د سپيڅلي دفاع اونۍ
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i93144-د_سپيڅلي_دفاع_اونۍ
  د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو،په دې شیبو کې د سپيڅلي دفاع د اونۍ په مناسبت د لړۍ له ننني اوم مطلب سره ستاسو په خدمت  کې یوو ،  هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2020 12:15 Asia/Kabul
  • د سپيڅلي دفاع اونۍ

  د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو،په دې شیبو کې د سپيڅلي دفاع د اونۍ په مناسبت د لړۍ له ننني اوم مطلب سره ستاسو په خدمت  کې یوو ،  هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

خوږو دوستانو د سپيڅلي دفاع پړاؤ ،داسې مهمې ځانګړنې لري،چې دا د تاریخ د نورو جنګونو  له ډول ډول اړخونو جلا کوي .د دوي یو تر ټولو څرګند اړخ ،د شهادتغواړي  کلتور پراختیا ده .د شهیدانو  په باب دقرآن کریم  ځیرو ته په پام سره د پیغمبر اکرم  په پړاؤ کې هم  په مجاهدانو کې همدغه د شهادت غوښتنې څپه دود وه .خداوندمتعال د آل عمران  سورې  په یو سل نهه شپیتم آیت کېشهیدان ژوندي بلل شوي  او فرمائيل شوي دي ؛ هیڅکله    ګمان مه کوئ هغه کسان  چې د خداي په لاره کې  وژل شوي ، مړۀ شوي دي ، بلکه  هغوي ژوندي دي او د خپل پروردګار په نزد روزي  ورکول کیږي ::: نو هغه وخت قرآن کریم ،  شهیدان  د هغو ډيرو نعمتونو په خاطر کې چې خداي تعالی   ورته ډالۍ کړي دي ، خوشال او خوښ دي . د خداي ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص) فرمائي ؛  دهر نیکۍ  په وړاندې ،لاښه نیکي شته ده  څو  د خداي په لاره کې شهادت ته ورسیږي  چې  له دې لا غوره اوښه نیکي بله نشته .  په اسلام کې شهادت  دخداي په لاره کې د انسان هدفمن او پوه مرګ دی . د اسلام له نظره،څوک چې د حق او عدالت  د ټينګیدا  په انګیزې سره  د لوړو موخو په لاره کې  ووژل شي ، د کمال یوې تر ټولو لوړې درجې ته رسیږي  او  هغه شهادت دی .

Image Caption

 

Image Caption
Image Caption

 

              په الهي دینونو په تیره بیا په اسلام پاک دین کې،دشهادت اوسرښیندنې کلتور نغښتل شوی دی .اساسا سرښیندنه او له ځانه تیریدا،د الهي دینونو په ډکشنرۍ کې یو خاص تفسیر او معنا لري .خو د انساني او مادي مکتبونو   دا دی چې  خپل پيروکار  د ملموسو مادي جایزو له تمې پرته سرښیندنې ته نشي بللی .ځکه  په دغو مکتبونو کې یوازینی معیار او   اندازه یا انډول  مادي ګټې دي . په مسلمه توګه ، د شهادت چې  د جانبازۍ  او سرښیندنې  اوج دی ، هغه کسان هرکلی کوي ،په آخرت اوعالمِ غیّب باندې باؤر لري.د قرآڼ کریم ډیر آیتونه دهغو کسانودرنښت اوستاینه کوي ، چې پخپل مال او ژوند سره جهاد  کوي .   دغه شان کسان  له خداي سره معامله کوی .نوځکه د دوي په تمه ستر اجر،یعني  الهي رضایت او تل پاتې او ابدي جنت دی . الهي آیتونه  د خداي د ګران پیغمبر (ص) د په زړه پورې ځیرو  او بشارتونو ترڅنګ،د مسلمانانو باطن او روح ته لاره مومي .د اسلام په سرکینیو وختونو کې،د خداي په لاره کې جهاد،د انسان تر ټولو بشپړونکي مرحلې ته  درسیدا لپاره  د یوه  پل په توګه ارزښت  پيدا کړ  او  ایماندارو  انسانانو د د سرلوړئ او عزت تر څنګ  د یوه پوهه  مرګ په توګه  د شهادت هرکلی وکړ .له همدې امله شهادت  د انسان په ژوند کې  ترټولو لوړه ښکارنده  بلل کیدلی شي چې د روښانه کونکي نور په توګه ،له تورتمو ټولنو ته  حیات او رڼا وربخښي . شهادت د اجتماع   بدن ته  د وینې  ورکول دي  او بې روحه او وچ   او سخت زړونو ته   تاندوالی وربخښي . شهید،  د انسان لارښونکی مشال  دی .

                   دوستانو شهادت،د سرښیندنې اوقرباني  تر ټولو لوړه درجه ده چې په الهي درګاه کې ډير اجراو انعام لري .خدای غواړي کسان د شهادت لوړمقام ته درسیدا هیله لري .خداوندمتعال د آل عمران سورې له ۱۶۹ آیت څخه تر۱۷۱پورې آیتونو کې  د شهیدانو لوړ مقام یاد کړی او فرمائيلي ئې دي ؛

  وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ ﴿۱۶۹﴾  فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِمْ مِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۱۷۰﴾ يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۷۱﴾

ائ پيغمبره ! هیڅکله هم  ګمان مه کوه ، هغه کسان چې  د خدای په لاره کط وژل شوي دي ، مړه  دي ، بلکې دوی ژوندی دي  دخپل پروردګار په نزد  روزي ورکول کیږي . دوي  د هغو ډیرو نعمتونو په  خاطر  چې  خداوند  دوي ته پخپل فضل  ډالۍ کړي دي ، خوشال دي  او د هغو کسانو په خاطر چې (هغه مجاهدان چې)  له دوي وروسته  ورسره یو ځاي شوي نه دي ، (هم) خوشال دي (ځکه دوي خپل غوره ځایونه  په هغې دنیا کې  ویني او ورباندې  خبر دي ) چې  دوي نه ویريږي  او  او نه به هم څه غم ولري .  او  د خدای په نعمت او دهغه په فضل ( دخپل ځان په نسبت ) خوښ دي ، او  (ویني چې )  خداوند  دمومنانو انعام نه ضایَع کوي ( یعني   نه د شهیدانو او  نه هم د  هغو مجاهدانو انعام چې شهید شوي نه دي ) ::::::  

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...  العظمي سید علی خامنه اي  د شهید سرښیندنې په بیانولو  سره فرمائي ؛ شهید،دخداي په وړاندې قرباني ورکړی اوسرښیندنه ئې کړې ده . سرښیندنه ،یعني  دځان پروا نه کول  او دخدای په وړاندې ځان هیڅ بلل .دا  دشهید لومړنی دریځ نیونه ده .که  هغه  ځان څه بللی ،  او  ځان ئې( دخداي په لاره کې )له خطرې او قربانۍ سره مخامخ نه کولئ ، نو دغه مقام ته  نه رسید. دا  ځوانان چې  دجنګ په  جبهو کې  ، دخوزستان په سختې تودوخې کې ، یعني د لمر په کابو پنځه شپیته درجې تودوخې کې او یا د کردستان په سختې یخنۍ کې او له واورو په ډکو غرونو کې ئې مزلونه  وکړل له دنګو لوړو غرونو او په مشکلو او سختو لارو  لاړل  او خپل ځانونه ئې قربان کړل ،  ټولو  کورونه درلودل، ژوند  ئې درلود،  مهربان مور پلار ئې درلودل ، ځینو ډیرې خوږې او نازنینې میرمنې درلودې ،ځینو دزړه ټوټې بچیان درلودل ، ښه او له امکاناتو ډک ژوند ئې درلود  ،هیلې ئې درلودې ، ،، خو  درست امکانات او هرڅه ئې پريښودل او لاړل ::::

                دهغو ځوانانو په منطق کې چې  دایران  د ټاټوبي او  پولو د فاع ئې کوله ،جهاد ، له ډيرو زیاتو اقتصادي ګټو ته رسیدل اویا پراختیا او زیات غوښتننې لپاره مبارزه نه وه،بلکې د دوي مقصد،دخدای په لاره کې  هڅه  او د تیریګرو او سرزورو قدرتونو په وړاندې  دریدا  وه . 

Image Caption

 

 دسپيڅلي دفاع یو قوماندان   شهید حسین خرازي  وائي ؛مونږ ټول دنده لرو،    د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د فرمان په اساس ،  له درستو کمښتونو سره سره ،  جنګ ته  به په ټول  وجود سره دوام ورکړو . ځکه مونږ    دخپلې دیني دندې د احساس  په خاطر جنګیږو   او دفاع کوو ،  او یوازې د بریالیتوب  په نیّت سره نه  جنګیږو.  په یوه بل ځاي کې شهید مهدي رجبي  هم لیکي ، مونږ  ځوڅو  د امام خط پاتې شي . داسې خط او کرښه چې  له ابراهیم پیغمبره پیل شوي او  دهغې سرې کرښې په دوام کې دحضرت محمدمصطفی(ص)او حضرت امام علی (ع) په پاکو لاسونو سره د حضرت امام خمیني  له ولولې او پرتمه ډک زړه ته  راورسید،څو کړیدلي کسان،  مځکه د قابیل ډوله  کسانو  د حکومت  له ستم او کړاوه وژغوري ::  یوه بل مبارز وائي ،  دجنګ په لومړنۍ کرښې کې ، مو یو اولس کلن ځوان ولید،یوه خوشاله او نوراني څيره ئې درلوده . خو  پر مخ ئې  دستړیا آثار لیدل کیدل .  ساده او پاک قالي ئې اچولي وو ، او کمزوری بدن  دنګه ځواني ئې درلوده  او  په مخ ئې د مسافرۍ صفا او پاکوالي  نښې ښکاریدې .  د هغه کم عمر  ته په پام سره  په لومړنۍ کتنې کې  داسې نه ښکاریده چې  دجنګ او جبهې وړتیا ولرل شي .  خو  هغه ځان ته په کتو سره وئيل ،جبهه  لوي ، ځوان او ماشوم نه پيژني ، عشق پيژني .  هغه ته مې ووئيل ؛ ولې دې ښونځی پريښودلی دی .؟ په حیرانتیا سره ئې راته وکتل  او ځواب ئې راکړ ،  جبهه پخپله مدرسه  ده ،  هغه هم د عشق او سرښیندنې او قربانۍ مدرسه ، یو داسې ښونځی  چې  یو بشپړ انسان روزي . وروسته مَسک شو او وې وئيل ؛   دخپل رهبر په غږ  د لبیک وئيلو لپاره راغلی یم .  کلونو وروسته  د هغه مور راته د هغه عسک وښود  او وې وئيل و د کربلا پنځه  نومې  په عملیاتو کې شهید شوی دی .::::

Image Caption

 

خوږو دوستانو  اوس  او  د تپلي جنګ  او  د اسلامی ټاټوبي   ددفاع لپاره  د مبارزانو   د ویاړمن شتون له څلویښتو کلونو تیریدا وروسته  اوس هم د مونږ په هیواد کې  د سرښیندنې او شهادت کلتور ژوندی دی ؛؛   دا جمله ،د سپيڅلي د فاع د اته کلن  پړاؤ  د  یوه بل مبارز  ده ،هغه دغه شان وائي ؛ بیا هم که دمونږ د اسلامی ټاټوبي  ددفاع خبره رامینځةشي ، نو  د مونږ ځوانان او ځلمیان  ډګر ته په شجاعت او میړانې سره دانګي ؛؛ د باطل په ضد د حق  په جبهې کې د حرم د مدافعانو شتون  ، ددغې ادعا  ګواه  دی .  حق بریالی او باطل بلاخره نسکوریدونکی دی ، دا د پاک پروردګار یوه ښکاره وعده ده .

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************