شیر وشکر (اوومه برخه)
د تهران د پښتو راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم. د شیر و شکر د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو د مولانا جلال الدین محمد بلخي په هکله خبرې وکړې. د شیر و شکر په دې نننۍ برخې کښې غواړو چې له شمس تبریزي سره مو اشنا کړو.
د شمس الدین یا شمس تبریزي لقب لرونکی محمد بن علي بن ملک داد تبریزي چې نوم یې د ایران د یو ډیر مشهور شعر او عارف له نوم سره یوځاې یادیږي، د اوومې هجري سلیزې یو صوفي او عارف دی چې ډیر مریدان یې درلودل او په خپلې لارې او طریقې سره یې مولانا جلال الدین محمد بلخي ډیر تر اغیزې لاندې راوستی دی.
د شمس تبریزي د ژوند په هکله ډیر معلومات نشته او وجه یې دا ده چې هغه له نورو ځانګړی او بل شانته و او د خپلې زمانې له خلکو سره یې له هر اړخه اختلاف درلود. له خلکو به تښتیده او خپل شهرت به یې پټوه او وخت به یې په ریاضت او سیاحت تیروه. شمس تبریزي به همیشه په سفر کښې و او په دې وجه یې له یو داسې مارغه سره تشبیه کړی دی چې ځمکه به یې کچ کوله.
هغه د ۶۴۲ کال د جمادی الثاني په ۲۶ نیټه د مولانا د ملاقات لپاره قونیه ښار ته لاړ. مولانا له شمس تبریزي سره له ملاقات نه مخکښې یو داسې تکړه عالم و چې د قونیې په څلورو مشهورو مدرسو کښې به یې د فقهې درس ورکوه. خو له شمس تبریزي سره د مولانا ملاقات څه موده پس هغه بدل کړ.
شمس تبریزي د لیکلو عادت نه درلود او دا خبره هغه خپله،په خپلو خبرو کښې کړې ده. کوم آثار چې له شمس نه پاتې دي، د شمس له خبرو اخیستل شوې دي چې د مولانا او د هغه د خواوشا خلکو له خوا راغونډې کړې شوې او لیکل شوې دي. د شمس تبریزي د مقالو ټولګه چې موضوع یې هغه پوښتنې او ځوابونه او بحثونه دي چې د هغه او د شاګردانو ترمینځ یې کیدل، ډیر په زړه پورې حکایت لري چې مولانه له شمس تبریزي سره د همنشینۍ په پړاؤ کښې خپلو شاګردانو ته ورزده کړې دي او له هغه وروسته یې مریدانو هغه راغونډ کړي او لیکلي یې دي. د دغو مقالو موضوع د شمس تبریزي د شخصیت او په قونیه کښې یې د ژوند، له مولانا سره یې د اړیکې او د هغو حکایتونو په هکله ده د کومو په لارې چې شمس، مولانا ته زده کړه ورکړې ده.
د شمس تبریزي غزلیات او مناقب العارفین له هغو نورو آثارو دي چې په شمس تبریزي پورې اړونده بلل شوي دي. د شمس تبریزي غزلیات د مولانا یو اثر دی چې هغه یې د شمس تبریزي په نوم ثبت کړی دی.
*************************************************
ګرانو دوستانو د الفاظو د زده کړې په برخه کښې درته هرکلی وایو. نو په غور یې ولولئ.
آشنا |
اشنا/پیژندل |
چندین |
څو/ګڼ |
بار |
وار/ځل |
چندین بار |
څو ځله |
سرودن |
ویل |
سروده است |
ویلي دي |
شنیدن |
اوریدل |
شنیده ام |
اوریدلي مې دي |
ثبت |
ثبت |
ثبت کرده است |
ثبت کړي دي |
اطلاعات |
معلومات |
شهر |
ښار |
شهرها |
ښارونه |
دوست داشتن |
خوښول |
دوست داری |
خوښوې |
آرامګاه |
مقبره |
عارف |
عارف |
عارفان |
عارفان |
مرید |
مرید |
مریدان |
مریدان |
بنا بر این |
په دې وجه |
خیر |
نه |
اوس له خپل پلار سره د ریحانې خبرواترو ته غوږ شئ.
پدر: ریحانه با شمس تبریزی آشنا هستی ؟
پلار: ریحانې، شمس تبریزپيژنې؟
ریحانه: چندین بار اسم او را شنیده ام اما اطلاعات زیادی درمورد او ندارم.
ریحانه: څو ځله مې د هغه نوم اوریدلې دی خو په هکله یې ډیر معلومات نه لرم.
پدر: دوست داری با او بیشتر آشنا شوی ؟
پلار: خوښوې چې لاډیر یې وپيژنې؟
ریحانه : بله پدر
ریحانه: هو پلاره
پدر: شمس تبریزی یکی از شاعران و عارفان ایرانی است که علاقه مندان بسیاری داشته است.
پلار: شمس تبریزي د ایران یو داسې شاعر او عارف دی چې ډیر مینه وال لري.
ریحانه :بنابراین در دوران خودش دوستانِ بسیاری داشته است.
ریحانه: په دې وجه یې په خپلې زمانې کښې ډیر مینه وال درلودل
پدر: بله دخترم. شمس تبریزی مریدان زیادی داشته است . یکی از مریدان او مولانا بوده است .
پلار: هو لورې. شمس تبریزي ډیر مریدان درلودل. د هغه یو مرید مولانا و.
ریحانه : پدر ، مولانا دیوان شمس را برای شمس تبریزی سروده است ؟
ریحانه: بابا، مولانا د شمس دیوان د شمس تبریزي لپاره ویلی دی؟
پدر: دیوان شمس تبریزی یا دیوان کبیر، دیوان مولانا جلالالدین محمد بلخی شامل اشعار زیبایی است که مولانا آن را به نام شمس ثبت کرده است .
پلار: د شمس تبریزي دیوان یا دیوانِ کبیر، د مولانا جلال الدین محمد بلخي دیوان دی چې په ښایسته شعرونو مشتمل دی او مولانا د شمس په نوم ثبت کړی دی.
ریحانه:پدر،آرامگاه شمس مانند مولانا در قونیه است ؟
ریحانه: پلاره، د شمس مقبره د مولانا پّ شان په قونیه کښې ده؟.
پدر: خیر دخترم، آرامگاه شمس تبریزی در یکی از شهرهای ایران به نام "خوی" در "آذربایجان غربی" است .
پلار: نه لورې، د شمس تبریزي مقبره د د آذربایجانِ غربي ولایت د«خوي» په نامه د ایران په یو ښار کښې ده.
*********************************************
د شیر و شکر لړۍ ګرانو مینه والو په هم دې سره دا نننی پروګرام هم پاې ته رسیږي، نو د شیر و شکر تر بلې برخې مو په متعال خدای سپارو.