Jan 24, 2024 09:56 Asia/Kabul

د تهران راډیو د شیر و شکر د لړۍ ګرانو مینه والو السلام علیکم! د فارسۍ ژبې د زده کړې په دې ننني پروګرام کښې د فارسۍ له یو بل ادبي شخصیت سره د بلدتیا په ترڅ کښې د دغې خوږې ژبې د زده کولو کوشش کوو.

په ننني پروګرام کښې د فارسۍ د شعر د یو مهم رکن او د سخن د ستر استاد نظامي ګنجوي پيژندګلوي کوو.

حکیم ابومحمد الیاس بن یوسف نظامی ګنجوی دفارسي ادب یو مشهور شاعر دی چې په شپږمې هجري سلیزه کښې یې ژوند کوه. ډیرو نظرخاوندانو د نظامي زیږنځاې، جنګه ښار یاد کړی دی. ګنجه د ایران یو پخوانی ښار او د ارّان ولایت یوه برخه وه چې نن سبا په آذربایجان جمهوریت کښې راځي. نظامي خپل شهرت هم له دغه ښاره ترلاسه کړ او په هم دغه ګنجه ښار کښې وفات شوی دی.

د نظامي آثار عرفاني او فلسفي مظامین لري. د نهمې قمري پيړۍ شاعر او صوفي نورالدین عبدالرحمن جامي، د نظامي شعرونه د حقایقو او معارفو کشف بللی دی. خمسه نظامي یا پنج ګنج د نظامي ترټولو مشهور اثر  دی چې په پنځو مستقلو او جلا مثنویانو مشتمل دی او نظامي له هغو نه هره یوه یې د خپلې زمانې د یو باچا او واکمن په فرمایش ویلې ده.

په فلسفي او عرفاني مضامینو سره مَخزنُ الْاَسرار، په سیاسي، پوځي او اخلاقي مضامین سره د خسرو و شیرین عاشقانه داستان، په عرفاني محتوا سره یو تمثیلي او عاشقانه داستان لیلي و مجنون، د انسان او ټولنې په موضوع سره په اوو افسانو مشتمل هفت پيکر (بهرام نامه یا هفت ګنبد) او په سیاسي، فلسفي او عرفاني محتوا سره د شرفنامه او اقبالنامه په دوو برخو مشتمله اسکندرنامه هغه موارد دي چې د نظامي په پنج ګنج کښې موجود دي.

د نظامي ګنجوي یو عاشقانه او ډیر په زړه پوری اثر، خسرو و شیرین دی چې هر مخاطب ځان ته جلبوي. په حقیقت کښې دا کتاب، د ستر ساساني باچا خسرو پرویز شاه او د ارمني شاهزادګۍ شیرین د مینې او علاقې په هکله دی چې په ډیره ښه توګه روایت شوې ده. دغه کیسه په شاهنامه کښې هم د حکیم فردوسي له خوا ذکر شوې ده او د فرهاد او شیرینۍ په نامه یادیږي.

نظامي له ۶۰۲ نه تر ۶۰۸ هجري قمري کلونو ترمینځ موده کښې د اویا کالو په عمر کښې وفات شو او قبر یې د آذربایجان هیواد په ګنجه ښار کښې دی.

***********************************************

ښه ګرانو مینه والو، د پروګرام په دې برخه کښې د فارسۍ ځیني الفاظ دراوروو نو په غور یې واورئ.

داستان

کیسه

گروه

ډله

بیت

بیت

ابیات

بیتونه

مشتاق

لیواله

قرار گرفتن

راتلل

قرار می گیرد

راځي

شنیدن

اوریدل

شنیده ای؟،

اوریدلي دې دي؟

بشنوم

واورم

صحبت

خبره

صحبت کردن

خبرې کول

صحبت کنم

خبرې وکړم

ذهن

ذهن

تخلّص

تخلص

محتوا

محتوا

محتوای آموزنده

د زده کړې محتوا

مرورکردن

تکرارول

مرور می کنم

تکراروم

نکات آموزنده

تعلیمي ټکي

آموزه های اخلاقی

اخلاقي تعلیمات

یکی

یو

یکی از

ورڅخه یو

تعلیم وتربیت

ښوونه او روزنه

سرشار

ډک

سرشار از

ورڅخه ډک

علمی

علمي

اجتماعی

ټولنیز

مدرسه

ښوونځی

شناختن

پیژندل

شناخته می شود

پيژندل کیږي

آموختن

زده کول

می آموزد

زده کوي

هدف

هدف/ موخه

آشنا شدن

بلدیدل

می توانیم

کوې شو

گفتن

ویل

بگوییم

ووایو

آشنا شده ام

بلد شوی یم

می توانیم

کوې شو

گفتن

ویل

گوییم

وایو

آشنا شده ام

بلد شوی یم

ادبیات

ادبیات

ادبیات تعلیمی

تعلیمي ادبیات

 
ریحانه او د هغې پلار به د یوې په زړه پورې موضوع په هکله خبرې اترې وکړي، نو په ځیر یې واورئ چې له نویو کلماتو سره لاډیر او ښه بلد شئ.

پدر: ریحانه داستانِ خسرو و شیرین را شنیده ای ؟

پلار: ریحانې، د خسرو او شیرین کیسه دې اوریدلې ده؟

ریحانه :بله پدر ، این داستان یکی از آثار نظامی است . من در مدرسه با آن آشنا شده ام.

ریحانه: هو پلاره، دا کیسه د نظامي یو اثر دی. په ښوونځي کښې ورسره بلده شوې یم.

پدر: آفرین دخترم . امروز می خواهم درمورد  نظامی گنجوی با تو صحبت کنم .

پلار: شاباش لورې، نن غواړم چې د نظامي ګنجوي په هکله درسره خبرې وکړم.

ریحانه: چقدر خوب. بسیارمشتاق هستم که بشنوم .

ریحانه: ډیره ښه ده، ډیره لیواله یم چې وایې ورم

پدر: نامِ کامل او،جمال‌الدین ابومحمّد الیاس بن یوسف بن زکی بن مؤیَّد بوده است.

پلار: د هغه پوره نوم جمال‌الدین ابومحمّد الیاس بن یوسف بن زکي بن مؤیَّد و.

ریحانه: نظامی گنجوی تخلص ِ اوست؟

ریحانه: نظامي ګنجوي د هغه تخصلص دی؟

پدر: بله دخترم .

پلار: هو لورې.

ریحانه: پدر من فکر می کنم خسرو وشیرین یکی آثار عاشقانه و زیبای نظامی است.

ریحانه: پلاره زه فکر کوم چې خسرو او شیرین د نظامي یو ښایسته او عاشقانه اثر دی.

پدر: بله . البته آثار نظامی سرشار از نکات آموزنده است . او در یک داستان عاشقانه مانند داستان خسرو وشیرین پند و اندرزهای بسیاری را به ما می آموزد.

پلار: هو، البته د نظامي آثار له عبرتناکو او زده کونکو ټکو ډک دی. هغه د خسرو و شیرین په شان یو عاشقانه داستان کښې زمونږو ته ډیر پندونه او نصیحتونه رازده کوي.

ریحانه : پدر می توانیم بگوییم که اثار نظامی در گروه ادبیات تعلیمی قرار می گیرد؟

ریحانه: پلاره ویلې شو چې د نظامي آثار د تعلیمي ادبیاتو په ډله کښې راځي؟

پدر: بله. مخزن الاسرار به عنوان یکی از آثار مهم نظامی در زمینه ادبیات تعلیمی شناخته می شود. ریحانه میتوانی بگویی که به چه نوع ادبیاتی ادبیات تعلیمی گفته می شود؟

پلار: هو، مخزن الاسرار د تعلیمي ادبیاتو په برخه کښې د نظامي د یو مهم اثر په توګه پيژندل کیږي. ریحانې، آیا ویلې شې چې کوم ډول ادبیاتو ته تعلیمي ادبیات ویل کیږي؟

ریحانه : بله پدر. ادبیات تعلیمی به آن دسته از آثار ادبی گفته می‌شود که محتوای آنها آموزه‌های اخلاقی،اجتماعی و یا علمی است و با هدف تعلیم وتربیت نوشته می شود.

ریحانه: هو پلاره: تعلیمي ادبیات هغه ډله ادبي آثارو ته ویل کیږي چې محتوا یې اخلاقي، ټولنيز یا علمي تعلیمات وي او د ښوونې او روزنې په موخه لیکل کیږي.

پدر:آفرین دخترم. آیا می توانی یک شعر از نظامی بخوانی ؟

پلار: شاباش لورې، د نظامي یو شعر ویلې شې؟

ریحانه : یکی از ابیاتی که همیشه در ذهنم مرور می کنم از آثار نظامی است که برای شما می خوانم .

ریحانه: یو بیت چې تل یې په ذهن کښې تکراروم، د نظامي له آثارو دی چې تاسو ته یې دراوروم.

خدایا جهان پادشاهی تو راست

ز ما خدمت آید خدایی تو راست

پناه بلندی و پستی تویی

همه نیستند آنچه هستی تویی

**************************************

ګرانو اوریدونکو د پروګرام تر پاې مو له ملګرتیا ډیره مننه کوو، په پاې کښې د نظامي په شعرونو مشتمله یوه موسیقي درته وړاندې کوو او مونږ هم در نه په هم دې ځاې اجازه غواړو، سرلوړي اوسئ.

 

 

ټیګونه