آیت ا... مدرس ،له استعمار او استبداد سره دمبارزې شهید
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i86189-آیت_ا..._مدرس_له_استعمار_او_استبداد_سره_دمبارزې_شهید
د تهران د پښتو خپرونې او انترنیتی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ستر مفکر او مبارز روحاني آیت ا... سیدحسن مدرس د ژوند او له استکبار او استبداد سره د هغه د مبارزو په اړه درسره غږیږو،نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 28, 2019 12:29 Asia/Kabul
  • آیت ا... مدرس ،له استعمار او استبداد سره دمبارزې شهید

د تهران د پښتو خپرونې او انترنیتی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ستر مفکر او مبارز روحاني آیت ا... سیدحسن مدرس د ژوند او له استکبار او استبداد سره د هغه د مبارزو په اړه درسره غږیږو،نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

      دوستانو د اسلامی ایران په تاریخ کې  دیني عالمانو  د ولس  په حق غواړو او آزادي غواړو مبارزو کې  اوڅاره رول درلودلی دی  او  وخت په وخت ئې  په دغې لارې کې ځانونه هم قربان کړي دي .په تیره بیا ایران ته د استعمارګرو  له  واریدیدو وروسته،له دوي او د هغوي له داخلی پيّلو او تالی څټو سره د روحانیونو مبارزې او مخالفتونه  زیات شول  او ځينو د استعمار او استبداد ضدو پاڅونونو رهبري وکړه .په هغو کې یو تر ټولو نامتو دیني عالم چې  په قدرت او شجاعت سره د بهرنیو حکومتونو او د هغوي د داخلی تالی څټو د ظلم او کړاؤ په مقابل کې د ژوند  تروروستیو پورې ودریدل او ځانونه ئې قربان کړل ، شیهد آیت ا... سید حن مدرس  ؤ . یو داسې لرلید لرونکی،متقي او خبر روحاني چې  داسلامي تعلیماتو په اساس ، هیڅکله هم د سرزورۍ او ظلم په وړاندې چپه خولۀ  نه ؤ  او درست ژوند ئې  د اسلام  او دایران   د ملت له دښمنانوسره مبارزې ته وقف کړی .د ایران په اسلامی جمهوریت کې،دغه ورځ،له استعمار او استبداد سره د شهیدمدرس  د روڼ اندو او اغیزشیندونکو پارلیماني مبارزو په ویاړ سره د مجلس یا پارلیمان ورځ نومول شوې ده .

                                                     یاد او خاطره ئې تل ژوندئ

Image Caption

 

***********************

  دوستانو آیت ا... سید حسن مدرس په ۱۲۴۹لمریز کال  یا په ۱۸۷۰کال کې  له اصفهان ښار سره نزدې په یوې  دیني کورنۍ کې نړۍ  ته سترګې رڼې کړې .. هغه دیني زده کړې  له  خپل نیکۀ  پيل کړې  او  د  اصفهان په علمیه حوزې کې ئې  دوام ورکړ ،تر دې چې  له دیارلس کلن زیار او زده کړو وروسته  د اجتهاد درجې ته ورسید. په عین حال کې  سید حسن مدرس  ددیني علمونو د لازیاتولو او د پوهې زیاتولو لپاره  په ۱۲۷۶لمریز کال کې  په عراق کې نجف اشرف   ته لاړ او تر اوو کلونو پورې ئې  ددغه سپيڅلي ښار  د علمیه حوزې له نامتو عالمانو  استفاده وکړه .  په دې توګه ،  آيت ا...حسن مدرس ،  کابو پنځه دیرش کلن  ؤ چې  دغوره مجتهد او نامتو عالم  په توګه بیرته خپل ښار اصفهان ته  ستون شو .  ایران  ته د هغه راستنیدا  له هغو بدلونونو سره په یووخت  وه ، چې  په ایران کې د مشروطه  نظام د تحقق لپاره  راپورته شوي وو  او په ۱۲۸۵لمریز کال کې  چې  له ۱۹۰۶کال سره برابر ؤ ،د مشروطیّت  دفرمان په لاسلیک کیدا او تصویبیدا سره بریالي شول .آیت ا.. مدرس له هماغه پیله،  له نورو ډيرو روحانیونو او عالمانو سره یو ځاي ، د مشروطیّت له غورځنګه  خپل ملاتړ   اعلان کړ او عملا  له واکمن استبداد سره  ئې مقابلې ته مخه کړه . البته هغه هیڅکله  هم   د دیني علومو تدریس او د اسلام لوړو معارفو خپریول  نه هیرول  او  د ولس  له خوا ئې  د :مدرس : لقب  هم  په همدې  علت خپل کړ .

            دوستانو حقیقت دا دی چې د اسلام د پاک  دین   په تعلیماتو کې دینی مسئلو اوجرړه ایز سیاست ته    آيت ا... سید حسن مدرس توجه او اهتمام درلود. په دې پړ اؤ کې د ځینو دینونو او مکتبونو  په اپوټه سیاسی او ټولنیزو  مسئلو  او موضوعګاتو ته پام کول  د دینی دندو یوه برخه حسابیږي  او  یو مسلمان هماغه ډول چې  باید  شخصي عملونه او عبادات  ترسره کړي ، د حکومت په وړاندې او  اجتماع کې  هم   مسئولیّتونه لري .  د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد(ص) او د هغه بزرګوار جانشینانو سیرت او روده اودغه راز   د دین نورو  صالحو لویانو  هم پخپل زیار او هڅو سره ښودلې ده  چې  دوي  د دین یوازې شخصي اړخ ته  پام  نه درلود او د ټولنې مسئلې  ئې  هم د  الهي  تعلیماتو په چوکاټ کې منظمې او برابرولې . په عین حال کې ،   ځينو کږ فکره او سطحی فکر  لرونکو کسانو او فرصت غواړو  داسې بریښول چې  په اسلام کې هم د مسیحیّت  په څير تحریف  شوی ،مسلمانان یوازې   باید عبادتونو او شخصي فرایضو ته مخه کړي او له ټولنیزو او سیاسی مسئلو او موضوعګانوسره دې کار نه لري.لویدیځي استعمارګروهم اسلامي هیوادونو ته  له واریدیدو وروسته ، لکه څنګه چې   دخپل هیواد په سیاسی چارو کې  د مسلمانانو  اغیزې  او لاسوهنې  ئې ددغو هیوادونو د غلاګانو او تیریو  په لارې کې خنډ بالۀ، ددغه نظر ئې ډیر زیات تبلیغ  کړی ، چې په اسلام کې  دین له سیاسته جلا دی . خو شهید مدرس  یو هغه تر ټولو غوره دیني  عالم دی چې  ددغه انحرافي لیدتوګې  دخپریدا دخطرې  په درک کولو سره ئې  په اسلام کې د دین اوسیاست  پر پیاوړي ارتباط ټينګار درلود او په ډاګه ئې وئيل ؛  د مونږ سیاست   عین د مونږ دیانت  او د مونږ دیانت   هماغه سیاست دی .

            په دې توګه ،  آیت ا... حسن مدرس   د یوه ستر او متقي  عالم  او پوه او ولسی سیاستوال په توګه ، له مشروطه  په وروسته پړاؤ کې  د ایران  دټيټو هسکو لرونکي سیاست  په ډګر کې ګام کیښود.د مشروطه  اساسی قانون په اساس ، باید پنځو  فقیهانو د ملی شورا مصوبې  د اسلامی معیارونو په اساس تائيدولې چې  د مجلس یا پارلیمان په دوهم پړاؤ کې  شهید مدرس د یوه فقیه په توګه  وټاکل شو .  هغه  د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره  په ۱۲۸۸لمریز کال کې  تهران ته راغی او  په مجلس کې ئې  پخپلې لومړنۍ وینا کې درست ، د ولس خدمت  او د مشروطه   موخو ته د  رسیدو لپاره  اتحاد او یوزړتوب ته وبلل. خو دغه  مجلس  له دوو کلونو وروسته  د  روسیې  د لاسوهنې  او  د  استبداد دبیرته ستنیدا دخطرې  په علت وتړل شو .  آیت ا...حسن مدرس  له ترلاسه شوي فرصته په استفادې سره ، علمیه حوزه او د دیني علمونو  دطلبه ؤ  د وضعیت  د ښه کولو هڅه وکړه او  په دې پسې شو ، چې  د هیواد د راتلونکي لپاره  بصیرت لرونکي او پوه او خبر  عالمان وروزي . له بل پلوه ،  د هغه کور د  خلکو د تګ راتګ او دهغوي د مشکلاتو او ستونزو دحل کولو  په ځاي بدل شوی ؤ . د حسن مدرس په څير  دزړه سوانده او ژمنو روحانیونو یوه ځانګړنه،  دهغوي ولسی کیدا ده . د حکومتي  چارواکو له مخالفتونو سره سره د مجلس په مختلفو پړاؤنو کې د  حسن مدرس په ډيرو زیاتو ولسی رایو سره بریالیتوب  او همداراز  له آیت ا... مدرس څخه په ډيرو موردونو کې د  ولس  ولولناکو ملاتړونو  د  خلکو په زړنو کې د هغه د ځانګړي مقام ښودنه  وه .  حسن مدرس تل  په پارلیمان  او له هغه په بهر کې  د خلکو د حقوقو دفاع کونکی ؤ او په همدې دلیل  په ځلونو پرې  حملې هم شوي دي .

                  یو بل عامل چې د خلکو په نزد د شهید مدرس د محبوبیّت  لامل شوی  ؤ، د هغه  له  خلکو سره ناسته پاسته او ساده ژوند ؤ . ددغه شهید بزرګوار  د ژوند سویه ،  له ډيرو خلکو لاټيټه وه  او  له هغه سره د ارتباط  لپاره هیڅ  خنډ  نه ؤ .  دنیا ته همدغه بې پروائي  او بې پامي او  له مادي اړوندوالو نه شتون لامل  کید ،چې  دغه مبارز عالم د هغه  وخت  د ډيرو  سیاستوالانو په اپوټه ،  له کومې و یرې  پرته د ظلم په خلاف او   آزادي غواړې چغې  پورته کولې . هغه په دې  باب په یوه  ځاي کې وئيلي دي ؛ که ووینئ چې   زه ځيني رازونه په  ډاګه  بیانوم  او  په بې پروائۍ سره  دحق  خبره کوم ، نو دا د دې لپاره ده چې  زه هیڅ شی نه لرم او  له چا هم څه شی نه غواړم :::: 

 له استعمار سره  هراړخیز او سخت مخالفت او خپلواکي غوښتنه ،  د شهید آیت ا... حسن مدرس  د افکارو یو ه څرګنده  بیلګه وه .  هغه د استعمار  د جنایتونو  په تاریخ او په نړیوالو  پيښو او حالاتو په پوهیدا سره،باؤري ؤ چې   هیڅ یو استعماري  حکومت  د ایران او د بل یوه هیواد په کورنیو چارو کې هم د دخالت حق نه لري .په لومړي نړیوال جنګ کې،د ایران حکومت بې پلوي اعلان کړه او د روسیې او انګلستان غوسه ئې راوپاروله .ددغو دواړو حکومتونو  پوځونو د ایران  په شمال او جنوب کې ډيرې زیاتې برخې ونیولې  او ډير زیات خلک ئې ووژل .په دې وخت کې  د شهید حسن مدرس،نورو  ډيرو ملی او دیني شخصیتونو په زیار او هلوځلو سره دملی دفاع کمیټي جوړه شوه څو د لازیاتو غمیزو مخه ونیول شي .خو د تیریګرو ځواکونو په  پرمختګ سره ، دغه موخه پوره نه شوه  او حسن مدرس په عثماني حکومت کې تر د وو کلونو پورې ژوند وکړ . مشروطی

               د ایران د  یوه تالی څټي لومړي وزیر وثوق الدوله او  د انګلستان ترمینځ  د ۱۹۱۹کال  له تړون سره سخت او پریکنده  مخالفت د  آیت ا... حسن مدرس  یو استعماري ضد اقدام ؤ .  ددغه تړون په سبب،د ایران درستې سرچینې او د هیواد چارې د انګلستان په اختیار کې ورکول کیدې .خو د دیني او ملی شخصیتونو  له جدي مخالفتونو سره او هم د خلکو په پوهیدا سره،د ایران حکومت مجبوره  شو،ددغه تړون له اجرا ډډه وکړ ي .ددغه پلان  له ناکامۍ وروسته،انګریزانو  په ایران کې د  خپل نفوذ د زیاتیدا لپاره  یوه بله دسیسه برابره کړه او د ۱۲۹۹لمریز کال د کب د میاشتې  په دریمه نیټه  ئېد خپل یوه عامل رضا خان  په قوماندانۍ  کودتا وکړه .هغه یو ځيږ، مستبد او ځپونکی کس ؤ او  په پيل کې د جنګ وزارت په سرپرستۍ منصوب شو .حسن مدرس  ډير زر د انګریزانو په چلول او دوکې پوه شو او  په شجاعت سره ئې  دهغه له مستبدو او سرزورو  اقداماتو سره  مخالفت ته مخه کړه . کله رضا خان له مشروطیّته  په جمهوریت د حکومتي نظام  د بدلولو شعار ورکړ،نو آیت ا.. مدرس  چې  یو ځير او لرلید لرونکی عالم او سیاستوال  ؤ،پوه شو چې د رضا خان له خولې ددغه شعار له مطرح کولو د انګلستان  موخه ، د ولسواکۍ یا جمهوریت په پوښښ کې د خلکو  غوښتنې او هوډ ته له پام پرته د هغه په لاس کې د قدرت تمرکز دی. شهید مدرس په ټولو توانمنیو سره له دغه پلان سره مخالفت وکړ او په خلکو اوعالمانو کئې ئې  په دې اړه  ایشواکونې او روڼتیا ته مخه  کړه،تردې چې رضاخان مجبوره شو د جمهوری نظام د رامینځةکونې له نقشې شاتګ  وکړي .خو څه مودې وروسته ئې د قاجار د پاچائۍ لړۍ د نسکورولو او د پهلوي  کورنۍ واک ته درسولو، په بله وینا ، دخپلې پاچائۍ  غوښتنه وکړه .

 د ایران مذهبی او ملی مشران  او دهغو په سر کې آیت ا...حسن مدرس له دغه پلان سره چې د مشروطه اساسی قانون مخالف ؤ ډير زیات مخالفت وکړ،خو رضا خان د انګلستان په ملاتړ سره ځان د ایران پر ملت د پاچا په توګه وتپۀ او د هیواد لپاره دهغه خطره لازیاته شوه .

                د مجلس د شپږم پړاؤ په انتخاباتو کېچې د رضاخان تر نظر لاندې ترسره شول،په ډيرو درغلیو سره د حکومت پلوي زیات کاندیدان مجلس ته ورسیدل ،خو آیت ا...مدرس وتوانید، د هغه چا په توګه چې په تهران کې ئې تر ټولو زیاتې رائې ګټلي ، مجلس ته ورسید. آیت ا... مدرس  په دغه  وخت کې  د رضا شاه  د دیکتاتورۍ له رامینځةکیدا سره سره ، په شجاعت ، او روښانه نصیحتونو سره ، په هغه سخت ټکونه او نیوکې زیاتې کړې، تردې چې یوځل پرې حمله وشوه او سخت ووهل او وټکول شو،خو د رضاخان له استبداد او له انګریز استعمارسره په مقابلې کې ئې خپلو ډيرو زیاتو دندو ته دوام ورکړ  او دغه راز ئې وئيل ؛ خداوندمتعال  دوه شیان ماته نه دي راکړي،یوه ویره او بله هم تمه ،هرڅوک  له ملي ګټو او مذهبی چارو سره ملګری شي،نو زه هم ورسره ملګری  یم او که داسې نه وي نو ورسره  مخالف یم :   درضا خان  په ظلم اوتاؤتریخوالي د شهید مدرسنیوکې لامل کیږي،څو دهغه صبر پاي ته ورسیږياو د مجلس د ورپسې پړاؤ په انتخاباتو کې اعلان کوي،چې هغه حتی یوه رایه هم نه ګټلې،خو هغه  په پيغور اوملنډو سره وائي،چې  ولې دې د ما خپله رایه  اعلان نه کړه .په دې وخت رضا خان  له دغه آزادي غواړي روحاني څخه د غچ اخستو لپاره موقعیّت ښه ولید او هغه ئېد ایران په شمال ختیځ  کې یوې لیرې ویرونکي او خوشي سیمې ته جلاوطن کړ . خو  ګواکې تر دې دمه د آیت ا... مدرس له خوائې  خطره احساسوله ،  نو په همدې دلیل ئې  اوه کاله وروسته  خپلو مامورانو ته حکم ورکړ څو هغه شهید کړي . دغه فرمان  د ۱۳۱۶لمریز کال د  لیندۍ دمیاشتې  په لسمه نیټه  په ډير بوږنونکي ډول اجرا شو، خو ددغه لوي مبارز   او ستر دیني عالم  یا به تل د  خلکو په زړنو کې باقي پاتې وي .

              د اسلامی انقلاب  ارواښاد بنسټګرحضرت امام  خمیني  ددغه شجاع او لوړمقام شهید په باب فرمائي ؛ دمونږ شهید بزرګوار خدای بخښلی مدرس چې  لقب د هغه لپاره  وړوکی او لنډ دی ،یو داسې ځلیدونکی ستوری  ؤ  د یوه هیواد پر افق ، چې   د ر ضاشاهي  ظلم او کړاؤ له تورتمه کړیږي  او تر څو چې چا هغه وخت درک نه وي کړی ،نو  ددغه لوړمقام شخصیّت ارزښت نه پيژني . د مونږ ملت  دهغه د خدماتو او سرښیندنو پامته داره دی ::::

  (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************