(دفاعي توانمنی) د حیدر له هوا نه توغېدونکی کروز توغندی
د ایران د اسلامي جمهوریت توغندوی ځواک نن سبا د سیمه ایز دفاعي اقتدار په ډګر کې زمونږ د هیواد یو تر ټولو کارنده مولفه ده، چي په کورنیو وړتیاو باندې په تکیې او کورنیو ظرفیتونو په کارولو سره، په لنډه موده کې د ایران د دفاعي او پوه بنسټو شرکتونو له لورې جوړیږي. دا قدرت نن سبا داسي یو سرحد ته رسېدلی دی چي زمونږ د هیواد دفاعي صنعت په لنډو مودو کې هر کله یوه نوې لاسته راوړنه تر لاسه کوي او نوي نوي کروز او بالیسټیک توغندیو څخه مخکتنه کوي.
په سمندري او ځمکني جنګونو کې ورځ تر بلې د کروز د توغندیو د اهمیت زیاتېدو ته په کتوسره نن سبا د نړۍ اکثره مطرحو هیوادونو د کروز د مختلفو توغندیو په جوړولو تمرکز کوي، دا کار هم څو دلایل لري، تر ټولو مهم دلیل یې دا دی چي دکروز توغندی د جوړولو لګښت د بالسیټیک په نسبت کم دی او خوځندوالې او د هدف په ویشتلو کې هم د بالیسټیک په پرتله زیات اسانتیاوې لري.
د کروز د توغندی ماهیت
د کروز توغندی په حقیقت کې یو ډول هدایتېدونکی په هوا کې ګرځنده توغندی دی چي له توغېدو وروسته هم د مختلفو اهدافو د ویشتلو لپاره کارول کېدایشي. په اکثره کروز سیسټمونو کې د جیټ موټور کارول کیږي. کروز توغندی له توغېدو وروسته معمولا په کښته ارتفاع کې الوت کوي څو د رادارونو له لورې کشف نه شي، سرعت یې هم ږغ سره سم دی او یا هم له ږغ نه یو څه زیات کېدایشي.
کروز د بالیسټیک په څېر چټک سرعت نه لري، لیکن له رادارونو د پټېدو او په دښمن باندې دناڅاپه پرېوتلو وړتیا لري. د کروز توغندی جنګی خولۍ معمولا زیات درنه نه وي، او یوازې د ځانګړو اهدافو د ویشتلو لپاره کارېدایشي. په دې خاطر د بالیسټیکو په پرتله کروز وړوکی دی او له ګاډو نیولې بیا تر کښتیو او اوبتلو پورې په مختلفو پلېټ فارمونو باندې نصبېدایشي. په دې خاطر کروز له هوا، سمندر، د اوبو له تلې او هر ځای نه توغېدایشي. خو د دغو توغندیو اصلي ننګونې د هدف موندنه او بیا تر هدف پورې د هغه هدایتول دی، معمولا د کښتۍ ضد د سمندر د پاڅه کروز په اسانه الوت کوي خو د ځمکني اهدافو د ویشتلو لپاره د کروز کارول ګران کار دی ځکه چي ځمکه د سمندر په څېر یې سطحه هواره نه ده، دا هغه ستونزه ده چي د نړۍ مطرحو هیوادونو ورسره لاس په ګرېوان دي.نن سبا اکثره پرمختللي هیوادونه له جیټ تیارو څخه یعني له هوا څخه کروز توغندی توغوي، دې ته په کتو سره د ایران اسلامي جمهوریت هم په دغه زمینه کې کار کړی دی او د حیدر په نامه له هوا نه توغېدونکی کروز توغندی یې جوړ کړی دی چي دا په توغندوي ډګر کې د ایران تر ټولو وروستۍ لاسته راوړنه بلل کیږي.
مخکتنه
له هوا نه توغېدونکی حیدر توغندی په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د کب د میاشتې په ۲۱ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکنیو ځواکونو د هوایي څانګې د موزیم د پرانیستلو په مراسم کې د د رهبری د فوځي سلاکار جنرال سید یحیی صفوي،د ځمکنیو ځواکونو د قومندان جنرال امیر کیومرث حیدری، د فوځ د ځمکنیو ځواکونو د هوایي څانګې د قومندان جنرال یوسف قرباني او یو شمېر نور جګپورو قومندانانو په حضور سره، نندارې ته وړاندې شو. د حیدر توغندی د ځمکنیو ځواکونو د څرخکو د سمبالولو لپاره په نظر کې نیول شوی و. په دغه مراسمو کې د ځمکنیو ځواکونو د هوایي څانګې له نورو لاسته راوړنو څخه هم مخکتنه وشول. البته د حیدر توغندی د فوځ د بې پیلوټو الوتکو د ۳۱۳ اډې د پرانیستل کېدو او له دغې اډې نه د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز محمد قاقري د کتني پر مهال هم معرفي شوی وو. خو رسمي مخکتنه یې د ځمکنیو ځواکونو د هوایي څانګې د موزیم د پرانیستل کېدو په مراسمو کې وشوه.
ځانګړتیاوې
د فوځ د عامه اړیکو مرستیال شاهین تقی خاني رسنیو ته وویل چي د حیدر ۱ کروز توغندی د فوځ د بې پیلوټو الوتکو له خوا هم توغول کیږي او تر ۲۰۰ کیلومټرو پورې لیري اهداف په نښه کوي. حیدر ۲ کروز بې پیلوټه الوتکه هم د فوځ د ځمکنیو ځواکونود هوایي څانګې له خوا ډیزاین شوې ده چي په سلګونو کیلومټره لیري اهداف په نښه کوي. په حقیقت کې د حیدر دوه ډولونه جوړ شوي دي، لومړی حیدر ۱ دی چي د څرخکو او د بې پیلوټو الوتکو له لورې توغول کېدایشي او بله بیا حیدر۲ دی چي خپله یو ډول کروز ډرون یا بې پیلوټه الوتکه ده. حیدر ۱ کروز توغندی ۶۰ کیلو وزن لري، ۳ میټره ۸۳ سانټی اوږد دی او جنګی خولۍ یې هم له ۱۳ نیولې بیا تر ۲۵ کیلو پورې وزن لري. د دغه توغندی موټور میکرو ټوربین دی او وزن یې ۴۰ کیلو ده او له توغېدو نه وروسته یې سرعت کابو ۵۰۰ کیلومټرو ته رسیږي او تر ۲۰۰ کیلومټره لیري خوځنده او ثابته اهداف په نښه کولایشي.
حیدر ۱ پرمختللی لټونکی سیسټم لري، د اهدافو د پېژندلو توان، په انلاین ډول د انځورونو استول، په هدف باندې اپټیکل لاک او د ځمکنیو اهدافو په نښه کول د دې توغندی له ځانګړنو څخه دي. دغه توغندی د فوځ په کمان ۲۲ او د هوایي ځواکونو په فطرس بې پیلوټو الوتکو باندې نصبېدایشي. پر هدف باندې د پرېوتلو پر مهال د دغه توغندی سرعت ۱۰۰۰ کیلومټرو ته رسیږي، دا لومړنی کروز توغندی دی چي له بې پیلوټو الوتکو څخه توغېدایشي.
د ۱۴۰۲ لمریز کال په اقتدار نومې فوځې مانوري کې د ایران ځمکنیو ځواکونو د حیدر ۲ توغندی په بریالي توګه وازمویل، دغه ازموینه کې حیدر ۲ توغندی د ۲۱۴ ډوله څرخکې نه وتوغول شو او په ۳۰ کیلومټری کې یې هدف په نښه کړ. حیدر ۲ په جي پی اس سیسټم باندې سمبال دی او له توغېدو وروسته د پیلوټ له خوا هدایتېدایشي. حیدر ۲ توغندی د دښمن د زغر وسایطو او مورچلو په له مینځه وړلو کې کارول کېدایشي، حیدر ۲ کروز توغندی د ځمکني ځواکونو د ځان بساینې د جهادي سازمان له خوا جوړ شو او په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د اقتدار په مانورې کې نندارې ته وړاندې شو.