د رعد هوايي مخه نیوونکی سیسټم
(last modified Thu, 21 Dec 2023 08:41:24 GMT )
Dec 21, 2023 13:11 Asia/Kabul
  • د رعد هوايي مخه نیوونکی سیسټم

د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه، د دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو په ملاتړ سره، تر اوسه توانیدلي چې ځینې داخلي سیسټمونه پلان او تولید او د وسله والو ځواکونو د هوايي دفاع د واحدونو په خدمت کې یې ورکړي.

که څه هم د سپاه پاسدارانو د هوایي دفاع واحد، د هوا فضا ځواک تر جوړښت لاندې تعریف شوي دي، مګر په مجموع کې د خاتم الانبیاء (ع) د مرکزي هوایي دفاع د مرکزي قرارګاه تابع دي او په حقیقت کې د سپاه پاسدارانو دفاعي واحدونه هم د هوایي دفاع شبکې غړي دي، چې د دفاعي توغندیو د تولید په ډګر کې د سپاه پاسدارانو لومړنۍ هڅه، د رعد توغندیز سیسټم تولید دی. د رعد توغندیز دفاعي سیسټم، د ایران د تکړه متخصصینو د زیار او علمي هڅو پایله ده.

دغه دفاعي محصول په ۱۳۹۱ کال کې تولید او د ایران په وسله والو ځواکونو کې وکارول شو، د رعد توغندیز سیسټم د اسلامي انقلاب د ځمکني پوځ د ځان بسیاینې جهادي سازمان له خوا جوړ شوی دی. دا توغندیز دفاعي سیسټم کولای شي له خپل اصلي رادار سره په ګډه، د هوايي دفاع د اړوندې شبکې له نورو برخو سره په همغږۍ، د ایران له آسمان څخه ساتنه وکړي. دا هوایي دفاعي سیسټم په ګرځنده لانچر سره، د موټرو په وسله د انتقال وړتیا لري، چې واټن یې 50 کیلومتره اعلان شوی دی او کولای شي د 70 زره فُټُو په لوړوالي کې هدفونه په نښه او له منځه یوسي. د رعد توغنديز سیسټم هر راکټ، د طائر درې توغندي کاروي، چې د متوسط ​​​​اوږدوالي هدفونه، د څار او کشفي رادارونو په مرسته په نښه کوي.

مخکتنه

د لومړي ځل لپاره د 1391کال د وږي میاشتې په پای کې د سپاه پاسدارانو د قوماندان په مطبوعاتي کنفرانس کې، د 50 کیلومتره واټن او تر 27 کیلومترو پورې د هدف لوړوالي سره، د رعد هوايي دفاعي سیسټم نوم یادونه  او بیا د 1391کال د وږي میاشتې په 31مه، د دفاعِ مقدس اونۍ په مناسبت، د وسله والو ځواکونو د پریډ په ترڅ کې ترې مخکتنه وشوه. دغه توغندی د ایران د سپاه پاسدارانو د هوا فضا ځواک په واک کې دی او د دغه ځواک قوماندان سردار حاجي زاده د دغه سیسټم د توغندیو په اړه وویل: دغه توغندي په ځانګړې ډول له امریکایي الوتکو سره د مقابلې لپاره چمتو شوي دي. د رعد سیسټم په مخکتنې سره بهرني کارپوهان حیران شول، ځکه چې د روسیې د بوک - M2 ماډل ته ورته سیسټم لري، مګر د پام وړ توپیرونو سره چې داخلي ډیزاین ته اشاره کوي، ښودل شوی وو.

دې سیسټم له یوه هدف سره د مخامخ کېدو وړتیا درلوده، د رعد سیسټم په درېیو طائر توغندیو سمبال وو. د رعد توغندیز سیسټم لانچر، یو شپږ څرخ لرونکی موټر دی، چې د روسیې په بوک سیسټم کې کارول شوي بېلګې ته  ځانګړی ورته والی لري او د درېیو توغندیو د یوې ټولګې وړونکی دی، چې دوه درجې سمتي آزادي او لوړوالی لري او په ځینو موډلونو کې په رادار سره هم سمبال شوی دی او تر توغندیو لاندې د خدمې لپاره یو ځای هم لري.

رعد 1

د رعد ۱ توغنديز دفاعي سیسټم یو له منځني واټن او متوسط ​​لوړوالي سیسټمونو څخه دی، چې د خپل ظاهر او جوړښت له امله، د خرداد او طبس سیسټمونو په کورنۍ پورې اړه لري. رعد کولای شي له ۲۷ کیلومتره لوړوالي له مختلفو هدفونو سره مخامخ شي او د یرغلګرو هدفونه له منځه یوسي. دغه سیمه ایز د توغنديو دفاعي سیسټم په درېیو توغندیو سمبال دی، چې طائر یو ۵۰ کیلومتره واټن او طائر دوه، ۱۰۵ کیلومتره واټن او همدا راز د صیاد ۲ توغندی د ۷۵ کیلومترو واټن ویشتلی شي. دغه دفاعي سیسټم د تاکتیکي او ستراتیژیکو الوتکو، د چورلکو د مقابلې، د بې پیلوټه الوتکو د مقابلې او په الکترونیکي جنګي شرایطو کې د کار کولو وړتیا لري.

د رعد 1 توغنديز سیسټم په 6 څرخه موټر کې نصب شوی، چې د درېیو توغندیو یوه ټولګه لېږدوي، چې په سمت او لوړوالي کې دوه درجې آزادي لري او په ځینو مثالونو کې په رادار سره هم سمبال شوی او تر توغندیو لاندې د خدمې لپاره هم یو ځای لري.

د دې توغندیو او د دې توغنديز سیسټم د وړونکي وسایطو سربېره، د رادار سیسټم هم په کور دننه تولید شوی. دا د رادار سیسټم پر یوې لارۍ باندې نصب شوی دی، کوم چې هغه ته لوړ حرکت ورکوي. د حرکت په حال کې، د رادار برخې په بشپړه توګه تړل شوي او د اړیکې یو کوچنی آنتن د لارۍ په شا کې د ډزو ویشتونکو له واحدونو سره د اړیکې په موخه نصب شوی دی. د رعد سیسټم دوه رادارونه کاروي، لومړی د S111 هدف کشف رادار دی او دویم یې د هدف کشف کولو لپاره S311 رادار دی، چې په سرچینو کې ورته مختلف واټونه ذکر شوي، مګر د S111 رادار لپاره واټن له 75 څخه تر 90 کیلومترو پورې او د311 S رادار لپاره 55 کیلومتره پورې ډېر احتمال لري.

رعد 2

د راد 2 توغندیز سیسټم د لومړي ځل لپاره د 1393 کال د وږي میاشتې په 31مه د وسله والو ځواکونو د پریډ په ترڅ کې ترې مخکتنه وشوه. په دغو مراسمو کې د رعد 2 د توغندیو د سیسټم لانچر، بار وړونکی موټر او توغندی نندارې ته وړاندې شو، ترڅو دغه سیسټم د ایران د اسلامي جمهوریت د رعد ۱، طبس، سوم خرداد او خرمشهر توغندیز سیسټمونه او نورو، د توغندوي او دفاعي سیسټمونو له کورنۍ سره یو ځای شي. تر دې مخکې، د 1393 کال په پسرلي کې، د سپاه پاسدارانو د هوا فضا ځواک د لاسته راوړنو په نندارتون کې، چې د لوی درستیز له خوا لیدل شوی وو، د رعد ۲ په نوم د رعد ۱ سیسټم یوه ښه بېلګه لیدل شوې وه، چې پر یوه موټر چې د اوږد واټن الیکترونیکي سیسټمونو څخه کار اخلي، د لانچر سربېره، دا ممکنه وه چې په مختلفو شرایطو کې د مختلفو هوایي اهدافو سره په اغېزمنه توګه ښکېل شي، په ځانګړې توګه د شدید الکترونیکي جګړې په شتون کې.

دا سیسټم د رعد توغنديز سیسټم یا د رعد 1 یو پرمختللی مثال دی، چې اوس مهال د اسلامي انقلاب د ځواکونو د هوافضا ځواک په اختیار کې دی. همدارنګه، په رعد 2 کې، لانچر پر ایکو لارۍ باندې نصب شوی، چې خورا ګرځنده دی. د رعد 2 سیسټم د منځني واټن او د منځني لوړوالي په توغندیو سمبال دی او د 27 کیلومترو په ارتفاع کې د هدفونو د نښه کولو توان لري. همدارنګه د رعد دفاعي سیسټم کولای شي، چې له ځمکې څخه هوا ته په ۵۰ کیلومتره واټن ویشتونکي توغندي، له ځمکې څخه هوا ته د ۱۰۵ کیلومترو په واټن ویشتونکي توغندي او صیاد ۲ توغندي د ۷۵ کیلومترو په واټن سره سمبال شوي. له تکتیکي او ستراتیژیکې الوتکې سره مقابله، له چورلکو سره مقابله، له ډرون الوتکې سره مقابله او په الکترونیکي جنګي شرایطو کې د کار کولو وړتیا د "رعد" توغندیو دفاعي سیسټم لپاره ټاکل شوي ماموریتونه دي.

که څه هم د رعد 1 دفاعي سیسټم په څېر، رعد 2  هم د طائر2 توغندي کاروي، مګر رعد2 د طائر 2-A توغندي کاروي، خو د رعد 1 توغندیز سیسټم د طائر 2 توغندي کاروي، او دا ښیي چې د رعد 2 توغنديز سیسټم په تولید کې، د همدې سیسټم د لومړۍ نمونې توغندي، یعنې رعد 1، هم تازه شوی دی، بل ټکی دا دی چې، د خپل کوچني ورور رعد 1 په څېر، د رعد 2 توغنديز سیسټم درې اړخیزه لانچر کاروي.

ژباړه: زماني

ټیګونه