د نور ۳ سپوږمکۍ
که څه هم دښمنانو په ډول ډول بایکاټونو سره هڅه کړی ده د ایران د فضایی صنعت په شمول د علمي او اقتصادي بایکاټونو مخه ونیسی خو له ټولو دباونو او محدودیتونو سره سره د ایران اسلامي جمهوریت ډول ډول فضایی او له فضا سره اړونده ټیکنالوجیو کې اوڅاره بریالیتوبونه درلودلي دي .
د ایران اسلامي جمهوریت فضایی او توغندوی ټیکنالوجۍ ته د رسیدا په زمینه کی په تیرو څلورو لسیزوکې دوامداره او مخ په وړاندې ګامونه پورته کړي دي .
که څه هم دښمنانو په ډول ډول بایکاټونو سره هڅه کړی ده د ایران د فضایی صنعت په شمول د علمي او اقتصادي بایکاټونو مخه ونیسی خو له ټولو دباونو او محدودیتونو سره سره د ایران اسلامي جمهوریت ډول ډول فضایی او له فضا سره اړونده ټیکنالوجیو کې اوڅاره بریالیتوبونه درلودلي دي . په وروستیو څو کلونو کې په فضایی ډګر کې د ځای سپوږمکیو او سپوږمکي ویشتونکیو ویشتل په دې ډګر کی د دغه ستر پرمختګ سمبول بلل کیږی . اوس ایران د نړۍ په لسو فضایی هیوادونو کی شامل دی چی دغه چاره د دغه ټاټوبی د ماهرانو د مجاهدت او څه د پاسه څلورو لسیزو د هلوځلو نتیجه ده او په همدې دلیل ایران د دغې ټیکنالوجۍ درلودونکیو په ګوته شمیر هیوادونو کی شامل شوی دی . حاضر دمه د سپوږمکۍ د ویشتلو د اډې جوړول د شپږو هیوادونو په اختیار کی دی او ایران د فضایی اډې د پراختیا له نظره په راتلونکی رتبه لری . فضایی صنعت دپرمختللی ټیکنالوجۍ د درلودونکیو صنایعو په لیکه کی بلل کیږی . له ټولو اعمال شویو محدودیتونو سره سره د ایران اسلامي جمهوریت د فضایی ټیکنالوجۍ بشپوه څرخې ته رسیدلی دی . د سپوږمکیو ویشتونکیو جوړول او د ځای سپوږمکیو د جوړولو په زمینه کی مهم ګامونه ، د معلوماتو ترلاسه کول او په نهایت کی له ترلاسه شویو معلوماتو استفاده د دغې ټیکنالوجۍ بشپړه څرخه جوړوی . د اسیا د لویدیځې له نورو هیوادونو سره د ایران د فضایی پروګرام توپیر دا دی چی ایران په خپل داخلي توان ولاړ د یاو له داخلی او ځای ټیکنالوجۍ ګټه پورته کوی . ایران همداراز په تیرو څو کلونوکې د سپوږمکیو ویشتونکیو باندې په تمرکز سره د دغو سپوږمکیو په ویشتلو کې مهم ګام پورته کړی دی او د سپوږمکیو له جوړولو سره په یووخت د سپوږمکیو ویشتونکیو توغولو ته هم پراختیا ورکړی ده ، اوس ایرانی متخصصان د فضایی ټیکنالوجۍ بشپړه څرخې ته رسیدلی دی .
د سپاه د هوا فضا ځواک قوماندان سردار حاجی زاده د ایران د فضایی بریاو په اړه وایی مونږه بایکاټ یو او مجبوره یو چی د سپوږمکۍاو وروسره اړونده ټولې برخې پخپله ولرلې شو او د بایکاټ په شرایطوکې نه یوازې مونږ ته کومه پرزه نه راکوي بلکې مدیریت کوی چی حتی په څو واسطو هم مونږ لاس ته ونه رسی خو بایکاټ مونږ ته دا فرصت راکړی دی چی ځان بسیا او ځای جوړولو ته زیاته ژورتیا ورکړو او نن هر څیز ایرانې شوی دی . مونږه په دنیا کی لسم هیواد یو چی هم سپوږمکۍ او هم سپوږمکي ویشتونکې لرو او لومړنې اسلامی هیواد یم چی دغه بریالیتوب ته رسیدلی دی . حاجی زاده د هوا فضا په حوزه کی د دغه ځواک د راتلونکیو پروګرامونو په اړه جوته کړه که وکولې شو د کال تر پایه دوې نورې توغونې ترسره کړو . د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک تر ټولو نوی فضایی بریا د نور ۳ سپوږمکۍ ده چی د قاصد د سپوږمکي وړونکی په استفادی سره په فضا کی ځای پر ځای شوی ده .
د نور ۳ سپوږمکي توغول او د هغې ځانګړنې
د سپاه پاسداران دریمه ځای سپوږمکۍ نور ۳ د قاصد سپوږمکی وړونکی په وسیله د ۱۴۰۲ کال د تلی په ۵ وتوغول شوه .
نور درې سپوږمکۍ د حضرت ولیعصر عج د امامت د پیل له ورځو سره په یووخت په بریالیتوب سره د مځکی په ۴۵۰ کلومیټرۍ مدار کی ورغله . دا د قاصد سپوږمکی وړونکی دریمه بریالۍ توغونه ده چی مخکې یې نور ۱ او نور ۲ هم په بریالیتوب سره توغولي وې .
د شورو ورځې توغولو وښودله چی د قاصد سپوږمکۍ وړونکی د دې صلاحیت او وړتیا لری چی د تو لید په پروسه کی راشی . د نور ۳ سپوږمکۍ چی سنجونکی او د پیژندلو سپوږمکۍ ده په یوه سیکنډ کې په ۷/۶ کلومیټره سپیډ او له توغولو وروسته ۵۰۰ سیکنډو د مځکې په ۴۵۰ کلومیټرۍ کې ورغله . دغه سپوږمکۍ او سپوږمکي وړونکې دواړه د سپاه د تحقیقاتو په سازمان کی جوړ شوی دي . د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران له دې مخکې هم د قاصد سپوږمکي وړونکي په وسیله نور ۱ او نور ۲ سپوږمکي توغولي دي . نور ۳ د نور ۲ په نسبت پرمختللی سپوږمکۍ ده او د هغې وزن د سردار حاجی زاده په وینا ۳۲ کلوګرامو ته رسی چی ۷ کلوګرامه له نور ۲ درنده ده . همداراز د دغه سپوږمکي د تصویر کیفیت د نور ۲ په نسبت ۲.۵ برابره ښه شوی او د جلا کولو اندازه یې له ۶ تر ۴.۸ میټرو ته رسیدلی دی . د نور ۳ سپوږمکۍ د توغولو په راپور کی ډیر لیدونکي او ویاړونکي انځورونه نندارې ته وړاندی شول .
د ایران د فضایی سازمان مشر حسن سالاریه وایی د مځکې په مدار کی د نور ۳ بریالی راتلل یو ستر ګام حسابیږی . دغه سپوږمکۍ په ډیرې ځیرتیا سره مطلوب انځورونه اخلي . تر راتلونکیو دو کلونو به ویشتونکي سپوږمکۍ په څلورمې او ۵ ځیرتیا او ۳.۵ میټره په خپل پروګرام کې ولرلې شو . په نږدې راتلونکي کې هم د دوه میټره انځور اخیستنې ځیرتیا په خپل پروګرام کې لرو او اټکل کوو چی د ۱۴۰۴ کال تر پاې د یوه میټره دقت یا ځیرتیا ته د رسیدالپاره جدی ګام واخلو .
د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک فضایی قوماندان سردار علی جعفرابادی د نور ۳ سپوږمکۍ د کارندوالي په اړه وایی دغه سپوږمکۍله ساړه ګاز استفاده کوی چی سپوږمکۍ د مداری ګردش له تثبیت سره نرسته کوی اود اړتیا په بڼه کې په مانور مدارۍ سره د لوړتیا د کمیدا او د هغې د نسکوریدا مخه نیسی . د هغه په وینا د نور ۳ سپوږمکۍ د تلی په ۵ سهار نهه نیم بجې وتوغول شوه او یونیم ساعت وروسته چی زمونږ په هیواد راغله ، سپوږمکۍ په یونیم ساعت کی په بشپړه په اټومیټیک توګه پایداره شوی ده . هغه زیاته کړه هغه بهیر چی مونږه په نور ۱ سپوږمکي کې درلوده ، په نور ۳ کې په یو نیم ساعت کې په اټومیټیک توګه ترسره شوی دی . سردار جعفر ابادی وویل مونږه به له دې وروسته د دې توان ولرو چی د دولت ، پوهنتوني او وړکوټی سپوږمکي په یو توغولو کی څو سپوږمکي فضا ته واستوه . له ۵۰ کلوګرامه کم سپوږمکي مو تثبیت کړي دي او له دې وروسته به په قایم سپوږمکی وړونکی کار وکړو تر څو درندې سپوږمکي وتوغوو . هغه زیاته کړه مونږه له دې وروسته د زیاتو سپوږمکیو ویشتل پیلوو او غواړو چی ګڼ شمیر ایراني سپوږمکي چی مختلف کاروندوالي ولرلې شی ، ولرلو . ده جوته کړه دغه سپوږمکي د طبیعی خطرو د معلومولو په حوزه کې د خلکو د مرستې او تجارتي کارندوالیو لپاره دی او په دفاعي حوزو کی هم مونږه کولای شو له دغو سپوږمکیو د اطلاعاتي اشراف ، د کنټرول مرکز او د هدایت کیدونکیو تجهیزاتو د هدایت لپاره استفاده وکړو .
پای