ځلانده یون،د اسلامی انقلاب دوهم ګام
(last modified Sat, 26 Sep 2020 11:31:35 GMT )
Sep 26, 2020 16:01 Asia/Kabul
  • ځلانده یون،د اسلامی انقلاب دوهم ګام

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د  ځلانده یون  او   د اسلامی انقلاب د دوهم ګام نومې لړۍ  په دریم سپرکې کې د درملیزو او طبي اړتیاؤ دتولید لورنیونې په باب  له مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو، په دې هیله چې  د استفادې وړ مو وګرځي  تر پایه راسره ملتیا وکړئ .

خوږو دوستانو  دایران اسلامی جمهوریت  له ایټمي ټيکنالوجۍ په استفادې او دډول ډول  ریډیو ایکټیو درملود تولیدولو پشمول په ماډرن طبي علومو کې ډير لوړ ګامونه پورته کړي دي .

 په رووستیو څو لسیزو کې د هډوکو، وینې د سرطان او دغه راز د پروسټاټ  او پنکراس د  ډول ډول کینسر ناروغیو د د رملنې په زمینې کې  د ریډیو ایکټیو  درملو د نوي نسل یا ډول  تولید  مخ په زیاتیدا دی .  په دې زمینې کې په سرطان یا کینسر ناروغۍ کې  له ریډیو ایکټیو درملو   استفادې، له لومړۍ تر دوهمې مرحلې پورې او حتی د درملنې د مرحلې د آزموینو  په مشخص کیدونکو کارندوالي  کې  پراختیا موندلې ده او ایران په دې  ډګر کې ددغې ټيکنالوجۍ لرونکی څلورم هیواد  شمیرل کیږي .ددغو تجهیزاتو د جوړولو ټيکنالوجي تر اوسه پورې  د امریکا، انګلستان او چین په څير د هیوادونو په انحصار او اختیار کې  وه .

 په وروستیو کلونو کې د تشخیصي ریډیو ایکټیو درملو کارنداوالی سوکه سوکه له څيړنیزو مرحلو څخه د ډيرو نوو او ماډرنو رودو او د ما لیکیولي عکس اخستنې(د رنګینو ایکسرو)او دعفوني تصویرونو   د اخستو په څیر آئيډیالې رودې په لور کاږل شوی دی .دم ګړۍ دسرطان په درملنې کې د جراحۍ یا آپریشن،کیمیائي درملنې،او ریډیو تراپي له درو رودو استفاده کیږي او له ریډیو تراپي څخه استفاده، ددغو ناروغانو په درملنې کې یوه تر ټولو  دوده روده  ده .

              نن سبا له ماډرنو طبي علومو څخه په استفادې سره د اینې یا  یَنې (ځګر) د سرطان  ناروغان اوپه ځينو هغو  پرمختللو موردونو کې چې د آپریشن یا جراحۍ  وړ نه دي،له ریډیو ایکټیو درملو څخه په استفادې سره بیرته ژوند ته له  کابو پنځوس ترشپیتو فیصدو پورېهیلې پیداکیږي او له ډيرښه ژونده برخمن کیدلی شي .د ځِګر(کبد) سرطان د معدې یو ترټولو وژونکی سرطاني ناروغي ده او دم ګړۍ  دسرطان یو خوریدونکی ډول حسابیږي .د طبي ټولنې  د راپورونو په اساس ، په کال کې د ځِګر   په سرطان  کابو  دوه سوه کسان ککړیږي .

Image Caption

 

 په وروستیو کلونو کې  په ایران کې د دغې ناروغۍ په درملنې کې د اغیزشیندونکو ریډیو ایکټیو درملو کلینیکي او آزمیښتي فیز یا مرحله په بریالیتوب سره پاي ته رسیدلې او دم ګړۍ  د درملو کلینیکل سنجولو مرحله  هم  د تهران او شیراز  د طبي علومو د پوهنتونونو په ملګرتیا سره د ترسره کیدا په حال کې د ه .

 ایف ډي جي  (FDG)ریډیو ایکټیو درمل،په خاصو ناروغیو کې یو ډول ډیر مهم کارونکيدرمل دي .دغه ریډیو ایکټو درملد پيټ (PET SCAN)په وسیله د ایکسرې یا رنګین عکس د اخستو لپاره  استعمالیږي . ډاکټران د پيټ سکینPET SCAN)  ) له روې او طریقې څخه  غالباً د سرطان  د ناروغۍ دپيژندګلوۍ او دسرطان په درملنې کې د رودو د اغیزو د اندازې د معلومولو لپاره استفاده کوي .ریډیو ایکټیو درمل  لازیات  تشخصیي اړخ لري  او د سرطانونو  په زمینې کې هم کله کله  درملیز اړخ هم لري .

            په دې زمینې کې په ایران کې یولړ پرمختللي جوړښتونه  رامینځة شوي دي . په دې زمینې کې د ګاما وړانګو نظام ( ګامه ی بناب سسټم) یو فعال مرکز دی چې ډير سنبال او ماډرن ازمیښت ځایونه  لري . په دغه مرکز کې  له ماډرن ټيکنالوجیو څخه  استفادې ته په پام سره،په مختلفو حالتونو کې او په تر ټولو ټيټه سویه د غنی شوو ډول ډول وړانګو او ایکسرو د ظرفیّت امکان هم  شته دی .په تهران کې دې ته ورته د ډوز برابرونکي (غني شوي) سسټم  کمپلیکس هم فعالیت کوي چې  د ګاما وړانګو د ډوز او اندازې په برابرونکي(غني شوي )ماډرن نظام سنبال دی او د روغتیائي او طبي محصولاتو لپاره د وړانګو په منظمونکي  رودې سره د میکروبونو دککړتیا د ختمولو مسئولیّت په غاړه لري .د وړانګو داندازه برابرونکی دغه مرکز د خپلو خدماتو د کیفیّت  دکنټرولولو لپاره له مائيکرو بیالوجیکل،پلیمر،د خوراکي موادو او ډوزیمیتري آزمیښتځایونو څخه استفاده کوي  .  

Image Caption
Image Caption

 

 دغه سسټمونه  د یوځل مصرفونکو(ډسپوزیبل) طبی محصولاتو څخه د میکروبونو دککړتیاؤ دختمولو، د خوراکي محصولاتو دساتنې دوخت   د زیاتولو  او د موادو دککړتیاړ د کمولو په موخې سره جوړ شوي دي .

 د  تولید د لورنیونې یا د تولید د زیاتونې په کال نومونې کې ،ایران  توانیدلی دی،د هغه کرونا ویروس د مالیکیولي تشخیص دکیټ په تولیدولو سره  چې  په نړیواله سویه  په یوې خوریدونکي بلا بدل شوی دی،لوړ ګامونه پورته کړي .د ۲۰۱۹ کال کروناویروس (یا  کوویډ-۱۹)د مالیکیولي تشخیص کیټ د ایران د طب د یوه مخکښ دانش بنیان  شرکت د څيړاندو په همت سره ځاي شوی دی او اوس د روغتیائي چارو د وزارت  د تائيد وړ آزمیښت ځایونو په اختیار کې  ورکړل شوی دی .

                   د سلامتیا په حوزې کې د مخکښ دانش بنیان شرکتونو د ټولګې  د پیشتاز طب زمان نومې شرکت د کارکسب د پارختیا  دبرخې مدیر ډاکټر  وحید یونسي  په دې باب وائي . د دغه شرکت د  څيړنې او پراختیا ټيم  د کروناویروس د خوریدا له هماغو لومړنیو شپو ورځو  څخه  اوتر دې دمه  د خپلو څيړنیزو علمي او ټیکنالوجیکي  مرستیالۍ په وسیله  په دې حوزې کې  هلې ځلې کوي . دشرکت څيړاند او متخصصان  درست وخت  او په ټول توان سره  خپل ټول فکر په دې موضوع متمرکز کړی دی .

Image Caption

 

 اوس په دغه محصول سره،د کوویډ-۱۹ډوله ناروغي یا هماغه  کروناویروس  په قطعي توګه  په مشکوکو ناروغانو کې تشخیص کیږي .دغه کیټ  د ویروس  خاص ژن  یا ویروسي مالیکیول ټارګټ کوي  او  له  ټسټ وروسته ،له   کسانو په  اخستل شوي نمونې یا سمپل  کې  د ویروس    شتون  مشخص کیږي.

د دانش بنیان دشرګت د متخصصانو  په دغه اقدام سره  نه یوازې  د کروناویروس دمعلومولو کیټ ته د  هیواد  اړتیا پوره شوې  ده ، بلکې  په تولید کې په زیاتوالي سره  ددغه محصول دصادراتو زمینه هم برابره شوې  ده.

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

      دایران ، اسپانیا او فرانسې  د طبي علومو  د پوهنتونونو څيړاندو په همداوروستیو کې د کروناویروس  په باب د ترټولو وروستیو بریاؤ او  دنظر دتبادلې په خاطر  په  یوه : وبینار :سیمنار کې ګډون  کړی  دی .  د ایران ،اسپانیا او فرانسې  د طبي علومو  له پوهنتونونو  کابو یو سل پنځوسو ګډون کونکو  د ویډیوئي کنفرانس له لارې  په دغه علمي سیمنار کې  شتون درلود . په دغه وبینار  نومې  سیمنار کې  لورو ،د له کرونا ویروس  سره اړونده   په سی ټي سکین ،  پیټ سکین ، رنګینو ایکسرو او د  تشخیص  او د ناروغانو د ساتنې   او د ککړو یا شکمنو کسانو د  ډ يموګرافیک اطلاعاتو په باب بحثونه او د نظر تبادلې  شوي دي .

ددغو بریاؤ ټولګه چې  نن سبا  د ایټمي درملو دعلومو په ډګر کې  او همداراز په  کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ د ککړو د درملنې  او   له کرونا ویروس سره د مبارزې  لپاره دایرانیو متخصصانو او  ډاکټرانو   په شتون او زیار سره ئې ځلا موندلې . د  طبي تشخیص په رودو کې  د لور نیونې  او طبي او درملو  دتولید د زیاتونې په مرحلې :ې  د هیواد مخ په وړاندې حرکت دی .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************************************  

 

ټیګونه