بسیجی ځواک.په تاریخ کې دایران دملت الهام بخښونکی اوتل پاتې یادګار
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په د ې شیبو کې د ایران د بسیجي ځواک او په تاریخ کې د ایران دملت د الهام بخښونکی او تل پاتې یادګار په مناسبت له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی،هیله دخوښې وړ مو وګرځي .
خوږو دوستانود۱۹۷۹کال د نومبر په ۲۶نیټه ، داسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګرحضرت امام خمیني په فرمان سره یو ولسی اورګان راوپنځيد،چې نامه ئې د :مستضعفینو بسیجي ځواک: کیښودل شوه . دغه اورګان نن سبا د ایران د ملت داقتدار یو رکن دی . بسیج ځواک د ټولنې د بیلابیلو پرګنو په کلک هوډ په تکیې سره تل،ستروموخوته درسیدو او په عین حال کې د ټولنې د امنیت،آرامښت او سلامتیا دخوندي ساتلولپاره د ورځې په سختو ابحراني حالاتو کې مسئولانه او کارنده شتون درلودلی دی .په دې مناسبت مو یو مطلب برابر کړی،چې دایران په اسلامی جمهوریت کې د بسیجي ولسی ځواک رول څومره غوره او بریالی دی ....هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
= دوستانو بسیج یو داسې پوه او ځيرحرکت دی،چې دعقل او فکر په اساس ترسره کیږي،دغه شان تفکر ټولنه تل دبشپړ تیارسۍ او تحرک په حال کې ساتي .ددغه تفکر ارکان،عقل،اختیار،هوډ او اراده ،پوهه او عدالت دی . په همدې اساس،دبسیج په تعریف کې وئيل کیدلی شی،چې؛بسیح د عمل او تفکر یو داسې بهیردی،چې په انسان یاټولنه کې دخپلو چارو دبرابرولو او معتدله کولو لپاره د یوه غوره ، پوه او پتمن تفکر په اساس ګام پورته کوي او پرنړۍ په غور مشتملو د غوره آئيډیاؤ،موخو او سرچینو د کارونې له لارې خپل تفکر ته تحقق وربخښي .
بسیجي ځواک له دغه نظره،دفطرت او انسانیّت په سمه لاره کې یو ولسی او د یوې ټولنې یو پرګنیزحرکت دی .
په ایران کې داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته،دبسیج مفهوم،د ولس له ټکي سره یو ځاي شوی دی . بسیج ځواک دایران اوعراق د جنګ یعني د سپيڅلي دفاع د اته کلن پړاؤ او د اسلامی انقلاب یوه غوره او ګران بیّه نتیجه ده .
داسلامی انقلاب ارواښاد لارښودحضرت امام خمیني د بسیج ځواک د ارزښتونو په بیانولو کې فرمائي،؛ د مستضعفینو پر بسیجي ځواک دې دخداوندمتعال برکتونه اورحمتونه وي،چې په حقه د اسلامی انقلاب پشتوانه اوملاتړی دی او خپلو ارزښتمنو هلوځلو ته ئې دوام ورکړی او الحمد ا...،د میلیونونو غوره او نه ستړیکیدونکو ځوانانو،روزل شوو مبارزانو او پخپلې خوښې د میلیونونو کسانو په همت سره شتون لري او دا هیله ورته کیږي،چې د ولولناک او تاند ملت د غوره پرګنونو په فعال شتون سره چې داسلام په برکت سره په خوږوځوانانو کې لیدل کیږي،په شل میلیوني ولسی ځواک کې چې د نړۍ خوارو او شرغواړو څخه داسلامی جمهوری نظام او ټاټوبي په خوندي ساتلو بوخت دي،تحقق مومي ::::
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا.. العظمی سید علی خامنه اي په یو لړ ولولناکو ویناؤ کې بسیج ځواک،د ولس له بطنه راپورته شوی او د ملت د ټولګې استازی اورګان ګڼي،چې په نه ستړیکیدونکي روحیّې سره په هرهغه ډګرکې چې لازمه وي،پرتمین شتون پیداکوي او خپل استعدادونه او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کوي او ددغې لارې له خطرو هیڅ ډول ویره هم نه لري .
دایران ملت د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه په وروسته کلونوکې په بسیجي روحیّې سره،نه یوازې دایران د امنتی د ساتلو او دسپيڅلي دفاع په ډګرونو کې،بلکې د سائنس او ټيکنالوجۍ او جهاد سا زندګۍ(بیارغاونې) په ډګرونو کې ئې هم لوړګامونه پورته کړي دي .
بسیج پرعقلانیّت او پوهې مشتمل یو تفکر دی .دغه شان تفکر ،ټولنه،تل په بشپړ ډول دتحرک او تیارسۍ په حالت کې ساتي،پردې اساس ویل کیدلی شی،؛ بسیج،له دې نظره،یو ولسی حرکت او دانسانیّت اوفطرت په سمه لاره کې دیوې ټولنې پرګنیز حرکت دی .
بسیج ځواک په هغو سختو اوبحراني شرائطو کې چې ولسی ملاتړ او ډله ایز او اجتماعی حرکت ته اړتیا احساسیږي،نو په حساس پړاؤ کې ئې خپل کارندوالی اثبات کړی دی .د بریالي، بدلون رامینځةکونکي او نوي او ماډرن تفکر په توګه دغې ارزښتمنې بیلګې ته په نورو هیوادونو کې دانقلابی حرکتونو پام ورآوړیدلی دی .دلبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ ،د فلسطین د اسلامی جهادغورځنګ،او د نورو ولسی مقاومت کونکو ډلو او لورو چې په سورئې اویمن او ځينو نورو هیوادونو کې د تکفیری ترهه ګرۍ او تیریګرو په وړاندې مقاومت کوي،د اسلامی نړۍ په سویه دبسیج دسټراتژۍ له بطنه د بیلګې اخستنې روښانه مثالونه دي .
په دغه ډګر کې یو ستر ویاړ له داعشی تکفیریانو سره دجنګ په ډګر کې په انقلابي او بسیجي روحیّې سره دحرم ددفاع کونکي ځواک ولولناک او پرتمین شتون دی،چې په سورئې اوعراق کې ئې د داعشی تفکر زوال روښانه کړی دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود په یولړڅرګندونو کې په مبارزو ملتونو او انقلابیانو کې دبسیجي تفکر سسټماټیک کولو ته په اشارې سره فرمائي ؛ په ځينو ګاونډیو هیوادونو کې هم دداعشي تفکیري تفکر په له مینځه وړلو کې په توانمنۍ باؤر نه ؤ،خو کله ډګر ته وارد شول،نو بریالیتوب ئې په سترګو ولید او داسلامی انقلاب پيغام، یعني : مونږ کولی شو: باندې ئې باؤر وکړ.::::
دبسیج ځواک تل پاتې اغیزې او لوبونکي رول وښودله چې دغه ولسی اورګان په ښه ډول نړیوالو د اسلامی او انقلابي ارزښتونو او اصولو او دکلتور په دودولو او روښانه کولو سره د اسلام او د اسلامی انقلاب پیغام رسولی شي .
دغه رول لوبول،داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود له هماغه پیغامه سرچینه اخلي،چې فرمائيلي ئې دي،؛که په یوه هیوادکې د بسیجي تفکر په زړه پورې وږمه خوره شي،نو دنړۍ خورو او دښمنانو تمه دارې سترګې به دهغو په لور وا نه وړي ::.
مائيکل فیشردخپل: ایران ،له مذهبی بحثونو تر انقلابه پورې : نومې کتاب کې دې ټکي ته اشاره کوي اولیکي،هغه بدلون چې په خلکوکې رامینځةشوی ، د یوه دیني انقلابي فرهنګ اوکلتور په وسیله ؤ چې دانقلاب د راپورته کیدا اوبریالیتوب لامل شو .::::
د حضرت امام خمیني او اسلامی انقلاب د څيړنځاي دعلمي پلاوي غړی، محمدحسین جمشیدي دبسیج دماهیّت او بسیجي روحيّې په باب وائي، لیدتوګه او فرهنګ،د هرې یوې انساني ټولنې اساس او بنیاد جوړوي او د بشري ټولنو توپيرونه د هغوی په فرهنګ اوکلتور،تفکر اولیدتوګې کې فرق او توپير ته ورګرځي .
دغه کلتوري نظام چې له دیني اوعقلي جوهرې او غښتلتیابرخمن دی،له انساني فطرت سره هم غږملتیا لري او د وحدت پالنې اوبدلون،عدالت غوښتنې او له ظلم سره د مقابلې،عاشورائي تفکر،شهادت غوښتنه او اسوه پالنې په څير څو ځانګړنې لري.بسیج ،ددغه شان لیدتوګې او تفکر په زمینې کې بڼه موندلې،نو ځکه هیڅکله هم د ګوندي او صنفي او پرګنیزو او د ډلبندیو په چوکاټ کې نشي پاتیکیدلی .
بسیج ځواک،په نوموړو ځانګړنو سره اوس دایران د اسلامی جمهوری نظام د اقتدار په یوۀ رکن بدل شوی دی .د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په تعبیر؛ بسیج، په تاریخ کې دعاشورا د ویاړمن مکتب د لارې لاروی ،تل پاتیکیدونکی او د ایران دملت الهام بخښونکی ولسی اورګان ، او د ولس لپاره،د ولس له زړۀ راپورته شوی یو حرکت او خوښت دی ::::::
(سیماب)
*********************************************************************************************************************************