د وحدت اونۍ ،داسلام دګران پيغمبر پاک سیرت او ځانګړنې 2
= دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو یو ځل بیا درته د رسول ا... بزرګوار د نیکمرغه میلاد په مناسبت مبارکي وائي ، دوستانو د وحدت اونۍ په مناسبت مو درته درته دپروګرامونو دلړۍ یو په زړه پورې مطلب برابر کړی ، چې درسره ئې شریک کوو. داسلام دګران پیغمبر د نیکمرغه زوکړې کلیزه مو مبارک شه ....
= دوستانو په مدینې منّورې ښار کې داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دشتون لس کلنې مودې ، په اسلامی ټولنې کې د یووالي او ورورولۍ یو ولولناک او بې مخینې مثال نندارې ته وړاندې کړ.دغه بیلګه دادی اوس د هغو ټولو زړۀسواندو او مصلحانو په وړاندې ده ، چې د بهرنیو دښمنانو او دهغوی ځینو داخلي پيّلو لاسپوڅو په وړاندې په اسلامی نړۍ کې په وحدت او یوزړتوب رامینځةکونې پسې دي .
= دوستانو په یوې داسې زمانې کې ژوند کوو ، چې د اسلامی نړۍ د اتحاد د داخلي او بهرنیو مخالفانو هڅې اوملګرتیاوې له بل هر وخته زیاتې شوي دي . په دغه شان شرائطو کې د ربیه الاول له دولسمې نیټې تر اولسمې نیټې پورې د وحدت اونۍ دنومولو په باب د اسلامی جمهوری نظام د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني نوښت خپل اهمیّت نندارې ته وړاندې کوي . که څه هم داسلامی امت اوسنی وضعیّت، ممکنه ده وحدت نه شونی وبریښوي ، خو باید هیره نشي ، چې مسلمانان دانسجام او پيوستون لپاره ډير مشترک ټکي لري چې یو تر ټولو مهم ئې داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دی . بې شکه په مدینې منورې کې دمتحدې اسلامی ټولنې په جوړولو کې د هغه بزرګوار سیرت او روده، د مونږ دزمانې پشمول د درستو زمانو او وختونو لپاره یوه ځلانده او داستناد وړ بیلګه ده . لکه څنګه چې په قرآن مجید کې خداوندمتعال د احزاب سورئې په ۲۱آیت کې فرمائي ؛؛
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا ﴿۲۱﴾
بې شکه د خداي درسول په سیرت کې د تاسو لپاره بیلګه او دهغو کسانو لپاره دنیکۍ سرمشق او مانوره ده چې خداي پاک او قیامت ته امید لري او خداي ډير یادوي :::::
اوس هم په مدینې منوّرې کې د پخپل لس کلن حکومت په مودې کې داسلام دګران پیغمبر د وحدت بخښونکو ځانګړنو ارزونه کوو او تاسو ته ئې د آوریدو بلنه درکوو .
*******************
له بل هر شي مخکې باید پوه شو چې رسول ا... بزرګوار په داسې شرائطو کې په مدینې منورې کې د ټولنې د لارښونې بیړه په اوږو اوچته کړې ،او د اتحاد په لور ئې کاږلي،چې دعربانو بیلابیلو قبایلو او قبیلو نه یوازې له یوه بل سره اختلافات درلودل،بلکې سره ئې نښتې او جنګونه هم درلودل . یوازې په مدینې ښار کې،د اوس او خزرَج دوو قبیلو له څه دپاسه یو سل شل کلنې کینې او دښمنۍ درلودې . خرافات او تعصوبونه خپل اوج ته رسیدلي وو ، دپيغمبر اکرم د آکا زوی جعفر بن ابی طالب چې له یو شمیر مسلمانانو سره ئې حبشه ته هجرت کړی ؤ ، د خپلې ټولنې وضعیّت ددغه هیواد دپاچا لپاره داسې بیانوي ، مونږ هغه خلک وو،چې دجاهلّیت پّ دوران کې مو بُتان منل ، مردارې مو خوړلې،ځيړ او بد کارونه مو کول ، پر چا مو رحم نه درلود، له خپلو ګاونډیانو او متحدانوسره مو بد چلندونه درلودل ،دمونږ ځواکمن د بې وسو شتمنۍ نغَرلې،د مونږ وضع همدا وه تر دې چې خداي له مونږه یو پيغمبر چې بې شکه دهغه امانتداري ، پاکي او تقوا پيژندو،دمونږ په لور راولیږۀ. هغه مونږ دخداي وآخوا ته دعوت کړوو ، څو هغه په وحدانیّت وپيژنو..... په دغه شان له فساده په ډکې او تیت پرکې ټولنې کې، چې یو واحد حاکمیّت نه ؤ ، نو پیغمبر نیّت درلود، په مدینې منورې کې د اتحاد او انسجام لپاره ، په خداي د ایمان په چورلیزتوب لپاره یوه بیلګه رامینځةکړي .
*******************
= دوستانو ترڅو چې دیوې ټولنې فرهنګ او ذهنیّت بدل نشي ، نو په خلکو کې یووالی او یوزړتوب رامینځةکیدا هیڅ امکان نه لري . په همدې دلیل ، حضرت محمد مصطفی(ص)ټول د خداوندمتعال پر چورلیزتوب اتحاد ته وبلل او دوي ئې د یوه واحد خداي عبادت او د هغه د وحدت پالو او غوټه پرانیستونکو فرمانونو اجرا ته دعوت کړل ، لکه څنګه چې دقرآن کریم د آل عمران سورې په یو سل دریم آیت کې راغلي دی ؛؛؛؛
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۰۳﴾
د خداي په رسۍ منګولې ښخې کړئ او تیت پرک مه کیږئ او دخدای نعمتونه یاد کړئ،او باید یاد ولرئ چې څرنګه د یو بل دښمن وائ،او هغه د تاسو د زړونو ترمینځ مینه رامینځةکړه او دهغه د نعمت په برکت سره ، سره وروڼه شوائ ::::
په دې توګه دمدینې خلک د خپل فطرت په اساس په شوق،ولولې او ګروهنې سره،د خداوند متعال او د هغه درسول بزرګوار پر چورلیزتوب راغونډ شول او په دې باؤر ول،چې د هغوي د خبرو په اساس،وحدت او یووالی د رحمت زمینه او د عذاب د ختمولو لامل دی ....
البته پيغمبراکرم(ص)د توحید دلوړاوي او په پروردګارعالم باندې په ایمان باندې دانسجام په خاطر له یو لړ خنډونو سره مخامخ ؤ چې په هغو کې ترټولو مهم قومي تعصبات او توکمیز او قبیله اي ،چټي او وراستۀ ویاړونه وو . هغه په خبرو او عمل کې له دغه شان جاهلو افکارو سره سخت چلند وکړ او یوازې تقوا ئې پر نورو دبرلاسي لپاره معیار وګرځوله او وې فرمائيل ؛ مسلمانان سره وروڼه دي او له تقوا پرته ،هیڅوک پر بل برلاسی نه لري ، ::: هغه بزرګوار حضرت بلال حبشي خپل مؤذن وګرځوۀ او داسې ډير کسان ئې چې څه خاص اصل او نسب ئې نه درلود، په بیلابیلو مسئولیّتونو او دندو وګمارل او د هغوي درنښت ئې وکړ . شاید په دغو کسانو کې تر ټولو مهم سلمان فارسي وي ، چې پيغمبر اکرم د هغه په باب ډير لوړ تعبیر لري او فرمائي؛ سلمان له مونږ اهل بیتو څخه دی ::::
یوه ورځ سلمان فارسی دپیغمبر اکرم له څو اصحابو سره یو ځای ناست ؤ او هر چا د خپل اصل او نسب خبره کوله او پرې ئې ویاړ کاوۀ.. کله وار د سلمان راورسید،په متواضع انداز او هوښیارۍ سره ئې دغه شان ځواب ورکړ ؛ دما نامه سلمان دی او د خدای د یوه بنده زوی یم . ګمراه وم ، خداوندمتعال د حضرت محمد(ص) په وسیله دما لارښونه وکړه،فقیر وم او خدای پاک دمحمد (ص) په وسیله زه بې نیازه کړم ، مریّۀ وم خداوندمتعال د محمد (ص)په وسیله آزاد کړم ، دا د ما اصل او نسب دی :::: کله دغه خبر دپیغمبر غوږونو ته ورسید، نو پیغمبر اکرم دهغه دخبرو په تائيدولو سره ،، نور کسان دتوکمیزو او قبیله اي تعصباتو له ښکاره کولو منع کړل او دبرلاسي نښه ئې دین او تقوا ،میړنتوب ، اخلاق او فهم وبالۀ.
*********************
= دوستانو د اسلامی او ټولنیز وحدت د رامینځته کولو لپاره ټول خلک باید فعال شتون ولري. په داسې حال کښې چې د هم هغو جاهلانه او غلطو رسمونو په بنیاد ډیرو خلکو د ډیرو وړو انساني امتیازاتو له لرلو پرته د مرئیانو په توګه ژوند تیروه او ورسره به سخته بې انصافي او تبعیض کیده.
د اسلام ګرانقدره پيغمبر(ص) به په خپلې وینا او عمل سره مرئیان او بې وزله کسان د بادارانو او پانګه والو دیني وروڼه معرفي کول او خپله به د هغوي په ټول کښې کښناسته او د هغوي په شان جامې به یې اغوستې او ژوند به یې تیروه. دوي به د مرئیانو باداران له هغوي سره ښه سلوک کولو ته هڅول او د مرئیانو آزادولو ته به یې هڅول. د هغه حضرت دې خبرو او اقداماتو د مدینې د هغه وخت په ټولنیز چاپیریال حیرانونکې اغیزې وکړې. داشان چې یوه ورځ یو مالداره کس په ډیرو ښو کالیو سره د رسول ا... مبارک په خدمت کښې ناست و چې یو بې وزله او غری سړی یې په خوا کښې کښیناسته. مالدار سړي خپلې جامې راغونډې کړې څو د فقیر سړي له جامو سره ونه لګي. رسول اکرم(ص) هغه مالدار سړی ورټه. هغه چې ډیر خجل شوی و، ویې ویل چې خپله نیمه پانګه دغه غریب سړه ته ورکوي خو هغه قبوله نه کړه او ویې ویل: ویریږم چې د دې کس کبرجن روحیات په ما کښې هم رامینځته شي.
د یو داشان کلتور نتیجه چې د مال او پانګې برتري نفي کوي او تقوا او پرهیزګاري اصل ګرځوي، په ټولنه کښې د عدالت او مساواتو روح پوکل دي چې په دې بڼه کښې د غلام او ارباب او د فقیر او غني په شمول ټول خلک ځان د ټولنې په برخلیک کښې مسئول او د وحدت په ساتنې ژمن ګڼي.
د خدای ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د داشان فکري او کلتوري بدلونونو په رامینځته کولو سره د مدینې د اسلامي ټولنې د یووالي او پیوستون لپاره خپل مهم هدف ته د عمل جامه واغوندي. دوي مدینې ته د رسیدو په ابتدا کښې سیاسي تشکیلات رامینځته کړل ځکه په دې حقیقت پوه و چې د مرکزیت او حکومت له شتون او د ټولنې په چارو له احاطې پرته به وحدت او یووالي ته د خلکو د بلنې امکان ډیر ګران وي. هم هغه ډول چې فرمايي: د الهي واکمنانو اطاعت وکړئ او حکم ته غوږ نیسئ ځکه چې د مشرتابه اطاعت د اسلامي امت د وحدت سبب کیږي.
د مدینې د چارو په ښه توګه د اداره کولو او نظم ورکولو او د خلکو ترمینځ د اتفاق او اتحاد رامینځته کولو لپاره د رسول اکرم(ص) یو بل مهم اقدام هغه تړونونه وو چې په مدینه کښې د موجودو قبایلو او ډلو اړیکې یې برابرولې او د یووالي لاره یې هواروله. دغو تړونونو د مدینې د قبایلو، مهاجرینو او د دغه ښار د اوسیدونکو او د مسلمانانو او د مدینې د اطرافو د یهودیانو ترمینځ اړیکې برابرې کړې او د تفرقې او جنګ جګړو مخه یې ونیوله. داشان یې په مدینه کښې د بهرنیو ګواښونو په تیره بیا د قریش مشرکانو د دښمنیو په وړاندې یوه متحده او یوموټې جبهه رامینځته کړه . البته یهودیانو په مختلفو پړاؤنو کښې د دغو تړونونو خلاف ورزي کړې او له مسلمانانو سره یې خیانت وکړ خو د لوظ ماتونې او له دښمنانو سره د خپلې ملګرتیا سزا ورته ورکړی شوه.
په اسلامي ټولنه کښې د وحدت رامینځته کولو لپاره د رسول ا... مبارک د هلوځلو یوه بله څرګنده نمونه مدینې ته د رسیدو په هم هغه اول کال د مهاجرینو او انصارو ترمینځ د ورورولۍ د تړون تړل وو. دوي له مکې نه مدینې ته هجرت کړی هر یو کس د مدینې د استوګن یو انصار کس ورور اعلان کړ او په خپله یې له امام علي علیه السلام سره د ورورولۍ اړیکه ټینګه کړه. د پيغمبر اکرم(ص) دې وحدت بخښونکي اقدام له قامي امتیازاتو او توکمیزې برترۍ لرې په خدای تعالی باندې د ایمان او د دیني ورورولۍ په اساس یوه ټولنه او حکومت جوړ کړ او د اسلامي ټولنې پیوستون یې زیات کړ. د دې ورورولۍ او مساوات نتیجه دا وه چې هر مسلمان خپل مسلمان ورور پر ځان غوره او مقدم باله.
لکه څنګه چې روایت شوی، د بني نضیر یهودیانو د جنګي غنیمتونو د ویش په ورځ رسول ا... مبارک انصارو ته وویل: که غواړئ نو مهاجران په غنیمت کښې شریک کړئ ګني دا ټول غنیمت ستاسو دی. خو انصارو وویل: مونږ نه یوازې دا ټول غنیمت خپلو مهاجرو وروڼو ته وربخښو بلکې هغوي په خپلو مالونو او کورونو کښې هم شریکوو.
د ورورولۍ د تړون په لړ کښې د پيغمبر اکرم په عقلمندانه او هوښیارانه تدبیر سره د اوس او خزرج په نامه دوو قبیلو سخت اختلافات هم ختم شول، مهاجرو او انصارو او فقیرانو او مالدارانو ډیر د نزدې والي او یوزړه توب احساس وکړ او د اسلامي ټولنې د اتحاد او همپالنې په لړ کښې یې یو ستر ګام پورته کړ.
داشان د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په مدینې منورې کښې په خپل لس کلن شتون کښې په اسلامي ټولنه کښې د وحدت او ورورولۍ یو ځلانه او بې ساری مثال پریښوده او مسلمانان یې د یو بل وروڼه وبلل او ویې فرمایل: د (متحد) جماعت (خلکو) په سر د خدای لاس دی او شیطان د هغه چا ملګری دی چې له جماعت سره نه یوځاې کیږي.
دا مثال اوس د هغو ټولو زړه سواندو او مصلحانو په وړاندې دی چې د بهرنیو دښمنانو او د هغوي د کورنیو ملګرو په وړاندې په اسلامي نړۍ کښې د وحدت او یووالي رامینځته کولو په لټه کښې دي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*