Dec 19, 2023 14:26 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کې (32) د ۱۴۰۲لمریزکال شعار،دتولید وده او دانفلیّشن پيزواني کول

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لمر په حضور کې نومې لړۍ  او د د ۱۴۰۲لمریزکال د شعار یعنی د تولید د دودې او انفلیّشن د کنټرول په باب  له ننني ۳۲ مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په تیرو مطلبونو کې مو د تولید د ودې ، لوازماتو او لارو چارو ځینی عوامل وارزول شول  او په نننی مطلب کې هم څو عواملو ته اشاره کوو.نو هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.

دوستانو په لاکلی  نظر کې،اقتصادی ډيپلوماسي  داسې معرفي کولی شو، یعنی د هیوادونو د تجارت د پیاوړتی،دبهرنیو پانګونو د زیاتیدا او د ملی ګټو په لړ کې  نړیوالو قوانینو دبدلیداا لپاره  له ډيپلوماسۍ استفاده، او دغه راز د اقتصادی ګټو دترلاسه کولو لپاره له سیاسی وسایلو  او آوزارونو څخه استفاده .

پر دې اساس،باید اقتصادی ډيپلوماسي، په تجارت کې محدوده ونه ګنل او پر تجارت متمرکزه نشي.که څه هم تجارتي ډيپلوماسي او تجارت د اقتصادی ډيپلوماسۍ غوره برخه ده . اقتصادي ډيپلوماسي د اقتصادی ګټو دترلاسه کولو لپاره  له سیاسی وسایلو او  آوزارونو څخه استفاده  ده.

سره له دې چې په اقتصادي پرمختګ کې په عمومی توګه او په خصوصي توګه دتولید وده ، باید داخل ته کتنه او دداخلی ظرفیّتونو او وړتیاؤ غوړیدا ته یوه کتنه شي،خو په دې منیځومیان کې باید ددغو داخلی وړتیاؤ د پیاوړتیا لپاره هم استفاده وشي.داسې ښکاری چې په دې زمینې کې بریالیتوب د هیواد داقتصادی ډيپلوماسۍ  له کیفیت سره ،هغه که له رسمي ډيپلوماټيکې لارې  وي او  که د اقتصادي فعالاتو او  خصوصي برخې  په څير له غیر رسمي  برخه وي ،اړه لري.

په حقیقت کې اقتصادی ډيپلوماسي هم دبهرنیو پانګونو لپاره د ایران د اقتصادي ظرفیّتونو د معرفۍ لپاره او هم له هیواده په بهر کې د خصوصي برخې لپاره د فعالیت او پانګونې د ظرفیّتونو د کشفولو لپاره د یوه آوزار په توګه او په عین حال کې،د خوښې وړ تولید د ودې لپاره د یوې رودې په توګه ورته توجه کیدلی شي.په دې لړ کې داسې ښکاري چې په خارجه وزارت کې د اقتصادي جوړښتونو پیاوړتیا،له اقتصادي مسئلو سره له بلَدو ډيپلوماټانو یا د اقتصادي مشورو له پياوړتیا څخه استفاده او د بهرني سیاست او اړیکو اجرا،د اقتصادي ډيپلوماسۍ په کارندوالي او سسټماټيک کولو کې اغیرشیندونکي کیدلی شي.

 پر دې اساس د ایران د اسلامی جمهوریت ددیارلسم حکومت یو اصلی لومړیتوب د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د اقتصادي ډيپلوماسۍ له ظرفیّته  استفاده ده.د اقتصادي ځواک روزل، له خصوصي برخې څخه استفاده، په اړونده ادارو کې دغږملتیا رامینځةکیدا،د هیواد سیاسی او امنیتی ترینګلتیاؤ  کمیدا،او د نړیوالو اورګانونو او ټرانزیټي کریډرونو له ظرفیّت څخه  استفاده  هغه لارې چارې دي چې د اقتصادي ډ يپلوماسۍ په رامینځةکولو کې له  دیارلسم حکومت سره مرتسه کولی شي.

           یو بل هغه پروګرام چې د ایران د اسلامی جمهوریت دیارلسم حکومت ورڅخه د اقتصادي ډيپلوماسۍ د پیاوړتیا لپاره استفاده کولی شي،په هیواد کې د ټرانزیټي کریډورونو  فعالول دي .زمونږ هیوادپه یوې داسې څلور لاري کې واقع دی چې ختیځ له لویدیځ  او جنوب له شمال سره ګنډي.د ختیځ له کریډوره د لویدیځ او له جنوبي کریډوره  شمال ته د رسیدو لپاره  په استفادې سره په نړیوال تجارت او اقتصادي ډګر کې د هیواد ګټې په اغیزشیندونکي ډول تامینولی شي.له ټرانزیټي کریډورونو څخه استفاده،پر ټرانزیټ سربیره د هیواد له تجارت او پراختیا سره هم مرسته کوي.د ریل پټلۍ بشپړتیا،په بندرونو کې د بار خالی کول او پورته کولو د ظرفیتونو زیاتیدا او هم دشیانو په ګمرک او کسټم چارو د بهیرچټکتیا،ټوله هغه پروګرامونه دي چې په دې زمینې کې کارندوالی دي.

د بانکي نظام اصلاح کول ،د تولید د ودې لپاره یو نه انکاریدونکی ضرورت دی چې باید په مختلفو اړخونو او زمینو کې ترسره شي. په دې زمینې کې داسې ښکاري،چې سیاست جوړونکي  او د هیواد پر بانکي چارو څارونکي ادارې  باید هڅه وکړي،څو  له یوې خوا د بانکی ګټې په کمولو سره او له بل پلوه د ګټې د اندازې په کمولو سره په بانکونو کې  د بچتونو جاذبې کمیږي، او پانګې د کارکسب د  کارکسب د راپیداکونکو  برخو په لور  وکاږي .پر دې سربیره  په هیود کې د بانکدارۍ لګښتونه باید کم شي  چې په هغو اقداماتو کې دبانکو له یوه بل سره یو ځای کیدا او د بانکي څانګو کمیدا ته اشاره کیدلی شی . دبانکونو په خصوصي کولو  کې دقت او د بانکونو له دلالۍاو بانکونو ته دحکومتي پورونو له ورکولو سره مبارزه او داسې ځيني نور موردونه دي چې د بانکي سسټم په اصلاح کې دې ورته توجه وشي .په همدې لړ کې،د ایران د اسلامی جمهوریت د خزانې د چارو د وزیر خاندوزي د څرګندونو په اساس،حکومت د بودجې د انډول کمول، له بانکي سسټم څخه د دولتي پورونو  کمول،په بانکي چینل کې د انډول کمول،د اسعارو د انډول کمول او د انفلیّشن د مخنیوي لپاره د پيسو یا مالی سیاستونو پلي کول په خپلې ایجنډا کې لري.   

تولیدي شیان ترهغه مهال چې  دمصرفونکي لاسونو ته رسیږي، یوه ډیره اوږده پروسه کچ  کوی او دا فاصله بیّې هم ډيرې زیاتوي او ایراني شیان  دد سیالۍ له پلوه له مشکل سره مخ کوي. پر دې اساس ، په هیواد کې د  ویش سسټم  اصلاح ته اړتیا لري . په بله معنا، د ویشلو کړه ایز اصلاح ، د ځينو زیاتو کړَیو(دلالۍ) په حذفولو سره  د شیانو دکمیدا سبب کیدلی او د  خلکو له   ښه هرکلی سره مخامخ کیدلی شي، ځکه په هیواد کې ددلالۍ  د چارو سوداګریزه او غیر ضروري پراختیا په دلیل  و رکوي،نه   د هغه کار په بدل کې  چې پر شیانوترسره کیږي ،بلکې واسطو او دلالانو  ته ورکول  کیږي.

دغه مورد  هم د تولید د ودې لپاره د مالی ملاتړ او یو ډول  اقدام  کیدلی شی، په دې ډول چې په کال کې  د بریالیو  او ښه تولید کونکو یونټونو او کارخانو لپاره  مالیاتي بخښنې وړندیز کیږي  او د کارخانو اویونټونو د فعالیتونو د فعالیتو دبریالیتوب  د دوام په بڼه کې ، په راتلونکو کلونو کې ددغو بخښنو اندازه نوره هم زیاتیږي.  وئیل کیدلی شی چې  دغه اقدام ،  دبریالیو کارخانو او یونټونو د پیاوړتیا لباره یو مهم ګام او په نتیجې کې ،د خپلو تولیدي شیانو د کیفیّت د لوړولو لپاره اقتصادي تولیدي کارخانو ترمینځ  سیالي زیاتیږي. دداخل د تولید د محصولاتو له صادراتو څخه ملاتړ  او د صادراتي خنډونو لیریکیدا،د  عاید لرونکې پانګې باندې د مالیاتو په څير د  مالیاتي آوزارونو له لارې دتولید متوازي برخو دګټو کمیدا او داسې ځیني  چارې ، هغه  ردودې دي چې  حکومت  ددوي له لارې  دتولید د ودې ملاتړ کولی شي.

     دوستانو د لمر په حضور کې نومې لړۍ د نننی مطلب وخت هم همدومره ؤ نو  تربل مطلب پورې   البته ،  د تهران پښتو خپرونې انټرنیټي ایډریس  هم

PARSTODAY.IR/PS     هم درسره نوټ کړي  چې تاسو په دغه انټرنیټي پاڼې ترټولو وروستي سیمه ایز او نړیوال خبرونه،تبصرې،راپورونه،مرکې ، سپورټي ، اقتصادي،ټولنیز،  خبرونه او مطلبونه او دغه راز کلتوري او مذهبی او اعتقادي   مطلبونه هم لیدلی شئ او  ورسره ورسره د تاسو په خپلو لیکونو ،پيغامون، ،شعرونو،ښو ښو لیکنو او غږیزو پیغامونو مشتمل هرکله راشه پروګروام هم آوریدلی شئ ،نو په دې هیلې  چې  خپله دغه خپرونه لاورسره ښه کړو،خپل ښه ښه نظرونه او کرکتنې هم راسره شریکې  کړئ ، په نیاؤمن خداي مو سپارو.

(سیماب)

****************************************************************************************************************************************************************    

 

ټیګونه