وحدت د حضرت آیت ا... خامنه ای له نظره
وحدت او یو والئ؛ د یوې ټولنی په پرمختګ، پایښت او وده کی یو مهم عامل دئ. یوه ټولنه؛ د خلګو او مسؤلانو ترمنځ د وحدت له برکته، کمال او پرمختګ ته رسیږی. هرکله چی وحدت له اصلی اهدافو څخه وګرځی، نو هله د ټولنی فضا د ورورۍ؛ همکارۍ او غږملتیا له خوشبویۍ څخ ډکه کیږی.
د حضرت آیت الله العظمی خامنه ای له نظره، د مسلمانانو اتحاد او له اختلاف او تفرقې څخه د هغوی ډډه کول، د سلطی نظام د زور ویونو په وړاندی د ډله ایزې دریدنی، او د اسلامی نړۍ له ضایع شویو حقوقو او ګټو څخه د دفاع لپاره، یوه مساعده زمینه ده.
آیت الله العظمی خامنه ای پدې باره کی فرمایی:« د اسلام نړۍ نن سبا یوه نسخه لری، او هغه اتحاد دئ. د هیوادونو په دننه کی هم همدغه نسخه شته؛ ؤلسونه باید متحد او یو موټی اوسی».
وحدت او یووالئ؛ د اسلام د مبین دین له ټینګارونو څخه دئ، چی د مسلمانانو او اسلامی ټولنی د سرلوړۍ او ټینګتیا سبب ګرځی. د مسلمانانو وحدت پدې معنا دئ، چی مسلمانان پرګډو مسایلو په تکیې سره، له یو بل سره ملګرتیا؛ یو زړه توب؛ او ورور ګلویز کړچار ولری. په عقایدو کی د اختلاف شتوالئ یوه طبیعی موضوع ده، او د ډول ډول نظریو او مختلف درک شتوالئ باید، په اسلامی امت کی د غږملتیا په وړاندی خنډ نه شی. د آیت الله العظمی خامنه ای له نظره، مسلمانان باید هڅه وکړی په متقابل تفاهم سره، یو بل ته نږدی او لا نږدی شی، او اختلافات څنګته پریږدی، او د اسلام د دښمنانو په وړاندی متحد او یو موټی اوسی، او د لا مهم او اصلی هدف په لاره کی، چی د اسلامی امت لوړاوئ دئ، په یوه لیکه کی راشی.
اسلامی هیوادونه؛ د نړۍ نقشې په مهمه برخه کی پروت دی؛ همدغې مسئلې د مستکبرو دولتونو تمه زیاته کړې ده، او هغوی په اختلاف اچونی او جګړې رامنځته کونی سره هڅه کوی، پدغو هیوادونو کی نفوذ وکړی. اسلامی هیوادونه؛ چی په زیاته اندازه د آسیا په لویدیځ کی پراته دی، د سترو تیلی او ګازی زیرمو د لرلو سربیره، له لویدیځ سره د ختیځ د نښلولو ټکئ دئ. د اسلامی هیوادونو فوق العاده او بی ساریو ځانګړنو، او د هغوی فوق العاده طبیعی زیرمو، د مستکبرانو د تمی سترګی پدغو سیمو پوری متمرکزی کړی دی. د اسلامی نړۍ دښمنان؛ په اسلامی هیوادونو کی له اختلاف اچونې څخه ګټه وړی. هغوی؛ پر دغو هیوادونو د خپلو پوځی تجهیزاتو په پلورلو، او له تروریزم سره د مبارزې په پلمه، اسلامی خاورو ته په داخلیدو سره، د اسلام امت ترمنځ د لا زیاتی تفرقه اچونی او نفوذ کولو په لټه کی دی. د دغو اقداماتو مثال؛ په ۲۰۰۳ م کال کی د عراق له هیواد سره د امریکی په نیواکګرو چلندونو او اقداماتو کی کتلای شو. هغوی له تروریست سره د مبارزې په پلمه عراق ته داخل شول، او د هغوی د تیلی ذخیرو په لوټولو یی لاس پوری کړ.
آیت الله العظمی خامنه څرګندوی:« نن سبا؛ د مسلمانانو جغرافیایی سیمه د نړۍ له ډیرو مهمو سیمو څخه ده. د هغوی هیوادونه؛ له طبیعی نظره د دنیا له ډیرو شتمنو هیوادونو څخه دی
دغه ستراتژیکه او سوق الجیشی سیمه، او هغه له برکت څخه ډکی ځمکی چی ، د مسلمانانو په اختیار کی دی، په اوس حال کی د تیلو؛ ګازو او داسی نورو امکاناتو څخه برخوری دی، چی بشر د خپل ننی تمدن لپاره، په ورځنۍ توګه ورته اړتیا لری. مسلمانان؛ یو میلیارد او څو سوه میلیون تنه دی؛ یعنی د دنیا د نفوسو پنځمه برخه جوړوی».
اسلامی نړۍ؛ مختلف دینی مذهبونه لری، چی ډیر مهم یی شیعه او سنی دی. په ایران کی سنیان او شیعیان په وروګلویزه او سوله ایزه توګه ژوند کوی. د اسلامی انقلاب د لارښود له نظره، دغه مثبته پیښه کولای شی، ښه سمبول وی، او نور اسلامی هیوادونه هم، مذهبی اختلاف؛ د عداوت او دښمنۍ دلیل ونه بولی، او شیعه او سنی د عالم په هر ګوټ کی، د یو بل ترڅنګ پخپلو ګډو چارو په تکیی سره، په وروریزه او سوله ایزه توګه کړچار وکړی.
د رهبرۍ د معظم مقام له نظره، د شیعه او سنی له وحدت څخه منظور؛ د خپلو عقایدو په سر لانجه نه کول دی. هغوی؛ د عقیدتی اختلافاتو له شتوالی سره سره، په کلی؛ او نړیوالو مسایلو کی له یو بل سره صمیمانه؛ غږمله او یو موټی همکارۍ ولری، او له خپلو شتمنیو څخه د یو او بل په ضد استفاده ونه کړی. پدی بڼه کی به د اسلام نړۍ او مسلمانان سرلوړی او مقتدر شی.
د ایران د اسلامی جمهوریت ارواح ښاد لارښود، امام خمینی ره؛ چی په معاصره نړۍ کی د وحدت له بنسټ ایښودونکو څخه ؤ، په دې هکله وایی:« ایران خپل خاص او ځانګړئ حکومت لری، عراق خپل ځانګړئ حکومت لری، مصر خپل ځانګړئ حکومت لری، دغه حکومتونه پخپل ځای کی دی؛ لیکن ټول په ګډه د اسلام لپاره، او د اسلام تر بیرغ لاندی و اوسو. ټول مسلمانان د غیر مسلمانانو په وړاندی واحد لاس وی، هر څوک پخپل محیط کی؛ له هر حکومت سره چی دئ، او له هر مذهب څخه چی دئ، پخپل محیط کی او خپلواک وی؛ لیکن، لکه څنګه چی مسلمان دئ؛ له نورو مسلمانانو سره اخوت او ورور ګلوی ولری، دوستی ولری، تړاو ولری. د ټولو اسلامی هیوادونو پوځونه د یو بل ملاتړی وی».
د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او اختلاف منفی پایلی زیانمنونکی دی. د اسلامی امت ترمنځ د وحدت نشتوالئ، د اسلامی نړۍ د مشکلاتو زیاتوالئ او د اسلامی هیوادونو شاته پاتی
والئ په ځان پسی لری. هر کله چی؛ د اسلامی دولتونو هدف تفرقه او جګړه وی، نور نو د ورور ولۍ؛ له یو بل سره د مرستی، او د استعدادونو د روزنی، او علمی غوړیدنی لپاره کوم فرصت نه پاتیږی. آیت الله العظمی خامنه ای د داشان کړچارونو په هکله وایی: قرآنکریم؛ د آلعمران د مبارکی سورې په ۶۴ آیت کی د پیغمبر اکرم له خولې د هغه وخت مسیحیانو ته په خطاب کی فرمایی:« تَعَالَوْا إِلَى کَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَیْنَنَا وَبَیْنَکُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِکَ بِهِ شَیْئًا »
یعنی(ای د کتاب خاوندانو! راشئ د هغې خبری په سر چی زموږ او ستاسو ترمنځ یو شانته ده پاتی شو، چی له خدای پرته د بل څه عبادت او پرستش ونه کړو، او بل څه د هغه شریک ونه ګرځوؤ). له دې سره سره، که مسلمانی فرقې د واحد خدای؛ واحد پیغمبر؛ واحد قرآن؛ واحدی قبیلې؛ واحد عبادت په لرلو، او د دومره ډیرو مشترکاتو او مسلّماتو په برخمنتیا سره، یو شمیر د اختلاف وړ موضوعګانی د دښمنۍ لپاره وسیله وګرځوی! دا خیانت نه دئ؟ دا د مغرضانو لمسون او د غافلانو غفلت نه دئ؟
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای د فلسطین له مسئلی، او د مسلمانانو له مشکلاتو څخه د غفلت د مسئلی په باره کی وایی:« که مسلمانان متحد اوسی، د فلسطین وضع به هغه ډول چی نن یی وینو؛ نه وی؛ اوس د فلسطین وضع سخته وضع ده؛ غزه یو ډول او د هغې لویدیځه غاړه بل ډول. د فلسطین ؤلس نن سبا هره ورځ تر سخت فشار لاندی دئ؛ غواړی چی د فلسطین مسئله له ذهنونو څخه وباسی او هیره یی کړی، د مسلمان د مسلمان په وړاندی، عرب د عرب په وړاندی ودریږی، او یو او بل په نښه کړی، او یو او بل نابود کړی، ترڅو د مسلمانو هیوادونو پوځونه، په تیره بیا هغه پوځونه چی د صهیونیسټانو په ګاونډیتوب پراته دی، ورځ تر بلې کمزوری شی؛ د هغوی هدف همدا دئ».
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له نظره؛ نن سبا له بده مرغه د اسلام نړۍ له وحدت څخه بی برخې ده، او له مشکلاتو او جګړې سره لاس او ګریوان ده. دوی؛ د دې مسئلې په باره کی د خواشینۍ په ښودلو سره څرګندوی:« هرکله چی اختلافات او لانجی رامنځته شوې، هکله چی د مسلمانانو ترمنځ نښتې رامنځته شوې، معنویت هم کمیږی.
د قرآنکریم د منطق په اساس، معنویت او ایمان تر زیاتی اندازې
پوری، آرامتیا ته اړتیا لری. قرآنکریم د فتح مبارکی سورې په ۴ آیت کی فرمایی:« هُوَ الَّذِی أَنْزَلَ السَّکِینَةَ فِی قُلُوبِ الْمُؤْمِنِینَ لِیَزْدَادُوا إِیمَانًا مَعَ إِیمَانِهِمْ ». یعنی( خدای هغه ذات دئ، چی آرامتیا او سکینه د مؤمنانو په زړونو کی نازل کړه، ترڅو د هغوی په ایمان یو بل ایمان زیات شی... )
د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ چی اخوت او ورورۍ د اسلامی انقلاب له اصلی اصولو څخه بولی، او تل یی له مختلفو اسلامی فرقو سره، له محبت او ورورۍ څخه تګ لاره لرلې ده، د اسلامی نړۍ له مشکلاتو د خلاصون یواځنۍ لاره، او د اسلامی واحد امت د جوړیدو یواځنۍ لاره، اتحاد او یو زړه توب بولی. دوی؛ له هرې فرقې څخه مسلمانو وړونو ته سپارښتنه کوی او وایی:« د دی وخت رسیدلئ، چی د اسلام نړۍ بیداره شی، او اسلام د الهی صراط المستقیم او د ژغورنی د لارې په توګه غوره کړی، او پدې لاره کی په ټینګتیا سره ګام پورته کړی. د دی وخت رسیدلئ؛ چی اسلامی نړۍ خپل اتحاد وساتی، او د هغه ګډ دښمن په وړاندی؛ چی ټولو اسلامی ډلو او فرقو د هغه زیان او ضرر لیدلئ دئ، یعنی استکبار او صهیونیزم په مقابل کی، په متحده توګه ودریږی، واحد او یو ډول شعارونه ورکړی، واحد تبلیغ وکړی، او واحده لاره طی کړی. ان شاء الله؛ د متعال خدای ج او د الهی سنتونو او قوانینو د تائید او ملاتړ وړ وګرځی، او پرمختګ به وکړی».