ایرانی شخصیتونه، نړیوال ویاړونه (۱۶۰)
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i77721-ایرانی_شخصیتونه_نړیوال_ویاړونه_(۱۶۰)
بهاءالدین ولد، محمد بن حسین خطیبی، چی په بهاءولد «سلطان العلماء» مشهور ؤ، په شپږمی او اوومی هجری قمری پیړۍ کی د خراسان د عارفانو؛ واعظانو او د صوفیه مشایخو له جملې څخه ؤ، او د ایرانی ستر عارف او شاعر« جلال الدین محمد مولوی » پلار دئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2018 12:27 Asia/Kabul
  • ایرانی شخصیتونه، نړیوال ویاړونه (۱۶۰)

بهاءالدین ولد، محمد بن حسین خطیبی، چی په بهاءولد «سلطان العلماء» مشهور ؤ، په شپږمی او اوومی هجری قمری پیړۍ کی د خراسان د عارفانو؛ واعظانو او د صوفیه مشایخو له جملې څخه ؤ، او د ایرانی ستر عارف او شاعر« جلال الدین محمد مولوی » پلار دئ.

د بهاءالدین پلار«حسین بن احمد خطیبی» د خپل وخت ستر شخصیت او علامه ؤ. د بهاءولد کورنۍ په بلخ کی ژوند کاوه. بهاءولد؛ په ۵۴۶ هجری ق کال کی، په بلخ کی چی د خراسان له مهمو ښارونو څخه ؤ، په یوه نامتو او زاهده کورنۍ کی،زیږیدلئ دئ. بهاءولد، د خپلو نیکه ګانو په مخینی باندی د فادار پاتی کیدو لپاره، په بلخ کی د تبلیغ کولو او مفتی توب په کار لګیا ؤ، او د خپل وخت د واعظانو د معمول دود سره سم یی، د خراسان؛ ماوراءالنهر؛ ترکستان؛ وخش؛ سغد؛ ښارونو او د خوارزم سیمی ته سفر کاوه. هرځای ته چی ورته؛ او په هر ښار کی د استوګنی په موده یی په مسجدونو کی موعظه کوله، او په مدرسو کی یی درس ورکاوه، او حتی د صوفیانو د راغونډیدو مرکزونو«خانقاګانو» ته ورته. موعظی او ویناوی یی ګرمی او له شور څخه ډکی وې، او درسونه یی هم داسی جاذبه درلوده، چی د هغه څه سره یی چی د نورو عالمانو او فقیهانو د درس په حوزو کی مروج ؤو؛ د پام وړ توپیر درلود. په تذکرو کی لیکل شوی، چی بهاءولد د هغې غصې او رنځ له کبله چی یی د  خوارزمشاه د ظلم او زور زیاتۍ له کبله درلود، او همداراز په ایران د مغولو د حملې د خبر د اوریدو له کبله، تصمیم ونیو چی له بلخ څخه هجرت وکړی. بهاءولد، یوه موده له خپلې کورنۍ او مریدانو سره په عراق او شام کی اوسیده، او پسله هغه د صغیری  آسیا ختیځو سیمو ته لاړ. پدغو سیمو کی، د فارسی ژبه؛ د خبرو اترو او د لیکلو او لوستلو ژبه وه، له همدی کبله د هغه د موعظی غونډې د عامو پرګنو د هرکلی وړ ګرځیدلې.

سلطان العلماء« بهاءولد »، مختلفو ښارونو ته له اوږدو او لنډو سفرونو وروسته، بالآخره د لارنده په ښار کی؛ چی په اوسنۍ ترکیه کی فرامان یادیږی، لاړ او پدی ښار کی استوګن شو. پدغه سیمه کی د فارسی ژبی رواج والی ته په پام سره، د هغه د وینا او درس غونډو، زیات شمیر مریدان د هغه په شاوخوا راټول کړل. د سفر او مهاجرت کولو پدغو ټولو کلونو کی د لارنده ښار، لمړنئ ځای ؤ چی د بهاءولد د اوږدی مودی اقامت او درس ورکولو لپاره مساعد ؤ. د دغه ښار حاکم، د علاءالدین کیقباد تابع ؤ، او دغه ښار ته د بهاءولد په ورتلو سره یی یوه مدرسه د هغه  په نامه کړه. نوموړئ ښار ښکلئ ؤ او زیاتی اوبه یی درلودلی، او د بیزانس د قدرت د زمانی، او حتی د لرغونی یونانیانو د دورې ښکلی آثار د هغه په کوڅو او بازار کی لیدل کیدل.

دغه ښار؛ چی په ځلونو د صلیبیانو تر تیری لاندی نیول شوئ ؤ، پدی وخت کی د اسلام خاوره وه، او د بهاءولد او د هغه د یارانو لپاره د موعظی؛ درس ورکولو او ژند کولو لپاره مناسب ځای ؤ.  د هغې مدرسې چارو ته رسیدګی کولو؛ چی د نوموړی لپاره جوړه شوې وه، او په درس ورکولو لګیا کیدو، بهاءولد دومره پدی چارو پوری پیلئ کړئ ؤ، چی د دغه ځای ښار ته؛ چی د سلطان سلجوقی پایتخت ؤ؛ د سفر کولو لپاره د قونیه مشرانو بلنه ونه منله.

 په لارنده کی د بهاءولد او د هغه د ځوان زوی« جلال الدین محمد بلخی» د استوګنی ټول کلونه؛ د موعظی، او درس په ګڼه ګونی او د زیات مخاطب لرونکو غونډو کی تیری شوې. پدی منځ کی د روم سلطان؛ علاءالدین کیقباد اول سلجوقی بلنه او ټینګار، قونیی ته د بلخ د سلطان العلما د هجرت سبب شوه. علاءالدین کیقباد سلجوقی؛ چی په ارزنجان، ملطیه او لارنده کی یی د بهاءولد د شهرت او د ټولو پرګنو له خوا د هغه د قبول لرلو آوازه اوریدلې وه، د دغه ایرانی واعظ؛ مفتی او مدرس د لیدلو علاقه درلوده. قونیه؛ چی په هغه وخت کی د روم سلجوقیانو پایتخت ؤ، د بلخ؛ نیشابور؛ او د هرات د مروی په شان ځایونو، د هغه وخت د علم او کلتور یو ستر مرکز ګنل کیده. بوډا مولانا؛ سره له دې چی پدی مهال یی د سپین ژرې توب مشکلات او دردونه، د اوږدو سفرونو په وړاندی خنډ بلل، خو د سلطان سلجوقی د بلنې په  منلو کی شک ونه کړ. ځوان مولانا هم؛ چی خپل بوډا پلار یی یواځی نشوای پریښودای، له هغه سره پدی سفر کی؛ چی له ایران څخه د بهاءولد په هجرت کی ورستئ مزل او سفر ګنل کیده، او د ۶۲۶ کال په حدودو کی بڼه ونیوله؛ ملګرتیا وکړه.

د روم سلجوقیانو په پایتخت کی، له بهاءولد او د هغه له کورنۍ څخه په شور او ولولې سره هرکلئ وشو. حتی ویل شوی دی، چی سلطان سلجوقی چی پدغو کلونو کی یی د ځوان خوارزمشاه« جلال الدین منکبرتی » سره په جګړه کی، ستر بریالیتونه تر لاسه کړی ؤو؛ پخپله د بهاءولد او د هغه د کورنۍ هرکلی ته ورغلئ دئ. هغه په ګرمۍ او مهربانۍ سره د خراسان دغه بوډا عالم په غیږ کی نیولئ، او د بهاءولد لاسونه یی د مریدانو په شان ښکل کړی دی. په تذکرو کی لیکل شوی دی؛ چی د بازار کاسبان او د قونیه پرهیزګاران، تر لیری واټن پوری له ښاره بهرو برخو ته، د شیخ د بدرګی لپاره لاړل. هغوی؛ له دې کبله چی بزرګواره عالم او نامتو موعظه کونکئ به، د هغوی په ښار کی د ښو او صالحو کسانو ملاتړئ؛ او د فاسدو او ظالمو پرګنو په خلاف مقابله کونکئ شی، خوشحاله ؤ. ویل شوی دی؛ چی حتی د قونیه ښار عالمان او فقیهان، چی له یو بل سره یی ډیر اختلاف

او تضاد درلود، له دې څخه چی یو با تجربه او با عظمته عالم د هغوی پیشوایی وکړی، او د هغوی اختلافات پخپلو عالمانه قضاوتونو سره پایته ورسوی، خوشحاله ؤو، او د هغه له ورتلو څخه یی رضایت او خوښی ښودله. د سلطان سلجوقی له خوا، قونیی ته د سلطان العلما« بهاءولد» د ورتلو په ویاړ، یوه شانداره میلمستیا جوړه شوه.

 بهاءولد په قونیه کی هم، د بغداد په شان په مدرسه کی استوګن شو، او د قونیه ښار د مشرانو او عالمانو له بلنې سره سره، د اشرافیانو کورونو او د سلطان سلجوقی سرای ته نه لاړ، او همدغه مسئلې؛ د ټولنی په ټولو پرګنو کی د هغه عزت او دبدبه زیاته کړه. د سلطان سلجوقی له نږدیو کسانو څخه؛ امیر بدرالدین ګهرتاش، چی د وسلو ساتونکئ هم ؤ؛ د سلطان العلما لپاره یوه مدرسه جوړه کړه، چی له بهاءولد وروسته، د خداوندګار د مبارکی مدرسی په نامه، د هغه د زوی« مولانا جلال الدین بلخی » د درس ځای شو.

پدې دوره کی،«قونیه» د سلطان سلجوقی د پایتخت په توګه، د فارسی ژبی د شاعرانو،  پوهانو او لیکوالانو د را ټولیدو ځای ؤ، او فارسی ژبه د دولتی ادارو ژبه هم وه، او د بغداد خلیفه له دربار او یا د مصر یا شام له واکمنانو پرته، له نورو سره په عربی ژبه؛ مکاتبه نه کیدله. د درباریانو او د اداری کسانو ژبه؛ فارسی وه او عالمانو، صوفیانو، شاعرانو او تاریخ لیکونکو هم پدې ژبی خبری او لیکنی کولې. ویل شوی؛ چی د ښار د زیاتره اوسیدونکو ژبه هم فارسی وه.

 بهاءولد، چی ورو ورو بوډاتوب ته رسیدلئ ؤ، نور نو نشوای کولای په آقشهر او لارنده کی د اوسیدو د کلونو په شان، د موعظې او وینا کولو منظمی غونډی ولری، له همدې کبله یی د درس له غونډو سره چی لږ ګډونکونکی یی درلودل، لا زیاته علاقه ښودله، خو هرکله چی یی د موعظې کولو غونډه جوړوله، پخپلو مخاطبانو کی یی ډیره ولوله او شور رامنځته کاوه. د ښار صوفیانو؛ فقیهانو او بوډاګانو د هغه له دغو غونډو سره خاصه دلچسپی لرله، او د هغه ملامتونکئ او آمرانه لحن او د خبرو ډول یی، چی په حوزه کی د امر باالمعروف او نهی عن المنکر په چارو کی په کار وړل کیده خوښاوه، او په علاقې سره یی اطاعت کاوه. هغه څه؛ چی بهاءولد د«الله ج» په باره کی د موعظې په مقام کی ویل، او هغه څه چی یی د مخاطبانو لپاره د شوق او د وصل الهی د لرلو د ضرورت په هکله څرګندول؛ د آښنایۍ او مینی بوی درلود، او د ټولو په زړونو کی یی ځای نیوه. حتی؛ په هغو ورځو کی چی د بوډا توب له کبله یی، خپل مریدان او علاقمنان کور ته رابلل، د ستړیا او ناتوانۍ سره سره یی؛ پخپلو ورو خبرو سره چی اوریدل یی ډیر ګران ؤو، مریدان په شور او شوق کی ډوبول. د بهاءولد ویناوی، د هغوی لپاره له روح؛ شوق او زوږ څخه ډکی وې، که څه هم د هغه د عمر ډیوه، ورو ورو د خاموشۍ په حال کی وه. باالآخره په هغه باندی مړینه؛ چی پخپلو ویناؤو سره یی د ژوندون شوق خوراوه، برلاسی شوه، او په ۶۲۸ هجری ق کال کی، په ۸۳ کلنۍ کی د پرودګار امر ته غاړه کښیښوده، او له خاورینی نړۍ څخه یی سترګی پټی کړې.

د قونیه اوسیدونکو؛ چی د بوډا پیښوا په هرکلی کی یی هومره زیاته خوشحالې او شور ښودلې وه، ابدی کورته د هغه د بدرګی لپاره یی په ډیرې غصې او بی تابۍ سره وژړل. سلطان سلجوقی؛ یوه اونۍ عمومی ماتم اعلان کړ. پدی ماتم کی عالمانو؛ او د ښار مشرانو د خراسان له دغه اوسیدونکی ایرانی واعظ او مبلغ سره خپله علاقمنی وښودله. د ښار عالمانو او مشرانو، ډیر ژر د هغه قبر، د نوموړی د مینانو او دوستانو لپاره په زیارتګاه بدل کړ، او یوه روضه او بارګاه یی پری جوړه کړه.