د ایران سیل
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران سیل نومې لړۍ له ننني پنځه ویشتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،ددغې لړۍ په دوام کې نن هم ګرځو د ایران تاریخي او سیّلناک ښار یزد ته چې ډير لیدونکي او تاریخي ځایونه لري .هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
خوږو دوستانو د ایران د یزد تاریخي ښکلاوې او ښکلي ودانۍ بیخ بینائي تاسیسات تر دې حده چې بهرني سیلانیان ظې د یوه غوره لیدونکی ځاي په توګه یادوي او امکان نشته چې ایران ته په سفر راشي او یزد تاریخي ښار ته لاړ نشي .یزد ښار تل په ایرانیانو کې په بادي ښار یعني په داسې ښار مشهور دی،چې ودانۍ ئې له څلور وآخواؤ ته ستر ستر کړکي لري او ډيره په زړه پورې هوا پکې چلیږي ،یعني دا په حقیقت کې د ښار تنفسي نظام حسابیږي او لازیات په هستوګنو او پخوانیو فضاګانو کې واقع دي .جالبه ده پوهه شئ چې د نړۍ ترټولو لوي بادي نظام ،د ایران په یزد ښار کې په دولت آباد باغ کې په یوه تر ټولو ښکلی باغ کې واقع دی.مونږ هم مناسبه وګڼله د یزد ښار دسیل په وخت لاړشو،د دولت آباد یوه باغ لیدو ته،ځکه چې دا د ایران په هغو نهو باغونو کې شامل دی،چې نامه ئې د یونیسکو دنړیوال میراث په لیسټ کې شامله ده .
دوستانو د ایران په یزد ښار کې له صحراؤ او د اوبو له کمښت سره سره داسې باغونه شته چې د یزد دمعمارانو دخلاقیّت او ذوق نښې دي،چې له هغو څخه د دولت آباد باغ،د خان باغ،د مشیر باغ،د ګل کار باغ، د محمودیه باغ، د پهلوان پور مهریز باغ، د تیتو بافق باغ، د طزر خان باغ، او د ګلشن طبس باغ ته اشاره کولی شو .
د دولت آباد باغ په عمارت یا وداننۍ کې نوره په زړه پورې ودانۍ او تاریخي ځایونه دي،چې په هغو کې،باد ګیر یا باد لرونکي او هشتي ودانۍ،د مځکې لاندې د اوبو دوه ډنډونه،چې د وه لارې لري،د بهشت آیین ودانۍ،د آئینه هال، د تهراني ودانۍ او باغ ته چې د اوړي او ژمي د موسم په اساس جوړې شوي دي،اشاره کولی شو.دغه درستې ودانۍ او عمارتونه،د زندیه او افشاریه پړاؤ سره اړونده دي او په ۱۱۶۰قمری کال کې محمد تقي خان بافقيچې په لوي خانمشهور ؤ،جوړې کړي دي .ددغه باغ په شنې او ښیرازه فضا کې د کاج یا بیجور او د سرؤ ونې او محمدی سرۀ ګلان،میوه د ارې ونې په تیره بیا د انګورو او آنارو ډيرې زیاتې ونې له ورایه ښکاري .
د یزد د دولت آباد باد لرونکي ودانۍ په ۲۷۰کلن مخکې دوران د قاجاریه او زندیه د پړاؤ باد لرونکي یوه تر ټولو ښکلي او سیلناکه ودانۍ ده چې د نړۍ د باد لرونکي یوې تر ټولو لوړې ودانۍ په توګه د معمارانو د تخنیک یو ښکلی شاهکار حسابیږي .دغه ودانۍ ۳۳میټره او اتیا سنټي میټره اوږده ده او ددغې بادي ودانۍ ارزښتمند خصوصیّت ددې هشت ضلعي جوړښت دی ،چې لامل کیږي ، له هرې خوا باد یا هوا په آسانۍ سره او په تیزۍ سره تر ټولو ټيټې برخې ته لیږدوي او د مځکې لاندې د اوبو له ډنډ یا حوضچې سره د هوا یا باد له ټکره وروسته ددغې ودانۍ په داخل کې ډيره یخه او نرمه هوا رامینځةکیږي .د وئيلو ده د ایران په دښتو یا صحرائي سیمو کې د باد یا تندې هوا شتون د ودانیو د داخل هوا په نرمښت او سړوالي کې ارزښتمن کارندوالی لري .
د دولت آباد باغ په اهمیّت کې ویل کیدلی شي ، چې د زندیه حکومت په پړاؤ کې هلته کریم خان زند هستون پاتې شوی دی .ددغه باغ اصلي کوټې، چې د واریدیدو اصلي دروازه ئې په واړو رنګی شیشو سره ښکلي شوي،د انګڼ وآخوا ته واقع شوي دي او د لمر د راختو په وخت ، د لمرد نور وړانګې ،د انګڼ له داخله د اوبو له حوض څخه او د رنګي شیشو په ښکلا سره ډيره په زړه پورې منظر پنځوي چې د هر یوه لیدونکي سترګې ورسره لاروښانه کیږي.
دغه بې بدیله باغ په ۱۳۹۰لمریز کال یا په هماغه ۲۰۱۱کال کې د یونیسکو د نړیوالو آثارو په لیسټ کې ثبت شوی دی .
دوستانو د ایران په یزد کې د ایران د زرتشتیانو ډیر زیات نفوس ژوند کوي ،نو ځکه د یزد ښار زیاتره په زړه پورې اوښکلي ودانۍ هم له زرتشتیانو سره اړه لري .د یزد تاریخي آتشکده یا اور تون ، په دغه ټاټوبي کې د زرتشت مذهب دپيروکارو د شتون یو سبمول دی . له ښاره په بهر کې هم د زرتشتیانو د مړو د ښخولو هدیره یا دخمه هم شته چې نن سبا د سیلانیانو لپاره په یوې جاذبې بدله شوې ده .
د یزد د آتشکدې یا اور تون ودانۍ په ۱۳۱۲لمریز کال کې یا هماغه په ۱۹۳۶کال کې د یزد د زرتشتیانو او د هندوستان د پارسیانو په همت او مالی مرستو سره جوړه شوې ده او دغه آتشکده د هخامنشیانو د پړاؤ په ښکلي معمارۍ سره د ستر او ښیرازه انګڼ په مینځ او لوړ ځاي کې جوړه شوي او د عمارت یا ودانۍ په تندي یا مخامخ برخې ښکلي انځورونه نقش شوي دي .
د یزد د آتشکدې اهمیّت د هغه لګیدلی اور له امله دی چې وئيل شوي،له کابو۱۵۲۰ کاله مخکې راهسې تردې دمه هماغه شان د لمبو په حالت کې ساتل شوی دی .دغه د اور دغه مقدس اور یا د اور لمبه په پیل کې د ناهید پارس آتشکدې څخه له عقدا سره نزدې هفتادر کلي ته وړل شوي ده او له هغه ځایه بیا په اردکان کې ترَک آباد ته منتقل کړی شویاو د یزدان په ګارې یا سومَڅې یا غار له دیرشو کلونو ساتل کیدا وروسته په ۱۳۲۵لمریزکال کې یزد ته منتقل شوی دی دغه اور تر مودو مودو پورې د یزد په موبدان کوڅې کې ساتل شوی او وروسته اوسمهال نوي جوړې شوي ودانئ ته منتقل کړای شوی دی.
دوستانو زرتشتیان د ایران په یزد ښارکې د پيرهریشت،پارس بانو ( د ښځو لپاره)او پيرنارکي او همداراز د پير چک چکو زیارت ځاي په څير ډير زیارتځایونه لري،چې په هغو کې د پير چک چک یا چکچکو (یا پيرمراد) زیارتځاي تر ټولو مهم دی .دغه زیارت چې زرتشتیان ورته شین پیر (پير سبز)هم وائي،د یزد ښار په ۴۸کلومیټرۍ کې واقع دی او هرکال په دغه زیارت کې د مهرګان جشن ترسره کیږي اوپه دغه ځاي کې ډير زیات زرتشتیان غونډيږي .وئيل کیږي،چې د چک چک یا چکچکو نامه د اوبو د څاڅکو له هماغه غږ څخه اخستل شوي چې له هماغه پَرخې یا چَټان څخه څاڅي او بیا یوې داخلی چینې ته هدایتیږي .د پيرسبز په عبادت ځاي کې د بریښنا، د څښاک د اوبو د کوټو په څير د هوساینې ډير امکانات شته چې د ستړیا دختمولو او د آرام کولو لپاره جوړ شوي دي .په دغو کوټو کې په یوې کوټې کې د څه دپاسه پنځوس میټرو په ژوروالي سره یو څا هم شته چې ورته : خیله : وائي .
= نوکله چې یزر ښار ته لاړ شو نو په ښار کې په ګرځیدو سره متوجه کیږو چې د : شهر شریني : نامه په حقیقت کې ددغه ښار یوه ښکلي نامه ده .په هر واټ او یا هرې کوڅې کې د شرینۍ ډير دکانونه وینو او د شرینۍ بوئ له دکانونو بهر هم احساسیږي .کله د شرینۍ کوم دکان ته ورځو،نو د کیک یزدي،حاجي بادامي،قطاب،باقلوا اوپشمک په څير خوندورې او رنګ په رنګه میټایانې یا شرینۍ وینو .داسې میټایانې یا شرینئ چې په درست ایران کې ډير زیات خوښونکي لري او دا د یزد سوغات حسابیږي .
په لاس جوړې شوي یزدي کپړې یا ټوکر هم له شرینیانو ،که زیات ارزښت ئې نه ويهم،نو کم هم نه دی .دغه ښار له پخوا راهسې د ټوکرو او دودیزو لاسي کپړو په زمینې کې هم پيژندل شوی دی او هنرمندان ئې ډير ډول ډول محصولات تولیدوي : ترمه : ددغه ښار دهنرمندانو یو بې بدیله مثال دی او په ډيرو ځایونو کې ئې د ډول ډول نمونو بازارونه لیدل کیږي .
د ټغر،زیلو،ګلیم او نرمو قالینو په څير مختلفې درئ او ټغرهم په دغه ښار کې ترسترګو کیږي چې د سوغات یا ډالۍ لپاره ډيرې ښې اوپه زړه پورې ټاکنې دي .
= خوږو دوستانو هیله ده چې د ایران د یزد تاریخي ښار او د ډول ډول شرینیانو یا میټایانو او همداراز د مختلفو سوغاتونو یا ډالیو لرونکي ددغه ښکلي او سیّلناک ښاردلیدو فرصت پیدا کړی،نو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو د ایران سیل نومې لړۍ د ورپسې مطلب پورې چې د ایران یوې بلې په زړه پورې او سیلناکې سیمې ته به مو وګرځوو، نیکمرغه ژوند درته غواړو .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************