ستا د ښایست ګلونه ډېر دي
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i142558-ستا_د_ښایست_ګلونه_ډېر_دي
په دغه خپرونه کې به تاسو ته د ایران د لسو تر ټولو ځانګړو ښارونو په هکله معلومات درکړو، داسي ښارونه چي هر یو یې په خپلو خاصو ځانګړنو، فرهنګي، تاریخې او توریستي ښکلاو سره، ایران په یوه بې سارې ښار باندې بدلوي.
(last modified 2024-02-21T08:25:27+00:00 )
Dec 03, 2023 09:20 Asia/Kabul
  • ستا د ښایست ګلونه ډېر دي

په دغه خپرونه کې به تاسو ته د ایران د لسو تر ټولو ځانګړو ښارونو په هکله معلومات درکړو، داسي ښارونه چي هر یو یې په خپلو خاصو ځانګړنو، فرهنګي، تاریخې او توریستي ښکلاو سره، ایران په یوه بې سارې ښار باندې بدلوي.

تهران چي د ایران پلازمینه ده، ۱۲ میلیون نفوس لري او د ایران په شمال مرکزي سیمه کې د البرز د غرونو په لمنه کې او د بیدیا د دښتې په لوېدیځه کې پروت دی.تهران یوه بډایه تاریخي او له هسکو او ټیټو نه ډکه مخینه لري چي په دې خاطر له مختلفو جاذبو یعني ښکلاو څخه برخمن دی.  د ازادی میدان له پخوا څخه د میلاد برج په ترڅ کې د لرغونی او د ماډرن معماری یوه بېلګه نندارې ته وړاندې کوي.  تهران د ایران تر ټولو ګڼ میشته ښار دی او په ایران او نړۍ کې د ښارمیشتو یوه اصلي مرکز بلل کیږي. تهران د نړۍ یو له سترو ښارونو څخه بلل کیږي او د ایران په لسو غورو ښارونو کې راځي. تهران د ایران د حکومتي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، تجارتي، تاریخي، علمي او حتی صنعتي چارو مرکز دی.

د مشهد د نامه په اورېدو سره، لومړنی څیز چي د سړي فکر ته راګرځي، د حضرت امام رضا علیه السلام زیارت دی، چي د یوه ځلانده غمی په شان په ښار کې ځلوه کوي او د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو ماهر صنعتګرانو کار پرې کړی دی. حرم شریف، او ورسره اړوند کتابتونونو او موزیمونو ته استان قدس رضوي ویل کیږي. د مشهد زیارتي او توریستي ښار د ایران په شمال ختیځ کې پروت دی او د ایران د مذهبی ټوریزم تر ټولو مهم مرکز او د نړۍ دوهم ستر مذهبي ښار بلل کیږي.  مشهد د تاریخي او ټوریستي سیل ځایونو له نظره د ایران یو تر ټولو بډایه ښار بلل کیږي او هر کال ګڼ شمېر سیلانیان مشهد ته سفر کوي. مشهد ښار د حضرت امام رضا علیه السلام د زیارت له برکته هر کال له ۲۷ میلیون زیارتوالو څخه میلمه پالنه کوي چي ۲ میلیون یې له بهره راځي او پاته یې د ایران د نورو ښارونو مسافرین دي. زعفران، تسبیح، سجده ګاه ، زیره، وچې میوې او لاسي صنایع د مشهد له سوغاتو څخه دي. په ۲۰۱۷ میلادي کال کې مشهد ښار د آیسسکو د نړیوالې ادارې له خوا د اسلام د فرهنګي پلازمنیې په توګه وټاکل شوه.

شاید تاسو هم دا د ( اصفهان نصف جهان) متل اورېدلی وي. په دې حقیقت باندې پوهېدل چي ایا واقعا اصفهان نیمه نړۍ په ځان کې راغونډه کړې ده او که دا یوه تشه خبره ده، یوازې هغه وخت ممکنه ده چي تاسو اصفهان ته سفر وکړئ. حقیقت خبره دا ده چي اصفهان د تاریخ یوه بې سارې هینداره ده چي په کښې سوچه ایرانی هنر او فرهنګ په ښکاره توګه لیدل کیږي چي په همدې خاطر ورته د نیمې نړۍ عنوان ورکول شوی دی.  یو لوی، تاریخي او مهم ښار چي هر ګوټ ته یې نظر واچوئ نو د ایراني هنر او معماری برم او عظمت مو تر سترګو کیږي. د اصفهان اکثره تاریخي سیل ځایونه د یونسکو د ادارې د نړیوال میراث په لیسټ کې شامل دي، تر تهران او مشهد وروسته، اصفهان د ایران دریم تر ټولو ستر ښار بلل کیږي. دغه ښار د ټوریستانو د جلبولو، سوداګری، صنعت، پوهې او اقتصاد په ډګرونو کې خورا زیات اهمیت لري.

اوس به هم راسو، شیراز ښار ته چي دا ښار هم د ایران د لسو غورو ښارونو په لیسټ کې څلورم ځای خپل کړی دی، دا ایران تر ټولو ښایسته ښار دی چي په هر ګوټ کې یې د بهار نارنج خوشبوي دی. دغه ښار د فرهنګ، تمدن، موسم او طبیعي ښکلاو له نظره د ایران تر ټولو ښایسته ښار بلل کیږي. شیراز ښار په غویی یعني ثور میاشته کې په حقیقت سره، د جنت د یوې بېلګې په شان وي. په دې خاطر په ایرانی کال هینداره کې د ثور ۱۵ د شیراز په نامه نومول شوې ده.  د شیراز نامه د هر یو ایرانی په ذهن کې د سعدي او د حافظ شعرونه ورپه یادوي. د لرغونوالې له نظره شیراز د ایران دریم تر ټولو لرغونی او د غټوالی له نظره د ایران پنځم تر ټولو ستر ښار بلل کیږي. شیراز یو وختي د ایران پلازمینه وه، د هغه نوم په اکثرو تاریخي کتابونو کې ذکر شوی دی، تخت جمشید او پاسارګاد د دې ښار تر ټولو په مشهورو تاریخي اثارو کې راځي. پاسارګاډ د شیراز د ښار په ۶۰ کیلومټری کې واقع شوی دی چي د یونسکو د نړیوال میراث په لیسټ کې شامل دی.

یزد ښار د یوه لویه دښته په زړه کې واقع شوې ده چي د یوې ناوې په توګه په پوره ښکلا او ظرافت سره د ایرانی معماری جامې اغوستې دي. د یزد ښکلي ځایونه دومره زیات او بېلابېل دي چي د سیلانیانو سترګې خړوبوي. دغه ښار د خپل حیرانوونکی معماری، تاریخي اثارو او بډایه ځایي فرهنګ په خاطر او همدارنګه د خپلو بادګیرونو او کارېزونو د امله زیات شهرت لري.  یزد د ایران له لویو ښارونو څخه دی او د ستروالې له نظره تر ټولو څلورم پراخ ولایت بلل کیږي. په نړۍ کې د اومو خښتو لومړنی ښار او د نړۍ تر ټولو دوهم لرغونۍ ښار هم په یزد کې واقع شوی دی، دغه ښار د بادګیرونو، دارلعبادې، بایسکلونو، خوږو او کلوچو او کاریزونو د ښار په توګه شهرت لري. اوبو زیرمې یا اب انبار، کوڅې، ژرندې، د ښار تاریخي او معماری جوړښت د یزد ښار له اوچ اقلیم سره د مقابلې لپاره دي او د دې ښار په سیل ځایونو کې راځي. خامک او ګلابتون، ګلم او زیلو د یزد له لاسي صنایعو څخه دي، معدونونه، نساجی، خوراکی او صنعتی مارکیټونه او د کویر یزد فرش د دې ولایت اقتصاد ته رونق وربخښي.

د تبریز ښار د ایران یو تر ټولو لرغونی او لوی ښار دی، ښکلی طبیعت، جګ غرونه، بډایه فرهنګي میراث دغه ښار ته یوه ځانګړې ښکلا وربخښلې ده. تبریز د ایران له لویو ښارونو څخه دی او ارګ تبریز ماڼۍ د دې ښار سمبول دی.

تبریز داسي یو ښار دی چي د اورېښم د تاریخې لارې په اوږدو کې پروت دی او د اوریښم د لارې لوېدیځه برخه له ختیځې برخې سره نښلوي. په دې خاطر تبریز ښار له پخوا زمانو څخه یو مهم سوداګریز، اقتصادي او فرهنګي ښار پاته شوی دی.  تبریز پنځه پرلپسې کلونه، د ایران په ښارونو کې تر ټولو زیاتې بهرنې پانګونې جذب کړي دي، دغه تاریخي ښار، د لاسي صنایعو او د هنر مرکز پاته شوی دی او د تبریز لاسي قالۍ له نړیوال شهرت څخه برخمن دی چي په صادراتو یې د پام وړ عاید تر لاسه کیږي.

اراک یا مرکزی استان، اکثره دغه ولایت د ایران صنعتي پلازمینه بولي. په داسي حال کې چي اراک د ایران تر ټولو کم عمر لرونکی ښار دی لیکن ډېر تاریخې او طبیعي ښکلاوې لري.  د اراک ښار د قاجاریانو په پړاو کې جوړ شوی دی، د اراک د ښار والی یوسف خان ګرجي د دې ښار د ودانولو لپاره زیات کار وکړ.

د اراک په شاوخوا کې د پراخوپراخ دښتونه، غرونه او د میقان سیند پروت دی چي د امله یې دغه ښار یو ځانګړی اقلیم څخه برخمن دی، د صنعتي محصولاتو په ډګر کې اراک په ټول ایران کې لومړی مقام او د مادر محصولاتو په ډګر کې دوهم مقام خپل کړی دی. د ایران د الومینیوم د تولید تر ټولو لویه کارخانه او د سوډیم سولفات تر ټولو لوی معدن هم په اراک کې دی.

اوس هم راځو اهواز ته، داسي ښار چي د خپلو تاریخي او طبیعي سیل ځایونو په خاطر زیات شهرت لري. اهواز د لرغونې رازونو او د طبیعي منظرو ښار دی. دغه ښار، د اکثره ایرانیانو لپاره د سمبوسو، کارون سیند او د ځلانده لمر یادونه تازه کوي. اهواز کې ګڼ شمېر تاریخي ودانۍ او فرهنګي اثار موجود دي.  د کارون ساحلي سړک، د بامدژ طبیعي تالاو، د معین التجار قاجاري ودانۍ او د علی بن مهزیار اهوازي مزار، د ابادان، خرمشهر، امام خمینی او ماهشهر بندرونه او د شلمچې سرحد د اهواز له مشهورو ځایونو څخه دي چي سیلانیان ورڅخه خوند اخیستلایشي. اهواز له عراق هیواد سره، د اوبو او د وچې له لارې سرحد لري. په لوېدیځه اسیا کې تر ټولو لوی سیند چي کارون نومیږي په اهواز کې دی، هغه پلونه چي د دې سیند د پاسه جوړ شوي دي، د اهواز سمبولونه بلل کیږي، همداسي په ایران باندې د عراق د بعث رژیم له یرغل نه وروسته، د سپڅلي جهاد له پړاوه هم زیات اثار په اهواز کې پاتي شوي دي چي د مقاومت او د استقامت بیلګې بلل کیږي.

ساري یو لوی ښار او د مازندران د ولایت مرکز دی. دغه ښکلی ښار د سمندر په لمنه کې ده او هم شنه غرونه په کښې دي، همداسي پراخ ځنګلونه هم لري، د دې ټولو طبیعي منظرو تر څنګ ګڼ شمېر تاریخي اثار هم په کښې دي.  د ساري شمال اړخ کې د کاسپین سمندر او جنوب اړخ کې پراخ ځنګلونه او د اوبو ډک سیندونه بهیږي.  ساري په وخت کې دښتي سیمې، ځنګلې سیمې، سمندري سیمې او غرنی سیمې لري. په دې خاطر ساري د ایران د ټوریزم یو تر ټولو غوره مقصد بلل کیږي. خوا د ساري هوا ډېره معتدله او په زړه پورې ده.  ساري په ایران کې د سمندري خوراکونو د تولید مرکز دی او خاویار یې د نړۍ په سویه کې بې سارې ده.

وروستی ښار چي غواړو تاسو ته معرفي کړو، د سمنان ښار دی، د سمنان ښار د جغرافیوي موقعیت له نظره د البرز د غرونو د سلسلې په جنوبي لمنه کې پروت دی، دغه ښار ډول ډول اقلیمونه لري چي همدغه مساله په کښې د صنعت، معدن او لاسي صنایعو د ودې لامل شوی دی، له دې جملې نه کولالي، لاسي اورېښمي فرشونو او ورته نور صنایعو ته اشاره کولایشو.  دغه ښار د بې سارې ښایست په ترڅ کې له څو زره کلن تاریخ څخه برخمن دی.  دغه ښار کې لوی تاریخي جنګونه شوي او د شرق او غرب تر مینځ موقعیت لري.  لرغوني اثار، پخوانی جوړښت، اب انبار یا تالاونه اوکارېزونه د دې ښار له کتن ځایونو څخه بلل کیږي.  سمنان تل د علم او دین د مشرانو زېږنځای پاته شوی دی.