شیر وشکر ۱۰
د شیر و شکر پروګرام مینه والو سلامونه مو ومنئ، د فارسۍ ژبې له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کې یوو په دې پروګرام کې به تاسو مینه والو ته د فارسۍ ژبې د یو بل تکړه شاعر د پېژندلو په ترڅ کې د فارسۍ یو څو نوي ټکي هم زده کړو
دوستانو د شیر وشکر په دغه برخه کې د پاکستان تکړه شاعر علامه محمد اقبال در پېژنو چې په ایران کې په محمد اقبال لاهوري مشهور دی.
علامه اقبال په ۱۸۷۳ میلادي کال کې د پاکستان په سیالکوټ ښار کې وزېږېد. هغه په یوې مسلمانې او دیندارې کورنۍ کې زېږېدلی او له لومړیو زده کړو وروسته یې لوړې زده کړې د کیمبرج او میونیخ په شان لویو پوهنتونونو کې وکړې او اخر یې له میونخ پوهنتونه په فلسفې کې د ډاکټریټ یا پي ایچ ډي ډګري ترلاسه کړه.
علامه اقبال له هماغه وړوکوالي له شعر سره مینه لرله او شعرونه به یې ویل. په ځینو ځایي مجلو کې یې شعرونه خپرېدل. دهغه استاد میر حسن هغه دې کار ته ډېر وهڅاوه او په هغه زمانه کې یې پر سید میر حسن سربېره د هغه زمانې د اردو له لوی شاعر داغ دهلوي هم استفاده وکړه.

اقبال د خپلو احساساتو د بیان لپاره پر اردو سربېره د فارسۍ ژبه هم انتخاب کړه په دې ډول چې ویل کیږي د هغه اویا فیصده شعرونه په فارسۍ کې دي. د هغه شعرونه له لولړو عرفاني فلسفي انساني او ټولنیزو مضامینو ډک دی. علامه اقبال په خپل شعر کې له دین او قران سره مینه، له پېغمبر او امامانو سره محبت ، فلسفه او ورځني سیاسي فرهنګي مسایل بیان کړي او هڅه یې کړې چې مسلمانانو ته خپل زوړ شان او شوکت وریاد کړي او هغوي دوباره رابېداره او ترقۍ ته ورسوي.
د اقبال په شعر کې د تېر او اوس زمانې اسلامي عرفاني فرهنګ بیان شوی او د نړیوالو لپاره د یوې اسلامي بېلګې په توګه دي په دې شان چې په پاکستان کې هغه ته شاعر مشرق یعنې د ختیځ شاعر ویل کیږي. او همدا چاره د ایران او پاکستان تر مینځ د ژورو تاریخي او فرهنګي اړیکو یو لوی عامل هم دی.
اسرار خودی ،رموز بیخودی ،پیام مشرق ،بانگ درا ،زبور عجم ،جاویدنامه ،پس چه باید کرد ای اقوام شرق ،احیای فکر دینی در اسلام ،مثنوی مسافر،بال جبرئیل،ارمغان حجاز او خواره واره یادښتونه د هغه په اثارو کې شامل دي
هغه په ۶۶ کلنۍ کې له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته له دنیا لاړ او په لاهور کې بادشاهي جومات ته نزدې خاورو ته وسپارل شو.
د هغه د اردو شعرونو زیاتې ټولګې د پښتو تکړه شاعر او د غزل بابا حمزه شینواري په پښتو ژبه منظومې ژباړلې دي چې تاسو قدرمن اورېدونکي ترې استفاده کولې شئ.
د ایران د اسلامي انقلاب مشر ایت الله خامنه ای چې په خپله هم ښه شعري ذوق لري په مختلفو مناسبتونو د اقبال د شخصیت په اړه مهمې او روښانوونکې خبرې بیان کړې دي چې دلته څو ټکو ته ستاسو پام غواړو.
« اقبال د اسلامي تاریخ یو وتلی شخصیت دی او دهغه شخصیت دومره ژور او لوړ دی چې د هغه د ژوند په یوازې یوې ځانګړنې او اړخ تکیه نه شو کولی او په یو ارخ او ځانګړنه یې نه شو ستایل.. اقبال بې شکه یو لوی شاعر دی او د شعر له لویانو حسابیږي د اردو ژبې مختصصان او ادیبان وایي چې د هغه د اردو شعر هم ډېر ښه شعر دی. د اقبال د فارسۍ شعرونه هم زما په نظر د شعر له معجزاتو دي.
××××
ګلونو اورېدونکو مخکې له دې چې د فارسۍ ژبې د زده کړې برخې ته راشو زمونږ همکاره احساني به درته په خپل غږ د علامه اقبال یو ښایسته شعر وړاندې کړي.
دیوانه و دلبسته اقبال خودت باش!
سرگرم خودت عاشق احوال خودت باش!
یک لحظه نخور حسرت آن را که نداری
راضی به همین چند قلم مال خودت باش!
دنبال کسی باش که دنبال تو باشد!
اینگونه اگر نیست به دنبال خودت باش!
پرواز قشنگ است ولی بی غم و منت
منت نکش از غیر و پر و بال خودت باش!
*******************************************
ګلونو دوستانو مونږ په شیر و شکر کې هڅه کوو هغه فارسي ژبې شاعران او ادبیان در وپېژنو چې فارسي ژبه یې د خپل کلام اساس ګرځولی دی.چې په دې طریقه هم تاسو له هغوی سره بلد شئ او هم د فارسۍ ژبې د زده کړې لپاره یوه سریزه وي. زمونږ د پروګرام په هکله که هر ډول نظر لرئ نو په لاندینیو لاریو یې له مونږ سره شریکولې شئ.
زمونږ د سایټ درک دی:
فیس بُک: https://www.facebook.com/IranPashtoRadio
د واټس اپ نمبر دی ۰۰۹۸۹۱۹۶۶۴۵۶۶۳
او زمونږ ایمیل دی: [email protected]
په دوام کې د فارسۍ د زده کړې په برخه کې یو څو ټکي در اوروو:
فارسی |
پشتو |
فارسی |
پشتو |
فارسی |
پشتو |
مورد علاقه |
د خوښې وړ یا خوښ |
چند، |
څو |
مسلمان |
مسلمان |
افراد |
وګړي/ کسان |
چندکتاب
|
څوکتابونه |
مانند، |
په څېر/ په شان |
فرهنگ |
فرهنګ/کلتور |
گفتن |
ویل |
سایر |
نور |
فرهنگِ ایرانی |
ایرانی کلتور |
بگویید |
ووایئ |
پیشنهاد |
وړاندیز |
پسندیدن، |
خوښول |
معرفی کردن |
معرفي کول |
پیشنهاد می کنم |
وړاندیز کوم |
می پسندم |
خوښوم |
معرفی کنید |
معرفي کړئ یا یې تعارف وکړئ |
درنظرگرفتن |
په نظر کې نیول |
کشور |
هېواد |
خاص، |
ځانګړی/ خاص |
درنظرگرفته شده است |
په نظر کې نیول شوی دی |
کشورها |
هېوادونه |
لقبِ خاص |
خاص لقب |
|
|
اوس د ریحانې او دهغې د پلار خبرو ته پام وکړئ
ریحانه : پدر ، شاعر مورد علاقه شما چه کسی است ؟
ریحانه: پلاره ستاسو د خوښې شاعر کوم یو دی؟
پدر: من شاعران بسیاری را دوست دارم اما در میان همه شاعران ، آثار محمد اقبال لاهوری را بیشتر می پسندم .
پلار: زما ډېر شاعران خوښ دي خو په دې ټولو کولو د محمد اقبال لاهوري اثار زیات خوښوم
ریحانه : پدر لطفا از زندگی این شاعر بیشتر بگویید تا با او آشنا شوم .
ریحانه: پلاره، مهرباني وکړه د دې شاعر په اړه راته زیات ووایئ چې وې پېژنم
پدر: علامه اقبال یک شاعر مسلمان است که اشعار بسیاری به زبان های اردو و فارسی سروده است .
پلار: علامه اقبال یو مسلمان شاعر دی چې په اردو او فارسۍ ژبه یې ډېر شعرونه ویلې دي
ریحانه: او اهل کجا بوده است ؟
ریحانه: هغه د کوم ځای و؟
پدر: اقبال در شهر سیال کوت در ایالت پنجاب پاکستان متولد شده است .
پلار: هغه د پاکستان د پنجاب په سیالکوټ ښار کې پېدا شوی دی
ریحانه: پدر ،اقبال هم مانند دیگر شاعران، لقب یا القابی دارد ؟
ریحانه: پلاره، اقبال هم د نورو شاعرانو په شان لقب یا لقبونه لري؟
پدر: بله دخترم . در پاکستان به او لقب "شاعرملی" و هم چنین شاعر مشرق را داده اند. پلار: هو لورې، په پاکستان کې هغه ته قومي شاعر او د شاعر مشرق لقبونه ورکړل شوې دي.
ریحانه: در سایر کشورها نیز لقب خاصی برای اقبال در نظر گرفته شده است ؟
ریحانه: په نورو هیوادونو کې هم د اقبال لپاره کوم خاص لقب په نظر کې نیول شوی دی؟
پدر: اقبال به فرهنگ ایرانی علاقه زیادی داشت. به همین دلیل برخی افراد او را "فردوسیِ برون مرز" و "ایرانی ترین غیرایرانی" نامیده اند.
پلار: اقبال له ایراني کلتور سره ډېره مینه لرله. له همدې امله ځینو کسانو هغه ته « بې پوله فردوسي» یا « غیر ایرانی خو تر ټولو زیات ایران» لقب ورکړی دی.
ریحانه: پدر چند کتاب از آثار اقبال را به من معرفی کنید که مطالعه کنم .
ریحانه: پلاره د اقبال څو کتابونه ماته هم معرفي کړه چې مطالعه یې کړم.
پدر: اقبال آثار بسیاری داشته است . پیشنهاد می کنم دو کتاب ِ "ارمغان حجاز" و " پیام مشرق" را مطالعه کنی.
پلار: اقبال ډېر اثار لرلي دی. وړاندیز کوم چې ارمغان حجاز او پیام مشرق یې ولوله.
ګلونو اورېدونکو په پای کې د ایران د تکړه سندرغاړي محمد اصفهاني په غږ د علامه اقبال یو ښکلی شعر در اوروو
*/*/*/
لیک: میرمن ساناز احسانی
ژباړه: عبدالرحیم درانی