ایرانۍمیرمنې
(last modified Wed, 24 Jun 2020 10:27:25 GMT )
Jun 24, 2020 14:57 Asia/Kabul
  • ایرانۍمیرمنې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیتي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایرانیو میرمنو نومې لړۍ له ننني څوارلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

دوستانو کرونائي بحران  نن سبا د نړۍ زیاتره هیوادونه راګیرکړي دي او د ډيرو هیوادونو  توان او ظرفیّتونه ئې ددغه وژونکی ویروس د مخنیوي او دریدا  ته متوجه کړي د ي.  بلاخره  دغه  منحوس ویروس ایران ته هم رارسیدلی دی .

 د کرونا منحوس  ویروس  نن سبا د نړۍ په کونج  کونج  کې خور شوی دی  او د ډيرو هیوادونو توانمنۍ او  ظرفیّتونه ئې  له چیلنجونو سره مخامخ کړ  يدي. بلاخره  دغه منحوس ویروس ایران ته  رسیدلی او د لکونو خلکو ژوند ئې له خطرو سره مخامخ کړی دی . په ایران کې د کرونا ویروس له خوریدا او دغه وژونکي ویروس  دمخنیوي او د ککړو کسانو د درملنې  او خیال ساتنې لپاره  زیات شمیر روغتونونو په مخصوص کولو پسې  د ډاکټرانو او پرستارانو  د زړه له کومې شپه ورځې هلوځلو درست  ایرانیان ستاینې او قدرونې ته اړ کړي دي .

بې شکه  په  هرې یوې ټولنې کې انسانیّت او اخلاق،اصول پيژندل شوي دي.هر یو انسان  له بل انسان سره  مینه  کول غواړي،البته کله چې دغه  اصول په اسلامی اخلاقو او  آدابو سره واخښل شي،نو د مخلوق  پر رضایّت سربیره د خداوندمتعال رضایّت هم په ځان پسې لري . حضرت امام جعفر صادق علیه السلام دخداي تعالی خوشالیدل  داسې انځوروي ؛  هیڅ یو مسلمان د بل مسلمان  حاجت نه پوره کوي ،مګر دا چې  خداوندمتعالهغه ته په خطاب کې  فرمائي ؛ستا انعام او جایزه  زما په غاړه ده او  دغه جایزه به له بهشته کمه نه وي .::: 

Image Caption
Image Caption

 

            دوستانو په دنیا په تیره بیا په ایران کې د کرونا ویروس خوریدا،د ایرانیو ښځينه  ډاکټرانو  او پرستارانو،سرښيندنو،ملګرتیاؤ او مرستو د درست ولس ستاینې او قدرونې راپارولی دي .پرستاري  د نورو انسانانو یو ډول خدمت دی،خو ډیری  خلک ،دکرونامنحوس ویروس د له مینځه وړلو او د ناروغانو د نجات لپاره  ددغې پرګنې سرښیندنې او احساسات،د سپيڅلي دفاع پړاؤ سره تشبیه کوي .په هغه وخت کې خودجوشه ځوانان په عشق او مینې سره د جنګ جبهو ته تلل او میّندو او میرمنو،د تل پاتې ستنو او پشتیبان په  څیر د جبهو تر شا دریدا په غاړه درلوده. نن سبا هم  په دغه بحراني شرائطو کې  ایرانۍ ډاکټرانې او پرستارې ،ددغه کرونائي جبهې  په لومړنۍ کرښې کې  مبارزه کوي  او د ککړتیا له ویرې او ترس پرته له نامرئي  یا نه لیدونکي دښمن سره  په مبارزې بوختې  دي ، دوي  پوهیږي ،ممکنه ده دوي د خدمت په لاره کې ژوند  له لاسه ورکړي ، خو  مقاومت کوي څو ددغه شان ژوند شیبې،د خواږۀ ایراني ټاټوبي په یاد او خاطرې کې پاتې  شي،انسانیّت، عشق او دوستي  ډير ارزښت لري  لکه چې د ژوند او ساه په شان .!  او دلته ده چې  درست ایران اوس  ددغو خوږو بچیانو په وړاندې  په احترام سره سر ټيټ کړی دی  او  په درست وجود سره د میړنیو بچیانو  او د دوی په ژمنو ویاړي  او دوي ،د سلامتیا او روغتیا د جبهې  د لومړنۍ کرښې  د مبارزانو په توګه یادوي .

                دوستانو د  تهران  د مسیح دانشوري روغتون  یوه په  زړه پورې کیسه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،  ټاکل شوې وه،ددغه روغتون چې په بشپړ ډول  کرونائي ناروغانو ته مخصوص کړائ شوی دی ،د مشرې  پرستارې    د واده  دستورې  ترسره شي ، په هماغې ورځې چې  په ایران کې کرونائي بحران اوج ته ورسید،او هغې د هغه اهمیّت په دلیل چې دخپلو وطن دارو ناروغانو د درملنې لپاره  ئې ورکاوۀ،دخپل وادۀ  دستورې لغوه  او بل وخت ته ئې  وځنډولې .

Image Caption

 

د ایران د روغتیائي چارو د وزیر رسندوئي سلاکار د مسیح دانشوري روغتون د مشرې پرستارې(هیډ نرسس)دغه اقدام ډير ستایلی او پخپل یوه ټولنیز پیغام کې ئې په دغې جملې لیکلو سره چې،مونږ باید خپل اتلان  وپيژنو   او د هغوي ستاینه اوقدرونه وکړو ....، د هغې احترام کړ ی دی .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود هم ددغه ځوانې پرستارې قرباني او دغه مسئولیت منل   ستایلی دی، او هغې(مشرې پرستارې )هم په داسې حال کې چې  له سترګو ئې د عشق اوښکې بهیدې،وئیلي،ما کوم خاص کار نه دی کړی  چې دوی ( د اسلامی انقلاب معظم لارښود) د ما مننه او ستاینه کوي .البته د خپل ولی فقیه او ولی امر مسلمین  دغه پیغام  زما  او زما د ملګرو د زړۀ د لا پیاوړتیا  او مضبوطیدا لامل شوی دی ،د دوي لاسونه څپَوَم  او ورته د سلامتیا او بریالیتوب  هیله کوم .

Image Caption

 

           دغه مشره پرستاره میرمن آمنه آنتوتن نومیږي او د مسیح دانشوري روغتون په کرونا د ککړو او په ککړتیا دشکمنو کسانو د برخې مشره پرستاره ده.اتلس کلونه کیږي،چې پرستاره ده او ځان  د پرستارۍ  د عاشقې په توګه معرفي کوياو وائي،  له ماشوموالی  ئې  له نورو سره  له مرستې سره مینه درلوده  او په همدې خاطر ئې دپرستارۍ څانګه خوښه کړېده.زما په اند، مشره پرستاره ،د دندې په څانګې کې  دیوې مور په  دنده په غاړه لري .  پوهیدم په دغې څانګې کې زما شتون ، له یوې خوا فوري اړتیا ده او  له بل پلوه ، زما د  همکارانو د خوصلې او دانګیزې د زیاتیدا امل کیږي،نو باید مونږ ټول  لاسونه سره ورکړو  څو وتوانیږو ، مشکلات حل  او  ټولنې ته هم د قربانیۍ  او سرښیندنې او مهربانۍ روحیه ورپچکاري کړو ::::

Image Caption

 

                 دوستانو د تهراند ماشومانو په روغتونو کېد عسل په نامې سره یوه جینۍ بستري شوي چې  باید  ددرملنې لپاره ئې اپریشن وشي ، خو هغه یوازې د اپریشن کوټې ته ورځي،دغه جینۍ یعني عسل  د اپریشن کوټې ته له تلو مخکې  د خپلې مور لپاره چې  په یوه بل روغتونو کې د کرونائي ناروغانو په درملنې  بوخته ده،پيغام لیږدوي  او په یوې ښکلي جملې کې ورته وائي،خوږې مورې ! زه ښه یم ، زما په هکله هیڅ اندیښنه مه لره .::::

                دوستانو میرمنې  داسې توانمن عنصر دی،لکه چې د تاریخ په  اوږدو کې ئې رغنده روزونکی رول درلودلی دی .ټولنې د دوي د شجاعتونو او سرښیندنې پامته داره دي .په یوه بل روغتون کې ، یوه پرستاره خدمت کوي، چې دهغې په نظر کې د یوه روغتون د ژغورنې په وخت  کې یو احساس پيداکوي ،چې نشي ئې تعریفولی .او له بل  هیڅ شي سره ئې نشي بدلولی.هغه وائي ؛ باور وکړئ  په دغو نولس کلن خدمت کې چې  ئې زه  په دغې دندې کې کوم ، دتیرو  شپو ورځو په نسبت ماته لازیات ښه حس ډالۍ  شوی او په حقیقت کې زه د خپل کار عاشقه یم .د پرستارۍ کار ډيرحساس دی  او  هرڅوک دغه کار سر ته نشي رسولی .تقریبا  پنځلس ورځې کیږي ، چې  زما لور فاطمه، زوی محمد پارسا  زما د مور کور ته تللي دي څو زه د آرام لپاره  کله کور ته ځم ،نو دوی زما په څنګ کې نه وي  او په کرونا ویروس دککړتیا  احتمال ئې صفر ته ورسیږي ځکه چې ، بچیان حساس  دي او ممکنه ده  ددغې ناروغۍ په مقابل کې  مقاومت  ونه کړائ شي ::::

Image Caption
Image Caption

 

 هغه وائي، کله  ورسره  ویډیوئي  تماس نیسم،او کله کله  ئې د کړکي له لارې وینم . څو ورځې مخکې د ما د پلار د کور په انګڼ کې مې د کړکي له لارې ولیدل  اوزما زوي کله چې ولیدم،نو  ژړا ئې پیل کړه او  وې وئيل ،خوږې مورې،زه غواړم ستا په غیږې کې  ویدۀ شم ،نو په دغو شیبو کې مې زړه د خپل بچي لپاره ډير ولړزید او زما زړه هم غوښتل چې خپل بچی په غیږې کې ونیسم  ،خو  اوس ئې وخت  نه ؤ .  زما مور وائي ،بچی دی او په مور او پلار  پسې ئې زړه خوګیږي .دوي د مور په باب دهغو شپو ورخو خبرې کوي ، چې یو ځاي به د اختر په  موقعه د شیانو داخستو لپاره  بازار ته تلل  او ډير به خوشالیدل . کله د دوي خبرې اورم ،نو راته ژړا راځي،خو هڅه کوم  له خپلو بچیانو سره د خبرو په وخت داسې خبرې  وکړم چې د وي مضبوت شي او  امیدارچې دغه شپې ورځې به زر تیرې شي  او  زر به د مور او پلار په غیږې کې ویده شئ،کله چې له خپلو بچیانو سره خبرې کوم نو ورته وایم چې باید صبر وکړي څو مونږ د هغوبچیانو دمور او پلارچې  ممکنه ده ،په روغتونونو کې وي ، مرسته وکړئ شو ، مرسته  ورسره وکړو څو زر ښه شي  او  له هغوي سره یو ځاي شي .

                      خوږو دوستانو له کرونائي بحران سره د مبارزې د ډګر یوه اتله د تهران د قائم روغتون د پرستارۍ یوه کارپيژانده  میرمن زهرا نجفي ده چې نن سبا د نورو ډاکټرانو وپرستارانو ،  او د طبي عملې په څیر له کرونا ویروس سره د مقابلې په لومړنۍ جبهې کې په لومړۍ کرښې کې ده څو د ناروغانو ژوند وژغوري ،خلک هم  ددغه شان انسان دوسته او سرښیندونکو  یاد او خاطرې له ذهنونو نه وباسي  او تل ددغه شان کسانو دزحمتونو او زیارونو ستاینه او قدرونه کوي .

Image Caption

 

خوږو دوستانو  دغه شپې ورځې د ایرانیو ژمنو میرمنو په شتون سره ،د  تاریخ  تر ټولو ښکلی او په زړه پورې شیبې  انځورولی شي .ځکه  حقیقت  هم همدا دی  او په دوي کې د تاریخ تر ټولو په زړه پورې شیبې ښکاریږي . د ویرې او ترس له پټاخو سره یو ځاي ، له احتیاط اود  زړه ډبا سره یو ځاي  دغه شیبې په زړه پورې تصویر انځوروي،خو په نهایت کې پکې سرښیندنه، قرباني، مهرباني  او میړانه تر سټرګو کیږي .او همداراز د درست ملت لپاره یو ستر او نه هیریدونکی ویاړ هم  ډالۍ کوي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه