په ایران کې د ۳۱۵ زره کرونایي ناروغانو رغېدل
(last modified Wed, 26 Aug 2020 10:25:39 GMT )
Aug 26, 2020 14:55 Asia/Kabul
  • په ایران کې د ۳۱۵ زره کرونایي ناروغانو رغېدل

د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا د وزارت ویندویې اعلان وکړ چي په هیواد کې د ۳۱۵ زره کرونایي ناروغانو درملنه شوې ده.

د ایران د روغتیا وزارت ویندویي سیما سادات لاري وویل: چي په هیواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲ زره او ۲۴۳ د کرونا نوي مثبتي پیښي ثبت شوي دي چي د دې جملې څخه ۱ زره او ۱۲۱ تنه بستري شوي او پاتې نور ناروغان د درملو د ترلاسه کولو وروسته خپلو کورونو ته استول شوي دي.
هغې زیاته کې چي په ایران کې د کویډ ۱۹ کرونایي ناروغانو ټوټل شمېر ۳۶۵ زره او ۶۰۶ تنو ته رسیدلي چي له دې څخه ۲۱ زره او ۲۰ تنه  مړه شوي دي.