د ایران او بهرنیو ورځپآنوته کتنه:-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده د لوستلو وخت یې ولرئ.
نن به لومړۍ له تهران څخه خپریدونکي ورځپاڼه «کیهان» ولولو.
د بریتانیا «ګارډین» ورځپاڼې راپور ورکړ په مینځني ختیځ کښې مسلط قدرت نو امریکا ، مصر ، عربستان او حتی اسرائیل نه دی بلکې د یمن د حوثیانو اصلي متحد ایران دی.
دغه ورځپاڼه لیکي په مینځني ختیځ کښې د نه ختمیدونکي شخړو زیاتیدل د ناخوښۍ حقیقت ښکاره کوي.
نن په داسې حال کښې د فلسطین د غزې تړانګې جنګ سلمې ورځې ته ورننوتلی دی چې د اسرائیلو «یدیعوت احارونوت » ورځپاڼې ولیکل اسرائیل د غزې تړانګې په جنګ کښې خپل هیڅ هدف ته نه دی رسیدلی او په مقابل کښې حماس غورځنګ د جشن د ترسره کولو لپاره چمتو کیږي.
د امریکا «وال سټریټ» جورنال ورځپاڼې راپور ورکړی د یمن پوځ په تیرې جمعې ورځ د امریکا او د انګلستان لخوا له حملو مخکې خپلې ځینې وسلې او تجهیزات پټ ساتلي وو او امریکا د یمن د پوځ د وسلو په خالي شویو ګودامونو باندې بریدونه کړي وو.
د ټایوان ولسمشر «لایی چینګ ته» چې د ولسمشرۍ انتخابات یې ګټلي دي وویل د تقابل پرځاې له چین سره د خبرو اترو غوښتونکی یم.
د امریکا د «ګالوپ» نظر سنجې موسسې وویل د امریکا کابو درې څلویښت فیصده خلک وايي چې دوې نه ریپبلیکن ګوند خوښوي او نه ډیموکراټ ګوند.
د روسیې د ملي امنیت شورا د سیکرټر مرستیال دیمیتري مدودف خبرداری ورکړ که چیرې بریتانیا اوکراین ته پوځيان واستوي نو ماسکو دغه چاره له روسیې سره د انګلستان د جنګ د اعلانیدا په معنا ګڼي.
د اروپا په پارلمان کښې د فینلینډ یوه نفوذ لرونکي استازي وویل په اسټراسبورګ کښې د اروپا د پارلمان کابو یوسل شلو استازیو یوه لویه پرپڼه(طومار) لاسلیک کړي ده چې پولینډ په یوه سخت ، بې ساري او تنبیهي اقدام کښې په اروپايي اتحادیې کښې د رایې له حق څخه محرومه کړي.
د ویلو ده چې اروپايي اتحادیې او پولینډ له تیرو څو کلونو راهسې د ډیرو مسائیلو په هکله د نظر اختلاف لري.
د عراق لومړي وزیر «محمد شیاع السوډاني» د شهید د ورځې په مراسمو کښې له فساد سره د بغداد د حکومت په جدي مبارزې ټینګار وکړ.
د بریتانیا «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې په مینځني ختیځ کښې د ډیپلوماسۍ او د دفاع ترمینځ د انډول د رامینځته کولو لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن کړچار په ماتي محکوم وباله او ویې ویل په یمن د واشنګټن او د هغه د متحدانو حمله به له مخکې څخه زیات امریکا له سیمه ئیزو کړکیچونو سره ښکیله کړي.
دغه ورځپاڼې وویل په مینځني ختیځ کښې د کړکیچ د کنټرولولو او په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم له حملو وروسته د تاوتریخوالو د کمولو لپاره د دفاعي رول د لوبولو لپاره د امریکا د ولسمشر بایډن هڅې نه یوازې ګټه نلرله بلکې د امریکا پوځ یې په سیمه کښې نیغ په نیغه پوځي جنګ ته ورکاږلی دی.
د بریتانیا« ګارډین» ورځپاڼې په یمن کښې په یوشمیر سیمو باندې چې د انصار الله غورځنګ په واک کښې دي د امریکا او د انګلستان بریدونو ته په اشارې سره وویل واشنګټن باید په مینځني ختیځ کښې له خپلو تیرو غلطیانو درس واخلي او په انصار الله غورځنګ باندې د حملې پرځاې باید اسرائیل په غزې تړانګه کښې د اوربند لپاره تر دباو لاندې ورولي.
«ګارډین» ورځپاڼې خبرداری ورکړ د یمن پرضد د امریکا او د انګلستان اقدام ممکن دی په لویدیځې اسیا سیمې کښې د کړکیچ د نور زیاتیدا سبب شي.
د امریکا د «بلومبرګ »ټیلي ويژن مقاله لیکونکي مارک چمپیون» وویل د فلسطین حماس غورځنګ ، ایران او د هغه متحدان په ټول مینځني ختیځ کښې د امریکا او د اسرائیلو په هکله بې اعتمادۍ او د نفرت ته د لمن د وهلو هڅه کوي تر دې چې له دغو دوو هیوادونو (امریکا او اسرائیلو) سره هر ډول ارتباط تر دې حده زهرجنګ کیږي چې له عربستان رانیولي تر مصر پورې هیوادونه له امریکا څخه د واټن اخیستلو ته مجبوره شي.
()
دوستانو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو
د ټایوان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نهايي نتیجې وښودله چې له چین څخه د ټایوان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو کاندید «ویلیم لای چینګ ته» په انتخاباتو کښې بریالی شو.
په پاکستان کښې د پارلمان له انتخاباتو څخه مخکې د تاوتریخوالو له زیاتیدا سره په یووخت په «خیبر پښتونخوا »صوبې کښې د تحریک انصاف یو مسوول شاه خالد په ډزو ووژل شو.
د چین ولسمشر شي جین پینګ د امریکا زړې دوستې میرمن «سارا لانډه» لیک ته په ځواب کښې چې د لومړي ځل لپاره یې کابو څلویښت کاله مخکې له ده سره کتنه کړي وه وویل د دنیا راتلونکی د امریکا او د چین په اړیکو کښې له ثبات سره تړاو لري.
د لندن ښاروال «صادق خان» وویل له اروپايي اتحادیې د لندن له وتلو وروسته اوس هم شاته د تلو وخت شته.
صادق خان چې د انګلستان د« لیبر» ګوند غړی هم دی وویل له اروپايي اتحادیې څخه د لندن د وتلو په لګښت خواشینی یم ځکه چې دغه چاره په بریتانیا کښې د انفلاسیون سبب شوي او په همدې دلیل هیله من یم انګلستان بیا اروپايي اتحادیې ته ورستون شي.
فرانسې، ایټالیا او اسپانیا په یمن باندې حملې کښې د ګډون لپاره د امریکا غوښتنه رد کړه.
«یو ایس نیوز» راپور ورکړ په یمن باندې د امریکا انګلستان له حملې وروسته د یمن له انصار الله غورځنګ سره د چلند د څرنګوالي په هکله په لویدیځو هیوادونو کښې د نظرونو اختلاف زیات شوی دی.
د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت سرپرست« قلندر عباد» د درملنې او د روغتیا په برخه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پرمختګونو په قدرونې سره وویل مونږ د افغانستان د خلکو د سلامتیا او د درملنې د نظام د پیاوړتیا لپاره د ایران مرستو ته ضرورت لرو.
د روسیې د ملي امنیت شورا اوسني مرستیال او پخواني ولسمشر« دمیتري مدودف» وویل د اوکراین جنګ ته د انګلستان د ځواکونو هر ډول استول او دیره کول به له ماسکو سره د جنګ په معنا وي.
د لبنان د پارلمان مشر« نبیه بیري»په دې خبرې باندې ټینګار سره چې صهیونیسټ رژيم باید د ملګروملتونو د امنیت شورا د اولس سوه لومړي(۱۷۰۱) پریکړه لیک ټولې مادې اجرا کړي او خپل تیري بند کړي وویل بیروت ته د امریکا ورغلي ځانګړي استازي د لبنان د جنوب د سرحدونو په حالت باندې د غور لپاره هیڅ نوښت نه درلود.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندنۍ سینټکام وویل د سومالیا په ساحلي اوبو کښې د امریکا د سمندري ځواک دوه پوځیان بې درکه شوي دي.
د عراق په شمال کښې د ترکیې په یوې اډې باندې د پي کی کی (PKK)ډلې په ناڅاپه برید کښې د ترکیې کابو نهه پوځیان ووژل شول او یوشمیر نور ژوبل شول.
()
ګرانو دوستانو اوس به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو.
یوروایشیا نیټ د ترانس افغان رېل لارې په اړه لیکنه خپره کړې ده.
د دې خپرونې پر اساس، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په ۲۰۲۳ میلادي کال کې سوداګري شپږ برابره زیاته شوه او تر ۲۶۶ میلیون ډالرو واوښته.
دا زیاتوالی د دې نښه ده چې د دوو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه له دې سره- سره چې په افغانستان کې طالبان واکمن دي تر دې هم ډېرېدای شي.
له نورو ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د راکړې ورکړې په شان له ازبکستان سره هم د افغانستان په راکړه ورکړه کې د افغانستان واردات ډېر دي.
افغانستان په ۲۰۲۳ م کال کې له ازبکستان څخه د ۲۳۹ ملیون ډالرو په ارزښت واردات لرلي، خو ازبکستان ته د افغانستان ټول صادرات یوازې ۲۷ میلیون ډالرو ته رسیږي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت پر اساس، ازبکستان ته د افغانستان په صادراتو کې وچه او تازه مېوه او غالۍ شاملېږي خو له ازبکستان څخه اوړه، حبوبات، کیمیايي سره، تېل، ګاز او تر ټولو مهم برېښنا واردوي.
ښايي همدا دلیل وي چې ازبکستان ټرانس افغان پروژې ته ډېر لېواله دی.
دا هغه پروژه ده چې ازبکستان د افغانستان له لارې په رېل لارې له پاکستان سره وصلوي.
د درېیو هېوادونو چارواکو د تېر کال په جولای کې د دې پروژې د لارې د نقشې په اړه یو پروتوکول لاسلیک کړ.
ټاکل شوې ده چې دا رېل لاره له مزارشریف څخه پیل، په سمنګان، بغلان، پروان، کابل، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې تېره او په «غلام خان »بندر کې د پاکستان له ریل لارې سره ونښلول شي.
اوس د دې پروژې پر تخنیکي سروې او مالي برخو غور کېږي.
د ازبکستان چارواکي اټکل کوي که دا رېل لاره جوړه شي نو پاکستان ته د صادراتي او له دغه هېواده د وارداتي تجارتي مال د ټرانسپورت لګښت به تر ۴۰ سلنې پورې کم شي، خو د دې پروژې پر اجرا اټکل کېږي چې ۶ میلیارد ډالره ولګول شي.
که دا رېل لاره جوړه شي نو تر ۲۰۳۰ پورې به ۱۵ میلیون ټنه مال پرې انتقال شي.
سیاټل ټایمز ورځپاڼې د افغان موټر چلوونکو پر مخ د پاکستان له لوري د تورخم لارې د بندېدو په اړه د اسوشیتید پریس خبري اژانس راپور خپور کړی دی.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس« نور محمد حنیف» ویلي چې پاکستاني چارواکي له افغان موټر چلوونکو څخه د پاسپورټ او وېزې غوښتنه کوي.
له ډېرو کلونو راهیسي د افغان لاریو چلوونکو بې وېزې پاکستان ته تګ راتګ کولی شوای.
حنیف ویلي چې نور دوی هم له پاکستاني لارۍ چلوونکو څخه د وېزې او پاسپورټ غوښتنه کوي.
په تیرې شنبې ورځ پاکستان په داسې حال کې د تورخم دروازه د افغان لارۍ چلوونکو پرمخ بنده کړه چې لسګونه لارۍ په ترکاریو او مېوو بار تورخم ته رسېدلې وې.
پاکستان په ځلونو خپلې لارې په بیلابیلو دلایلو بندې کړي دي.
تر دې وړاندې پاکستان په افغان لارۍ چلوونکو د تورخم د بندولو په مهال ویلي و چې په کانتینرونو او لاریو کې بار مېوه د افغانستان نه ده؛ بلکې د منځنۍ اسیا د هېوادونو ده، خو افغان سوداګرو د پاکستان ادعا نه منله.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ.