په لویدیځ کښې ټولو ځوانانو ته ۱۱ (د افراطی تفکراتو جرړه لټونه)
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i4981-په_لویدیځ_کښې_ټولو_ځوانانو_ته_۱۱_(د_افراطی_تفکراتو_جرړه_لټونه)
په دې پروګرام کښې د افراطی تفکراتو د جرړه موندنې په عنوان سره لویدیځو ځوانانو ته د ایران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د لیک یوې بلې برخې ته اشاره کوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2016 07:57 Asia/Kabul
  • په لویدیځ کښې ټولو ځوانانو ته ۱۱ (د افراطی تفکراتو جرړه لټونه)

په دې پروګرام کښې د افراطی تفکراتو د جرړه موندنې په عنوان سره لویدیځو ځوانانو ته د ایران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د لیک یوې بلې برخې ته اشاره کوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ګرانو دوستانو (په لویدیځ کښې عامه ځوانانو ته) د لړۍ په یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو. په دې لړۍ کښې لویدیځو ځوانانو ته د حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د دویم لیک څیړنه کو. لکه څنګه چې پوهیږئ د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر لویدیځو ځوانانو ته په خطاب کښې پخپل دویم بیدارونکی لیک کښې د ترهګرۍ د جرړو او د هغه په رامینځته کولو او پیاوړی کولو باندې د لویدیځ د دوه ډوله سیاستونو د اغیزې په هکله خبرې وکړې. حضرت آیت ا... خامنه ای ترهګرۍ د لویدیځ او اسلامی نړۍ ګډ درد وباله او د مسلمانانو خلاف له ترهګرۍ د لویدیځ په ملاتړ یې نیوکه وکړه. هغوی ټینګار وکړ: تر څو چې د لویدیځ پر سیاست دوه ډوله سیاستونه مسلط وی او تر څو چې ترهګری د هغه د قدرتمنو ملاتړو په نظر ښې په ښه او بد ډولونو ویشل کیږی او تر څو چې په انسانی او اخلاقی ارزښتونو باندې د حکومتونو ګټو ته ترجیح ورکوله کیږی، تر هغې د ترهګرۍ او تشدد جرړې په بل ځاې کښې لټول نه دی پکار.

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دغه لیک کښې ټینګار کړی چې ترهګری او تندلاریتوب عقیدتی جرړې نه لری او ویې ویل: که ستونزه په رښتیا عقیدتی وی نو پکار وه چې د استعمار له زمانې مخکښې هم په اسلامی نړۍ کښې داسې ښکارندې لیدل شوې وې په داسې حال کښې چې تاریخ، د دې په اپوټه ګواهی ورکوی. د تاریخ جوت مستندات په ډاګه ښودنه کوی چې له یوې افراطی او ترټل شوې مفکورې سره د استعمار ګډیدا څرنګه په سیمه کښې او هغه هم د یوې بدوی قبیلې په زړه کښې د تندلاریتوب تخم وکره. ګنی نو څنګه ممکنه ده چې د نړۍ یو ترټولو زیات اخلاقی او انسانی دینی مکتب چې پخپل بنیادی متن کښې د یو انسان وژل د ټول بشریت وژل ګڼی، د داعش په شان یو ګند راووځی؟

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د خپلو خبرو په دې برخه کښې په هغه حقیقت ټینګار کوی چې د لویدیځ ټولې رسندوی قواوې یې د پټولو هڅه کوی. د لویدیځ تبلیغاتی لاوډسپیکرې نن سبا هڅه کوی چې د غولونکو او غیرحقیقی تفسیرونو او تحلیلونو په وړاندې کولو سره اسلامی تفکرات د تشدد او افراط پالنې سرچینه ښایی. په لویدیځو رسنیو کښې داعش د اسلامی دولت په نامه یادیږی او د دغو رسنیو کتونکی یا مخاطب د داعش ترهګرې ډلې جنایتونه د اسلام او مسلمانانو کار ګڼی. خو داش او د دغې ډلې شرمونکی کارونه په اسلام پورې څه اړه لری؟ دا پوښتنه د هغه چا لپاره چې د اسلام په لمن کښې روزل شوی او د انسان کرامت او د هغه د سر او مال او آزادۍ حرمت یې په قرآنی تعلیماتو کښې پیژندلی وی، یو روښانه ځواب لری او هغه ځواب دا دی چې، داعشی ترهګر په اسلام پورې هیڅ تړاو نه لری.

تاریخ ګواه دی چې د هر الهی او انسانی مکتب ترڅنګ تل ځینې داسې ډلو شتون لرلی دی چې د افراط یا تفریط لاره غوره کوی. البته اسلام هم له دې قاعدې مستثنی نه دی پاتې خو له نورو مکاتبو سره د اسلام فرق دا و چې د محتوایی بډایه توب او نه تحریف شوې او یقینی سرچینې یعنې خدایی کتاب قرآن کریم په وجه افراطونه او تفریطونه تل په څنډه کښې وو او د بهیر جوړونې قدرت یې نه دی لرلی. حضرت آیت ا... خامنه ای په دې لیک کښې اشاره کړې چې تاریخ ښودنه کوی چې له یوې بدوی قبیلې سره د استعمار یوځاې کیدو په سیمه کښې څنګه د تندلاریتوب جرړه خوره کړه. د دې دقیقې اشارې تعقیبونه د ترهګرۍ په جرړه موندلو کښې له مونږ سره مرسته کوی شی.

د تکفیری وهابیت د بڼه نیونې تاریخ ته یوه کتنه د دې بحث د بشپړولو لاره خلاصوی. له اسلامه کابو څلور سوه کاله وروسته د ابن تیمیه په نامه یو کس د ایمان او کفر یو تعریف وړاندې کړ چې له مخې یې ډیر مسلمانان د دین له دایرې وتلی وو. د هغه افراطی افکار د اسلام له سوچه تعلیماتو او د پیغمبراکرم(ص) له سیرت سره دومره مخالف وو چې ډیر زر د مسلمانانو او د مختلفو اسلامی مذهبونو د علمانو د جدی مخالفت په وجه پیکه شول. خو څلور سوه کاله پس بیخی هغه وخت چې برطانوی استعمار په اسلامی هیوادونو باندې د سلطې په لټه کښې و، دا تفکر بیا راژوندی شو څو د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې وړومبۍ کرښه راښکاږی. برطانیې د مسلمانانو وحدت او یووالی خپلو سلطه غواړو اهدافو ته د رسیدو په وړاندې ترټولو ستر خنډ ګڼه او د مسلمانانو د وحدت د ختمولو لپاره د لاروچارو په لټه کښې و. تاریخ ښودنه کوی چې انګلستان په دغه زمانه کښې اسلامی هیوادونو ته د خپلو جاسوسانو په لیږلو سره هڅه کوله چې د اسلامی امت ترمینځ د تفرقې اچولو لپاره ضروری معلومات ترلاسه کړی او د زمانې او اوږدو کښې د اسلامی امت ترمینځ د تفرقې او د هغه د کمزوری کولو لپاره پلانونه وکړی.

د ابن تیمیه انحرافی او خرابونکی تفکرات چې زیاتره مسلمانان یې د وژلو وړ ګڼل، څلور پیړۍ وروسته د ډیرو استعمارګرانو لپاره د پام جلبونکی وو. په هغه زمانه کښې د محمد بن عبدالوهاب په نوم یو تندخوی او کم تعلیمه ځوان و چې تکفیری رایو ته یې ګروهنه لرله. د دین په چارو کښې د هغه سپین سترګې توب، کم سوادی او خپل سری سبب شوه چې انګریز جاسوسان هغه د انګلستان د استعماری موخو لپاره د ډیرې غوره مهرې په توګه وپیژنی. هغه د محمد بن عبدالوهاب افکار او فعالیتونه په مختلفو لارو سم کړل حو د دغو بې لارې افکارو په پیاوړی کولو سره چې د اسلام د دین له تعلیماتو سره په څرګند تضاد او ټکر کښې وو، د مسلمانانو ترمینځ د فتنې او تفرقې اور غرغنډه شی.

پس له دې چې محمد بن عبدالوهاب د انحرافی او تکفیری عقایدو په وجه د دین د عالمانو او حتی د خپلې کورنۍ لخوا وترټل شو، د انګریزانو په لمسه او ملاتړ سره په حجاز کښې (درعیه) ته لاړ. په درعیه سیمه کښې یوه صحرا میشته قبیله اوسیده چې اوښان او غوایان به یې ساتل چې له ډیر فقر او سختۍ سره مخ وو. د درعیه سیمې مشر یعنې محمد بن سعود چې کله پوه شو چې په تکفیری افکارو سره نورې مسلمانې قبیلې او د هغوی قافلې لوټلی شی نو د محمد بن عبدالوهاب هرکلی یې وکړ. ځینی تاریخ څیړونکی باوری دی چې د درعیه واکمن د انګلستان لخوا د پیسو له لارې له ابن عبدالوهاب سره اتحاد ته وهڅیده.

له دغه اتحاد او انډیوالۍ وروسته ابن عبدالوهاب د انګلستان په مالی او د وسلو په ملاتړ سره له ابن سعود سره یوځاې یو لښکر جوړ کړ چې د مسلمانانو خلاف یې ډیر جنایتونه وکړل. په کربلا باندې حمله او په نیمه ورځ کښې د دغه ښآر د لږترلږه دوو زرو کسانو وژل او د حضرت امام حسین علیه السلام د حرم لوټل او ورانول او هم په مدینې منورې باندې حمله، د اهل بیتو علیهماالسلام او د اسلام د دین د بزرګانو د پاکو روضو ورانول او د مسلمانانو قتل و غارت د وهابی آل سعود له هغو جنایتونو وو چې په اسلامی ټاټوبو کښې یې ډیره ویره واکمنه کړه. له دغو جنایتونو وروسته عثمانی امپراطورۍ په ۱۸۱۸ میلادی کال کښې د درعیه په وهابی او سعودی حکومت حمله وکړه او هغوی ته یې ماتې ورکړه.

که څه هم تشدد غواړی وهابیت په ۱۸۱۸ کال کښې له مینځه لاړ خو د انګریز استعمار په مرستې سره ډیر زر بیا راژوندی شو. په ۱۸۶۶ کال کښې سعودی وهابی حکومت له برطانیې سره د (دوستۍ) تړون لاسلیک کړ. برطانیه په هغه زمانه کښې د خپلو استعماری جنایتونو په وجه د ټولو مسلمانانو د کرکې وړ وه. وهابی-سعودی حکومت د پیسو او وسلو د ترلاسه کولو په بدل کښې موافقه وکړه چې په سیمه کښې د انګلستان له استعماری چارواکو سره ملګرتیا او همکاری وکړی. دغه تړون یولړ نارضایتۍ رامینځته کړې او د آل سعود د دویمې نابودۍ سریزه یې برابر کړه. په کال ۱۸۹۱ میلادی کښې عثمانی امپراطورۍ یوځل بیا په ریاض برید وکړ او د وهابی سعودی کورنۍ یې نابوده کړه. له هغه وروسته آل رشید کورنۍ په عربستان واکمنه شوه.

د شلمې پیړۍ په پیل کښې په جزیرة العرب کښې د برطانیې استعماری سټراټیجی له یوې ګړندۍ څرخیدنې او چټکې رودې سره مل وه. برطانیې د عثمانی امپراطورۍ د بشپړې نابودۍ لپاره پریکړه وکړه چې د سعودی-وهابی حکومت له هغو پاتې شونو څخه له مخکښې نه زیات ملاتړ وکړی چې کویت ته تښتیدلی وو. په ۱۹۰۲ کال کښې د برطانیې په مالی او تسلیحاتی ملاتړ او اډانې سره وهابی عبدالعزیز د ټول ریاض د نیولو توان درلود. د ریاض ښار له نیولو وروسته د هغوی وړومبنی بوږنونکی کار د ښار په میدان کښې د مخالفانو د سرونو په پرې کولو سره د هغه ځاې په اوسیدونکو کښې د رعب او ویرې رامینځته کول وو. افراطی او تندلارو وهابیانو ۱۲۰۰ کسان په دغه ځاې کښې ووژل او ویې سوزول.

په دغه وخت په لویدیځ کښې د (ابن سعود) نوم پیژندل شوی و. ملک عبدالعزیز وهابی پخپلو انګلیسی اربابانو کښې ډیر محبوب شو. د برطانیې ډیرو چارواکو او د فارس خلیج په عربی سیمه کښې د هغه استازو له هغه سره ډیر ملاقاتونه او تعاملات درلودل او په خلاص زړه یې ورته پیسې او وسلې ورکولې او ورته به یې فکری سلامشورې هم ورکولې. په دې پړاو کښې سر پرسی کاکس، کپتان پریډاکس، کپتان شکسپیر، ګرټرود بل او هیری سنټ جان فلیبی د برطانیې هغه چارواکی او سلاکاران وو چې د عبدالعزیز د حکومت د ټینګښت او پراختیا لپاره به یې هره ضروری مرسته کوله. د انګلستان د وسلو، پیسو او سلاکارانو په کارولو سره عبدالعزیز د عربستان ټاپووزمې ډیره برخه په بې رحمانه طریقې د سعودی-وهابی بیرغ لاندې راوستله چې نن سبا د سعودی عربستان په نوم پیژندل کیږی.

داشان په یوه بدوی قبیله کښې له یو ترټل شوی تفکر سره د استعمار د یوځاې کیدو له وخته د ټولو اسلامی مذهبونو خلاف تندلاریتوب او تشدد غوښتنه په یو ورانونکی بهیر بدله شوه چې د زمانې په هر پړاو کښې په یو ډول د استعماری اهدافو په خدمت کښې راغله. وهابیت یو اسلامی مذهب نه دی بلکې هغه انحرافی او بېلارې شوې ډله ده چې د اسلام له راتلو اته پیړۍ وروسته د خاصو اهدافو لپاره جوړه شوې او ملاتړ یې شوی دی. اوس دا بهیر د اسلامی نړۍ خلاف د پیړیو پیړیو له جنایتونو او خیانتونو وروسته بیا هم د اسلام د څیرې د خرابولو او د مسلمانانو د نسل وژنې په لړ کښې د امریکې او لویدیځو حکومتونو په څرګندو او پټو ملاتړونو سره باور نه کیدونکی جنایتونه کوی. خو لویدیځ حکومتونه د مسلمانانو خلاف د دغو ترهګرو ډلو په جنایتونو سترګې پټوی خو په لویدیځ کښې د ترهګرو حملو په اړه اندیښنه څرګندوی.

دوستانو په راتلونکی پروګرام کښې به په دې اړه لازیات معلومات درکړو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی