د پوه او غوره ځوانانو په کتنه کښې د معظم رهبر وینا
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i85236-د_پوه_او_غوره_ځوانانو_په_کتنه_کښې_د_معظم_رهبر_وینا
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي تیره چارشنبه یعنې د روانې تلې د میاشتې په اوولسمه نیټه د تهران په امام خمیني نومې حسینیې کښې د ایران له یوه ډله غوره او د علمي وړتیاؤ لرونکو پوهو ځوانانو سره کتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2019 12:38 Asia/Kabul
  • فایل فوتو
    فایل فوتو

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي تیره چارشنبه یعنې د روانې تلې د میاشتې په اوولسمه نیټه د تهران په امام خمیني نومې حسینیې کښې د ایران له یوه ډله غوره او د علمي وړتیاؤ لرونکو پوهو ځوانانو سره کتنه وکړه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د تیرې اونۍ د شورو په ورځ د ایران د یوه ډله پوهو او غوره ځوانانو په کتنه کښې په تیرو دوو لسیزو کښې د هیواد د ویاړمن علمي حرکت خبره وکړه او دا چې که علم او پوهه له صحیح کلتوره بیله شي نو په غلطه به روانه شي.

دوي د هیواد د پوهانو ټولنې ته بلنه ورکړه چې د نړۍ له مختلفو سیمو د پوهانو د راغونډولو په هکله د یوې عمومي ډیپلماسۍ په جوړولو سره د تعامل او تفاهم په سیوري کښې د پاکې پوهې او سم تفکر د انتقال لاره هواره کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د هغو بدغواړو او بد نیته بهیرونو په هکله خبرداری ورکړ چې هڅه کوي د ایراني پوه او غوره ځوان په زړه کښې شک او نهیلي رامینځته کړي او د پوهانو فاؤنډیشن او ټولو اړونده ارګانونو ته یې د حقوقو، اقتصاد او مدیریت په شان انساني علومو ته د پاملرنې سپارښتنه وکړه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په پیل کښې د ایران پوه او غوره ځوانانو ته د هرکلي ویلو په ترڅ کښې، په دې خبرې سره چې د دې متفکرو ځوانانو له لیدو خوند اخلي چې د مختلفو مسائلو په اړه فکر کوي او خپل افکار په ډیرو ښو ادبیاتو سره بیانوي او ویې وویل:

په ما ګرانو! مهمه خبره دا ده چې دا کوم علمي پرمختګ چې له تیرو دوو لسیزو راهیسې په هیواد کښې پيل شوی دی، دوام ولري. مونږ په ځینو تازه علمي برخو کښې د نړۍ په لوړو درجو کښې یو، یعنې په لسو غوره رتبو کښې، په پنځمو او شپږمو رتبو کښې. دا ډیره د ویاړ خبره ده خو مونږ پرې هیڅکله نه قانع کیږو. مونږ نن سبا په نانو ټیکنالوجۍ، د ژواک چاپیریال په ټیکنالوجۍ او ځینو نورو علمونو کښې مخکښې یو خو دا پوره نه دي، علمي خوځښت په دنیا کښې یو ګړندی حرکت دی، مونږ هم له پخوا څخه ډیر شاته پاتې والي لرو نو په دې وجه په علمي پرمختګ کښې دا چټکتیا باید جاري پاتې شي.

*/*

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د علم او ټیکنالوجۍ د ځینو پوه بنسټه شرکتونو د بریاؤ او لاسته راوړنو له نندارتونه خپلې دوه ساعته کتنې ته اشاره وکړه او د دغه نندارتون په هکله یې خپل نظر داسې بیان کړ:

*/*

ما شوق او ولوله، په نفس باندې اعتماد او پر ځان باور هم د دغو پوه بنسټه شرکتونو د مسئولینو په خبرو کښې ولیده، هم مې د هغوي په حرکاتو او کړو وړو کښې ولیده او هم مې په هغه علم کښې ولیده چې ترسره کړی یې و، دا یو ډیر مبارک کار دی. هم ولوله او جذبه لري، هم پر ځان اعتماد لري، باوري دي چې کوی شي، باوري دي چې مخکښې به لاړ شي او انګیزه لري د پرمختګ لپاره. دا البته په هیواد کښې د ساینس او ټیکنالوجۍ له موجودو څو زره شرکتونو څخه یوازې دیرش شرکتونه وو، ما ته وویل شول چې په هیواد کښې څه باندې څلور زره پوه بنسټه شرکتونه موجود دي، دا کم دي. په هیواد کښې د دې څلورو زرو شرکتونو شمیر باید په یوې محدودې او مشخصې مودې کښې باید لږترلږه څلور لکو یا له دې هم زیاتو شرکتونو ته ورسیږي.

*/*

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په یوه برخه کښې هغو تور زړو او بد غواړو بهیرونو ته په اشارې سره چې هڅه کوي د هیواد د علمي غورځنګ له اصل نه په انکار سره ځوانان نهیلې او ناامیده کړي، وفرمایل:

مونږ په علم کښې نن سبا چرته یو او شل کاله مخکښې چرته وو؟ ډیر فرق یې کړی دی، دا د انقلاب یو هنر دی، انقلاب په هیواد کښې دا هنر رامینځته کړ چې د هیواد ښځو او سړو او ځوان او زوړ ته یې جرأت ورکړ چې ګرانو او سختو میدانونو ته ورودانګي. دا جرأت نن سبا شته دی، زمونږ ځوان په پوره جرأت او ډاډ سره یوې سختې او پيچلې علمي حوزې ته داخليږي، مهم کارونه ترسره کوي، نور –حتی دښمنان- دا مهم ستايي.

*/*

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د یوې صهیونیسټي نشريې یوې مقالې ته اشاره وکړه او ویې ویل: زما یاد دي چې له دې نه څو کاله مخکښې –البته په دې وروستیو کښې هم وو چې اوس نور د دې وروستیو مثال ورکول نه غواړم- یو لیکوال، یو صهیونیسټي پوه د هغه توغندي په هکله چې هغه وخت مونږ ازمایلی و، په یوې صهیونیسټي خپرونې کښې یو څه لیکلې وو چې ما ته یې هغه مقاله راوړه، لیکلې یې وو چې زه د ایران دښمن یم خو د دغه کس په وړاندې د تعظیم سر ټیټوم چې دا توغندې یې جوړ کړی دی، دوي سره له بندیزونو، سره د دې دومره ستونزو او مشکلاتو، د علمي راکړې ورکړې د بندو ورونو او د دې دومره مسائلو باوجود یو داسې شاهکار جوړ کړی دی، دا زمونږ د دښمنانو قضاوت دی... څه باندې دوه سوه ایراني محققان او پوهان د نړۍ د یو فیصد غوره پوهانو  برخه ده، دوي ویاړ رامینځته کونکي دي. البته زمینه، استعداد، وړتیا او ظرفیت له دې څو چنده زیاته ده.

 

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دوام کښې څرګنده کړه چې له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۸ پورې اتو کلونو کښې د ایراني پوهانو د ډیرو رجوع لرونکو مقالو وده تقریباً شپږ چنده شوې ده(شمیر یې له ۷۸ مقالو څخه ۴۶۱ مقالو ته رسیدلی دی)، مونږ تقریباً د نړۍ کابو یو فیصد نفوس او یو فیصد آباده شوې جغرافیا هم لرو خو زمونږ د علم تولید د نړۍ نزدې دوه فیصده دی، یعنې له یو هیواده د تمې وړ حده دوه چنده علمي تولید لرو. د ماډرن ساینس په بنیاد د هیواد دفاعي قدرت، پرمختللی طب او په سیمه کښې د طبي درملنې او د ناورغیو د کنټرولولو لوړه کچه، د سترو تخنیکي او انجنئیري کارونو ترسره کول، په نانو ټیکنالوجۍ سره د پایداره محصولاتو تولید او صلحه ایزه ایټمي ټیکنالوجي د ایران د اسلامي جمهوریت د علمي برکاتو یوازې یو څو نمونې دي چې بدغواړي بهیرونه هڅه کوي د دغو مهمو علمي پرمختګونو انکار وکړي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وینا په دې برخه کښې د هیواد پوهه او غوره ځوانانو ته په خطاب کښې زیاته کړه: زه درته دا ځکه وایم چې تاسو د دغه انحرافي حرکت په وړاندې خپل خوځښت په لا ولوله ناکه توګه، څو چنده او په پوره قدرت سره جاري وساتئ.

 

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د خپلې وینا په یوې برخې کښې د پوهانو له فاونډیشن او په دې لړ کښې له ټولو مسئولو ارګانونو وغوښتل چې انساني علومو ته هم پاملرنه وکړي. دوې د دې خبرې د اهمیت په هکله وفرمایل: د اقتصادي او اجتماعي مسائلو په لړ کښې د غوره او پوه ځوانانو په حرکت سره ډیرې ښې حل لارې پیدا کیدی شي. د معظم رهبر په وینا: که دا کار وشي نو هله به د هیواد علمي وده یوه مناسبه وده وي. یعنې علمي کار داسې نه شي کیدی چې په یوه برخه کښې دې ډیر پرمختګ وشي او په بله برخه کښې کمزوری او شاته پاتې شي.

 

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې (علم که له صحیح فرهنګ او کلتوره بیل وي نو په غطله به روان شي) ایټمي علم ته یې د یو ډیر ګټه ور پيچلي علم په توګه اشاره وکړه چې که د انسان دوستۍ له کلتور سر مل نه وي بلکې د قدرت غوښتنې له غلط کلتور سره مل وي نو په ایټم بم تمامیږي او تراوسه پورې لاهم دنیا او انسانیت ګواښي او زیاته یې کړه: دا له کلتور پرته علم و چې ډیر ګټه ور او حساس ایټمي صنعت چې د انسانیت لپاره یو ډیر مفید صنعت دی، په غلطه او غیرصلحه ایزه لاره یې سم کړ چې نتیجه یې ایټم بم و. علم یو داسې څیز دی چې که له سم کلتور او صحیح فکري تګلارې سره مل نه وي نو ډیر خطرناک کیږي. مونږ په هم دې وجه باوري یو چې د پوهانو په ټولیو کښې دین او ملیت یعنې په دین باندې جدي پابندي او جدي ملي شرف پکار دي په جدي توګه تعقیب شي. ایراني پوه چې کله له اسلامي او ایراني کلتور سره لوې او بلد شي هغه وخت د ولی د ژوند یوه مهمه برخه ګرځي، په حقیقت کښې د ولس ټولګې ته روح او توان وربخښي.

*/*

آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دوام کښې څرګنده کړه:

مونږ نه غواړو چې زمونږ پوهنتون د کوم امریکايي پوهنتون تکرار او بیاتولید وي، دا نه غواړو. علم غواړو، شاګردي هم کوو، زده کوو (یعنې په شاګردۍ کولو بیخي نه شرمیږو) خو نه غواړو چې زمونږ پوهنتون په تهران یا د ایران په یو بل ښار کښې د یو امریکايي پوهنتون تکرار او بیاتولید وي، نه غواړو چې دلته د هم هغه کلتور تقلیدو وشي. د هیواد علمي فضا باید ایراني او اسلامي فضا وي.... مونږ باید په خپل ایراني کلتور سره ژوند وکړو، ایراني فکر وکړو او پکار دي چې د پرمختګ د اسلامي او ایراني سمبول خیال وساتو.

 

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د عمومي ډیپلماسۍ رول لوبولو ته د پوهانو د ټولنې په وربللو سره له هغوي وغوښتل چې له ګاونډي هیوادونو، د لویدیځې آسیا له هیوادونو، د مقاومت د چورلیز، د شمالي افریقې له هیوادونو او حتی د اروپا او امریکا د حق لټونکو پوهانو په راغونډولو سره کوشش وکړي چې پاکه پوهه او سم تفکر د تعامل، تفاهم او ارتباط له لارې یو بل ته منتقل شي.

 

د اسلامي انقلاب ستر لارښود له ځوانانو وغوښتل چې په هیلې او امید سره خپل مهم علمي تګ جاري وساتي او په دې خبرې سره چې ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب مخکښې یو په ځاې ولاړ، بې تحرکه او لاس پوڅي هیواد و، وویل: دا استعداد او وړتیا چې تاسو یې نن سبا په هیواد کښې وینئ، نن نه ده راپیدا شوې، دا ایراني استعداد یو طبیعي څیز دی، د علم دا دومره تولید ولې له انقلابه مخکښې نه و؟ دا علمي حرکت ولې له انقلابه مخکښې نه و؟ انقلاب او د هیواد او حاکمیت ستر انقلابي حرکت اسلامي او انقلابي تفکر و چې هیواد ته یې خوځښت ورکړ او مخته یې بوتله، تر دې یې راورسوه او انشاءالله چې اوج ته به یې هم ورسوي، مونږ لا د لارې په پیل کښې یو. ځوان باید په دې امید حرکت وکړي. او دا سخت علمي کار که له هیلې او امید سره مل وي نو په اسانه به مخته لاړ شي.

*/*

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د (العاقبةَ للمتقین) آیت په لوستلو سره په متعال خدای باندې توکل د امید یوه مهمه تومنه وبلله او ویې فرمایل:

که تاسو د تقوا خاوندان یئ، پاک لمني یئ او د الهي امر او نهي خیال ساتئ نو خدای له تاسو سره دی. کله چې خدای پاک له انسان سره وي یعنې بریالیتوب له انسان سره دی، کامیابي له انسان سره ده، خوشالي له انسان سره ده او معنوي بهجت له انسان سره دی. زه تاسو ځوانانو ته چې الحمد لله تاسو پاک یئ، په کلکه سپارښتنه کوم چې له دې پاکۍ او نورانیته زیات نه زیاته ګټه واخلئ، متعال خدای په خپل زړه کښې، په خپل ذهن کښې او په خپل عمل کښې تل له ځان سره مل ساتئ. انشاءالله مخکښې به لاړ شئ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی