Mar 09, 2024 12:17 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یوو او نن به هم په ایران کښې د تیرې یوې هفتې د مهمو پيښو او خبرونو جاج اخلو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر تیره پنجشنبه له زورویونکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د مقابلې او اودریدنې د منطق په بیانولو کښې د رهبرۍ د خبرګانو شورا د مشر او غړو په کتنه کښې وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت له جوړیدو نه تر مخکښې پورې په دنیا کښې یوازنۍ موجوده جبهه د لویدیځ په لیبرل ډیموکراسۍ پورې پيئلې ډیموکراسۍ وې خو د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره د اسلامي ولسواکۍ په بنیاد یوه نوې جبهه جوړه شوه چې طبیعتاً د لویدیځې ډیموکراسۍ د جبهې په مقابل کښې راغله.

حضرت ایت الله خامنه ای په ایران کښې د اسلامی ډیموکراسۍ د نمونې بشپړیدل د لویدیځې ډیموکراسۍ د جبهې د ګټو د ګواښلو او له اسلامی نظام سره د دغې جبهې د پرله پسې مخالفتونو د پیلیدو سبب وبلل او زیاته یې کړه: د هغوي د خطر د احساسولو او جګړې وجه دا وه چې د لویدیځې ډیموکراسۍ د نظام په ذات کښې استکبار او د ولسونو په حقوقو باندې تیری او د قدرت د ترلاسه کولو لپاره بې حده جنګ جوړونه او وینه بهونه موجوده ده چې د آسیا، افریقې او لاتینې امریکې ډیرو هیوادونو په نولسمه پيړۍ کښې یعنې د ډیموکراسۍ، آزادۍ او بشري حقوقو په لړ کښې د هغوي د شعارونو او ادعاؤ په اوج کښې دغه استعمار لیدلی دی.

معظم رهبر د غزې خواشینونکې پيښې د یو ټاټوبي په خاوندانو باندې د استکبار د جبهې د ظلم او تیري او په ډیر سخت زړه توب سره د دغه وطن د ښځړ او ماشومانو د وژلو او د هغوي د شتمنیو او سرچینو د نابودولو یوه څرګنده نمونه وبلله او ویې ویل: د ایران د اسلامي جمهوریت مخالفت په حقیقت کښې له داسې ظلمونو او جنایتونو سره مخالفت دی چې سره له دې چې د هر عقل او عُرف او شرعې او انساني ضمیر له نظره محکوم دی، د امریکې او انګلستان او د ځینو اروپايي هیوادونو له خوا یې ملاتړ کیږي.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي همداشان تیره سه شنبه هم د ایران د اسلامي شورا او د خبرګانو شورا د انتخاباتو په هکله چې د کب په یوولسمه ترسره شول، ویلي وو: دښمنانو له کابو یو کال راهیسې په خپلو تبلیغاتو سره هڅه وکړه چې خلک په ټاکنو کښې له ګډونه واړوي او د انتخاباتو رونق کم شي خو خلکو د کب په یوولسمه نیټه په خپل ستر او حماسه زیږونکي خوځښت سره، د دښمنانو د هلوځلو له جبهې سره مقابله وکړه او په دې وجه یې دغه کار، یو جهاد و.

*/*/*/*/*/

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په خپل ۲۵م بهرني سفر کښې د تیرې اونۍ په شنبې، د کب په دولسمه نېټه د ګازو د صادرونکو هېوادونو په اوومه سرمشریزه کښې د ګډون لپاره الجزاير ته لاړ.

سید ابراهیم رئیسي د ګازو د صادرونکو هېوادونو د فورم (GECF)  د غړو هېوادونو د مشرانو په اوومه غونډه کې په خپله وینا کې وویل، نن ورځ د نړۍ خپلواک هېوادونه د پرمختګ پر لاره د تګ لپاره د حکومتونو همغږۍ له بل هر وخت نه ډیر اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې نوې تګلارې ضروري دي، د دې فورم غړو ته بايد امر وشي چې د ګازو د سوداګرۍ اړوند تکنالوژيو کې د انحصار د ختمولو لپاره لازم شرايط برابر کړي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د لویدیځ د سلطې نظام، د هیوادونو د استعمار په بنیاد جوړ شوی دی او نن سبا له بل هر وخت نه ډیر کمزوری او له معنا خالي شوی دی، څرګنده کړه: د الجزیر د غیرتي ولس په شان ولسونه وتوانیدل چې په مقاومت او د یو میلیون شهیدانو په ورکولو سره، ځان له دغه درونډ پيټي خلاص کړي خو د دې بار دروندوالی لاهم د فلسطین د مظلوم ولس په شمول د ځینو ولسونو په اوږو احساسیږي.

ښاغلي رئیسي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې نن سبا فلسطین د انسانیت، اخلاقو او د بشري ټولنې د وجدان معیار دی، وویل: یو طرف ته پوځي جبهه ده چې د امریکایانو له خوا د ولسو او د لاپياوړو بمونو په تمه ده او بل لوري ته په جبهه کښې هغه ماشومان دي چې د یوې نوړۍ ډوډۍ په تمه دي، پوه شئ کوم کسان چې نن سبا د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې چپه خوله دي، بې شکه چې سبا به سخته څپیړه اوخوري.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دغې غونډې په څنډه کښې د قطر د امیر او د عراق، موزمبیک، الجزایر، تیونس او بولیویا د ولسمشرانو په شمول د غونډې له یوشمیر ګډونوالو سره ملاقات وکړ او د دوه اړخیزو او سیمه ایزو موضوعاتو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

*/*/*/*/

د تهران د نړیوالو اړیکو حقوقي محکمې تیره چارشنبه په فارس خلیج کښې د امریکې د تیلو د یوې کشتۍ د نیولو حکم صادر کړ او د دغې کشتۍ جوپه یې ونیوله.

د ایران د اسلامي جمهوریت د قضائیه قوې رسندوي مرکز وویل: د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکې له بندیزونو وروسته چې د یو سویډني شرکت له خوا په ایران باندې د (اي، بي) ناروغانو لپاره د اړتیاوړ درملو د خرڅون د مخنیوي سبب شوي دي او هغوي ته یې سخت بدني او روحي تاوان رسولی دی، دغه ډول ناروغانو د تهران د نړیوالو اړیکو په حقوقي محکمې کښې د امریکې خلاف شکایت کړی دی.

د دوسیې د وکیل له خوا په شویو حقوقي تعقیبونو سره، بلآخره د تهران دغې محکمې په فارس خلیج کښې د ADVANTAGE SWEET په نامه د تیلو د وړونکې کشتۍ د نیولو حکم صادر کړ. د دغو نیول شویو تیلو ارزښت څه باندې ۵۰ میلیون ډالر بلل شوی دی.

د اي، بي ناروغانو وکیل دلیل وړاندې کړی چې د امریکې بندیزونه لامل شوي چې یو سویډني شرکت، په ایران باندې د یادې ناروغۍ د درملنې لپآهر د اړتیاوړ درملو له خرڅونه ډډه وکړي.

په دې وروستیو کلونو د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په کراتو په ایران کښې د خاصو ناروغانو په شمول د ټولو خلکو په سلامتیا باندې د امریکې د یواړخیزو او غیرقانوني بندیزونو د اغیزې په هکله خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی دی چې د دغو بندیزونو له امله هره ورځ ناروغان مري.

*/*/*/*

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تیرې اونۍ په سه شنبې په جده کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان د غونډې ترڅنګ د خبریالانو په ټول کښې وویل: له اسلامي هیوادونو زمونږ واضحه غوښتنه دا وه چې د اسلامي حکومتونو په سویه باید زرترزره له صهیونیسټي رژيم سره سفارتي اړیکې، دغه رژيم ته د شیانو لیږل او ورڅخه اخیستل بند شي.

حسین امیر عبداللهیان څرګنده کړه: له غزې څخه په ملاتړ کښې د اسلامي هیوادونو د دریځونو په بیان کښې د نظر هیڅ اختلاف نشته خو هغه څه چې نن سبا ورته فلسطین ورته له ځانه د ملاتړ لپاره ضرورت لري، په سیاسي بیانیو باندې بسنه نه کول دي.

هغه په دوام کښې زیاته کړه: امریکایان نن سبا د انساني مرستو خبره کوي، دا اقدامات ریاکارانه دي، امریکا په دې جنګ کښې د اسرائیلو د رژيم ترڅنګ وه، بلکې د جنګ ټول مدیریت د امریکې په غاړه دی.

د ایران خارجه وزیر د غزې په هکله د اسلامي ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کښې وویل: صهیونیسټي رژیم د لویدیځ په ملاتړ سره او په طوفان الاقصی عملیاتو کښې د ماتې د جبیره کولو لپاره په غزه کښې پراخه وژله روانه کړې ده. دغه رژيم د غزې تړانګې ټولې پولې بندې کړې دي او په دغو سیمو باندې بمبارۍ کوي.

*/*/*/*/*

د ایران د معدنونو د صنعت او د تجارت د خونې د نړیوالو چارو او سوداګرۍ د پراختیا د کمیسیون ویاند د ایران د تیلو د بهرنۍ سوداګرۍ په ارزښت کې ۱۱ سلنه زیاتوالی اعلان کړ.

"سید روح الله لطیفي" د ۱۴۰۲ کال دسلواغې په میاشت کې د ایران د غیرتیلي تجارت د کارنامې په هکله وویل:  په اړه وویل: د روان کال په سلواغې میاشت کښې ۱۴ میلیونه ۳۵۶ زره ۹۳ ټنه مالونه چې د ۹ میلیارده ۶۶۸ میلیونه ۶۸۴ زره ډالر ارزښت لري، د ایران او نورو هیوادونو ترمنځ تبادله شول چې د تیر کال د سلواغې د میاشتې په پرتله په کښې د وزن له نظره ۲۶.۳ فیصده او د ارزښت له نظره ۱۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

*/*/*/*/

په ملګرو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي وویل: په افغانستان کښې د ټول شموله حکومت جوړیدل به د نښتو د بندیزدو او په ایران کښې د کډوالو د شمیر د کمیدو او هم به په افغانستان کښې له بشري حقوقو د ملاتړ سبب شي.

«امیر سعید ایرواني» د تیرې اونۍ په چارشنبې د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې د افغانستان حالت ننګونکی وباله او ویې ویل: د ملګرو ملتو د سرمنشي د وروستي رپورټ د اندازې له مخې، د افغانستان څه باندې نیمايي نفوس(کابو ۲۳.۷ میلیونه خلک) په روان ۲۰۲۴ کال کښې انساني مرستو ته اړتیا لري. اقتصادی ستونزې چې په تیر ۲۰۲۳ کال کښې یې ۶۵ فیصده کورنۍ اغیزمنې کړې وې، لاهم په افغانستان کښې د سختې خوراکي ناامنۍ سبب دي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د یو اصلي ګاونډي په توګه لاهم د ناقانوني کډولۍ په برخه کښې له ننګونو سره مخامخ دی او ایران ته د میلیونونو افغانانو راکډه کیدو د ایران په اسلامي جمهوریت باندې له ظالماني بندیزونو سره سره نور اقتصادي دباؤ راوستی دی.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه