چی زیاتره په هیوادکې د کیماوي ، ارایشي او روغتیایی صنایعو په وسیله په نهایی محصول بدلیږي .
د دغو ډیرو موادو د تولید د تخنیکی پوهې رامینځته کول او ترلاسه کول په دې حوزه کې د فعالو څیړنځایونو تخصصي او کیفي پراختیا ته اړتیا لري . په همدې اساس د ایران په صنعتي او علمي څیړنو سازمان کې دکیمیکل درملیز څیړنځای رامینځته کول د لومړنیو موادو اوحد واسط موادو د تولید په زمینه کې له فعالو نورو موسسو او مرکزونو سره همپالنه درلودلې شی . په دې اساس د خاصو درملو تولید د علمي او صنعتي څیړنو د سازمان د څیړاندو په ایجنډا کې شامل شول . «««««««««««««
د هوش مصنوعی Artificial intelligence په هکله هم خبر لرو او هغه دا چی ایران په مینځنی ختیځ کې د هوش مصنوعی تر ټولو ستر ملی ازمښتځای جوړوی . هوش مصنوعی یا Artificial intelligence یوه هغه حوزه ده چی باید ورته جدی پام وشی او د رهبرۍ ستر مقام هم څو ځله په دغې موضوع ټینګارکړی دی .
د مصنوعی هوش په حوزه کې جدي او متمرکز پروګرامونه ترسره شوي او په روان کال کی تر ټولو ستر پروګرام د مصنوعی هوش په حوزه کې د مینځنی ختیځ په سویه ستر ملی ازمښتځای جوړول دی چی لږ تر لږه د هیواد زر بهترین څیړاندي جذب کړې شي .
دغه ملی ازمښتځای به د سیمې په سویه په خاصو ځانګړتیاو سره د مصنوعی هوش کې په اړتیاوړ اوزارونو او سیسټمونوسنبال شی او د مصنوعی هوش په زمینه کی به ځانګړی مرسته وشی .
د امیرکبیر صنعتی پوهنتون د معدنو مهندسی پوهنکور څیړاندي د اکتشافي سیمو د اهدافو د پیژندنې لپاره د نوی رودې په وړاندی کولو کې بریالي شول .
له تیر وخت راهیسې تراوسه د مځکې د علومو د څیړاندو په وسیله جیوکیمیکل معلوماتو په اړه د ارزښتمنو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره مختلف ټیکنیکونو او الګوریتمونه کارول شوي دي خو اوس د دغې رودې په وړاندی کولو سره هم د اکتشافي سیمو پیژندل د اټکل وړ شوي دي .
د وړلووړ سولر فریج د ایرانی طرحې لپاره د اختراعاتو د نړیوالو سیالیو د سپینو زرو میډال وړاندی شو .
ایراني پوهانو د نوښتګرانو او مخترعانود نړیوالو سیالیو په دریم پړاو کې د وړ وړ سولر یخچال په عنوان یوه اختراع کړی چی د دغو سیالیو د سپینو زرو میډال یې ترلاسه کړی دی .
دغه اختراع په مختلفو حوزوکې د ډیرو کارندوالیو اود نړۍ د څو محدودو هیوادونو دانحصار د ماتولواو له ژواک چاپیریال او اقلیمي بدلونونو سره د غږملتیا په دلیل په سویټرزلینډکې د نړیوال فیډریشن د ریفریانو یا داورانو د هرکلی وړ وګرځیده .
د دغو سیالیوپه دریم پړاوکې په ایران سربیره د کاناډا ، اسټرالیا ، انډونیشیا ، مراکش ، قطر ، بحرین ، لبنان ، پولینډ ، روسیې ، هانک کانګ ، برازیل ، ملایشیا ، امارات ، چین وغیره په شان هیوادونو شتون درلود .
د داورانو پلاوی غړیو مختلفو معیارونو لکه نوښت ، د عمومي غوښتنې اندازې یا ډیمانډ ، اقتصادي والی ، د بیې کموالي او د ژواک چاپیریال دوسته په شان سټینډرډونه په نظرکې نیول .
په یوه هنری بریاکې میرمن الهه نوبخت د ارمنستان د زردالوونې د فیلم د نړیوال فیسټوال د نهم پړاو داوره شوه . هغې له فرانسوی ډاریکټر وینست سورل اایټالیایی لوبغاړی ویګن اوتیس سره یوځای د دغه فیستوال د سیالیو برخې فیلمونو داوری وکړه . میرمن نوبخت له دې مخکې د سویټرزلینډ د جینوا د ختیځو فیلمونو د فیستوال د اتلسم پړاو ، د بیروت د میرمنو فیلم فیستوال او همداراز په امریکا ، هالینډ ، ایټالیا وغیره کې هم په فیسټوالونو کې داوری کړی ده .
د زردالوونې دنړیوال مستند فیستوال نهم پړاو د اګست له ۲۰ تر ۲۶ په ارمنستان کې ترسره شو . د دغه فیسټوال د ترسره کولو هدف د درستې نړۍ له هنر ، دودونو او ادابو سره د مخاطبانو بلدتیا ، د قوم نګارۍ په موضوګانو سره د مستندو فیلمونو د جوړولو لپاره په ځوانو فیلم جوړونکیو کې د انګیزې رامینځته کول وو . دغه فیسټوال دوې برخې درلودلې چی یوه برخه کې یې دیرش دقیقې یا زیات مستند فیلمونواو بله برخه کې یې دیرش دقیقې یا کم وخت فیلمونو ته بیل وه .
د پروګرام وخت ته په پام سره په همدې ځای له تاسو اجازه غواړو
پای