د لمر په حضور کې(۲۸) د انفلاسیون کنټرول او د تولید وده
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د انفلاسیون کنټرول او د تولید ودې له ننني (۲۸) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
د انقلاب ستر رهبر د 1402 کال شعار د "انفلاسیون کنټرول او د تولید وده" نومولې ده.
په تېر پروګرام کې په ایران کې د تولید د ودې لپاره ځینې کورني بالقوه فرصتونه او امکانات وڅېړل شول. په دې خپرونه کې هم، په ایران کې د تولید د ودې لپاره ځینې بهرني فرصتونو ته اشاره کوو.
سیمه ایز نفوذ
په سیمه کې د اسلامي جمهوریت پراخ او پرېکنده نفوذ، د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د ژورولو او پراختیا لپاره، عامل او زمینه ده. په حقیقت کې، په سیمه کې د پراخ حضور او نفوذ له امله، هم د پانګونې د ظرفیتونو د کشف او د هېوادونو د بازار جذبولو لپاره ډېر فرصت او امکانات شتون لري او هم د دې نفوذ پر بنسټ، له هېوادونو سره د سوداګریزو خنډونو د لیرې کولو لپاره، په دوه یا څو اړخیز ډول عمل کول ممکن دي.
حتی د مالي او بانکي بندیزونو په څېر برخو کې، د بېلګې په توګه، ډالري تبادلې سیسټم ته لاسرسی، چې مرکز یې په امریکا کې دی، په نړۍ کې د ډالرو هر ډول راکړه ورکړه باید د امریکا په اجازې سره ترسره شي، کولای شو د ملي اسعارو په تبادلې یا پایاپای تبادلې سره، دغه ډول خنډونه شنډ کړو.
د یادونې وړ ده، چې دا نفوذ د ایران ضد بندیزونو د شنډولو لپاره یو مناسب بستر کیدای شي؛ ځکه چې د بېلګې په توګه، يوازې له عراق سره په اړيکو کې، له دغه هېواد سره د اقتصادي تعاملاتو ظرفيت، په کال کې ۲۰ میليارډو ډالرو ته رسېدای شي او که په همدې کچه د سيمې له نورو هېوادونو سره چې له ايران سره نږدې اړيکې لري، لکه له سوریې او لبنان په څېر هېوادونو سره هم همدومره اقتصادي تعاملات ولري، کولای شو د ایران ضد بندیزونو د شنډولو او په دې هېواد کې د تولید زیاتولو لپاره یو مهم ګام واخلو.
د ایران یوه بله بهرنۍ ګټه، کلتوري او تمدني پراخه دایره ده. که څه هم نن سبا ایران په خپل اوسني جغرافیایي چوکاټ کې د جغرافیې او سیاسي وېش له مخې، محدود دی، مګر د کلتوري او تمدني اقلیم له نظره، ایران په ګاونډیو هېوادونو کې په ډېرو ځمکو او سیمو کې شامل دی، چې همدا ظرفیت کولای شي په ځانګړي توګه په دې ډول هېوادونو کې په دودیزو او کلتوري برخو کې، د ایراني تولیداتو د بریا یو عامل وي.
له لږ پرمختللو هېوادونو سره د پراخو اړیکو د جوړولو امکان، د ایران بله بهرنۍ ګټه ده. لږ پرمختللي هېوادونه هم کولای شي د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اقتصادي اړیکو د ژورولو او پراختیا لپاره، یو بالقوه ظرفیت وي. په حقیقت کې، دغه هېوادونه هم له ایران سره د اقتصادي مسائلو د ماهیت د اشتراک او هم د پراختیا نشتون په زمینه کې په یو ډول ګډ تاریخ او له یوې خوا په تېرو څو لسیزو کې د استعمار مستقیم یا غیر مستقیم شتون او په ځینو هېوادونو کې د خپلواکۍ د تمایلاتو شتون، د اقتصادي همکاریو لپاره مناسب ظرفیت او له دې پرته، د ایراني توکو د ملاتړ لپاره یو ظرفیت دی.
په بل عبارت، له هغه ځایه چې اسلامي جمهوریت له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د تسلط په لټه کې نه دی، نو له کمو پرمختللو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو او تعاملاتو د رامنځته کولو مناسب ظرفیت لري.
د يادونې وړ ده چې دې ته په کتو سره چې ډېری کورني توکي او صنايع له بهرنيو ورته ډولونو، په تېره بيا له یوې خوا هغه توکي چې په پرمختللو هېوادونو کې توليد او وړاندې کېږي، له دوی سره د سيالۍ توان نه لري او له بلې خوا، دغه ډول توکو، له دوی سره د اړیکو پراخولو ګام په اصل کې د بهرنیو اسعارو پر بنسټ په هېواد کې د کورني توکو او تولیداتو د وړاندې کولو لپاره د بازار موندنې یو ډول او د کارموندنې د ستونزې حل کول او د کورني تولید وده.
بهر مېشتې ایرانیان هم د ایران لپاره بله ګټه ده. که څه هم په بهر کې ایرانیان، په نهایت کې د هېواد د کورنیو ظرفیتونو برخه ګڼل کېږي، خو له دې امله چې د دوی فعالیتونه په بهر کې ترسره کېږي، کولای شو دوی هم په بهرنیو ظرفیتونو کې شامل کړو. په حقیقت کې، بهر مېشتي ایرانیان، د ناخالص ملي تولید د زیاتوالي لپاره د ایران د ظرفیت یوه برخه ده. له همدې امله، دوی کولای شي د تولید د ودې لپاره، د بالقوه او حتی بالفعل ظرفیتونو په برخه کې راشي.
د بهر مېشتو ایرانیانو د مرکز د مشر په وینا، د بهر مېشتو ایرانیانو پانګه، 25 زره میلیارده ډالره ده او په بهر کې له پنځه میلیونو څخه د زیاتو ایرانیانو د نفوسو له ډلې، څه باندې 370 زره ایراني پروفیسوران، پوهان او متخصصین شتون لري. په طبيعي توګه، د دغو هېوادوالو ډېره زياته پانګه، که هېواد ته دننه انتقال شي، د بهرنۍ پانګونې د جذب او پياوړتيا او په هېواد کې د ثابتې پانګې د ودې لپاره مناسب ظرفيت دی. دغه هېوادوال همدارنګه د نړۍ په مهمو او معتبرو پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې د خپلو وړتیاوو له مخې، کولای شي د ټکنالوژۍ، پرمختللو او اساسي علومو او څېړنیزو فعالیتونو په لېږد کې اغېزمن تمام شي.
د هغه څه له مخې چې وویل شول، د تولید وده له یوې خوا له جدي ننګونو او خنډونو سره مخ ده او له بلې خوا، په طبیعي ډول او د بشري عواملو له مداخلې پرته، د دغو ننګونو او خنډونو د له منځه وړلو لپاره ډېر امکانات او ظرفیتونه نه شته. نو په دې شرایطو کې، هغه څه چې د ایراني تولیداتو او توکو برخلیک به وټاکي او وبه کولای شي چې د کورني بازار د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ به هغه، د بهرنیو سیالیو په دایره کې هم ځای پر ځای کړي، د کیفیت پالیسي جوړونې او لارې چارې او له دې وضعیت سره د معاملې او اداره کولو میتودونه دي.
په بل عبارت، که څه هم په هېواد کې د تولیداتو وضعیت د پام لاسوهنو سره مخ دی، مګر دا وضعیت د تېرېدو په حل کې دی او په دقت او د مناسبو او منطقي پالیسیو او حل لارو په پلي کولو سره، کولای شو هغه ترسره کړو. دا هغه ځای دی چې موږ باید د تولید د ودې لپاره د مدیریت او بشري برخو ټاکونکي رول په اړه خبرې وکړو.
په حقیقت کې، که څه هم د تولید وده له ګڼو خنډونو او ننګونو سره مخ ده، مګر په مدیریت کې د هوښیارتیا او پریکنده توب او د ایران له ارادې، هڅو او ظرفیتونو څخه په استفادې سره، د تولید وده ممکنه ده. له همدې امله، د تولید وده د هر څه مخکې، د پالیسۍ جوړونې مسله او په هغو پریکړو پورې اړه لري چې د پالیسۍ جوړولو او د پریکړو پلي کولو په کچه پلي کېږي. هغه موضوع چې په راتلونکي فصل کې به تعقیب شي.
ژباړه: زماني