Feb 21, 2024 12:06 Asia/Kabul

د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! د شیر و شکر د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو او په ننني پروګرام کښې د فارسۍ ادبیاتو د دنیا له یو ډیر مهم او اغیزناک شخصیت سره اشنا کیږو

کوم شخصیت چې په دې پروګرام کښې یې پیژندګلوي کوو، د فارسۍ ژبې یو ډیر پخوانی شاعر دی. چا چې د ایران له اصیلو او لرغونو داستانونو څخه د ایراني پهلوانانو د حماسو په منظم کولو سره، په ادبیاتو کښې یو تل پاتې اثر پنځولی دی.

بالکل! په دې پروګرام کښې د فارسۍ ژبې له ستر حماسه ویونکي، حکیم الوالقاسم فردوسي سره اشنا کیږو.

ابوالقاسم فردوسي طوسي په ۳۱۹ هجري لمریز کال کښې د خراسان په پاژ طوس کلي کښې زیږیدلی و. ویل کیږي چې د هغه کورنۍ د دهقانانو یوه شتمنه او زمینداره کورنۍ وه او په هم دې وجه، فردوسي د ځلمیتوب او ځوانۍ په دوران کښې پوره هوسا او راحته ژوند کړی دی.

د فردوسي مالي وړتیا سبب شوه چې هغه د خپل ځلمیتوب او ځوانۍ پړاؤ د تاریخ په مطالعې او د علم په ترلاسه کولو کښې تیر کړي. فرودسي به چې د ایران په تاریخ کښې هرڅومره مخته تلو او مطالعه به یې کوله، دومره به یې له لرغونو ایراني داستانونو او افسانو سره مینه زیاتیدله، تر دې چې د ایراني اسطوره­و د داستانونو د یوې سترې ټولګې د لیکلو پریکړه وکړه او د «شاهنامه» په نوم یې یو تل پاتې اثر ولیکه.

د مختلفو روایتونو له مخې، فردوسي په ۳۷۰ او ۳۷۱ هجري قمري کلونو کښې د شاهنامه د منظم کولو کار پیل کړ، که څه هم د فردوسي په ژوند کښې په غور سره دا نتیجه اخیستې شو چې فرودسي د ځوانۍ له اولو کلونو شعر ویلی دی.

د ابوالقاسم فردوسي د ژوند ځیني کلونه د سامانیانو او غزنویانو د حکومتونو له پړاؤ سره هممهاله وو. د سامانیانو په پړاؤ کښې د فردوسي حالات ډیر ښه وو. د شاهنامې له لیکلو وروسته د غزنویانو د حکومت دوران شروع شوی و او د فردوسي ځواني او شتمني هم ختمه شوې وه.

فردوسي، شاهنامه، د خپلې ایران دوستۍ او اخلاق پالنې له حسه په الهام اخیستو سره ولیکله او د هغې د منظم کولو لپاره یې هیڅکله د باچاهانو خوشالولو ته مخه نه کړه. د بوډاتوب په کلونو کښې یې د تنګلاسۍ او د شاهنامۍ د پراختیا او ساتنې په موخه د هغې د ځینو برخو د نیمګړتیاؤ په سمولو سره، په غزنین کښې د سلطان محمود غزنوي ملاقات ته لاړ خو محمود غزنوي ورسره، د هغه د شخصیت وړ چلند ونه کړ او شاهنامه یې سپکه وګڼله. د سلطان محمود د درباریانو او د خواوشا کسانو لمسون او حسادت، فردوسي ته د بې پامۍ وجوهات بیان شوي دي.

د نقل شویو روایتونو له مخې، فردوسي د سلطان محمود غزنوي له بې پامۍ سخت په قهر شو او د هغه په رټنه کښې یې ځیني بیتونه وویل، بیا له غزنینه ووته او د هرات، ری او طبرستان په شان ښارونو ته وتښتیده. بلآخره څو کاله پس سلطان محمود غزنوي له فردوسي سره په خپل کړي سلوک پښیمانه شو او د هغه د دلجویۍ لپاره یې یو قاصد، له انعام سره طوس ته واستوه خو له بده مرغه د سلطان محمود غزنوي قاصد، د فردوسي جنازې ته ورسید.

د فردوسي د مړینې د وخت په هکله کره روایت نشته. د بېلابېلو روایتونو له مخې فردوسي په ۳۹۷ هجري لمریز یا ۴۱۱ هجري سپوږمیز کال کښې وفات شوی دی. په شاهنامې کښې هم د فردوسي عمر، ۷۶ او ۸۱ کاله بلل شوی دی. له موجودو معلوماتو نتیجه اخیستې شو چې فردوسي کابو ۸۰ کاله ژوند کړی دی. د فردوسي قبر نن سبا د ایران د مشهدر ښار د شمال لویدیځ په ۲۰ کیلومیټرۍ کښې د طبران تاریخي ښار او د هارونیه د تاریخي مقبرې په خوا کښې د کات نادري په لور تلونکې لارې کښې راځي. د فردوسي زیږنځای پاژ کلی نن سبا د فاز کلي په نامه پیژندل کیږي. دغه کلی هم د هغه له قبر له ۲۸ کیلومیټره لرې دی.

فردوسي د خپل ژوند په دوران کښې یو داسې کتاب ولیکه چې د ایران په کلتور او د ادبیاتو په تاریخ کښې یې اغیزه له زرګونو کتابونو زیاته ده. د فردوسي شاهنامه په څه باندې ۶۰ زره بیتونو سره یو منظوم اثر دی چې اساطیري، پهلواني او تاریخي درې پړاؤنه لري. په ټول شاهنامه کتاب کښې نیکي او بدي، خیر او شر او حق او باطل تل په جنګ دي.

افغان ټولن پیژاندي، لیکوال او شاعر ډاکټر صالح محمد زیري د فارسۍ شاهنامه «د فردوسي شاهنامه» په نوم، د نثر په بڼه په پښتو ژباړلې ده.

نو راځئ چې د شاهنامې ځینې برخې واورو.......

*********************************************

ګرانو دوستانو! د تیرو پروګرامونو په شان په دې برخه کښې د فارسۍ ځیني الفاظ زده کوو او بیا به له خپل پلار سره د ریحانې په خبرواترو کښې، په جملو کښې د دغو کلماتو له استعمال سره اشنا کیږو، نو په غوږ شئ ورته.

کار

کار

دشوار

سخت/ګران

کارِ دشوار

سخت کار

هنر

هنر

تمرین

تمرین/مشق

نیازداشتن

اړتیا لرل

نیاز دارد

اړتیا لري

برنامه

پروګرام

آینده

راتلونکی

برنامه آینده

راتلونکی پروګرام

انجام دادن

ترسره کول

انجام دهم

ترسره کړم

دارای

لرونکی

داستان

داستان/کیسه

کهن

پخوانی/لرغونی

پهلوانی

پهلواني

داستان پهلوانی

د پهلوانۍ کیسه

قصد

نیت/اراده

قصد داشتن

نیت لرل

زیبایی

ښایست/ښکلا

راهنمایی

لارښوونه

راهنمایی کردن

لارښوونه کول

نکات

ټکي

در این زمینه

په دې لړ کښې

آموزش

ښوونه

آموزش دادن

ښوودل/ورزده کول

آموزش خواهم داد

در زده به کړم

 

 

 

ریحانه: پدر شاهنامه خوانی کار دشواری است؟

ریحانه: پلاره! آیا شاهنامه لوستل ګران کار دی؟

پدر: شاهنامه خوانی یک هنر است که به تمرین نیاز دارد.

پلار: شاهنامه خواني یو هنر دی چې تمرین او مشق ته اړتیا لري.

ریحانه: من می خواهم در برنامه آینده مدرسه شاهنامه خوانی انجام دهم .

ریحانه: زه غواړم چې د ښوونځي په راتلونکي پروګرام کښې شاهنامه خواني وکړم.

پدر: آفرین دخترم . با شاهنامه آشنایی داری؟

پدر: شاباش لورې، له شاهنامې سره بلده یې؟

ریحانه: بله پدر. می دانم که این اثر ،سروده ابوالقاسم فردوسی و دارای داستان های کهن و پهلوانی است .

ریحانه: هو پلاره، پوهیږم چې دا اثر د ابوالقاسم فردوسي په لاس لیکل شوی دی او لرغونې او د پهلوانۍ کیسې لري.

پدر: شاهنامه داستان های زیادی دارد . کدام را برای خواندن انتخاب کرده ای ؟

پلار: شاهنامه ډیر داستانونه لري. کوم یو دې د لوستلو لپاره غوره کړی دی؟

ریحانه : قصد دارم  بخش هایی از داستان رستم وسهراب را بخوانم .

ریحانه: نیت لرم چې د رستم او سهراب د کیسې ځینې برخې ولولم.

پدر: داستان زیبایی است.

پلار: ډیر ښایسته داستان دی.

ریحانه: پدر لطفا مرا راهنمایی کنید که بتوانم در مدرسه خیلی خوب شاهنامه خوانی کنم .

ریحانه: پلاره په مهربانۍ سره، لارښوونه مې کړئ چې په ښوونځي کښې شاهنامه په ډیره ښه توګه ولولم.

پدر: بله دخترم. نکاتی را در این زمینه به تو آموزش خواهم داد.

پلار: هو لورې، په دې لړ کښې به درته ځیني ټکي درزده کړم.

**************************************

 

ټیګونه