شیروشکر(نهمه برخه)
د تهران راډیو قدرمنو مینه والو سلامونه مو قبول کړئ. د شیر و شکر لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. په دې پروګرام کښې د فارسي ژبې له یو بل ستر ادیب سره اشنا کیږو او په ترڅ کښې به یې د فارسۍ ژبې د ښوونې برخه هم ولرو.
ګرانو مینه والو په دې پروګرام کښې د سنايي غزنوي پيژندګلوي کوو. حکیم ابوالمجدود بن آدم سنایي د فارسي ژبې یو ستر قصیده ګو او مثنوي ویونکی شاعر دی. هغه په پنځمه پیړۍ کښې په غزنین ښار کښې زیږیدلی و. سنايي په بلخ، هرات، سرخس، نیشابور او غزنین ښارونو کښې اوسیدلی دی.
دغه ستر شاعر د فریدالدین عطار نیشابوري او جلال الدین محمد بلخي (مولانا)، ترڅنګ د تصوف په دریو سترو شاعرانو کښې او د هغوي په سر کښې ګڼل کیږي.
ویل شوي دي چې سنایي وړومبنې شاعر دی چې د عراق او تصوف اصطلاحات او مضامین یې د شعر په بڼه ویلي دي. مولوي په خپل مثنوي معنوي کتاب کښې هغه د «حکیم» او «حکیم غزنوي» په لقبونو یاد کړی دی.
حدیقه الحقیقه،طریق التحقیق،کارنامه بلخ او عشق نامه د دغه ستر ادیب آثار دي. د سنايي د وفات د نیټې په هکله څو تاریخونه مشهور دي چې ترټولو معتبر په کښې ۵۴۵هجري قمري کال دی. سنايي غزنوي له مړینې وروسته په خپل زیږنځي، غزنین کښې دفن شو. نن سبا د حکیم سنايي په قبر باندې د فلزي پوښ لرونکی ګنبد جوړ دی او له دغې ودانۍ د جومات په توګه استفاده کیږي.
دوستانو د پروګرام په دوام کښې د حکیم سنايي له شعرونو څخه یو څو بیتونه هم په فارسۍ او هم په پښتو ژبه وړاندې کوو.
جانا به جز از عشق تو دیگر هوسم نیست
سوگند خورم من که بجای تو کسم نیست
امروز منم عاشق بی مونس و بییار
فریاد همی خواهم و فریاد رسم نیس
در عشق نمیدانم درمان دل خویش
خواهم که کنم صبر ولی دست رسم نیست
خواهم که به شادی نفسی با تو برآرم
از تنگ دلی جانا جای نفسم نیست
************************************************
ګرانو مینه والو د پروګرام په دې برخه کښې د فارسۍ څو نوي الفاظ زده کوو.
دوره |
پړاؤ |
سده |
سلیزه |
مضمون |
مضمون |
محتوا |
محتوا |
سرودن |
ویل |
سروده |
ویلي دي |
عارفانه |
عارفانه |
عاشقانه |
په مینه |
پژوهشگران |
محققان |
بنیان گذار |
بنسټګر |
دانستن |
پوهیدل |
می دانند |
پوهیږي/ خبر دي |
بنابراین |
په دې وجه |
درس |
درس/ سبق |
آموختن |
زده کول |
آموخته اند |
زده کړي دي |
راه |
لاره |
مسیر |
لاره |
قطعا |
خامخا |
ادامه |
دوام |
ادامه دهنده |
دوام ورکونکی |
درون مایه |
محتوا/ مضمون |
کدام |
کوم |
|
|
ریحانه او پلار یې پخپلو کښې خبرې اترې کوي. دا ځل هم ریحانه غواړي چې د فارسي ژبې د یو ادیب په هکله معلومات ترلاسه کړي.
نو د دې پلار او لور خبرې په غور واورئ.
ریحانه:پدر "کارنامه بلخ" اثر مولانا جلال الدین بلخی است ؟
ریحانه: پلاره آیا "کارنامه بلخ" د مولانا جلال الدین بلخي کتاب دی؟
پدر:خیر دخترم این کتاب یکی از آثار حکیم سنایی است .
پلار: نه لورې، دغه کتاب د حکیم سنايي یو اثر دی.
ریحانه: حکیم سنایی شاعر چه دوره ای بوده است ؟
ریحانه: حکیم سنايي د کوم پړاؤ شاعر پاتې شوی دی؟
پدر: سنایی از شاعران سده پنجم و ششم هجری است .
پلار: سنايي د پنځمې او شپږمې هجري سلیزې له شاعرانو دی.
ریحانه:پدر، آثار سنایی چه مضمونی دارند؟
ریحانه: پلار، د سنايي آثار کوم مضمون لري؟
پدر: سروده های سنایی درون مایه و محتواهای عارفانه و عاشقانه دارد. بسیاری از پژوهشگران ، سنایی را بنیان گذار شعر عرفانی می دانند.
پلار: د سنايي شعرونه عارفانه او عاشقانه(مینه ناکه) محتوا لري. زیاتره محققان سنايي د عرفاني شعر بنسټګر ګڼي.
ریحانه : بنابراین شاعران از حکیم سنایی درس های بسیاری آموخته اند.
ریحانه: په دې وجه شاعرانو له حکیم سنايي څخه ډیر درسونه زده کړي دي؟
پدر: بله دخترم ، شاعران بسیاری راه ومسیر سنایی را در سرودن اشعار عرفانی ادامه دادند.
پلار: هو لورې، ډیرو شاعرانو د عرفاني شعرونو په ویلو کښې د سنايي لارې ته دوام ورکړی دی.
ریحانه : کدام شاعران ادامه دهنده راه سنایی بودند ؟
ریحانه: کوم شاعران د سنايي د لارې جاري ساتونکي وو؟
پدر: عطار نیشابوری و مولانا
پلار: عطار نیشابوري او مولانا
ریحانه : قطعا حکیم سنایی شخصیتی تاثیرگذار در ادبیات فارسی بوده است .
ریحانه: حکیم سنا په فارسي ادبیاتو کښې ضرور یو اغیزشیندنکی شخصیت پاتې شوی دی.
****************************************
ګرانو دوستانو حکیم سنايي ډیر ښکلي شعرونه ویلي دي. د پروګرام په دې برخه کښې د ایراني سندرغاړي حسام الدین سراج په نامه د سنايي یو ښایسته شعر اورو.
*******************************************
ګرانو او قدرمنو دوستانو د شیروشکر د دې پروګرام وخت هم دلته پاې ته رسیږي، نو تر بلې برخې درنه اجازه غواړو، د خدای په امان
*/*/*/
لیک: ساناز احساني
ژباړه: عبدالماجد درانی