Jan 07, 2024 16:18 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کې(له مداحانو او شاعرانو سره د رهبرۍ د ستر مقام کتنه)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  د لمر په حضور کې نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه نننی مطلب کې له مداحانو او شاعرانو سره د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د وروستۍ کتنې په باب درسره غږیږو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

  د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)د ګرانې لور حضرت فاطمةالزهرا سلام ا...علیها د نیکمرغه وزکړې د کلیزې په ورځ د ایران یوشمیر مداحانو او شاعرانو  د اسلامی انقلاب  له ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي سره وکتل .

په دغې کتنې کې د اسلامی انقلاب ستر لارښود د پیغمبر اکرم د پاکو اهل بیت علیهم السلام د کورنۍ او مکتب د ستایونکو او مداحانو شتون ته په پام سره  د بیان جهاد  د موضوع په باب وینا وکړه .د بیان یا وضاحتي جهاد  د یوه داسې ټکي کِلي ده  چې د لومړي ځل لپاره حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په  ۲۰۲۱کال کې مطرح کړ او دا ئې د اسلام او کفر، د حق او باطل،او د حقیقت او دروغ ترمینځ په بې آمانه جنګ کې یوه فوري او پریکنده (شرعي  واجبه دنده ) فریضه  وبلله چې هرڅوک ئې باید ترسره کړي او پوهه شئ چې بیانونکی جهاد  د حضرت فاطمة الزهر سلام ا... علیها یو ډیر غوره  خصوصیّت  دی. د حضرت فاطمة الزهرا(س) یوه ډیره په زړه پورې او مشهوره خطبه د فدک خطبه ده  چې د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د اصحابو په مینځ کې  بیان کړې ده . د حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په وینا،  په دغې خطبې کې یو فکري انتظام او پیاوړی منطق،د مضمون له پلوه له ادبی ښکلاؤ سره او ویاړمنې ژبې  او لفظي مضبوتیا سره یوځاي شوی. نو تاسو ئې تصوّر وکړئ  بزرګواره بي بی فاطمة الزهرا (س) ... ډیر ترډيره پنځه ویشت کلنه،په هغو مصیبتونو سره،یوه خطبه بیانوي چې د بلاغت خاوندان،په حیرانتیا  سره ورته ګوري...په دغې خطبې کې ډير معارف شته،توحید،نبوّت ....د امامت او ولایت  مسئله.. د عدالت موضوع....دغه سنت،حضرت فاطمة الزهراسلام ا... علیها له پیغمبر اکرم وورسته راپنځولی دی ، د هغې بزرګوارې بچیان  او د پیغمبر اکرم کورنۍهم له دوي پيروي وکړه.:::

             حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  ارواښاد امام خمینی یو داسې ترټولو لوي کس بللی چې  د مونږ په زمانې کې بیانونکی جهاد ترسره کړ.  د اسلامي انقلاب د سترلارښود په وینا، ارواښاد امام په وضاحتي یا بیانونکي جهاد سره داسې کار، چې بل هیچا په سخت او نرم  آوزارونو سره  ونه توانیدل  او نه  ئې ورته څه امید درلود، ترسره کړل. حضرت امام خمیني  په منطق او ژبې سره  دغه کار ترسره کړ. په بیانونکي جهاد سره ئې د  ارثي  سلطنتي مستبد او دیکتاتور فساد ګر  حکومت  نابود کړ او  د اسلامی او دیني ولسواکه حکومت ئې واک ته ورساوۀ؛ دا د فاطمة الزهرا (س) درس دی چې د زمانې په اوږدو کې  ئې دوام پیدا کړی او  ارواښاد امام ته رسیدلی.

 حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي په دوام کې وفرمائيل؛اوس د وضاحتي او بیانونکي جهاد پيټی ستاسو مداحانو او شاعرانو پر اوږو دی، اوس تاسو  یاست  چې  دغه   پيل شوی غورځنګ  د  حضرت زهراسلام ا.. علیها په وسیلې سره لرئ او ورته دوام ورکوئ ، خیال ساتئ  چې مداحي  او شاعري، د هغو کسانو د کار د دوام په معنا دی چې  د تاریخ په اوږدو کې هغه که د اهل بیت  علیهم السلام په دوران کې  وي  توانیدلی مذهب ... یعني دشیعیّت  بهیر او غورځنګ وساتي، او هغه که د مونږ په زمانې کې وي چې وتوانیدل دنیا بدله کړي،د هیواد نظام ئې له طاغوتي بڼې په اسلامي بڼې  بدل کړ ي دغه غورځنګ د هماغه منّورې  څانګې او غورځنګ  د پښو پل دی چې  دوي شروع کړ::: 

             حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي  ددې خبرې په کولو سره چې  نرم قدرت له سخت قدرته لا اغیزشیندونکی او نافذیدونکی دی،ووئيل، ددې علت  چې د امریکا په شان د نړۍ قدرتمند د ایټم بم په درلودلو  او د  ډول ډول پرمختللو وسلو له درلودلو سره سره ،په هنر ، سینما او هالیووډ او تبلیغاتو او د دوي په شان په نورو چارو ترټولو مهمه پانګونه کوي، نرم قدرت دی::  دوي دغه راز وفرمائيل؛سخت قدرت  فوري اغیزه لري  وروسته له مینځه ځي . سخت قدرت ،یعني دا چې امریکا باید په افغانستان کې ترشلو کلونو پورې پاتې شي ، په میلیارډونو ډالرې خرڅ کړي ، په آ خر کې هم د خلکو په سختې کرکې او نفرت اوج او په بې شرمۍ سره  له افغانستانه وتښتي ؛ دا سخت آوزاري قدرت دی . سخت قدرت ، یعني  امریکا په بشپړ تجهیزاتو سره  راځي ، ټول عراق نیسي ، دعراق حکومت نسکوروي ، ځان هلته د حکومت  جانشین کوي  او و روسته  کابو له شلو کلونو وروسته ،  اوس  په عراق کې د امریکا حکومت تر ټولو کرکیجن  او سپين سترګی حکومت  دی. دا دی سخت آوزاري قدرت . البته نرم آوزاري قدرت یعني په ظاهر کې یوه ډله  په اقلیّت کې  البته   معنوي نفوذ لرونکي، ټوله دنیا  ځان  ته متوجه کولی شي،اوس تاسو وینئ هغه مظلوم فلسطینیان چې له خپل ځانه ددفاع لپاره وسله نه لري، توانیدلي دي،په مظلومیّت  سره ، په صبر سره،په مقاومت سره، درسته  دنیا  ځان ته   متوجه کړي. یعني د سخت آوزاري  قدرت او نرم آ وزاري قدرت  ترمینځ واټن ډیر زیات دی ،او اغیزې ئې دومره په توپیر سره .: 

           د اسلامی انقلاب ستر لارښود  یادونه کړې ده،د مداحانو او شاعرانو ټولنه د اسلامی ټولنېم د نرم قدرت یوه برخه او ټولګه ده،چې اسلامی معارف،د قرآن منطق،تاریخ او د اهل بیت علیهم السلام مصیبتونه د دوي د کار د محتواؤ برخه دي.دغه ټولګه  باید په ترټولو ښې رودې او ژبې سره،په هماغو خصوصیتونو سره چې د تیرو وختونو د شیعیّت د وضاحتي یا بیانونکي جهاد په تاریخ کې شوي، وړاندې شي .د قرآن کریم په زړه پورې تلاؤت،په خوږ غږ  او آهنګ سره ښکلی شعر،په  دغه خوږ غږ او په زړه پورې آواز سره  د سمې او لوړې محتوا خپریدا، ددینا د ډيرو قدرتونو څخه   لازیات نفوذ او لا ښې اغیزې لري.

د ایران اسلامی جمهوریت  په دغو تیررو څو څلویښت کلونو کې  دغه شان حرکت کړی دی ،اسلامی جمهوری نظام  له هغه څه لازیات چې په سخت قدرت متکي شي،په نرم قدرت ئې تکیه کړې ده.البته تاسو پوهیږئ چې زه  ددښمنانو له توانمنیو سره  په سمون کې  او  د اړتیا په اساس  پرمختللو وسلو باندې هم اعتماد لرم  او تعقیبوم  ئې،خو عقیده مو دا ده چې ددې سخت قدرت او  وسلو او  د  وسلو دتفکر  ترڅنګ ... باید  په مونږ کې  دپیاوړي منطق وسلې او ژبې  هم لاپراخې او زیاتې وي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  ددغه نرم قدرت لباره  د توانمنیو  د زیاتولو او د حرکت د پنځولو او هم  په هدف ګرځونې کې ددقت او سم لور  دوه مهمې توانمنۍ  هم ګڼي . دوي فرمائي ؛ یو هغه شی چې  مونږ  پخپلو توغندیوکې ورته ډيراهمیّت ورکړی دی او بریالي شوي یوو،او ورته رسیدلي یوو،په هدف ټاکنې کې دقت دی؛یعني په ټارګټ ټاکنې دقت دی،یعني په دوه زره کلومیټرئ کې  په شیشت کې دیوه ټارګټ راوستل دي،نو سم په هماغه ځاي توغندی بیا لګیږي. لس میټره دې خوا او لس میټره بلې خوا،نه دا سې نه ده. په هغه کار کې چې  ئې غواړئ ترسره ئې کړئ ،باید داسې ټارګټ په شیشت کې راولئ . دغه دوه ځانګړنې  په نظر کې ولرل شئ ، یوه دا چې ووینئ هغه څه چې  تاسو ئې وړاندې کوئ، څومره قدرت  راپنځوي ، څومره زړونو ته ټکانونه  رسولی شي ، څومره   حرکت کولی شي ، او دوهم دا چې څومره دقیق دی ، دقت ، په حرکت کې ډير مهم دی . کله  وختونو هم   غواړو ،ښه کار وکړو ،نو یوه خبره مو کړي دوي،دقت مو نه وي کړی،ددغې خبرې په خصوصیاتو کې ، نو ځکه   په هغه وخت کې چې اسلامی نړۍ  اتحاد ته  اړتیا لري،اختلاف... او درز  او تفرقه  رامینځةکوو،نو دا دقت نه کول دي،زه ټينګار کوم،چې په فهم او ددیني معارفو په بیانولو کې دقت وشي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  ووئیل، نهج البلاغه له داسې ډيرو معارفو ډکه ده چې دیوې کلمې په پراختیا سره  ئې یو ملت په حرکت کې راوستلی شي.په صحیفه سجادیه کې  چې د دعاګانو یوه لویه خزانه ده ، په محتوا کې هم تضرع او دعا ده ، خو ددې ترڅنګ  له دیني معارفو هم ډکه ده  او د اهل بیت علیهم السلام  په مکتب کې یوه عجیبه ښکارنده ده .په صحیفه سجادیه کې  حضرت امام سجاد علیه السلام د پوله ساتونکو لپاره  مخصوصه دعا لري  او  هغه بزرګوار د دوي لپاره دعا کوي،دا دمونږ لپاره یو درس دی،البته ....  د اسلامی نړۍ پوله اوس په غزې کې ده.د اسلامی نړۍ نبض او د زړه ټکان نن سبا په غزې کې لړزیږي. دوي دریدلي دي  د  کفرددنیا په مقابل کې ، د طاغوت د   دنیا په مقابل کې ، د استکبار د دنیا په مقابل کې ، دامریکا په مقابل کې. د دوي  په مقابل کې یوازې صهیونیسټ رژیم نه دی ، د امریکا ولسمشر په ډاګه  وائي ،زه یو صهیونیسټ  یم!نو رښتیا وائي ؛  هماغه خباثت  چې  په صهیونیسټانو کې شته  په هغه کې هم شته ، هماغه سپیرې  او پلیتې موخې چې  په هغو کې موجودې دي ، په هغه کې هم شته . د غزې ولس ،ددوي په مقابل کې دریدلی دی.باید پوهه شو چې څه کار وکړو،یو خصوصیّت همدغه دی چې بیانونکی مجاهد پوهه شي ،اوس څه شی باید بیان کړي ، د خپلې ورځې مسئله وپيژني ، اوس تاسو باید  غزه بیان کړئ.

 د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په وینا  و د ایران ملت ،  اسلام... خپلواکي... او ملی عزت سره مینه لري  او  دقدرتونو له پیرو کارۍ  او دهغوي په پل دپلۀ  له کیښودو بیزاره دي .  په همدې خاطر  هم  د  اسلامی جمهوری نظام په مقابل کې دریدلي دي  او روسره دښمني کوي ، ځکه د  اسلامی جمهوری نظام شعار  ملی عزت.. ملی خپلواکي....  ملی پرمختګ دی . دوي دغه راز وفرمائيل،  دا لاره د خداي لاره ده ، هغه څه چې  دخداي لاره ده  او  دخداي بندګان  په هغه لاره حرکت  کوي، نو هیڅ قدرت  د دوي   د ناکامولو او یا په شا  کولو جوګه  نه دی . بیانونکی ارزښتمن  جهاد   ته به ان شاا... په قدرت او قوت سره دوام ورکوو  او دغه ګران بیّه  وراثت به خپلو راتلونکو نسلونو ته سپارو. که  ځوانان احساس کړي،د دوي دنده د دوي د پلارنیکۀ په نسبت دوه برابره ده،نو ان شاا...ورځ تربلې به  د لازیات پرمختګ شاهدان وو. ...

                دوستانو ددغه مطلب  وخت هم همدومره ؤ،نو تر بل مطلب پورې  مو په نیاؤمن خداي سپاروو.

(سیماب)

***********************************************

 

 

   

 

ټیګونه