ځلانده یون
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د اسلامی انقلاب د دوهم ګام په بیانیه کی دغې مهمې موضوع ته داسې اشاره کوی ، هغه ورځ چی نړۍ د مادی لویدیځ او ختیځ ترمینځ ویشل شوی وه او چا د یوه ستر دینی غورځنګ ګومان نه کاوه ، د ایران اسلامی انقلاب په قدرت او پرتم سره ډګر ته داخل شو ، چوکاټونه یې مات کړل ، د کلیشه ګانو زړوالی یې نړۍ ته څرګند کړ ، دین او دنیا یې د یوه بل په څنګ کی مطرح کړل او د نوی پړاو پیلیدا یې اعلان کړه .
هماغه ډول چی وویل شول د ایران اسلامی انقلاب له بیلا بیلو اړخونو له نورو انقلابونواو ولسی حرکتونو سره توپیر لری ، خو مهم توپیر یېاسلامی او دینی ماهیت بللې شو . په هغه نړۍ کې چی مادیات او دنیاوی چارې ډیرې دودې دی او دین څنډې ته شوی دې او یوازې شخصی مسلو ته بیل دې ، د ایران ستر انقلاب د اسلام سپیڅلې دین د وګړی او ټولنې لپاره د دنیاوی او اخروی لوړو ایډیالونو ته د رسیدا لپاره د خپلې اصلی لارئې چارې او رودې په توګه مطرح کړ .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د اسلامی انقلاب د دوهم ګام په بیانیه کی دغې مهمې موضوع ته داسې اشاره کوی ، هغه ورځ چی نړۍ د مادی لویدیځ او ختیځ ترمینځ ویشل شوی وه او چا د یوه ستر دینی غورځنګ ګومان نه کاوه ، د ایران اسلامی انقلاب په قدرت او پرتم سره ډګر ته داخل شو ، چوکاټونه یې مات کړل ، د کلیشه ګانو زړوالی یې نړۍ ته څرګند کړ ، دین او دنیا یې د یوه بل په څنګ کی مطرح کړل او د نوی پړاو پیلیدا یې اعلان کړه .
د ایران د انقلاب ترسره کیدا په اسلامی ایډیالونو او شعارونو او بیا د همدغو لوړو دینی او دنیاوی ارزښتونو په اساس د نظام جوړول د لویدیځې نړۍ لپاره له دو اړخونو خطرناک او زغملو وړ نه دې . یو له دې اړخه چی دغه غورځنګ اسلام د لیبرالیزم ، کمیونیزم اود لویدیځ د نورو مادی مکتبونو په وړاندی په کارنده اوبډایه محتوا سره مطرح کړی دی . له اسلامی انقلاب سره د لویدیځ د مخالفت بل علت د اسلام په اساس د حکومت د بیلګې وړاندی کول دی چی عملا یې دین د سیاست ډګر ته ورداخل کړی دی .
«««««««««««««««««««««««««««
په دې ډول د ایران اسلامی جمهوریت د لویدیځ د سلطه غوښتنې ضد دریځونو او تر ظلم لاندې له ملتونو په دفاع سربیره په دغه نظام د واکمن تفکر په توګه داسې مکتب معرفی کړی دی چی د هغو درسنې دینی ضد او مادی لیدتوګی یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی . په حقیقت کی د ایران له اسلامی جمهوریت سره د لویدیځو حکومتونو د مخالفت اصلی علت هم همدغه دینی ماهیت او همداراز له ظلم سره د هغه دښمنی ده او د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ ، په سیمه کی د ناامنۍ ، له ترهه ګرۍ د ملاتړ ، د ایټمی وسلود جوړولو او دې ته ورته بی اساسه تورونو مطرحول په نظام د واکمنې اسلامی محتوا د څنګته کولو په خاطر په ایران د دباو د اعمالولو لپاره پلمې دی . د رهربۍ ستر مقام په دې زمینه جوتوی چی ، دغه هیواد د خپلواکۍ ، ایمان ، په اسلام د باور ، په مځکه د خدای د دین په حاکمیت باور ، او په ټولنه کی او هغه ستر ارزښتونه چی په نظر کی یې لری ، د دښمنانو هم یوه ستره جبهه لری چی دوی په دوامداره توګه په دسیسې بوخت دی .
د عیساییت د تحریف او هغه ظلم او زیاتې چی کلیسا په مینځنیو پیړیو کی د خلکو پرضد اعمال کړی وو ، او همداراز ځینې نور عوامل ، اروپایانو له رنسانس وروسته څو پیړۍ هڅه وکړه دین کمزورې ، منزوی او حتی د خلکو له ژونده وباسی . هغو د ا دریځ د اسلام په شمول په ټولو دینونو کی غوره کړ . په همدې دلیل د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په وخت تصور دا وو چی دین په ځوړتیا دې . مارکسیزم دین د خلکو د شاته پاتی والی سبب باله او په پخوانی شوروی کې او د هغه په ځینو پیروی کونکیو هیوادونو کی د دین درلودل منع وو . د لویدیځ په لیبرالیسټی هیوادونو کی هم که څه هم دین منع نه وو ، خو دین پرضد یې داسې تبیلغ کاوه چی عملا منزوی شوی او د لویدیځ خلکو عیسایت ته ګروهنه نه ښودله .
«««««««««««««««««««««««««««««««
په داسې شرایطوکی په دینی ایډیالونو او شعارونو سره د انقلاب ترسره کیدل او د حقیقی اسلام د احیا هدف د مادی پالو او دین دښمنه مکتبونو لپاره ناڅاپی او غافل کونکې وو . د ایران اسلامی انقلاب که څه هم د مسیحیت ، یهودیت په شان تحریف شوی دینونه او همداراز د هندوایزم او بودیزم په شان غیر الهی دینونه نه تاییدوی خو معنویت ته د بشر اړتیا او اسلام په شان یوه بشپړه او جامع الهی دین باندې ټینګار کوی . هغه اسلام چی دغه ستر انقلاب یې معرفی کوی ، یوازې په کرو او جومات کی وګړنیزو عبادتونو پورې ندې محدود بلکی په ټولنه کی فعال او اغیزمن شتون لری . اصولا د اسلام تعلیمات په دې ډول دی چی حتی د جمعې لمانځه ، جماعت ، او حج په شان د عبادتونو په اړخ کی هم زیاتره اجتماعی اړخ ته پام لری . د ایران دمسلمان ولس د غورځنګ په وسیله د داسې دین بیا ژوند د دین پرضد د لویدیځ درست تبلیغات او نظریات تر پوښتنې لاندې راوستل او په نتیجه کې هغو له دغه انقلاب سره مقابلې ته راپاڅیدلی دی او هڅه کوی د ټولنې په سویه د معنویت او دین د غوړیدا دا نوی تجروبه له ماتې سره مخامخ کړی . هغو له لومړیو پوهیدل چی د دین په هکله د اسلامی انقلاب مترقی لیدتوګې ډیر ژر د نورو ملتونو په تیره بیا د اسلامی ټولنو د پام وړ ګرځی اود اسلام د ژغورونکی تفکر سره د مقابلې لپاره به د هغو کار ګران شی .د هغو دا اټکل ډیر ژر تحقق ومونده او ډیر مسلمانان دسوچه اسلامی ایډیالونو تر اغیز لاندې ورغلل او د هغه پلویتوب یې پیل کړ . د امریکا مشهور اسلام دښمنه ډانیل پایپز چی د امریکاد ملی امنیت د لوړې شورا د هغه وخت غړی وو ، وایی نن سبا مسلمانان ایران ته ګوری اوله هغه بیلګه اخلی . که دغه تجروبه بریالی شوه نو د نورو مسلمانو هیوادونو جسارت به زیات شی او دا زمونږ لپاره د زغملو ندې .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
دا ټکی د اهمیت وړ دی چی لویدیځوال له هغه اسلام سره چی په کورونو او جوماتونو کی محصور او له اجتماع او سیاست سره کار ونلر لې شی ، مخالفت نلری . لکه څرنګه چی نه یوازې پر عربستان واکمن وهابی اسلام د ځان لپاره خطر نه بولی بلکی له دغې په ظاهره اسلامی فرقې ملاتړ هم کوی او هغه د خپلو هدفونو په لړ کی ګرځوی . په همدې دلیل د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح داسې اسلام ، امریکایی اسلام بللې دې . خو هغه اسلام چی د ایران انقلاب معرفی کړی دی ، نو هغو یې سوچه محمدی اسلام بولی ، نه یوازې له ظالمانو او د امریکا پهش ان له مستکبرانو سره ساز باز نه کوی بلکې د اسلام د انقلابی او اصلی ارزښتونو د دودولو او پراخولو لپاره حکومت هم جوړوی . د ایران اسلامی جمهوریت نظام د داسې تفکر نتیجه دې چی امام خمینی رح له اسلامی تعلیماتو په الهام او د خلکو په ملاتړ سره هغه رامینځته کړ . په حقیقت کی د ایران له اسلامی انقلاب سره د لویدیځو حکومتونو بله ستونزه همدغه ټکې دی چی دغه انقلاب اسلامی تعلیمات د خپل سیاسی نظام اساس ګرځولی دی او د لویدیځ د مادی او لیبرالیسټی حکومتونو په وړاندی د حکومت نوې ډول وړاندی کړی دی . په دغه حکومت کی د حکیم خدای دستورات او حکمونه د هیواد د اداره کولو معیار او اساس دی او نور قوانین تر هغه ځایه چی له دغو احکامو او معیارونو سره تضاد ونلرلې شی د اجرا وړ دی . په عین حال کی خلک د هیواد مسولین له رهبر نیولی تر اولسمشر او د اسلامی شورا استازی په ازادو انتخابتو کی غوره کیږی او په دې ډول د هیواد د چارو په اداره کولو کی مشارکت لری . همداراز اسلامی ارزښتونو ته د احترام ازادی او د ملی ګټو او امنیت ساتل تضمین شوی دی . له بل پلوه رهبر او ولایت فقیه د اسلامی نظام په سر کی د کلی سیاستونو ټاکونکی ، د فواو د اختلافاتو اوارونکې ، د نظام د اسلامیت او خلکو د ګټو ساتونکې دی او د ایران په اسلامی جمهوریت کی اساسی اومهم ځای لری .
««««««««««««««««««««««««««««««««
نن سبا د ایران اسلانمی جمهوریت د دین او معنویت په اساس د حکومت د بریالی بیلګې په توګه د مسلمانانو له هرکلی سره مخامخ شوی دی او دا موضوع د لویدیدځ لپاره ډیره اندیښمنونکی ده . امریکایی اسلام پیژاندې اندریا مایر د اسلام سیاسی ماموریت تر عنوان لاندې په خپل کتاب کی لیکی د ایران د اسلامی جمهوریت په ځای پر ځای کیدا سره چی د اسلامی انقلاب نتیجه دی ، د اسلام سیاسی ماموریت په دې ډول سیسټماتیک شو چی تراوسه بی سارې دې . د لومړی ځل لپاره له اسلام پالنې راوتلې یو سیاسی نظام په انقلابی روده د یوه لویدیځ پال سیکولر او غیر دینی حکومت پر ځای راغله . دا بدلون د ډیرومسلمانانو لپاره د استعماری قدرت په وړاندی یو بریالیتوب وو .
له دې امله په ایران اسلامی انقلاب د درستو مسلمانانو لپاره د اسلام پال ایډیالی حکومت د بشپړه تحقق په لړ کی یو بیلګه دی چی لویدیدځ حکومتونه او د هغو رسندوې په غرضی او بی اساسه تبلیغاتو سره هڅه کوی چی اسلامی جمهوریت یو ناکارنده حکومت وښی .
د رهبرۍ ستر مقام د انقلاب د دوهم ګام په بیانیه کی دغه ټکی ته اشاره کوی او فرمایی ، طبیعی وه چی د ظلم او ګمراهۍ سرغنې په اسلامی انقلاب غبرګون وښی ، خو دا غبرګون ناکامه شو ، کیڼ او ماډرن ښی پال ، د دغه متفاوت او نوی غږ د اوریدوله تظاهر ترد هغه د غلی کولو لپاره د پراخو او ډول ډول هلو ځلو ، هر څه وکړل خپل مقرر اجل ته نږدې شول . اوس د اسلامی انقلاب د څلویښت کلنۍ جشن په لمانځلو سره ، د دښمنۍ په هغو دو مرکزونو کی یو نابود شو او بل له مشکلاتو سره چی د ختمیدا د نږدې کیدا خبر یې رارسی ، مخامخ دی . او اسلامی انقلاب د خپلو شعارونو په ساتلو او پایبندۍ هماغه راز پرمخ روان دی .
پای
.