ځلانده یون
د دښمنانو د خیال په اپوټه نن د اسلامی نظام عزت او قدرت د ایټمی بم له امله ندی ځکه چی مونږه له لومړیو ټینګار کړی ، ایټمی وسلې زمونږ دینی اساس پر خلاف دی او هغو ته اړتیا نلرو ، پر دې اساس د اسلامی نړۍ په سترګو کی د ایرانی ملت ننې اقتدار او عزت د خلکو د بصیرت ، مقاومت او سرشیندنې په خاطر دې .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د پاسدارانو او د هغو له کورنیو سره په کتنه کی وفرمایل امریکا او نادانه دښمنان څلویښت کاله کیږی هر څه چی په توان کی یې درلودل ، د اسلامی جمهوریت پرضد وکارول خو هیڅ یې ونکړې شول او نن په سیمه بلکه درسته نړۍ کې د انقلاب او اسلامی نظام لاس خلاص شوی دی .
دوی همداراز د دغه حقیقت په بیانولو سره جوته کړه
امریکایانو په خپل ګومان د سپاه او په حقیقت کی د انقلاب او ایران پرضد نقشې جوړوی او د ګډوډی رامینځته کولو هڅه کوی البته دا خباثتونه به کومه نتیجه ورنکړی اود هغو دوکه او مکر به پخپله هغو ته په ورستیندا سره د ټرمپ او د امریکا په اسټبلشمنټ واکمن د شاو خوا احمقانو په شان د اسلامی جمهوریت دښمنان د پستۍ او ځوړتیا په لور حرکت کوی .
د رهبرۍ ستر مقام د اسلامی ایران پرضد ۴۰ کلنو دسیسو او په عین حال کی د انقلاب پرمختګ د ایرانی ملت د خوځښت په درولو کی د امریکایانو د بی وسۍ نښه وبلله او په سیمه کی یې د اسلامی ایران د برلاسی توب ته په اشارې سره زیاته کړه ، د دښمنانو د خیال په اپوټه نن د اسلامی نظام عزت او قدرت د ایټمی بم له امله ندی ځکه چی مونږه له لومړیو ټینګار کړی ، ایټمی وسلې زمونږ دینی اساس پر خلاف دی او هغو ته اړتیا نلرو ، پر دې اساس د اسلامی نړۍ په سترګو کی د ایرانی ملت ننې اقتدار او عزت د خلکو د بصیرت ، مقاومت او سرشیندنې په خاطر دې .
«««««««««««««««««««««««««««
د ایران اسلامی جمهوریت اوس د لویدیځ له ایرانه د ویرولو د القایی جریاناتو او تور ښودنو سره سره د سیمې په ملتونو کی د اسلامی ویښتیا په اصلی مرکز بدل شوی او همدغه حقیقت دښمنان غوسه کړی دی .
دغه اغیز شیندنه او ماتې نه منل د اسلامی انقلاب په بریالیتوب او سپیڅلی دفاع او همداراز د وروستیو ۴۰ کلونو د درستو دسیسو په وړاندی د سپاه ، بسیج او پوځ په شان د درستو پیاوړو ځواکونو په دریدا او مقاومت کی لیدل کیدلې شی .
امریکا په تیرو ۴۰ کلونو کی دغه هدف ته د رسیدا لپاره له دریو لارو هڅه کړی ده . د جنګ ورتپل ، سیاسی او اقتصادی دباو او اوس روانی جنګ او په هغو خوځښتونو لاس پوری کول چی هدف یې د ساتندویه ځواک په شان د انقلابی اورګانونو د ارزښتونو او اصالت داغی کول دی .
د رهبرۍ د ستر مقام له نظره د ایران د اقتدار عناصر د انقلاب د ایډیالونو ، ارزښتونو اواسلامی جمهوریت په نظام کی سیسټماټیک شوی دی .
هغوی د دغه ټکی په بیانولو کی فرمایی ،
د اجتماعی ثبات ، دوام ، ملی وحدت او امنیت ، د انقلاب د اصولو او اساس ته پایبندی ، د علمی پراختیا او پرمختګ په لور د حرکت دوام ، د اسلامی او انقلابی کلتور ژورتیا ، دفاعی او توغندوی پرمختګ او په سیمه کی شتون د اسلامی جمهوریت د اقتدار عناصر دی او دښمنان د قدرت په دغو عناصرو په ګوزار کولو پسې دی .
خو امریکا له کومو لارو دغه هدف تعقیبوی ؟ایا دغو خوځښتونو د ایران اقتدار کمزورې کړې شوې دې ؟
د امریکا اټلانټیک پوهنکور د ایران د سیمه ایز نفوذ د څلورو اړمونو د شمیرولو په ترڅ کی لیکی ،
اسلامی جمهوریت ترکیبی جنګ کمال ته رسولې دې ، او په مینځنی ختیځ کی د نفوذ پرسر په سیالۍ کې له خپلو سیالانو برلاسه دې .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د امریکا د اټلانټیک پوهنکورله نظره په مینځنی ختیځ کی د تهران د اغیز شیندنې توان او سیمه ایز قدرت د امریکا پوځی قدرت له چیلنج سره مخامخ کړی دی او که څه هم کمتره کارپیژاندی د پوځی اوزارونو او تجهیزاتو له نظره د ایران او امریکا پوځونه له یوه بل سره د پرتلنې وړ بولی ، خو نه یوازې د بهرنی سیاست د حوزې څارونکی بلکې د امریکا حکومت چارواکی هم له بیلا بیلو عبارتونو په استفادې سره اعتراف کوی چی په مینځنی ختیځ او په دنیاکی د واشنګټن مخې ته ستر چیلنج او مشکل ایران دې .
نړیوالو کارپیژاندو او امریکایی شناندو د ایران په کنټرولو کی د واشنګټن د بی وسۍ بیلا بیل دلیلونه بیان کړی دی . په دغو دلیلونو کی پوځی توان په تیره بیا توغندوی ظرفیتونه ، د نامتقارن جنګ د رودو کارول ، د نیغ په نیغه نښتو په ډګر کی دکارنده ځواک له پراخې شبکې برخورتیا او په لویدیځې اسیا کی سټراټیجیک نفوذ دې .
د اټلانټیک شورا پوهنکور د ایران د قدرت ځینو هغو اړخونو ته اشاره کړی ده چی مدعی ده نوی یا کمتره پیژندل شوی دی .
په دغه راپور کی د نوموړی پوهنکور د ریسه پلاوی اوسنی غړی او د جارج بوش حکومت د دفاع وزیر مرستیال داوزخیم په دې اړه اعتراف کوی چی ایران له امریکا زیات د ترکیبی جنګ په کارولو کی بریالی دې .
دا په داسې حال کی دی چی ځینې نړیوال کارپیژاندی د ترکیبی جنګ د ترسره کولو توان یوازې په امریکا پورې منحصر بولی او باوری دی چی په دنیا کی بل هیڅ هیواد د ترکیبی جنګ لپاره ضروری رسندوی ، ډیپلوماټیک او پوځی اوزار نلری .
د اټلانټیک شورا امریکایی کارپیژاندی اعتراف کوی ایران د لویدیځې اسیا په متغیره او ټیټو هسکو سټراټیجیک چاپیریال کی بریالې کړچار درلودلې دې .
د دغو کارپیژاندو په باور واشنګټن تراوسه د ایران د سیمه ایز چیلنج د اواری لپاره زیاته لاره پرمخ لری ، که څه هم د امریکا بیلا بیلو حکومتونو هڅه کړی ده ، د دغه پازل بیلا بیلو برخې د یوه بل په څنګ کی کیږدوی ، له دې پرته چی د ستر سټراټیجیک انځور دقیق درک ولرلې شی .
د اسراییلو له اړمه استفاده او پر فلسطین دباو له ایران سره د مقابلې لپاره د امریکا له خوا غوره شوی یوه ټاکنه ده .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
د فرانسې لوپوین خپرونې په وروستیوکی د یوه راپور په خپرولو سره له خپلو ګاونډیانو په تیره بیا عربستان سره د صیهونیسټ رژیم د اړیکو له راز او د فلسطین د مسلې د څنګته کولو لپاره له صیهونیسټانو په ملاتړ کی د دغه هیواد رول ته اشاره کړی او لیکلی یې دی د دغې طرحې مهم هدف په سیمه کی د ایران کمزوری کول دی .
فرانسوی لیکوال انتوان کوپولانی په لوپوین مجله کی ، له خپلو ګاونډیانو سره د اسراییلو د اړیکو ناڅاپی بدلون تر عنوان لاندې د یوې مقالې په خپرولو سره د سعودی او دغه رژیم ترمینځ د عجیبه اړیکو راز جوت کړی دی او لیکی د ټرمپ دولت د مینځنی ختیځ لپاره د امریکا د سولې د طرحې په اجرا کولو پسې چی ورته د پیړۍ معامله هم ویل کیږی ، ندې بلکې هغه تر پردې شاته د اسراییلو او فلسطین د نښتې د څنګته کولو هڅه کوی ځکه چی دا مسله خپلو ستراتیجیکو هدفونو ته د امریکا د رسیدا خنډ کیږی .
د دغې مقالې لیکوال باوری دی چی له نوموړی اقدام د امریکا مهم هدف د ایران کمزورتیا ده ، هغه مسله چی د پوره کیدا په بڼه کی به په مینځنی ختیځ کی د امریکا د ستراتیجۍ یوه برخه هم محقق شی .
«««««««««««««««««««««««««««««
ټرمپ په همدې لړ کی د عربستان او ایران ترمینځ له نوی ساړه جنګ په استفادې سره له یوې خوا د اسراییلو او فارس خلیج حوزې د هیوادونو ترمینځ د یوه غیر رسمی ایتلاف په جوړولو پسې دی او له بل پلوه په مینځنی ختیځ کی د یوه ستراتیجیک ایتلاف د رامینځته کولو د طرحې په چوکاټ کی د سیمې د هیوادونو په ګډون سره د یوه رسمی ایتلاف د جوړولو نیت لری .
د سپینې ماڼۍ چارواکی د سپاه پاسدارانو د رول په اړه د شک په رامینځته کولو او تور ښودلو سره هڅه کوی له ایرانه داغی انځور وړاندی کړی .
امریکا د غلط تحلیل په اساس هیله منه وه چی په دروغو خپرولو او ګواښ سره د سیمې په معادلاتو کی بدلون رامینځته کولې شی ، خو په دې زمینه کی له یوه نه انکاریدونکی حقیقت سره مخامخ ده ، دا حقیقت د اسلامی ایران اقتدار او نه انکاریدونکې رول دې .
پای