ایران په تیره اونۍ کښې
د ته ران راډیو قدرمنو اوریدونکو السلام علیکم! (ایران په تیره اونۍ کښې) د لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو او نن به هم د ایران د تیرې یوې اونۍ ځیني مهم خبرونه او پیښې وڅیړو
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د تیرې جمعې په سهار په تهران کښې د اسلامي شورا د دولسم پړاؤ د انتخاباتو په د دویمې مرحلې په رایه اخیستنه کښې له ګډون وروسته، د انتخاباتو په اول او دویم پړاؤ کښې د توپیر نشتوالي ته په اشارې سره وویل: د دویم پړاؤ اهمیت له وړومبۍ مرحلې کم نه دی او خلک دې د انتخاباتو په دې مرحله کښې په برخه اخیستو سره، پارلیمان بشپړ کړي.
"حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهاي" انتخابات د خلکو د شتون او د هغوي د فیصلې کولو نښه وبلله او ویې ویل: د هیواد په ترقۍ او سترو مقصدونو ته یې په رسیدو د هر میئن کس دنده، په انتخاباتو کښې ګډون دی.
دوي څرګنده کړه: هرڅومره چې راې ډیرې وي، دومره به پارلیمان پياوړی وي او هرڅومره چې پارلیمان مضبوط وي، دومره په هیواد کښې د کار امکان ډیر وي.
د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د انتخاباتو د ویم پړاؤ د تیرې جمعې په ورځ ترسره شوه. دغه انتخابات په ۲۲ حوزو، ۱۵ ولایتونو، ۴۷ ولسوالیو او ۸۱ کلیو کښې ترسره شول او ۹۰ کاندیدانو د ایران د اسلامي شورا د پاتې ۴۵ چوکیو په سر په خپلو کښې سیالي وکړه.
د شورای نګهبان له خوا د انتخاباتو د پایلو له تایید وروسته به، دولسم پارلیمان په ۲۹۰ استازو سره، د راتلونکې غبرګولي میاشتې په اوومه نیټه په رسمي توګه خپل فعالیت پيل کړي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د تیرې اونۍ په دوشنبې هم د حج د یوشمیر مسئولانو او کارګرانو او د بیت الله الحرام د یوه ډله زیارتوالو په ټول کښې، د پروردګار ذکر او د مسلمانانو یووالی او اړیکه، د حج د فریضې دوه ډیر مهم معنوي او ټولنیز عناصر وبلل او د غزې سترې پیښې او د خونړي صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره یې وویل: د سږ کال حج د قران کریم د آیتونو او په رڼا کښې د حضرت ابراهیم علیه السلام د مبارک نوم په یاد سره، باید له نورو کلونو ډیر، د مسلمانانو له دغه جنایتکار دښمن او د هغه له ملاتړو څخه د برائت حج وي.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي، دې ټکي ته په اشارې سره چې د حج فریضه باید د حضرت ابراهیم علیه السلام له مبارکې نامې او د دغه ستر پيغمبر له تعلیماتو ډک وي، د خدای د دین له دښمنانو برائت، له ارزښتناکو ابراهیمي تعلیماتو وباله او ویې ویل: د انقلاب له پيل راهیسې برائت په حج کښې یو جاري رکن پاتې شوی دی خو سږ کال د غزې سترو او عجیبه پیښو ته په پام سره چې له لویدیځ تمدن څخه د راپورته شوې د خونړۍ ټولنې څیره یې له مخکښې نه ډیره په ډاګه کړه، سږنې حج په ځانګړې توګه د برائت حج دی.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د غزې روانې پيښې په تاریخ کښې د تل لپاره پاتې کیدونکې وبللې او زیاته یې کړه: د صهیونیسټي لیوني سپي بوږنونکي بریدونه له یوې خوا او د غزې د خلکو مقاومت او مظلومیت له بلې خوا په تاریخ کښې پاتې کیږي او بشریت ته لاره ښايي چې حیرانونکې او بې مخینې انګازې یې په غیرمسلمه ټولنه او د امریکې او ځینو نورو هیوادونو په پوهنتونوو کښې، د دغه تاریخ جوړونۍ او ځانګړتیا ورکونې نښې دي.
"حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهاي" زیاته کړه: د مسلمانانو د قتل او د هغوي د بې کوره کولو عامل او د هغوي ملاتړی، دواړه ظالمان دي او د خدای تعالی له خوا پرې لعنت کیږي.
دوي همداشان وویل چې البته د ایران اسلامي جمهوریت د نورو نه دی په تمه شوی او نه به په تمه شي خو که اسلامي حکومتونه او ولسونه مرسته او ملګرتیا وکړي نو د فلسطیني ولس خواشینونکی حالت به دوام ونه کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي تیره پنجشنبه وویل: لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار کړ، پوځي توانمنۍ او د نظام د اقتدار عناصر په هیڅ توګه د مذاکرې او معاملې وړ نه دي.
هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې دښمنانو په ځلونو هڅه کړې ده چې د غلبلیو، وژلو او چاودنو په رامینځته کولو او داسې نورو طریقو سره د ایران د ولس د پرمختګ مخه ونیسي، زیاته کړه: د ایران ولس په خپلې فولادي ارادې او په خدای تعالی باندې په توکل او په خپلو شتمنیو باندې په تکیې سره د دښمن ټولې حربې شنډې کړې.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د صهیونیسټي رژیم خلاف د «وعده صادق» خبرداروونکي عملیات د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي اقتدار یوه نښه وبلله او ویې ویل: په انقلابي عقلانیت باندې په تکیې او د زاریو د تګلارې په نه منلو سره د هیواد چارې روانې او مخ په ودې دي.
ولسمشر رئیسي همداشان د داړونکي او لیوه ډوله صهیونیسټي دښمن په وړاندې د غزې تړانګې د خلکو د اووه میاشتنې مقاومت او اودریدنې په قدرونې سره ټیګار وکړ چې په غزه کښې د بې شمیره جنایتونو سره سره د دغې سیمې خلک په خدای تعالی باندې په تکیې سره د میدان ګټونکي دي او صهیونیسټي دښمن به ماتې خوري.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همداشان په دې وروستیو کښې د امریکې او د ځینو نورو لویدیځو هیوادونو په پوهنتونونو کښې د وروستیو پیښو څخه د ژورې خواشینۍ په ښودلو سره، د محصل، استاد، پوهنتون، قانو، د بیان د آزادۍ او د انساني حقوقو د دفاع د حرمت ماتیدل، داسې غمیزې وبللې چې نړیوالو ته یې د لویدیځ تمدن حقیقي څیره څرګنده کړه او له بشري حقوقو او آزادۍ د دفاع په هکله یې د لویدیځ د ادعاؤ د دروغوالي په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو حقانیت ثابت کړ.
«سید ابراهیم رئیسي» په دې خبرې سره چې لویدیځوال په غولونکو شعارونو د خپلې ظالمې او د بشري حقوقو د مخالفې څیرې په پټولو سره، ځان د دغو ارزښتونو مدافع باله، زیاته کړه: د غزې پيښو د لویدیځوالو له څیرې پردې پورته کړه او د امریکایي او غربي محصلینو آګاهانه شتون او اودریدنه به د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او د امریکې د ملاتړونو په وړاندې اغیزناکه روښانتیا او دفاع وي.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر «حسین امیرعبداللهیان» هم تیره چارشنبه په تهران کښې د ایران او ترکیې د پارلیماني دوستۍ د ډلې له مشر کایهان ترکمن اوغلو سره په کتنه کښې ترکیې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر وروستي سفر او د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ د عالي شورا په اتمه غونډه کښې شویو موافقو ته په اشارې سره، په مختلفو برخو کښې د ایکو بهیر مخ په ودې وباله او ویې ویل: د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو اراده، د اړیکو په تیره بیا د دواړو ولسونو د ګډو ګټو په لړ کښې د اقتصادي اړیکو پراختیا ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د غزې په کړکیچ کښې له ترکیې سره د ایران د اسلامي جمهوریت نزدې ملګرتیاؤ ته په اشارې سره، له صهیونیسټي رژیم سره د سوداګري اړیکو په غوڅولو کښې د ترکیې د ولسمشر فیصله یو اغیزناک او ارزښتناک اقدام وباله او ویې ویل: د ترکیې ولس د اسلامي تمدن او کلتور په پراختیا او د انساني ارزښتنونو او اخلاقو په خپرولو کښې ځانګړې ونډه لرلې او نن هم د فلسطین له مظلوم ولسه په ملاتړ کښې موثر رول لوبوي.
د ترکیې او ایران د پارلیماني دوستۍ د ډلې مشر «کایهان ترکمن اوغلو» هم په دغه ملاقات کښې د غزې له مظلونو خلکو د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو په قدرونې سره، د دوه اړخیزو اقتصادي او تجارتي مخ په ودې بهیر او په انقره کښې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په وروستۍ غونډه کښې شویو موافقو ته اشاره وکړه او د دواړو هیوادونو د اړیکو له پياوړتیا یې د ترکیې د پارلیمان ملاتړ ته په اشارې سره، د شته خنډونو په لرې کیدو او د ګډو موافقو په اجرا کښې په بیړې ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر همداشان د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام په هکله په تیرو موافقو کښې د امریکې په بدلوظۍ باندې په ټینګار سره وویل: پکار نه ده چې د ایران او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس ملګرتیا، د امریکې د بې ثباته او متناقضې کړنلارې تر اغیزې لاندې راشي.
"حسین امیرعبداللهیان» د تیرې اونۍ په سه شنبې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس له عمومي منشي «رافائل ګروسي» سره په کتنه کښې چې د ایران په دیرشم ایټمي ملي کانفرنس او د ایټمي ساینس او فن په اولني نړیوال کانفرنس کښې د ګډون لپاره تهران ته راغلی و، زیاته کړه: د آژانس د عمومي منشي د بې پلوه او مسلکي دریځونو غوره کول، د ایران او د دغه نړیوال ارګان له ملګرتیاؤ سره پر موثره مرستې سربیره، په سیمه کښې پایداره امنمیت او ثبات ته په ستنیدو هم اغیزه کوي.
د ایران خارجه وزیر د ایټم بم د کارولو په هکله د صهیونیسټي رژیم د چارواکو ځیني ګواښونه د سیمې او نړۍ صلحې ته یو څرګند ګواښ وباله او د ایټمي وسلو د ډیپو د لرونکي رژيم د چارواکو له خوا د داسې خطرناکو څرګندونو په وړاندې یې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په ډیرې مهمې دندې یې ځانګړی ټینګار وکړ.
*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی