لمونځ له خالق سره ارتباط
دغه ډالۍ د دندې او فریضه په توګه وړاندی شوی تر څو لږ تر لږه ټولنه د هغه له لږو محرومه نشی ، په ډیر کم لکښت او وخت سره د دومره عظیمې ډالۍ باید مننه وکړو
په هغو سترو الهی نعمتونو کې چی هیڅ کس یې د شمیرلو توان نلری ، ځینې ډیر اوچت نعمتونه دی چی فکر کونکی ، حیرانه کوی او په دغو حیرانونو کې یو ډیر جذبونکې نعمت لمونځ دې . د لمانځه د ذکرونو ترکیب ، د لمانځه د حرکاتو جوړښت ، د واجب او مستحبو لمانځونو د وختونو ترتیب ، په لمانځه کې په تمرکز او د زړه شتون باندې ټینګار ، په جومات کې د لمانځه په ترسره کولو ټینګار ، د بدن او هم د جامو د پاکی ضرورت ،د نړۍ له هرې سیمې د کعبې شریفې په لور مخ کول او داسې نور ډیر ټکی او خبرې په دغه ممتازې الهی فریضې کې شته دی چی انسان د ددغې الهی ښکارندې په وړاندی حیرانه کوی . خدای تعالی دا ستر نعمت مونږ ته ډالۍ کړې دې چی په هغه سره خپل ځان پرینځلی شو ، ځان له ګناهانو لیرې کولې شو ، په خپله ټولنه کی بشری ارتباطات له معنویته برخمنه کولې شو او په دې وسیله امن ، روانی سلامتیا ، له غلیمانه چیلنجونو خلاصون او ټولنه له تاندوالی او خوشحالۍ ډکولې شو . دغه ډالۍ د دندې او فریضه په توګه وړاندی شوی تر څو لږ تر لږه ټولنه د هغه له لږو محرومه نشی ، په ډیر کم لکښت او وخت سره د دومره عظیمې ډالۍ باید مننه وکړو .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
هغه څه چی واموریدل د د لمانځه غونډې ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د پیغام یوه برخه وه . د الهی دینونو په تیره بیا اسلام یوه مهمه ځانګړنه د لمانځه ترسره کول دی . لمونځ د مهم دینی حکم په توګه د انسانانو په ودې او لوړاوی کې مهم رول لری او په همدې وجه ډیر زیات اهمیت لری . وروستۍ اونۍ د ایران د شمال ګلستان ولایت د هغو څه د پاسه ۴۰۰ پوهانو او کارپیژاندو کوربه وو چی په نوموړی غونډه کې د ګډون لپاره د ایران شمال ته سفر کړې وو، اوس څو کاله کیږی چی د لمانځه د غونډې په ترسره کیدا سره د دعا غږ د ایران بیلا بیل ښارونه د خدای په نوم او یاد سره معطر کیږی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د لمانځه کمیټۍ د لمانځه د کلینزې غونډې په ترسره کولو سره د لمانځه د ارزښتونو د معرفی کولو او باورونو د پیاوړتیا په لټه کې ده تر څو په ټولنه کی د لمانځه د نورانی کلتور د پراختیا او دودولو لپاره د هیواد په کلتوری متولیانو کې زیات حساسیت رامینځته کړی او له دې لارې د د دینی ارزښتونو د ساتونکی ، دیندارې او غوړیدلی ټولنې د برخورتیا په ترڅ کې د اسلامی ایران د زیاتیدونکی معنوی غوړیدا سبب شی . د لمانځه اته ویشتمه غونډه د لیندۍ په ۲۱ د ایران د قضاییه قوې د مشر حجت الاسلام ریسی ، د شونې او روزنې وزیر حاجی میرزایی ، د هیواد د لمانځه کمیټۍ د مشر حجت الاسلام قرایتی او د ګلستان ولایت د لمانځه د یاورانو او یو شمیر مسولانو په شتون سره ترسره شوه . دغه غونډه کی چی په لیندۍ میاشت کې د لمانځه او مدرسه په موضوع سره ترسره شوه ، په ۱۴ چوکاټونو کې څه د پاسه ۱۶ زره اثار تر لاسه کړی چی په دغه په دغو دستورو کې ۱۲۸ کسان غوره ، معرفی او ترې ستاینه شوی ده .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
د ایران د قضاییه قوې مشر سید ایراهیم ریسی په نوموړی غونډه کې په ټولنه کې د اخلاقی او اجتماعی زیانیدونکیو ګواښونو ته په اشارې سره په لمانځه تکیه د ګواښونو په وړاندی د خوندی کولو زمینه جوړونکی وبلله او ویې ویل د انسان طبیعت او سرشت له خدای سره ارتباط ټینګولو ته اړتیا لری چی د لمانځه په رڼا کې دغه رابطه د صراط مستقیم او پاک ژوند د رمز په توګه بڼه غوره کوی . که څه هم د لمونځ ادا کول له کوره پیلیږی خو دښونځی ، پوهنتون ، اداراتو او داسې نورو ځایونو په شان د اسلامی ټولنې درستې برخې باید د دغه الهی او معنوی ارتباط ځایونه وی . جوماتونه په مځکه د خدای کورونه او له خالق سره د ارتباط مرکزونه دی چی که له خدای سره د انسان ارتباط حتی یوه شیبه غوڅ شو ، نو د انسان د نسکوریدا او له مینځه تلو زمینه به برابره شی . ښاغلی ریسی په دوام کی وویل پر دې سربیره د لمانځه د ادا کولو دوام په ټولنه کی د عدالت د ټینګیداسبب او عادل انسانان د عدالت په لور هدایتولې شی . د لمانځه حقیقت ټولنه له ګواښونو خوندی کولې او وګړې ، ټولنه ، اقتصاد ، سیاست ، عدلیه او واکوالی د عدالت او راستی په لاره کی راوستلې شی .
«««««««««««««««««««««««««««
په دغو دستورو کې د لمانځه کمیټۍد مشر په توګه حجت الاسلام محسن قرایتی وویل هیواد د غلیمانو د دسیسې په وړاندی په لمانځه سره مقاوم کیږی او د اته کلنې سپیڅلی دفاع په شان که هیواد نن له جنګ سره مخامخ شی ، نو اهل مسجد به د جنګ جبهو ته ولاړ شی . د لمانځه په ضایع کیدا سره په ټولنه کی فساد زیاتیږی ، هغه څوک چی غواړی له خدای سره وی ، نو لاره یې لمونځ دې . هغه څوک چی د جومات او لمانځه اهل وی ، د هغه انسان په شان دی چی پاکیزه جامې لری او په هر ککړ ځای نه کښینی او ځان په ګناه نه ککړوی ، ښاغلی قرایتی د دې خبرې په کولو سره چی د ننی نسل د ژغورولو لپاره د لمانځه مسله اهمیت لری ، یادونه وکړه د ملګری په ګرځولو کې هم باید د لمانځه موضوع ته پام وشی ځکه چی هغه کسان چی په خدای یې سترګې پټې کړی دی ، په تا به هم سترګې پټې کړی .
«««««««««««««««««««««««««««««««
د لمانځه د اته ویشتمې غونډې چورلیزتوب د لمانځه اوښونځی د اړخونو جاج وو . د اسلام تعلیمات له هماغه پیله د ماشوم د ژوند لپاره رغنده پروګرامونه او رودې لری چی په هغو عمل د انسان تلپاتې نیکمرغی تضمینوی . د ماشوم په غوږ د اذان ژوند بخښونکې غږ ، هغه لپاره لومړنۍ روح بخښونکی نغمه ده . په حقیقت کې په اذان او دعا سره د ماشوم لطسیف روح یو ډول چمتو کیږی . په ماشومتوب او ځلمیتوب کې د لمانځه په پیل سره د خدای ، مذهب اودینی ارزښتونو په شان مفهمونه د ماشوم په مننونکی ذهن کې ځای پیدا کوی .
له هغه وخته چی ماشوم د لمانځه د فهم قدرت پیدا کوی باید د لمانځه زده کول پیل کړی که څه هم دغه پوهه او فهم په اجمالی بڼه وی . دا پړاو کابو له ۵ یا ۶ کلنۍ پیل او تر اوه کلنۍ ختمیږی . په دغه عمر کی باید اجبار ونشی او ماشوم یوازې له لمانځه سره بلد کړو . لکه څرنګه چی امام صادق علیه سلام فرمایی ، هغه وخت چی ماشوم درې کلن شو ، هغه ته وایی چی اوه ځله لا اله اله ا... ووای ، کله چی دې کاله اوه میاشتې او شل ورځنې شو و هغه ته وایی چی صلی ا... علی محمد و ال محمد (ص) ووایی ، کله یې چی پینځه کاله ختم شول له هغه وپوښتئ چی ښې لاس او کینړ لاس یې کوم دې ؟ که صحیح ځواب یې ورکړ نو د هغه مخ قبلې په لور کړئ او ورته ووایی چی سجده وکړی او پریږدی چی شپږ کلن شی . کله یې چی شپږ کاله ختم شی نوورته رکوع او سجود زده کړئ او د لمانځه ادا کولو ته یې وهڅوئ تر څو اوه کلن شی . کله چی اوه کلن شو نو ورته ووائ چی دوه لاسونه او مخ ووینځی ، هغه وخت ورته ووائ لمونځ ادا کړی تر دې چی نهه کاله یې ختم شی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
ماشومان او ځلمیان د روحی هیجاناتو او عواطفو د اوج په دلیل د اجتماعی شرایطو ، دوستانو او هم عمره کسانو تر سخت اغیز لاتندې راځی . د اروا بیزاندو له نظره د ځوانانو له ځانګړنو دا دی چی هغه په اسانۍ سره ددوستانو خبرې منی ، دا اندیښمنونکی وضعیت دې . په عین ځوانۍ کې چی له خدای سره یې ارتباط بڼه غوره کړی ، نو په ډاډمن پناه ځای یې تکیه کړی او هغه له تاوانونو او ګواښونو ساتی . پر دې سربیره په ځلمیتوب کې د عبادت خوند ډیر خوږ دې او د نیکمرغه ژوند لاره برابروی . په انسان د لمانځه ژورو اغیزو ته په پام سره خدای تعالی خپل پیغمبر ص ته په خطاب کی فرمایی ، او خپله کورنۍ لمانځه ته وبوله او د هغه په ترسره کولوشکیبا ووسه .
ځلمیان او ځوانان په کلکه یادولو ته تږی دی . هغو امنیت ، ارامښت او د قدرت او رحمت یوې سرچینې اتصال ته اړمن دی . د قران د ملکوتی او د لمانځه د اذکارو زړه راښلونکی غږ همداراز له تبلیغی رسندویو او روزنیزو مرکزونو بیلګې اخیستل په ځوانانو کې مذهبی ګروهنې پیاوړسی کولې شی . له دې امله په ښونخیو او روزنیزو مرکزونو کې د لمانځه ترسره کول جوتیږی .
پای