د ایران سیل
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i86645-د_ایران_سیل
خلک باوری دی کله چی ګرسیوز په خپله توره سره د پاک سړی سیاوش سر ووهه ، نو د لاله په څټ ګل د دغې پیښی شاهد وو ، له هغه وروسته د دغې پیښې غم په لاله اغیز وکړ ، د لاله ګل سور شو او په ډیر غم سره یې خپل سرټیټ کړ اود سیاوش د بی ګناهۍ په خاطر ژاړه کوی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2019 09:20 Asia/Kabul
  • د ایران سیل

خلک باوری دی کله چی ګرسیوز په خپله توره سره د پاک سړی سیاوش سر ووهه ، نو د لاله په څټ ګل د دغې پیښی شاهد وو ، له هغه وروسته د دغې پیښې غم په لاله اغیز وکړ ، د لاله ګل سور شو او په ډیر غم سره یې خپل سرټیټ کړ اود سیاوش د بی ګناهۍ په خاطر ژاړه کوی

دوستانو په ننی پروګرام کې پاوه ښار ته ورځو چی په هزار ماسوله هم مشهور دې . له تهرانه کابو ۵۰۰ کلومیټره واټن لرو . د ایران تر ټولو لویدیځی ولایت چی له عراق سره پوله لری یعنی کرمانشاه ته راغلی یو ، پخوا به یې ورته باختران ویل . جالبه ده چی تر ټولو ګرم او یخ ښار په کرمانشاه ولایت کې دی . هغه تعریفونه چی د یوه ځانګړی ښار یعنی پاوه په اړه مو اوریدلی وو ، زه یې له کرمانشاه او سرپل ذهاب ، دلته راکښلم . حتما به مو اوریدلی وی چی پاوه هزار ماسوله ښار دې او حتما د ایران په شمال کې د ماسوله کلی او پاوړیزو کورونو په اړه مو به مو یو څه  اوریدلی وی . اوس پام وکړئ چی د ایران د شمال د ماسولې د پراختیا په څو برابره یو ښار په لوړو څوکو پروت دې .

داسې کورونه چی له لوړو څوکو د غره تر لمنې پراته دی او د ښار ډیره کمه لیدل شوی معماری یې رامینځته کړی دی . د هر کور په چت د بل لوړ کور حیاط دې . نه یوازې د پاوه ښار بلکې د شاو خوا ټول کلی همدغه ځانګړنه لری ، د هجیج په شان ښکلی کلې چی په کوسه ی هجیجه مشهور د امام رضا ع د ورور د مړی کوربه دې . همداراز  د بل ښکلی ابشار چی اوبه یې ډیر خواص لری . په کلی ډول دغه له طبیعت سره مصالحه او اخښل کیدا په بهترین شکل د پاوه په ښاری معمارۍ او شاوخوا کلیو کې  لیدل کیږی . پاوه د شاهو په ښکلیواو لوړو غرونو جوړ شوی . هواره مځکه ډیر لږه لیدل کیږی .  د غرونو لاندې په کوزه دره کې د غوزانو ، انارو ، انجیرو او د نورو میوو باغونو شاهو ته  چی د زاګرس د غرونو له څانګې دی ، ډیره ښکلا وربخښلی ده . کله د اوړی تر مینځه د شاهو په څوکو واوره لیدل کیږی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د پاوه او هورامان د لوړو څوکو د ونو بوټیو تنوع او پوښښ په ریښتیا چی د لیدلو دې . شاهو په سپرلی کې د رنګارنګ ګلونو یوه خزانه لری په تیره بیا په غوای میاشت کې ، په دوی کې یو ښکلی ګل ، د لاله په څټ ګلونه دی چی د شاهو او د پاوه د اتشګاه  په لوړو څوکو کې ډیر لیدل کیږی . اتشګاه هغه ځای دی چی د ساسانیانو په پړاو کې د عبادت سمبول او د اهورامزدا د دعا او عبادت ځای وو او اوس د سلګونو په څټ لاله ګلونو ځای . دغه ښکلی ګل په دغه ښیرازه طبیعت کی دومره ښایسته ښکاری چی هر لیدونکی حیرانوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د لاله په څټ ګلونه چی د سره بخن نارنجی رنګه غټوګلونو سره د ایران د طبیعت لپاره ارزښتمن میراث دی ، ځانته یوه کیسه لری . خلک باوری دی کله چی ګرسیوز په خپله توره سره  د پاک سړی سیاوش سر ووهه ، نو د لاله په څټ ګل  د دغې پیښی شاهد وو ، له هغه وروسته د دغې پیښې غم په لاله اغیز وکړ ، د لاله ګل سور شو او په ډیر غم سره یې خپل سرټیټ کړ اود سیاوش د بی ګناهۍ په خاطر  ژاړه کوی . د لاله په څټ ګل اوښکی په حقیقت کې  هغه بی رنګه اوبه دی چی له هغه تویږی .

Image Caption

 

د همدغه داستان په خاطر ده چی  په پاوه او اورامانات کې په څټ لاله ته د سیاوش اوښکی هم  وایی . د ایران کردان باوری دی چی هر څوک چی دا ګل وشکوی نو د خدای د رحمت او برکت دروازې پرې بندیږی ، په همدې دلیل ورته د رزق کمونکی ګل هم ویل کیږی .

د ایران په تاریخ کې د دغه ښکلی او کم موندونکی ګل نښې لیدل کیږی . د په څټ لاله نقش و نګار د ساسانی پړاو د ستنو په سر او همدراراز د ساسانی باچا دنقش طاق بستان کې لیدل کیږی . لنډه دا چی په څټ لاله ګل د سیاوش په غم کې سر ټیټ دی او دا غم او ویر په ایران د عراق د تیلی جنګ تر وخته دوام پیدا کوی او د پاوه خاوره چی د سپیڅلی دفاع د شهیدانو په وینې ښکلی ده ، په هر سپرلی کې په خپل شتون سره یادونه کوی . دا عاشق او ویرجن ګل په خپلې ښکلا سره د عشق ، بی ګناهی او ویر ترکیب دې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

ښه ده چی د پاوه په څو کلومیټرۍ کې د یوې بلې جاذبې غار قوری قلعه یادونه هم وکړو . دا غار د اسیا تر ټولو ستر او د ایران  تر ټولو اوږد ابی غار دې . یو پراخ تالاب چی شاو خوا یې په بیلا بیلو شکلونو سره ښکلی قندیلونه دی ، دغه قندیلونه چی هر یو یې خاص شکل لری چی د دغه غار د هر برخې د نومولو اصلی دلیل دې ، د بیلګې په توګه د حضرت بی بی مریم په شکل قندیل موجود دې چی د دغه غار د لومړی تالار د نومولو دلیل دتالار مریم په نوم شوی . د غار په زر میټره ژورتیا کی یو تالار شته چی د نړۍ یو ډیر ښکلی حوض پکې موجود دې ، دلته د پردې په شکل قندیلونه موجود دی چی په هر یوه پورې په لاس لګولو سره  ترې د موسیقۍ د یوې الې غږ اوریدل کیږی ، په همدې دلیل د دغه تالار  نوم یې د بتهوون تالار کیښودلی دی . لږ مخکې د عروس ښکلی تالار لیدل کیږی چی د ناوې د جامو په شان په رسوبی قندیلونو سره لیدل کیږی . په ۱۷۰۰ میټرۍ کې یو ښکلی لبشار موجود دې چی د عمومی خلکو لپاره تر اوسه ندې چمتو شوې ، د دغه غار نه موندل شوی برخې زیاتې دی او ممکنه ده په راتلونکی کی د اونو د ژورتیا زیاتې برخې د خلکو د لیدلو لپاره چمتو شی .

هیله من یو هغه ورځ راورسی  هغه کسان چی د خالق د هنر د زیاتې پیژندنې او موندنې پسې دی د ایران صلابت لرونکې ښار پاوه ته هم ورشی .

پای