د ایران د سمندري ځواک د ویاړ او اقتدار اوج
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i86137-د_ایران_د_سمندري_ځواک_د_ویاړ_او_اقتدار_اوج
د لیندۍ د میاشتې اوومه (د نومبر اتویشتمه) نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک ورځ نوموله شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2019 13:22 Asia/Kabul
  • د ایران د سمندري ځواک د ویاړ او اقتدار اوج

د لیندۍ د میاشتې اوومه (د نومبر اتویشتمه) نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک ورځ نوموله شوې ده.

د سمندري ځواک ورځ هغه ورځ ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک میړنیو ځوانانو د مقدسې دفاع په دوران کښې په ډیرو لږو امکاناتو او سرشیندنې سره د عراق د بعثي پوځ سمندري ځواک ته سخت تاوان ورسوه. د ۱۳۵۹ کال په داسې یوه ورځ د پیکان توغندی ویشتونکو کشتیو له بعثي رژیم سره په تپلي جنګ کښې په مروارید نومې عملیاتو کښې د عراق په (البکر) او (الامیه) نومې د تیلو په صادرونکو اډو باندې په حملې او د یوې مشهورې حماسې په پنځولو سره د دغو اډو له دریو نه څه باندې دوه برخې ویجاړې کړې او د دغو مرکزونو په ترټولو لوړې ستنې یې د ایران بیرغ ولګوه. هغوي په میړانې سره د دښمن په وړاندې ودریدل او په ډیر ویاړ سره د ایراني ولس د دفاع په لاره کښې شهیدان شول.

د (پیکان) توغندي ویشتونکو کشتیو د پرسنل د حماسه پنځونې کلیزه د ایران د سمندري ځواک د ویاړ او سرلوړۍ ورځ او د دغه دفاعي ارګان د قربانیو او سرشیندنو د درنښت سمبولیکه ورځ ده.

د ایران سمندري ځواک د تپلي جنګ په دوران کښې او له هغه وروسته تل دښمنانو ته خپل دفاعي او جنګي چمتووالی څرګند کړی دی. د ایران سمندري ځواک نن سبا په نړیوالو سمندرونو کښې چې هر چرته د امنیت رامینځته کولو ضرورت وي، له سمندري غلا سره مقابلې او د شیانو، وسلې، نشه ایزو موادو او د انسان د قاچاق د مخنیوي لپاره ضروري وړتیا او اقتدار لري او د سمندرونو د ژواک چاپیریال په ساتنې کښې ونډې اخیستو او ملګرتیا ته چمتو دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د سمندري ځواک د رول د اهمیت په بیانولو کښې سمندر، د دغه ځواک لپاره له دښمنانو سره د قدرتمندې مقابلې او په عین حال کښې له دوستانو سره د ملګرتیا او موثره فعالیت ډګر بللی دی.

دوي د سمندري پوځ د قومندانانو او مسئولانو په کتنه کښې په خپله وینا کښې څرګنده کړه: سمندري ځواک د ایران د دفاع په وړومبۍ کرښه کښې دی او د مکران، عمان سمندر او آزادو اوبو په شان مهمې سیمې او برخې یې په وړاندې دي او په آزادو سمندرونو کښې شتون باید د مخکښې په شان دوام ولري.

د ایران د سمندري ځواک زیاتیدونکی اقتدار د دغو ځواکونو د چمتووالي او له ګواښونو سره په مقابله کښې یې د لوړې روحیې د ساتنې بیانونکی دی. دغه سټراټیجک ځواک د خپلو سمندري حدودو او حتی له خپلو حدودو د بهرو اوبو لپاره د امنیت رامینځته کولو په ډګر کښې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې دي. د ایران د پوځ سمندري ځواک په دې وروستیو کلونو کښې د باب المندب، سویس کانال، مدیترانه سمندر او د پاکستان، هندوستان، سري لنکا او انډونیشیا سواحلو او د چین د یو بندراو هم داشان د افریقې د جنوب د ځینو مقصدونو په شمول آزادو سمندرونو ته کابو شپیته سمندري ډلې لیږلې دي.

د فارس خلیج د امنیت د ساتنې تقاضا ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري بیړیو توان لازیات شي. په دې لړ کښې هم د ډول ډول اوبتلونو ډیزاینول او جوړول د ایراني ماهرانو په ایجنډا کښې راغلل او په خاصو جنګي حالاتو کښې د عملیاتي قدرت لرونکي اوبتلونه طراحي او جوړ شوې دي.

تبیین نومې د فکر سټراټیجکه خونه د سمندري قدرت د اهمیت په جاجونه کښې ټینګار کوي: د سمندري دفاع یو ضرورت د داسې ټیکنالوجیو ترلاسه کول دي چې د سمندري پوځي تجهیزاتو په تولید، جوړښت او کارنده توب کښې وکارول شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ سمندري ځواک د کشتۍ چلونې د الیکټرانک سیسټمونو، په سمندر کښې په زیاتې پاتې کیدنې سره د اوبتلونو د جوړولو او د هدایت کیدونکو (ګایډډ) توغندویو د کارولو په توان سره د الیکټرانک جنګ لپاره د سنبالو جنګي بیړیو د جوړولو په شمول د پرمختللو ځايي ټیکنالوجیو په کارولو سره خپل قدرت د هیواد له دفاعي قدرت سره سم زیات کړی دی.

د اسلامي ایران سمندري ځواک په دې لړ کښې د فاتح، غدیر او بعثت په شان اوبتلونو سنبال شوی دی او اوس د نړۍ د پياوړو سمندري ځواک په قطار کښې راغلی دی. اوبتلونو د سمندري حدودو د امنیت د ساتنې او دفاع د توان پر زیاتولو سربیره د مالګا او باب المندب په شان سټراټیجکو سیمو کښې شتون او هم داشان په نزدې او لرو آزادو سمندرونو کښې د شتون امکان برابر کړی دی.

(فاتح) نومې اوبتل چې ټول د ایراني پوهانو او ماهرانو په لاس جوړ شوی دی، د سطحې له لاندې نه د سمندر په سطحه د توغندوي په لارښوونه کولو او د الیکټرانیک او مخابراتي جنګونو په ټیکنالوجۍ سنبال دی. د ایران سمندري ځواک هم داشان د ډیرې قدرتمندې سمندري بیړۍ په توګه د (سهند) کشتۍ په لرلو سره په لرو سمندرونو کښې د ماموریت ترسره کولو لپاره له پام وړ توانمنیو برخور دی.

سهند نومې جنګي کشتۍ د لویدیځې آسیا د ترټولو پرمختللې بیړۍ په توګه له ۲۰۱۸ کال څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک د جنوب په جنګي بیړۍ کښې شامله شوې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د لیندۍ د اوومې نیټې یعنې د سمندري ځواک د ورځې په مناسبت یوه وینا کښې د ایران د سمندري ځواک د یوه ډله قومندانانو او مسئولانو په کتنه کښې، د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له پیل نه تر اوسه پورې د پوځ په تیره بیا د سمندري ځواک پرمختګونه ستر او حیرانونکي وبلل او ویې ویل: د سمندري ځواک اوسنی نسل په خپل نوښت او توانمنیو باندې ژور ایمان لري او په سمندري بیړۍ کښې د سهند کشتۍ او د فاتح او غدیر اوبتلونو د شاملیدو په شان ښکارندو عملي کیدل یې د ورځ په ورځ زیاتیدونکو پرمختګونو د امکان زیری ورکونکي وبلل.

د ایران د سمندري ځواک قومندان امیر البحر خانزادي په دې هکله وویل: مونږ له فارس خلیج نه واخلې تر عمان سمندره پورې په اول نمبر یو، د نړۍ له شپږ دیرشو هیوادونو ځخه ډیر لږ شمیر داسې دي چې په سیمه کښې سمندري مشارکت لري، خو د ایران اسلامي جمهوریت دا کار تر ډیرې لوړې سویې ترسره کوي، د ایران د اسلامي جمهوریت تر واکمنۍ لاندې سمندري سیمو امنیت سل په سلو کښې برقراره دی او هیچا ته د ډیر لږ تاوان وررسولو اجازه نه ورکوي او په آزادو سمندرونو کښې هم پياوړی شتون لري.

امریکې په دې وروستیو کلونو کښې په سیمه کښې په غیررغنده ائتلاف جوړونو سره هڅه کړې ده چې په سیمه کښې سمندري ګواښونه زیات کړي. هغې په دې لړ کښې خصوصاً په فارس خلیج کښې سمندري اډې پراخې کړې دي. په دې وجه د ایران اسلامي جمهوریت په فارس خلیج او عمان سمندر کښې د پردیو د ګواښونو زیاتیدو ته پام سره خپل سمندري قدرت، له ګواښونو سره د سمې دفاع په موخه برابر کړی دی.

د ایران د سمندري ځواک د دفاعي وړتیاؤ زیاتیدل په حقیقت کښې دغو ګواښونو ته یو ځواب او د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي ګټو او امنیت د دفاع په لړ کښې دي. د هند سمندر په شمال کښې د نړۍ په څلورو اقتصادي لارو کښې د ایران د سمندري ټرانسپورټ شتون او په اطلس سمندر کښې د ماموریتونو د ترسره کولو لپاره د سمندري ځواک پروګرام په سمندري ډګرونو کښې د دې توانمنیو بیانونکي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت په دې ظرفیتونو باندې په تکیې سره د سیمې د هیوادونو ترمینځ د امنیتي غږملتیا او مشارکت پر اساس د امنیت په تامینیدو باوري دی. د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په سږنۍ غونډه کښې د (د هرمز د صلحې هدف) یا (د امید ائتلاف) په عنوان سره د سیمه ایزې صلحې طرحه وړاندې کړې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجدر درانی